د ملا محمد عمر اخند خاطرې

 
د ملاصاحب، پر مرګ ځکه څه نه وايم چي کيسه ئې هيڅکله دغسي ( لکه چي بيان سوې ده )نه ده چي ښايي له اوږده اننظار  وروسته په داګه سي خو اوس نه !.
دلته به ئې يوه خاطره درسره شېريکه کړم :
اوله خاطره :  
د دوه زرم کال کوچنۍ اختر وو چي د کندهار په لو عيدګاه کي مي لمونځ پسي کاوه؛ ګڼ شمېر پاکستانيان لکه مفتي عبدالرشيد ( د جامعة الرشيد او الرشيد خېريه ادارې مسول ) مولانا اختر مېمڼ( د الاختر ټرسټ مشر)حافظ فضل محمد بړېڅ (د بلوڅستان ايالتي شورا غړی )، مفتي زرولي خان ( دجامعه احسن العلوم بنسټګر) او د جميعت علما نور ګڼ کسان راغلي ول،لمړی د شريعت ږغ راډيو وياند جاويد احمد ... د خلافت مجلې سرمقاله ولوستل چي وروسته پر ټولو کسانو د کراچي اونيزه ( ضرب مومن ) و وېشل سو، بيا لمانځه ته ولاړ سو اقامت وسو چي د ملا صاحب په امامت تر سره کېده، د لمانځه په اول رکعت کي ملاصاحب د قر​ائت په دوران کي سخت ټوخ اړ کړئ چي سلام وګرځو، چي بيا وروسته د عبدالحي مطمن له خوا وه مولوي عبدالعلي ديوبندي ته بلنه ورکړه سوه چي بيا هغه لمونځ د سره راکړ، درې دوعاګاني وسوې چي ډېره برخه ئې د کشمير، فلسطين او چيچنيا وه، د لمانځه وروسته ما او نژدې کسانو روغبړ ورسره وکړ، زه ئې تر شا ولاړ وم، خړ بخن کالي ئې وه، شين ټېټکس پټو ئې و چي ښه پراخي سپيني بخۍ پر کار سوي وي، له لمانځه وروسته ملاصاحب په خپلو پنځو تورو کورېزونونو کي و محمديه مدرسې ته چي عيدګاه ته نژدې ده ورغلی او هر طالب ته ئې پنځه سوه کالداري ورکړې او له ټولو ئې د دوعا غوښتنه وکړه.