
دا ده له يوې بلې نادودې هم خبر شوو،وامو ورېدل چې د ټوپکوال ولسمشريز نوماند ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين سرلاري په ولسمشريزو ټاکنو کې د خپل نوماند د نه بري په صورت کې يو ځل بيا د تېر په شان ښارونو ته د خپلو وسله والو د وېستو ګواښ وکړ.
خو عبدالله چې پخوانى ټوپکوال او اوسنى ديموکرات بلل کېږي دا خبره د خپل دې کمپاينر ځاني نظر وباله،د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر وويل دا موضوع يې جدي نيولې،څارنوالۍ ته يې د دې خبرې کوونکى ور معرفي کړى او د ټاکنو د امنيت ساتنې وړتيا لري.
دا چې داسې خبرې ولې کېږي؟پايلې او موخې يې څه دي او پر ټاکنو يې اغېزې څه دي لږ به پرې وغږيږو.
لومړى راځو دې ته چې د ښاغلي عبدالله دې کمپاينر ولې دا خبره په هېواد دننه کومې رسنۍ،ياغونډې ته ونکړ؟ولې يې يوې بهرنۍ رسنۍ سره دا خبره شريکه کړه؟
د دې پوښتنې ځواب خو ټولو ته څرګند دى چې شمال ټلواله د يو شمېر نورو اوسمهالو سياستوالو په شان پوهېږي چې بهرنۍ نړۍ د افغانستان له کورني حالت او وضعې د سمې خبرتيا د نه لرلو له امله د هر سياست ميني چا خبره اوري،امتيازات ورکوي،او ملاتړ يې کوي.
د دې خبرې ښې بېلګې تر دې وړاندې په زبات شوي او اوس هم په خلاصو سترګو ليدل کېږي چې د همدې چارې کوونکي خلک د واک پر ګدۍ ناست او د دې ځپل شوي ولس پر برخليک لوبه کوونکي دي.
له دې ور هاخوا لکه د حامد کرزي وياند وحيد عمر چې ويلي د دې خبرې کول د عبدالله ملاتړو له لورې په ټاکنو کې د عبدالله د ماتې پخلي کوي،همدا شان موخه خو مو لکه چې ياده کړه يوازې او يوازې د تېر کله په شان په واک کې د شمال ټلوالې د غړو پاتې کېدل او ترڅنګ يې د کړو بشري سرغړونو له سزاوو د دې ټلوالې د غړو د ژغورنې هڅه ده چې له بده مرغه تر دا اوسه ډېر کله بريالۍ شوې او له لا بدې مرغې چې ښايي بيا هم بريالۍ شي.
پر ټاکنو د دې مسالې د اغېز په اړه بايد دا ووايو چې دا چاره پر ټاکنو اغېز لري کنه؟نو د دې ځواب هم ښه پوره (هو)دى ځکه له يوې خوا ورته نور وسله وال د طالبانو او يو شمېر نورو په نومونو د ټاکنو د ګواښلو ګواښ کوي نو هغه شوي ګواښ سره د دې ګواښ ملتيا به خامخا يو شمېر خلک په ټاکنو کې له برخې اخېستو راوګرځوي،تردې چې يو شمېر خلک ښايي له مرکزي سيمو او په ځانګړې توګه له پلازمېنې کابله کډواليدو ته اړ شي.
د دې موضوع يو بل اړخ د عبدالله د مخالفينو يا هم که ووايو د حامد کرزي لخوا يوه سياسي لوبه هم کېداى شي او هغه په دې چې کرزي به د عبدالله دې کمپاينر ته په لارښوونه ورکولو به هڅه کړې وې چې له يوې خوا هغه په خلکو کې لا بدنومى او له بلې خوا به د دولت دا اندېښنه چې ښايي شمال ټلواله د خپلې ماتې په ترڅ کې کوم منفي وسله وال غبرګون وښيى وېرولى وي چې ښايي دولت يې له دې لارې له پخوا څخه د يوه داسې اعلان په کولو له عبدالله دا ژمنه واخلي چې خپله ماته به په ورين تندي مني.
پورته خبرې زما څو ځاني يادونې او نظرونه وو او د افغانستان په شان د يوه هېواد د اوسني وضعې په اړه چې هره شېبه پکې د تېر په شان د سياسي لوبو د بدلون اټکل کېداى شي خپلې دا خبرې د دې موضوع د کاڼي کرښې نه ګڼم.
د روانو دروغجنو او افغان ضدو سياسي لوبو له دوامه د افغان مېړني ولس د ژغورل کېدا په هيله
چټک غبرګون____ننګرهار