
عصمت الله بريالى
ebaryali@yahoo.com
په كندهار كي مي دښاروالي په اړه پلټني كولې چې په ناڅاپي ډول دافغان ولسمشر حامد كرزي دكرپشن اسناد په لاس راغلل.
زه دغه څه په داسې حال كې ستاسو په وړاندې ايږدم چې افغان ولسمشر په نړۍ او افغانستان كې په دې مشهور دى چې په اختلاس اوكرپشن كې لاس نه لري .البته پر حامد كرزي داتورونه لګېږي چې دى يو كمزورى ولسمشر دى او دنوموړي له نوم څخه يې وروڼه او دكورنۍ غړي ناوړه ګټه اخلي .
داخبرې تر تاسو رسېدلي دي چې درئيس جمهور ورور احمدولي كرزى په كندهار او سويل لويديځه حوزه کې پر خپل سر پاچاهي كوي او هر والي يا بل لوړرتبه چارواكى چې خبره ونه مني په اول قدم کې به بدلېږي اوكه بدل نشي نو بيا به ارومرومري .
دحامدكرزي پر مشر ورور قيوم خان كرزي داتورونه لګېږي چې دوزيرانو په ادلون بدلون کې لاس لري او له دې كبله تل پر ولسمشر فشار اچوي .همدارازمحمودجان كرزى په دې تورن دى چې له ځينو وزيرانو او له يوشمېر لويو كمپنيو څخه په پروژو کې كمېشن اخلي .البته داټولې هغه خبرې دي چې تر دې وړاندې هم دحامد كرزي په وروڼو او كورنۍ پسې شوي دي .په دې خبرو کې دځينو اختلاصونو ثبوتونه هم شته چې دكندهارپخواني والي اسدالله خالد او قيوم خان كرزى پكښې ښكېل دي خو داټول هغه څه دي چې كېداى شي دنړۍ دځينو نورورئيس جمهورانو ورڼوهم داسې كړي وي خو پخپله دحامدجان په اړه داسې څه په لاس راتلل زما لپاره هم حيرانوونكې ده .
ماته په كندهار کې داحمدولي كرزي انتهايي ډېر نېژدې ملګري وويل چې داحمدولي په كردار پخپله ريس صاحب هم خبر دى خو كله كله احمدولي ورته وايي چې په هرچا بايد اعتماد ونشي .ددغه كس په وينا چې احمدولي ډېر بې باوره سړى دى او ترډېره بريده په چا باندې په اساني باور نشي كولاى خو كه په چا باور وكړي نو بيا يې دوستي دهغه كس تر مرګه ورسره وي . دغه كس دافغانستان دپارلمان ديوه وژل شوي كندهاري كانديد حبيب الله جان نوم واخيست چې دده په وينا په وژنه کې يې احمد ولي كرزي او دكندهار پخواني والي اسدالله خالد لاس درلود.ده وويل چې هغه پخوا داحمدولي خان ملګرى وو خو ستونزه يې داسدالله خالد پر سر پېښه شوه .حبيب الله جان له احمدولي څخه داسدالله خالد دبدلېدو غوښتنه كوله خو احمدولي ورته ويل چې دوالي پرسر قيوم خان ولاړ دى او دى نه شي كولاى چې هغه بدل كړي .دغه كس وايي چې پخپله په هغه مجلس کې ناست وو چې حبيب الله جان احمدولي ته وويل چې نورنو دخداى په امان [پل مي ... پل دي ... ] احمدولي خان ږغ ورباندي وكړ چې حاجي وكيل صاحب ستا خفګان زموږ په تاوان دى زه كوښښ كوم چې دوالي يوه چاره وروكړم .وروسته احمدولي امريكا ته تليفون وكړ او خبره يې له خپل مشرورور قيوم خان سره شريكه كړه .دغه كس وويل چې نور نو نه دى په خبر خو لږ وخت وروسته والي اسدالله خالد واحمدولي خان ته تليفون وكړ يوڅو ورځې وروسته پر حبيب الله جان ډزې وشوې او هغه په داسې مرموز ډول ووژل شو چې تر اوسه يې قاتلان نه دي مالوم . داداحمدولي خان دملګرتيا او انډيوالي وروستى پړاو دى خو كېداى شي چې حامد كرزى هم په دغه پېښه دقيقآ خبر وي . زه داشك ځكه كوم چې اوس راته داسي ځيني ثبوتونه په لاس راغلي چې زه داهرڅه په ثابتولى شم .
په لومړي قدم کې به دحامد كرزي له لوري دهيواد دبوديجې څخه هغه پيسې ښكاره كړو چې دى يې خپلو انتهايي نېژدې كسانو ته وركوي .ما په خپله تېره ليكنه کې ويلي وو چې زه به دكندهار دښاروالي په هكله نوري پلټني هم كوم هغه وو چې دپلټنو پر مهال مې دځينو لوړپوړو چارواكو او زورواكو اكاونټونه تر لاسه كړل .
په دغو سندونو کې زه داځل تاسو ته يوازي دكندهار دښاروال دشخصي اكاونټ هغه سند ايږدم چې دحامد كرزي په امر داودزي ورته پنځه لكه ډالر وراستولي دي .ما دغه سند د۲۰۰۹ كال دجولاى دمياشتي پر ۱۲ نېټه تر لاسه كړ او ښاروال غلام حيدر حامدي ته داپيسې د۲۰۰۹ كال دمې مياشتي پر ۱۶ نېټه وركول شوي دي .تقريبا دوې مياشتي وروسته لا هم دغه پيسې دښاروال غلام حيدر په شخصي اكاونټ کې پرتې دي .
ددغه سند ترلاسه كولو وروسته مې په يو شكل دكندهار له ښاغلي مستوفي څخه وپوښتل چې ايا مستوفيت په داسي پيسو خبرېږي چې له رياست جمهوري څخه دځينو چارواكو اكاونټونو ته ځي ؟
مستوفي وويل چې (نه) بيا مې په يوه ناسته کې دكندهار ښاروالي له ارشدمشاور او دحامد كرزي كورنۍ ته له نېژدې كس قاضي عمر څخه وپوښتل چې ايا ښاروال صاحب پيسې لري ؟
هغه وويل چې ښاروال صاحب غوندي پاك اوسپېڅلي خلك كه پيداشي هيواد به ډېر ژر جوړ شي . ماچې په دې اړوند مې پټي پلټنې كولې نور جرات ونه شوكړاى چې له هغه څخه وپوښتم .
له دې وروسته په كندهار کې دښاروال ترټولو مخالف ارګان اراكوزيا شركت ته ولاړم او له هغوى نه مې دلوحو دنرخ په اړه پوښتنه وكړه او په خبروخبرو کې مي موضوع ښاروالي ته راوسته .هغوى خو پر ښاروال باندې دسره غله نوم كښېښود او ويې ويل چې په دې اړه ډېر ثبوتونه لري خو ما دخپل خوندي توب په خاطر له هغوى سره خبره ډېره اوږده نكړه .
په سبا ورځ مې دافغان بيسيم يو نوى نمبر پيدا كړ اوښاروال صاحب ته مي تليفون وكړ . هغه تليفون نه ځواباوه خو آخريې خبري راسره وكړې . ما ورڅخه ددغو پيسو پوښتنه وكړه چې ستاسو په شخصي اكاونټ کې دومره پيسې شته چې له رياست جمهوري څخه درته راغلې دي دادڅه لپاره دي ؟
دكندهار ښاروال په ډېره غوسه راته وويل چې حامد كرزى ۲ورڅې وړاندې كندهار ته راغلى وو له هغه څخه به دې پوښتنه كول . ښاروال ماته هم د غله خطاب وكړ او راته ويه ويل چې هغه مشر موهم ...... او بيا يې ټليفون بند كړ.
زه پوى نشوم چې دښاروال مقصد كوم مشر وو؟
كېداى شي هغه پرما هم داراكوزيا دشركت ديوه كاركوونکي فكر كړى وي .
تر دې وروسته مي په كندهار ښار کې دځينو نړۍ والو خبريالانو سره وكتل چې دهميشنۍ مجبورۍ له مخې يې ترخبريالي په سياست کې ډېره برخه اخيسته . دټاكنو په اړه تودې خبري روانې وې په هغوى كې هم ځينې داسې كسان راته ښكاره شول چې په كرپشن کې لاس لري (( په دې اړه به بيا په بله ليكنه کې هرڅه ښكاره كړم زه پلټنه كوم )) هلته يوه كس ناست وو چې پخوا يې په افغان آزاده راډيو کې كار كاوه چې دقيوم خان كرزي راډيو ده . دغه ځوان له ځانه سره ماته دتګ ست وكړ او ما هم ورسره خوښه كړه . له د ه نه مې دكندهار دښاروال په اړه وپوښتل او هغه راته خورا ډېر مالومات راكړل .
دغه ځوان خبريال دښاروال غلام حيدر حامدي له لور رنګينې سره ډېر وخت كار كړى وو او دښاغلي حامدي په كورنۍ پوره خبر وو.
ده راته وويل چې شاروال دامريكا دمتحده ايالاتو دوريجينيا Verginia ښار اوسېدونكى دى او په هيلرينګټون Harlington سيمه كې دقيوم كرزي سره نېژدې اوسېږي . دغه خبريال درنګينې له خولې راته وويل چې پلار يې له يوه افغان سيك سره ۱۸ كاله دالوتكو دټكټونو په پلورنځي كې كاركړى . دغه ځوان وويل چې ښاروال غلام حيدر د۲۰۰۷ دفبروري پر ۱۸ نېټه په كندهار کې دښاروالي دنده پيل كړې او اوس يې هغه دكندهار يانو په رقم ښه كار جوړ دى .
ما دده په وړاندې دښاروال ډېر صفتونه وكړل خو هغه وويل چې صاحبه ډېر څه نشم درته ويلاى خو دومره ښه سړى والله كه دى لكه ته چې وايې . زما پلټنو او هغو اسنادو چې ماته په لاس راغلي دي داوښودله چې دكندهار ښاروال غلام حيدر حميدي پخپله حامد كرزي ته ډېر نېژدې او داعتماد وړ سړى دى .ځكه درياست جمهوري څخه ښاغلي داود زي داپيسې دښاروال شخصي اكاونټ ته اچولي دي .
كه داپيسې دغلا لپاره نه كارول كېداى نو ولې شخصي اكاونټ ته لوېدې ؟
كه داپيسې دحكومتي كار لپاره رالېږل شوي وي نو ولې مستوفيت خبر نه دى ؟
كه داپيسې دولسمشر دكرپشن مثال نه وي نو بيا ولي تر اوسه نه دي كارول شوي؟
کېداى شي زما ددغې ليكني تر خپرېدا وروسته ددغو پيسو لپاره حكومت يوه لاره جوړه كړي خو دابه يوه بله لويه تېروتنه وي او زما له پلټنو څخه به پټې پاتې نشي.
ما دلوړپوړو افغان چارواكو او ځينو پارلماني وکېلانو ، واليانو او قوماندانانو داكاونټونو مالومات راغونډ كړي دي چې پر خپل وخت به هرڅه له تاسو سره شريك كړم او ديوه ريښتوني خبريال په څېر به دخبريالي سپيڅلي مسلك ته په پام سره خپل ولس ته رښتيا خپاره كړم .
زه په سيمه کې يو خبريال يم او اوس دستي مي پر ځان دعصمت الله بريالي نوم ايښى دى .زه ټولې هغه پټې موضوع ګانې راسپړم او دثبوتونو سره سره به يې ستاسولوستونكو په وړاندې ايږدم خو قضاوت ستاسو دى .
ديوه سمسور افغانستان په هيله
پاى
كه پوښتنه يا نظر لرئ په لاندي بريښناليك راسره تماس ونيسئ
ebaryali@yahoo.com