
لرغوني مصر:
لرغونی مصر د پخواني تمدن زانګو ده او له ميلاد نه څلور زره کاله د مخه هم په لرغوني مصر کي قبیلوي جوړښتونو شتون درلودلو.
لرغوني مصر لمړنی هیواد دی چې د کتابت اساسات یي وپیژاندل همدارنګه انځوریز لیک خط (هیروګلیفی) اختراع کړي دي په نوموړي هیواد کي مختلف مدنیتونه تغيیر او تبدیل شوي دي. دا هېواد د فرعونیانو د تمدن لرغونی ځای و.
همدارنګه اغریقي، روماني، قبطي، او اسلامي مدنیتونه د مصر په لرغوني هیواد کي انتشار او خپاره شوي دي، لاس ته راغلي اثار او شواهد څخه داسې ښکاري چي په دغه لرغوني مصر کي سیاسي تحولات اوسیاسي نظامونه تیر شوي او مختلف سیاسی فعالیتونه د ملتونو
او دولتونو ترمنځ وجود درلودل.
په لرغوني مصر کي د فرعوني نظام سیاسي افکار:
فرغون د تکبر او تجبر څخه اخستل شوې ده، د مصر فرعونیان عبارت د هغې سلسلي څخه دي چې څلور زره کاله مخکې له ميلاده(۴۰۰۰م م) کلونو څخه تر رومیانو تسلط پورې يې پر مصر حکومت کړی دی. د فرعونیانو د حکومت ځانګړتیاوي دا وې، چي فرعون په مطلق ډول پر حکومت او د دولت پر امور حاکمیت درلودلو، فرعون د ټول مصر مالک د خلکو روحي استازی، د خلکو او معبودانو تر منځ د اړیکو ټینګونکی و. فرعون د ټولو نظامي قواو مشر او هر کار یې چې غوښتلو کولو یې، هیڅوک د هغه د فرمان مانع کیدای نه شو چې په همدې لحاظ د الوهیت دعوا یې وکړه.
لمړي وزیر او یوې اداري کابینې د فرعون سره په نظامي امورو کي مرسته کوله، د فرعونیانو په وخت کي حکومت میراثي وو یعني کله به چي یو فرعون وفات شو نو د هغه پر ځاي به بل فرعوني د حکومت واګي په لاس کي نیولو یا په بل عبارت د فرعونیانو د کورنی څخه به بل فرعون قدرت لاس ته راوړلو چي دفرعونیانو سلسلي ۳۰ دوري پر مصر کي حکومت کړي دي .
په لرعوني مصر کي د فرعوني نظام سیاسي افکار د قرآني ایتونو له مخې:
قرانکریم په پوره وضاحت سره فرعوني سیاست او تګ لاره بیان کړې ده د فرعون هغه کړنې چې د حق پر وړاندې یې د موسی (ع) په دوران کي تر سره کړي دي څومره بدې کړنې دي او د ټولنې بربادي لپاره څومره بده تګلاره لرله.
هر مسلمان ته لازمه ده چې فرعوني سیاست په دقیقه توګه وګوري چي څومره شومه تګ لاره یې د حق پر وړاندې غوره کړې وه. د تعجب خبره خو دا ده چې د نن زمان نړيوال کفری طاغوت همغه د فرعون تګلاره غوره کړی او قدم په قدم يې تعقيبوي، پداسې حال کې چې د فرعون انجام ټولې نړۍ ته ښه معلوم دی اود عبرت لپاره يې جسد اوس هم په موزيم کې موجود دی.
د بېلګې په توګه يې دغه لاندې څو سياستونه وړاندي کوم:
۱- پرمخالفينو د درواغو او کوډګرو تور لګول (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ 23 إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 24 الغافر) يقيناً مونږ موسی له خپلو څرګندو نښانو او سند سره فرعون، هامان او قارون ته وليږو دوی ويل دا کوډ ګر او دروغجن دی.
۲- مخلفان پر دې متهم کول، چې د خلکو دين تغييروي (إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ 26 الغافر) زه ويريږم چې دی به ستاسو دين بدل کړي.
۳- خپل ځان د خلکو د دين مدافع کڼل (همغه ايت ).
۴- مخالفين په ټولنه کې دشرارت او ورانيو جوړونکي بلل (أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الأَرْضِ الْفَسَادَ 26 الغافر) اويا به په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي
۵- خپل ځان زړه سواندی او د خلکو رهنما بلل (َقالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلاَّ مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلاَّ سَبِيلَ الرَّشَادِ 29 الغافر) وويل فرعون زه خو تاسی ته همغه رأيه درکوم چې ماته مناسبه ده او زه تاسی ته دهغی لارې لارښونه کوم کومه چې سمه ده.
۶- پر مخالفينو فشار وروستل د وژنی او د اولاد نه د محروميت ليارې (قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاء الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ 25 الغافر) کومو کسانو چې ايمان ورباندی راوړی او لده سره ملګری شوي دهغوی زامن ووژنی .
۷- د ټولنې توان لرونکی قشر له منځه وړل او پر ځای يې واک عاجزو او ناتوانو ته سپارل (يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ 49 البقره) ستاسې زامن يې حلالول او ستایې لوڼی يې ژوندې پريښوي .
۸- د مخاليفينو په پيغامونو او اهدافو او غوښتنو مسخری کول (فَلَمَّا جَاءهُم بِآيَاتِنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ 47 الزخرف ) بيا کله چې زمونږ نښانې هغو هغوی ته وروښودې نو هغوی ور پورې وخندل .
۹- په خپل مال او قدرت افتخار کول (همغه آيت)
۱۰ – په خپل مقام افتخار کول (أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلاَ يَكَادُ يُبِينُ 52 الزخرف) زه ښه يم که دغه حقير او فقير سړی چې خپله خبره هم څرګنده نشی بيانولی .
۱۱- خپلو مخاليفينو ته پيغور ورکول او د هغو ضعيف ټکو ته اشاره کول (همغه آيت)
۱۲- خلک په فقر او خوارۍ کې اخته کول تر څو اطاعت ته مجبور شي (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ الزخرف) هغوی خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی دهغی اطاعت وکړ.
۱۳- حکومت له فاسقو خلکو جوړول (َأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ 54 زخرف) هغوی اطاعت وکړ په حقيقت کې هغوی فاسيقان خلک ؤ .
۱۴- د خلکو ويرول چې ګورﺉ مخالفين مو ټولنه له منځه وړي او تاسې له خپل ملک څخه شړي (يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ110 الاعراف).هغه اراده لری چې تاسی له خپلې خاورې وشړي.
۱۵- دخپلو هم فکرو سره علاقه ساتل (وَجَاء السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالْواْ إِنَّ لَنَا لأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ 113 قَالَ نَعَمْ وَإَنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ 114 الاعراف)
۱۶- د خپلو ملګرو سخت تهديدول چې که له مخالفينو سره يو ځای شي (لأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم 124 الاعراف) نوزه به د تاسې لاسونه او پښې قطع کړم.
۱۷- د محاصرې او ناتوانۍ په وخت له مخالفينو څخه مرسته غوښتل (وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُواْ يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ 134 اعر
اف) کله به چې په هغوی باندې سختی نازيليدلې نو ويل به يې ای موسی! تاته چې د رب له لوری کومه مرتبه درکړ شوی زمونږ په حق کې دعا وکړه .
۱۸- د مخالفانو د مرستی لپاره کلکې وعدی د محاصری او بدی ورځی پر مهال (لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ134 اعراف) نو اوس له مونږ څخه دغه سختی لری کړه نو مونږ به ستا خبره ومنو او بنی اسرائيل به ستاسره وليږو .
۱۹ – د محاصرې او ناتوانۍ د خلاصون نه ورسته د کړو وعدو ماتول (فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَى أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ 135 اعراف).خو کله به چې مونږ له هغوی خپل غذابونه د يو څه ټاکلی وخت لپاره چې هغوی ته په هر حال ورسيدونکی ؤ لری کړل نو هغوی به کاملاً له خپلو وعدو واوښتل .
۲۰- ځان لوی کڼل او دخدايي دعوا (فَقال أنَاربکم الاعلی 24 نازعات)
۲۱- پر مخاليفينو احسان بارول که يې پخوا څه نيکي ورسره کړي وي (قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ18 شعرا) فرعون وويل آيا مونږ ته د ځان سره د اولاد په څير نه وی پاللی تا د خپل عمر ډير کلونه له مونږ سره تير کړل.
۲۲- د مخالفانو ويرول په زندان (لأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ 29 شعرا) تا به هم له هغو کسانو سره شامل کړم کوم چې په زندان کې پراته دي.
۲۳- د مخالفانو کم او لږ ښودل (إِنَّ هَؤُلاَء لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ 54 شعرا ) دا څه لږ شان خلک دي .
۲۴- په ټولنه کې تفرقې اچول (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلاَ فِي الأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا 4 قصص) يقيناً چې فرعون پر ځمکه کې سرکشی وکړه او د هغی اوسيدونکی يې پر ډلو وويشل .
فرعون په خپل اند او عقیده ځان د بشر د حقوقو مدافع باله او د بشر حقوقو ته یي ډیر درناوي درلوده، د بشري امنیت او سوکالی لپاره یي خپل ټول دولتي امکانات، فوج او لښکر په کار اچولی و او بشر لپاره یي د ځمکې پرمخ داسې جنت جوړ کړی و، چې د موسی(ع) د الهي جنت مقابله یي کوله څه وخت چي موسي(ع) خپل امت ته د توحید بلنه ورکوله او ورته ویل یي چي تاسي د الله (ج) وحدانیت او زما رسالت ومنئ نو الله (ج) به تاسي ته په اخرت کي جنتونه درکړي داسې ښکلي جنتونه چې تر ونو او قصرونو لاندې به یې ویالې بهیږي نو فرعون بشریت د موسی(ج) د متابعت څخه راګرځاوه او داسي ورته ویل چي تاسو د موسی (ع) په خبره مه تیروځئ ځکه چي هغه د جنت تشې وعدې درکوي، تاسې زما حاکمیت ته سرونه ټيټ کړئ ځکه ما تاسو ته جنتونه جوړ کړي دي تاسې وینئ! او دا ویالې دي چې زما تر قصرونو لاندي بهیږي. د فرعون په اند یوازې فرعون د فرعون درباریان او د فرعون خپل قوم (قبطیان) بشر بلل کیدل او د هغوي بشري حقوقو درناوی کاوه ځکه په حکومتي یا سیاسۍ نظام کې یوازي قبطانیانو ونډه اخسته او حق یي لاره اوبس د فرعوني نظام ټول د قبطیانو څخه جوړ شوی و. بنی اسرائیل د فوعون په اند د بشر د فهرست څخه ایستل شوی وو نو ځکه هغوی د بشرد ټولو حقوقو څخه بي برخې شوي وږ نو پرهمدې اساس هغوی نه په سیاسي چارو کي حق لاره تر څو د خپلو ارادو مطابق سیاسي نظام ولري او نه د شتمني او ملکیت حق ورکول کیده بلکه درانه کارونه به یي ورباندې کول او د قبطیانو د خادمانو کار ترې اخستل کیده.
فرعون ته چي کله د خپلو جادوګرانو له خوا وړاندوینه وشوه چې د بنی اسرائیلو د یو ماشوم په لاس به ستا سلطنت او واکمني ړنګیږي نو ده د خپلي واکمنۍ د بقا لپاره بني اسرئیلو په زرګونو ماشومان حلال کړل.
ژباړه: ذکیه ابها