
محمد اشرف یاد
د بهرنیو چارو وزارت
ashrafyad@gmail.com
يادونه: دا څېړنيزه ليکنه د اوکراين د بحران په پېل کې ليکل شوې ده چې وروستيو پېښو ته پکې کتنه نه ده شوې، په خپل وخت په چاپي رسنيو کې خپره شوې ده خو ددې لپاره چې نور لوستونکي هم ورته لاس رسی ولري، په روهي ويبپاڼه کې يې یو ځل بیا خپروو، هيله ده چې په اړه يې نيوکې او نيمګړتياوې راسره شرېکې کړئ. درناوی
سریزه
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ۲۰۱۳ م کال په اواخرو او د ۲۰۱۴ م کال په پيل کې د اکراین روس پلوه ولسمشر ویکتور یانکويچ په ضد پراخ ولسی لاریونونه پيل شول ، ددغه اعتراضي لاریونونو په پايله کې د يانکويچ حکومت ته د اکراین پارلمان د نه باور رایه ورکړه او د ولسمشرۍ څخه يې ګوښه کړ خو ددې څخه وړاندې ښاغلي يانکويچ د اعتراضي مخالفینو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ مګر دغه تړون ورته کومه ګټه ونکړه او د اکراین پارلمان د نوموړي حکومت ته د پای ټکی کېښود.
ښاغلی يانکويچ د څو ورځو نادرکه کيدو څخه وروسته روسيې ته ورسېد او هلته يې پناه واخیسته ، نوموړي په روسیه کې یو مطبوعاتي غونډې ته د خبرو پر مهال دده پر ضد د اکراین د پارلمان رایه ورکونه د خپل حکومت په ضد کودتا وبلله.
دا چې ولې د اکراین حکومت او ولس په اخ او ډب کې کېوتل ، لامل یې د اروپايی ټولنې لخوا اکراین ته هغه رالېږل شوې مسوده وه چې په ترڅ کې يې د اکراین څخه په اروپايي ټولنه کې د يو ځای کېدو او سوداګريز شراکت غوښتنه کړې وه خو يانکويچ د اروپایی ټولنې دغه مسوده پدې دليل رد کړه چې اروپايي ټولنه د اکراین د اقتصاد او ژوندانه د کچې د پورته وړلو لپاره په اروپایی ټولنه کې د اکراین د يوځای کېدو غوښتونکې نه ده بلکې اروپايي ټولنه غواړي د اکراین څخه د اروپا د محصولاتو لپاره د يو ازاد بازار په توګه استفاده وکړي چې له يوه پلوه به دغه بازار ددوۍ لپاره ارزان او له بله پلوه به په غیرمتخصصه توګه روان وي ، يانکويچ تر ډيرو ناندریو وروسته پريکړه وکړه تر څو د اروپايي ټولنې پر ځای د روسيې سره د اکراین د اقتصاد او ګډ کار د پرمختګ لپاره یو ځای شي خو ولس د يانکويچ دغه کړنه د هېواد په زیان وبلله او په اعتراضي لاریونونو یې لاس پورې کړ، د نوموړي نظام ته يې د پای ټکی کېښود خو د اکراین اړوند د کريميا خپلواک جمهوریت د روسيې سره د يو ځای کېدو په تکل کې شو، هماغه وو چې د کریميا پارلمان په یوه بېړنۍ غونډه کې سرګي اکسينوف د کريميا د نوي لومړي وزير په توګه وټاکه.
ښاغلي اکسينوف ډير زر د اکراین نوی لنډ مهاله حکومت چې د الکساندر تورچينوف په مشرۍ واک ته ورسېد يو غير قانوني حکومت وباله او د کريميا نظامي ځواکونو ته يې امر وکړ تر څو یوازې د کريميا د چارواکو امر ومني ، پداسې حال کې چې د کريميا په خپلواکه سيمه کې اکرايني ځواکونه هم شتون لري نو ځکه اکراين خپلو ځواکونو ته د کريميا د سيمې څخه د راوتو امر وکړ، د کريميا نوي لومړي وزير د روسيې څخه د سولې او ارامتیا په موخه د مرستې غوښتنه وکړه ، چې د روان کال د فرورۍ په ۲۸مه نېټه روسي ځواکونو د کريميا مهم تم ځایونه ، هوايي ډګرونه او مهمې دولتي ودانۍ ونيولې خو د اکراين نوي لنډ مهاله ولسمشر تورچينوف د کريميا نوی حکومت غېر قانوني او د کريميا نوی لومړی وزير اکسينوف يې یو بې باوره شخص وباله ، ددې تر څنګ يې د کريميا په بېلابېلو سيمو د روسي ځواکونو بريدونه د اکراین په خاوره تجاوز وباله ، مګر د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف په توره بحيره کې د روسيې د بحري بېړيو حرکت د روسيې او اکراين تر منځ د شويو تړونونو سره سم وګاڼه ، وروسته د مارچ په لومړۍ نېټه د روسيې پارلمان لومړي وزیر ولادیمير پوټين ته اجازه ورکړه تر څو د اکراین په شخړه کې د روسي ځواکونو څخه استفاده وکړي ، ددې بدلونونو سره سم په کريميا کې مېشتو ځواکونو کريميا ته د وفادارۍ لوړه وکړه ، دنيس بورزوفسکي چې د فرورۍ په ۲۸ مه د اکراين لخوا د ځواکونو لوی قومندان ټاکل شوی وو خو دوه ورځې وروسته يې د کريميا د نوی لومړي وزیر په وړاندې کريميا ته د وفادارۍ اعلان وکړ او ژمنه يې وکړه چې لدې وروسته به د سواستوپول د قومندان څخه قومنده اخلي ، د کريميا نوي لومړي وزیر اکسينوف د کريميا د بحري ځواکونو د تآسيس اعلان وکړ او بورزوفسکي يې د ځواکونو د لومړني قومندان په توګه وټاکه
د ۲۰۱۴ م کال د مارچ په شپږمه نېټه د کريميا پارلمان د رايو په اتفاق د روسيې سره د يو ځای کيدو لپاره رایه ورکړه ، د مارچ په يوولسمه د کريميا او سواستوپول د خپلواکۍ اعلاميه خپره شوه ، د مارچ په ۱۶ مه د کريميا د خلکو څخه د روسيې سره د يو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه ، چې د ۸۱٪ په شراېطو برابرو خلکو د ګډون په پاېله کې٪ ۷.۹۶ خلکو د روسيې سره د يو ځای کېدو لپاره رایه ورکړه ، د کريميا چارواکو د مارچ ۱۶مه د روسيې سره د يو ځای کېدو ورځ اعلان کړه او د ملګرو ملتونو څخه یې د رسميت پېژندولو غوښتنه وکړه ، روسي ولسمشر د یو حکم په ترڅ کې دغه سيمه په رسميت وپېژنده او روسيې سره یې د کريميا د يو ځای کېدو قرارداد د مارچ په ۱۸مه لاسليک کړ او د پارلمان څخه یې د تصویب غوښتنه وکړه ، د روسيې پارلمان د ۴۴۵ موافقو رایو او یوې مخالفې رايې په اساس نوموړی قرارداد تصويب کړ او د روسيې ولسمشر دغه سيمه د روسيې نه جلا کېدونکې برخه وګڼله ، ځکه يې ددې سیمي خلکو ته د روسي پاسپورتونو د ویش لړۍ پیل کړه.
دا چې د کريميا ټاپو او د اکراين هیواد د ختيځ او لوېديځ لپاره ځومره اهميت لري او پدې سيمه کې د هغوۍ کومې ګټې نغښتې دي او ددوی تر منځ دغه ناندرۍ څه ډول بڼه لري ، نو لازمه بولم ترڅو د کريميا ټاپو او د اکراين په اړه بشپړ معلومات په لاندې کرښو کې وړاندې کړم.
د کريميا ټاپو
د کريميا ټاپو نن ورځ په نړيواله کچه د ناندريو محور ګرځېدلې دی ، دا چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ روان کړکېچ د کومو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره دی او دغه اهداف تر لاسه کول دوی ته څومره اهميت لري ، اړينه ده چې ددغه سيمې په تاريخ او تېر ژوندانه ځانونه پوه کړو.
موقعیت : د کريميا غرنيز ټاپو په شمال کې د اکراين سره د پرکوب باریک تنګي پواسطه نښلول شوی دی ، په ختیځ کې د کرچ تنګي پواسطه د روسيې څخه جلا شوی چې روسيه پدې تنګي د پل جوړولو تابيا هم لري، د کريميا سيمه د جنوب او لوېديځ لوري څخه د تورې بحيرې سره ګډه پوله لري ، چې د همدې مهمو سرحدي پولو له امله د نړۍ د توجه مرکز ګرځېدلی دی
د کریمیا مرکز د سيمفروپول ښار دی ، د ۲۰۰۷ م کال د یو راپور په اساس یې مساحت ۲۶،۵۰۰ کيلو متره مربع دی
تاريخي شالید
د تاريخي شواهدو په اساس چې تر اوسه د کريميا سيمې په اړه د تاريخ پوهانو لاس ته ورغلي دي روښانه کوي چې اروپايي هندو قومونو او د کريميا ګوتهیانو د ميلاد څخه ۲۵۰ کاله وړاندې پدې سيمه ژوند کړی دی ، له هغې وروسته بېلابېلو قومونو په مختلفو وختونو کې پدغه سیمې ژوند وکړ لکه بلغاریایانو ، یونانیانو ، خزریانو ، د کيف دولت او مغلیانو
له هغې وروسته د معلومې نېټې په اساس د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۰ م کال راهيسې تاتاریان پدې سيمه مېشت شول ، په همدې وخت کې تاتاریان د قومیت په تکل کې شول او د کريميا د تاتارایانو د حکومت سيمه وګڼل شوه ، د ۱۸۲۸ـ۱۸۴۸ م کلونو تر منځ د یو روسي شهزاده پواسطه د کريميا اړوند ښار الوپکای کې د فورونتسوف مشهوره ماڼۍ جوړه شوه چې خپله پکې اوسېده ، د ۱۵ـ۱۸ مې پېړۍ تر پای پورې د عثماني امپراتورۍ د حکومت لاندې سيمه وه.
د تزاري روسيې لومړي نيکلاي چې د( اروپا پسې بيمار سړي ) په نوم يې شهرت درلود پرته لدې چې د بريتانيې او فرانسې سياستونو ته پاملرنه وکړي خپلو بحري بېړيو ته امر وکړ تر څو په توره بحيره کې د عثماني امپراتورۍ بېړۍ له منځه یوسي ، پدې جګړه کې تزاري روسيې د رومانيا ځنی برخې چې د عثماني امپراتورۍ د قلمرو پورې تړلې وې، ونيولې ، د فرانسې امپراتور درېيم ناپيليون او د بريتانیا دولت ملکې ویکتوریا د عثماني امپراتورۍ سره خپل پخواني اختلافات شاته وغورځول او د تزاري روسيې په ضد او د عثماني امپراتورۍ په ملاتړ يې خپلې بحري بېړۍ تورې بحيرې ته واستولې ، د فرانسې او بریتانیا بحري بېړيو د آلما سمندرګي په سواحلو کې د روسيې په بحري بېړيو بريد وکړ او پدې ډول دغه جګړه په ۱۸۵۳م کال د اکتوبر په مياشت کې پېل شوه ، د ۱۸۵۴م کال د مارچ په ۲۷مه نېټه د روسيې او عثماني امپراتورۍ تر منځ د نويو وسلو او نویو تکتیکونو په کارونې سره جګړې زور واخيست چې د همدې له امله دغه جګړه د۱۹مې پېړۍ د عصري جګړې په توګه ګڼل کيږي، په ۱۸۵۶م کال کې د تزاري روسيې د لومړي نيکولاس یا دوهم الکساندر تر څارنې لاندې د سولې خبرې اترې د پاريس په ښار کې پيل شوې ، تزاري روسيې او عثماني امپراتورۍ پدې هوکړه وکړه چې دواړه خواوې به د تورې بحيرې په غاړه کې د هر ډول بېړيو د ځای پر ځای کولو او د وسلو د زيرمو د جوړولو څخه لاس اخلي ، په روسي ژبه ليکل شوي دې تړون د عثماني امپراتورۍ په وړاندې شته تهدیدونه راکم کړل ، ددې تر څنګ لوی قدرتونه هم پدې سلا شول چې د عثماني امپراتورۍ ځمکنۍ بشپړتيا او ازادۍ ته به په بشپړه توګه درناوی کوي ، دغه تړون تر ۱۸۷۱م کال پورې په خپل ځای پاتې شو خو د فرانسې او جرمني تر منځ د جګړې څخه وروسته چې فرانسې پکې ماتې وخوړه ، روسيې د جرمني د لومړي وزير بيسمارک په مرسته دغه تړون رد کړ او په توره بحیره کې یې خپلې نظامي بېړۍ ځای پر ځای کړې ، سره ددې چې د پاريس په تړون کې د عثماني امپراتورۍ د ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین شوی وو خو روسيې په بالکان کې د عثماني امپراتورۍ اړوند سيمو کې د ازادۍ په موخه د ملي پلوو ډلو د نا آراميو څخه ګټه پورته کړه او د ۱۸۷۷م کال د اپريل په ۲۴مه نېټه یې د عثماني امپراتورۍ په ضد د جګړې اعلان وکړ چې د همدې جګړې په ترڅ کې بلغاريې ، رومانيې ، سربستان او مونته نګرو ازادي واخيسته ( بالکان : د بالکان ټاپو د ختيځې اروپا په جنوب کې پروت دی چې د ختيځ لوري د تورې بحيرې ، دلوېديځ له لوري د يونان او ادریاتیک بحرونو ، د جنوب له لورې د مديترانې او د شمال له لورې د الپ د غرونو ، ترانسیلواني او مجارستان سره ګډه پوله لري چې دې سيمه کې د یونان ، البانيه ، بلغاریه ، بوسنیا ، هرزګونیا ، کرواسي ، اسلووني ، مقدونیه ، سربستان ، مونته نګرو ، رومانیا هیوادونه او د ترکيې اروپايي برخه پرته ده، د بالکان د سيمې مساحت ۷۲۸،۰۰۰ کيلو متره مربع دی چې ۵۳ ميلونه خلک پکې ژوند کوي)
او عثماني امپراتورۍ ماتې وخوړه ، د ۱۸مې ميلادي پېړۍ په پای کې د روسيې د وخت امپراتور کاترین د اکراین په جنوب کې د کريميا ټاپو او د اکراین ځنې نورې سيمې د روسيې پورې وتړلې ، لدې وروسته يې ډير زر په سواستوپول کې سمندري اډه جوړه کړه ، پدې ترتیب يې په توره بحیره کې د خپلو مخالفينو مخه ونيوله او د عثماني امپراتورۍ واک ته يې پدې سيمه کې د پای ټکی کېښود ، وروسته روسيې په دې سيمه کې خپل ګڼ شمېر روسي اتباع مېشت کړل چې دا هم د ځمکې د نيولو لپاره د روسي ډير پوخ اقدام وو ځکه ددې سيمې اکثریت اوسيدونکي تاتاري مسلمانان وو خو د شوروي اتحاد د وخت مشر جوزیف ستالين په ۱۹۴۴ م کال کې د تاتار قوم د کريميا له سيمې څخه پدې تور چې ګوندې تاتارمسلمانانو په دويېمه نړېوالوه جګړه کې د شوري په ضد د جرمنیانو سره مرسته کړې وه ، په زور وويست ، د کريميا دغه تاتار مسلمانان اکثره د منځنۍ اسيا هېوادونو ته کډه شول ، ترکيې ته هم وخوځيدل او هلته يې د خپل هېواد څخه بهر يوه لويه ټولنه جوړه کړه ، تاتار مسلمانان د روسيې سره د مخالفت ډيره اوږده مخينه لري ، دوۍ روسيه د دوۍ د ديني او عقيدوي ازادۍ په سلبولو تورنوي چې د تاريخ په اوږدو کې ترې ډير ځورېدلي دي ، ستالين ددغه مسلمانانو په شړلو سره وکولی شول تر څو د کريميا سيمه يو ځل بیا د خپل هيواد پورې وتړي ، خو لس کاله وروسته په ۱۹۵۴م کې د شوروي اکراین الاصله واکمن نیکتا خروچوف د کريميا ټاپو بيرته خپل اصلي هیواد اکراین ته ډالۍ کړ مګر دغه ورکړه د يوې شخړې په توګه پاتې شوه ، په ۱۹۹۱م کې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدا وروسته د کريميا سيمه د اکراين اړوند يوه خپلواکه سيمه وګڼل شوه ، چې کورنۍ اداره ، منظم حکومتي سيستم او پارلمان يې درلود خو بهرنۍ پاليسي یې د اکراین په لاس کې وه ، مګر د کريمیا په سر د روسيې او اکراین تر منځ سياسي ناندرۍ لا روانې وې چې په پايله کې یې مسکو پدې وتوانېد چې ۲۲ کاله وروسته د کريميا ټاپو بیا تر ګوتو کړي.
نفوس او مهم ښارونه
د ۲۰۰۷م کال د سر شمېرنې له مخې د کريميا د اوسيدنکو شمېر(۱،۹۷۳،۱۸۵) يو ميلون نهه لکه درې اویا زره یو سلو او پنځه اتیا تنه دی، او د سواستوپول د ښار نفوس (۳۷۹۲۰۰) درې لکه نهه اویا زره او دوه سوه تنه دی چې دکريمیا او سواستوپول د وګړو شمېر په ټوليز ډول(۲،۳۵۲،۳۸۵) دوه ميلونه درې لکه دوه پنځوس زره درې سوه او پنځه اتیا تنه کيږي.
د ۲۰۰۱م کال د سر شمېرنې له مخې د کريميا د اصلي قومونو ترتيب پدې ډول دی.
۵۸٪ روسي تبار ، ۲۴.۳۲٪ اکرایني تبار ، ۱۲،۱٪ کریميايي تاتار مسلمانان ، ۱،۴۴٪ بلاروسي ، ۰،۵۵٪ غیر مسلمان تاتار ، ۰،۴۳٪ ارمني ، ۰،۲۲٪ یهود ، ۲،۶۲٪ ګرجي ، الماني ، بلغاریايې ، يوناني او آزري څخه تشکيل شوي دي (پاتې ۰،۳۲٪ یې شايد نور نوم ورکي قومونه وي)
د کريميا ټاپو ۶۲،۷٪ خلک په ښارونو او ۳۷،۳٪ خلک يې په اطرافو کې اوسيږي.
مهم ښارونه يې سیمفروپول ، سواستوپول ، کرچ ، ايوپاتوریا ، يالتا او فيودوسیا دي چې د ټول نفوس څخه يې(۱،۱۱۹،۱۰۰) تنه په پورته شپږو ښارونو کې اوسيږي.
د کريميا سيمه په ۲۵ سيمو وېشل شوې ده چې ۱۴ یې قريې ، ۱۱یې خپلواک ښارونه دي چې رسماً د ښاروال لخوا اداره کيږي ، خپلواکه ښاروالان د روسيې د ولسمشر او د کريميا د لومړي وزير لخوا ټاکل کيږي او پاتې يې د ازادو ټاکنو له لارې راځي
د یالتا، کرچ او سواستوپول ښارونه د تور سمندرګي سره د صادراتي او نظامي بندرونو د درلودو له امله د کريميا خورا مهم ښارونه دي ، نو د همدې اهمیت له مخې ددې درې بندري ښارونو په اړه لنډ معلومات په لاندې ډول وړاندې کيږي.
يالتا
يالتا د اکراین په جنوب کې د تورې بحيرې په غاړه د کريميا يومهم بندري ښار دی چې د تورې بحیرې سره د يو وړوکي او لږ ژور خليج پواسطه نښتی دی ، دغه سيمه په ونو پوښل شوي غرونه هم لري ، د مديترانې ګرمې هوا د ژمنيو رخصتیو د تېرولو لپاره دغه ځای ته یو مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
د يالتا ښار د لویو نړیوالو غونډو کوربه توب هم کړی دی چې ښه مثال یې په ۱۹۴۵م کال کې د روسانو ، امرېکایانو او برتانویانو هغه غونډه وه چې د دویېم نړیوال جنګ د بریالیو هیوادونو په توګه یې د اروپا د راتلونکې لپاره ګډه غونډه وکړه ، نو د همدې امله دغه ښار د کريميا يو مهم ښار ګڼل کيږي
کرچ
دا د کريمیا اړوند بندري ښار دی چې ځانګړی صادراتي ، صنعتي او توريستي اهميت لري ، ددې سربېره د اوسپنو تيږې هم د کرچ څخه استخراجيږي .
همدا راز د اکراین د صادراتو لپاره کرچ یو مهم صادراتي بندر دی ، د کرچ او سواستوپول دواړو بندرونو څخه د اکراین۱،۶ ټنه حبوبات سږ کال صادر شوي چې د اکراین ۶،۶٪ صادرات جوړوي
سواستوپول
د تورې بحيرې په غاړه ، د کريميا په جنوب لوېديځ کې پروت بندري ښار دی ، سواستوپول د محترم یا ځانګړي په مانا دی ، دا ښار د هيڅ نړیوال سټنډرډ تابع نه دی ، د کريميا په داخل کې پروت دی مګر په اداري او دولتي لحاظ د کریمیا اړوند سيمه نه ده بلکې د کريميا يوه خپلواکه ساحه يې ګڼلی شو ، ځکه دغه سيمه د روسي او اکراین تر منځ د یو تړون په اساس په ۱۹۹۱م کال کې د روسي هیواد ته د اکراین لخوا په اجاره ورکړل شوې ده ، د همدې امله ددغه ښار په بندر کې د روسيې او اکراین دواړو بحري بېړۍ ولاړي دي ، خو د روسي د بحري بېړيو قوي اډه ګڼل کيږي چې د ولاړو بېړيو د کره شمېر په اړه يې کره معلومات نشته ، څرنګه چې د اکراین تېر حکومت د روسيې سره نږدې اړيکې درلودې نو د همدې امله يې تر منځ ځنی پټ تړونونه لاسلیک شوي چې دمتن او محتویاتو په اړه يې معلومات په لاس کې نشته.
په تاريخي لحاظ د سواستوپول ښار د ميلاد څخه ۴۲۱ کاله وړاندې د یوې جګړې په ترڅ کې وران شو ، په ۱۹مه پېړۍ کې پرې عثماني امپراتورۍ ، فرانسې او انګلستان بريد وکړ ، دغه جګړه د ۱۸۵۴ـ۱۸۵۵ م کلونو کې پېښه شوه ، ددغه جګړې په جریان کې نوموړی ښار يو ځل بیا وران شو ، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د جرمنیانو د محاصرې لاندې راغی او په ۱۹۴۲م کې يې دډير مالي تاوان څخه وروسته سقوط وکړ او په یوه کنډواله بدل شو ، په تاريخي کتابونو کې ددغه سيمې جګړې ډېرې سختې ګڼل شوي دي او ورسره د تباهۍ او ورانېدو په اړه يې هم کيسې موجودې دي.
په ۱۹۴۴م کال کې دغه ښار د روسانو لاس ته پرېوت او بېرته یې ودان کړ ، همدا لامل دی چې ددغه ښار اوسيدونکي د روسانو څخه ددغه ښار د بیا ابادولو له امله خوښ دي
د ۲۰۰۷م کال د سرشمېرنې له مخې (۳۷۹۲۰۰) نفره په دغه سيمه کې ژوند کوي چې ډېری يې مسلمانان دي ، په لومړيو کې دغه سيمې ته د بهرنیانو ورتګ منع وو خو وروسته اجازه ورکړل شوه ، دغه سيمه د اکراين د مرکزي دولت لخوا اداره کېده چې د یو تړون له مخې یې په بندر کې روسي ځواکونه ځای پر ځای دي، لکه چې پورته يادونه وشوه ، دغه سيمه د اکراین لخوا روسيې ته په اجاره ورکړل شوې وه ، په ۲۰۱۰م کال کې دغه تړون تمديد شو، تمه وه چې دغه تړون به تر ۲۰۴۲م کال پورې دوام وکړي او په بدل کې به يې روسیه اکراین ته ګاز په ارزانه بیه ورکړي.
اکراین ددې تړون په تمدید سره ځنی نورو محدویتونو ته هم غاړه کېښوده او روسيې ته يې اجازه ورکړه تر څو د نووراسیسک په بندر کې چې د تورې بحيرې پورې تړلی بندري ښار دی خپل نظامي شتون ته پراختيا ورکړي او خپلې نورې نظامي بېړۍ ځای پر ځای کړي.
(نووراسیسک د روسيې یو بندري ښار دی چې د تورې بحيرې سره نښتی دی ، دغه ښار د روسيې په جنوب کې د کراسنودار په ځمکو کې پروت دی، نووراسیسک د شوروي اتحاد د وخت د هغه ښارونو څخه دی چې د (اتل ښار) لقب يې ګټلی دی ، پدې ښار کې (۲۸۱،۴۰۰) خلک اوسيږي ) خو کله چې په ۲۰۱۴م کال کې د کريميا بحران پيل شو، د اکراین د سرحدي ځواکونو قومندان دعوه وکړه چې روس د سواستوپول په بندر کې دېرش زره بحري ځواکونه او نوې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي دي ، د کريمیا د بحران د پيل نه وړاندې پدغه بندر کې د روسيې يوولس زره بحري ځواکونه پراته وو چې د یو تړون په اساس يې په دغه سيمه کې اړولي دي ،خو روسي ځواکونو د سواستوپول په بندر کې د ځواکونو زياتوالی رد او دا يې يو تور وباله.
دسواستوپول اقتصادي اهمیت
څرنګه چې مخکې يادونه وشوه د سواستوپول او کرچ بندرونه د اکرین صادراتي بندرونه دي ، د اکراین ۶،۶٪ صادرات د بالکان هیوادونو ته د همدې بندر له لارې په تېر کال کې صادر شوي دي ، د شوروي اتحاد د ړنګېدو نه وړاندې په سواستوپول کې د جنګي بېړيو او وړو کښتيو د جوړېدو او پلورلو خورا تود بازار وو چې ددغه سيمې اقتصاد ته يې يوه بېله ځانګړتيا ورکړې وه خو د شوروي اتحاد د ړنېګيدو نه یو کال وروسته دغه د خرڅلاو بازار سوړ شو، له بل پلوه دغه بندري ښار د بحري ژوندانه د څېړنو مرکز هم ګڼل کيږي.
د سواستوپول په اوبو کې يو ډول ماهي چې دولفین نوميږي ، ژوند کوي ، چې د بحري ماهیانو د خورا مهمو نسلونو څخه ګڼل کيږي ، دغه ډول ماهیان ډېره زیاته غوښه لري اود انسانانو سره ځانګړې مينه لري ، په دغه ښار کې د دولفین روزنه او کاروبار ډير شهرت لري چې په لومړيو کې ددغه ماهیانو روزنه د بحري ځواکونو لخوا په پټه توګه کېدله خو وروسته په یو عام کاروبار بدل شو
ژبه
د کریمیا رسمي ژبه اکرایني ده خو ۷۷٪ خلک يې په روسي ژبه خبرې کوي ، ۱۰،۱٪ خلک په کريميايې تاتاري خبرې کوي ، سره ددې چې د کريميا رسمي ژبه اکرايني ده خو رسمي او دفتري مکتوبونه يې په روسي ژبه ليکل کيږي ، د روسي ژبې او کلتور نفوذ د کريميا د تاتاري مسلمانانو پرته په بېلاروسيانو ، ارمنیانو ،مجاریانو ، پولنډيانو او رومانیانو کې ښه په اوج سره پورته روان دی ، تاتاري مسلمانان د روسانو سره دديني او مذهبي شخړو په سر حساسیت لري نو لدې کبله د خپل کلتور په کلکه پالنه او د روسي کلتور کلک مخنيوی کوي ،اوس چې کريميا د روسيې یوه برخه وګڼل شوه ، وروسته له دې یې کېدای شي روسي رسمي ژبه وګڼل شي.
دين
اسلاويان ( روسان ، اکراینیان ،بلغاریان ) او همدارنګه یونانیان اکثره د شرقي ارتدوکس کلیسا پېروان دي ، ارمنیان د ارمنیستان د کليسا پېرو دي ، د کريميا تاتاریان او نورې وړې ډلې اکثره مسلمانان دي نو ځکه کريميا د روسيې د اسلامي مرکزونو څخه ګڼل کيږي ، همدا راز د يهوديانو او مسيحيانو وړې ډلې د پروتستان مذهب پېرو هم دي
توره بحيره
دا چې د کريميا ټاپو د تورې بحيرې په غاړه پروت دی نو اړينه ده تر څو د تورې بحيرې په اړه لومړني معلومات هم ولرو.
توره بحيره د جنوبي اروپا او اناتولي داخلي بحیره ده د بسفر تنګی ، مرمرې او مدیترانې بحیرو ، د کرچ تنګي او ازوف بحیرې سره يو ځای پرته ده ، د تورې بحيرې سره د سرحد لرونکو هېوادونه د ترکيې ، رومانيې ، بلغاريې ، اکراین ، روسيې او ګرجستان څخه عبارت دي ، دا چې د تورې بحيرې سره ددغه هېوادونو کوم ښارونه بندري سرحدونه لري هر يو يې په لاندې ډول روښانه کيږي
بورګاس
د صوفيې ، پلووديو او وارنا څخه وروسته د بلغاريې څلورم مهم ښار دی ، بورګاس د صنعت ، حمل او نقل ، کلتوري او توريستي پلوه د بلغاریا یو پرمختللی ښار دی ، د ۲۰۱۱م کال راهيسې د (۲۰۰،۲۷۱) نفرو څخه پکې زیات خلک اوسیږي ، وارنا د بلغاريې بل ښار دی چې د بلغاريې په ختيځه برخه کې مهم او سمندر سره د بندر لرونکی ښار دی.
اودسا
د تورې بحيرې سره بندر لرونکی ښار دی چې د اکراین اړوند دی چې ۱،۱ ميلون خلک پکې ژوند کوي ، د اقتصاد او نفوس له پلوه د اکراین څلورم لوی ښار دی ، اودسا د تورې بحيرې په غاړه د پرتو ښارونو څخه تر ټولو لوی ښار دی چې د تورې بحيرې سره د غونډيو لرونکې سيمې سره نښتی دی
سوچي
د کراسنودار په ځمکو کې پروت د روسيې اړوند یو سیاحتي ښار دی چې ددې هېواد په لوېديځ کې پروت دی ، د شوروي اتحاد په وخت کې دهغه ښارونو څخه وو چې د (اتل ښار) په نوم هم یاد شوی ، سوچې د قفقاز د غرونو لړۍ په لوړو کې پروت دی چې ۱۴۹ کيلو متره مربع پراخوالی لري چې د روسيې د لويو ښارونو څخه ګڼل کيږي ، بل اهميت يې دا دی چې د روسيې په اروپايې برخه کې واقع دی ، په ۲۰۱۳م کال د المپيک لوبې هم پدې ښار کې ترسره شوې چې د ګڼو هېوادونو د لوبغاړو تر څنګ لوړ پوړو چارواکو هم پکې برخه اخيستې وه ، د ۱۸۶۴م کال نه وړاندې دغه ښار د مسلمانانو ښار وو ، د اوسنو اوسيدونکو مسلمانانو شمېر يې ۲۰ زره تنه دی خو اوس ددې ښار اکثريت اوسيدونکي مسيحيان دي، همدا راز د تورې بحيرې سره د روسيې يو بل ښار سوخومي ، د ګرجستان د يوتي اوباتومي ، د ترکيې د ترابزون ، سامسون او زونګولداغ ښارونه پراته دي چې هر یو يې د تورې بحیرې سره د سرحد درلودو له امله اقتصادي اهميت هم لري.
اوکراین
د کريميا ټاپو جلا کيدل د اکراین د حکومت او ملت تر منځ د کړکېچ په پايله کې ترسره شول ، د کريميا پر سر د روس او اکراین او د اکراین او کریمیا په سر د لوېديځ او ختيځ شخړه لا پای ته نه ده رسېدلې او امکان لري چې دغه شخړه تر ډيره وخته دوام وکړي ځکه ورځ تر بلې ترينګلي کيږي ، د اکراین نوي لومړي وزیر ارسني تاتسنیوک د اروپايې ټولنې څخه غوښتنه وکړه تر څو د روسيې سره د روسيې د انرژۍ په اړه ټينګې اړېکې پرې کړي تر څو روسيه د خپلې انرژۍ څخه د نوي اټومي وسلې په اندازه ګټه وانخلي ، نوموړی ډاډه دی چې امرېکا او اروپايې ټولنه به په هر حال کې د اکراین څخه ملاتړ وکړي ، ددې سره د امرېکا ولسمشر بارک اوباما په لاهه کې ددوه ورځني هستوي امنيت په غونډه کې وويل که روسيه د اکراین د ملي حاکميت په ضد خپل تعرض ته ادامه ورکړي نو امرېکا او اروپا به د روسيې اقتصاد ته سخته ضربه ورسوي ولو که مونږ ته هم پکې اقتصادي زیان وي ، هغه زیاته کړه چې روسيه یو سيمه ايز قدرت دی چې د خپلو ګاونډيانو د کمزورتیا څخه په ګټنه هغوۍ تهدیدوي ، مونږ هم ګاونډیانو کې پراخ نفوذ لرو خو په هغوۍ بريد نه کوو ، همدا راز اووه سترو صنعتي هېوادونو هم د کريميا د بېلتون په غبرګون کې د هاګ په ښار کې غونډه رابللې ده ، اکراین هم د لوېديځوالو غوښتي تر څو د دوۍ د مرستې لپاره په سيمه کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي ، ورسره سم د یو امريکايي چارواکي لخوا د مرستې ډاډ ورکړ شوی دی ، خو روسي لومړي وزیر ولاديمير پوټين د لوېديځ اخطار رد کړ، د اکراین د نوي حکومت څخه يې د لوېديځ ملاتړ غير مشروع وباله او زیاته يې کړه چې روسیه به د کریمیا او اکراین د لوېديځو او جنوبي برخو د ملاتړ څخه لاس وانخلي ، ددې لپاره چې د اکراین هېواد څه ډول هېواد دی ، په کومه کچه اقتصاد لري او ولې د نړیوالو د لوبې ډګر ګرځېدلی دی ، دلته به يې ولولو.
موقعیت
کيف د اکراین پلازمېنه ده ، اکراین (۶۰۳،۶۲۸) کيلو متره مربع پراخوالی لري ، د وګړو شمېر یې د ۵۰ ميلونو تنو څخه زیات دی
اکراین په ختيځه اروپا کې پروت دی ، له اووه هېوادونو : په شمال کې بېلاروس ، شمال ختيځ او ختيځ کې د روسيې فدراسیون ، په جنوب کې د تورې بحيرې ، جنوب لوېديځ کې مالداويا او رومانيا ، په لوېديځ کې د هنګري ، سلواک او پولنډ سره ګډې پولې لري ، اکراین د دښتو لرونکی هېواد دی چې اکثره يې د اروپا په ختيځ کې پرتې دي ، مرکزي برخه يې د دنېپر دښتې نيولې ده چې د دنېپر سيند د شمال څخه د جنوب په لورې پکې بهيږي ، په جنوب کې يې د کريميا د ټيټو ځمکو او ټيټو غرونو لرونکې سيمه پرته ده چې د روسيې او اکراین تر منځ پرې لويه شخړه روانه ده ، د اکراین په لوېديځ کې د کارپات غرونو ۲۴۰ کيلو متره سيمه نيولې ده ، اکراین معتدله هوا لري ، بارانونه پکې اوري ، ژمی يې معتدل دی مګر د ځان سره په منظم ډول د واورې ورېدل هم لري ، همدا راز اوړی يې باراني مګر ګرم وي.
سواستوپول ، اودسا ، نيکلایو ، خرسون او کرچ د اکراین بندري ښارونه دي
کرنه
اکراین حاصلخیزه ځمکه لري ، د اوبو، تورې او سپينې خاورې له امله ښه زراعتي سيمه ګڼل کيږي ، د تورې خاورې د درلودو له امله اکراین په نړیواله کچه شهرت لري چې د نړۍ د تورې خاورې څلورمه برخه يې په مرکزي او جنوبي برخو کې پرته ده ، دا ډول خاوره په کاناډا او روسیه کې هم شته ، د اکراین کرنیز محصولات غنم ، جغندر ، کچالو ، تورغنم ، سبزیجات او بېلابېلې خوراکي ميوې دي، ددې تر څنګ اکراین د شکرې لوی تولیدونکی هېواد هم دی
د اکراین ۵۶٪ ځمکه زراعتي ۱۲٪ څړځایونه او ۱۰٪ ځنګلي ده ، نوره پاتې ۲۲٪ یې د یو او بل ده
طبعي زېرمې
طبعي زېرمې يې د ډبرو سکاره ، غېر اوسپنيز فلزات ، نفت ، ګاز او معدني مالګې دي ، ددې تر څنګ لوی صنعتي مرکز هم دی چې اکثره صنعت يې د لویو ښارونو په اطرافو کې مخ په وده دی لکه کیف ، خارکف ، اودسا ، دنېپرپتروسک ، دانتسک ، زاپاروژه ، نیکلایو او ځنی نورو ښارونو کې ، ددې سربېره د الوتکو او کښتيو د جوړولو فابرېکې هم لري ، د کمپيوټرو او الېکترونيکي وسايلو ، زراعتي قوي او دقیق ماشین الاتو ، راډيو او تلوېزون ، کيمياوي منابعو او د سوداګريزو مصرفي وسايلو د توليد مهم مرکز بلل کيږي
ښوونيز نظام
په اکراین کې ۴۰۰ تحصیلي مؤسسې وجود لري چې د کورنیو سربېره د بهرنيو زده کوونکو پر مخ هم خلاصې دي چې ۲۲۰ يې عمومي او ۹۳ يې خصوصي دي ، ددې تر څنګ د ځنی ښاري سازمانونو له لورې هم د زده کړو بېلابېل مرکزونه وجود لري ، په تېرو اخري کلونو کې اکراین د پوهنيزو بنسټونو په برخه کې د بهرنیو زده کوونکو لپاره د لږو قيمتونو او د لوړ کيفيت زده کړو له امله ډير شهرت پيدا کړی دی چې د ځينو پوهنتونونو درسونه يې په انګليسي ژبه دي ، اکراینیه لومړنی پوهنتون دی چې په اروپا کې په نړيواله کچه تآسیس شو ، د ماهایلاکیف اکاډمي په ختیځه اروپا کې يو پوهنيز ، علمي او ديني مرکز ګڼل کيږي چې په ۱۶۳۲م کال کې جوړ شوی دی
په اکراین کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته ځانګړي کارتونه ورکړل شوي دي تر څو د هغې څخه په ترانسپورتي ، روغتيايي ، خوراکي او نورو برخو کې د ځانګړي تخفیف لپاره استفاده وکړي ، د زده کوونکو لپاره ۵۰٪ تخفیف دی مګر په پروازونو کې ۳۰٪ تخفیف څخه برخمن دي ، هر زده کوونکی باید په اټکلي ډول د کال ۲۰۰۰ زره ډالر د خوراکي توکو ، قرطاسيې او نورو اړینو توکو د پېرلو لپاره ولري ، د تحریري وسایلو لکه کتاب ، کتابچه ، قلم او نور د زده کړې اړوند وسايل د شاګردانو لپاره ځانګړی تخفیف لري
ترانسپورتي سیستم
د بروایسپول نړیوال هوايي ډګر د کيف ښار په ۳۶ کیلو مترۍ کې پروت دی ، ددې سره سره د سيمفروپل ، اودسا ، دنېپروسک او دانتسک هوايي ډګرونه هم د پروازونو لپاره خلاص وي ، د اکراین نړیواله د ریل پټلۍ د بلغاريې ، سلواکيې ، جرمني او پولنډ پورې غزېدلې ده ، د موټرو نړیوال خط يې د پولنډ ، بریتانیا ، هالنډ ، بلژیک ، فرانسې او جرمني پورې رسېدلی دی ، همدارنګه د بحر له لارې د ترکيې او بلغاريې سره ارتباط لري ، دحمل او نقل مشهور سیستم يې د اکرایناز سیستم په نوم یاديږي ، لنډه دا چې د اکراین هرې برخې ته هر څوک په اسانه سفر کولی شي ، په موټرو کې د ۵۰۰ کيلو متره فاصلې کرایه د ۱۲ـ۱۵ ډالره پورې ده ، د موټرو ، مېټرو او هوایي الوتکو کې د سفرونو ټېکټونه په تم ځایونو ، هوايې ډګرونو او بالاخره په هر ځای کې تر لاسه کېداي شي ، په هوایي سفرونو کې د ۵۰۰ کیلو متره فاصلې کرایه ۵۰ ډالره ده ، په ښارونو کې د برقي موټرو او وړو ټيکسي موټرو پواسطه هم په بېلابېلو ښارونو کې خلک سفر کولی شي ، همدا راز د کيف ، خارکف او دنېپرپتروسک ښارونو کې د مېترو سیستم څخه ګټه اخيستل کيږي
خوراکي او روغتیايي خدمات
اکراین یو زراعتي هيواد دی چې خوراکي توکي يې په مارکېټونو ، هوټلونو ، رسټورانټونو او په تیار پاخه ډول کورونو ته د غوښتنې په اساس په ډېره اسانۍ تر لاسه کیدای شي
همدا راز دولتي او شخصي روغتونونه شته چې شپه او ورځ د خلکو په وړاندې پرانستي وي
اړيکې
د اکراین ټيلې کام یو فوق العاده ، باکیفیته مخابراتي شرکت دی چې په کور دننه او بهر خلکو ته خدمات وړاندې کوي ، د انټرنيټ څخه هم په خلاص مټ ګټنه کيږي چې په دفترونو او عامه ځایونو کې يې مرکزونه شته
د ( ډي ، ايچ ، ايل ) چټک پوستي سیستم لري ، هر څوک کولی شي چې د فدرال ایکسپريس ، (يو پي اِس) او (ټي اِن ټي ) او نورو شرکتونو پواسطه خپل پوستي اړتیاوې پوره کړي.
اکراین د اروپا د جغرافې مرکز
د اروپا د جفرافيې مرکز د اکراین هیواد دی ، دغه سيمه د ديلاوویه په قریه او د زاکارپات په سيمه کې ده ، دلته یوه لویه تيږه پرته ده چې د اروپا د جغرافیا د مرکز په نوم ياديږي په ۱۸۸۷م کال کې د اتريشي او مجارستاني امپراتوریو جغرافیه پوهانو لخوا اندازه شوې ده چې د هندسي موقعیت له نظره د اروپا د جغرابيې مرکز ټاکل شوی ، دغه سیمه د اکراین یوه برخه ده
اکراین د فضايي څېړنو مرکز
اکراین د فضايي پوتنسيل د تسخيرونکو هیوادونو د ډلې څخه دی ، د فضايي صنعت په برخه کې د پراخې تجربې او په فضايي څېړنو کې د لوی لاس لرونکی هیواد دی ، د فضایی لېږدونکو وسايلو طراح او جوړونکی ، د فضایی وسایلو د کنترول سیستم او نورو برخو کې د ډير پرمختګ له امله دنړۍ يو بې ساری هیواد ګڼل کيږي
پولي سېستم
د اکراین پولي واحد پخوا کوپن وو مګر اوس يې پولي واحد ګريوني نوميږي ، شتمنۍ په بانکونو او صرافيو کې ساتل کيږي ، د پيسو بدلولو نرخ په ټولو ځایونو کې یو شان دی ، د نړیوالې پانګې اچونې سیستم پکې شتون لري ، د باوري بانکي کارتونو څخه په هوټلونو ، پلورنځيو ، د حمل او نقل په شرکتونو کې په پراخه کچه استفاده کيږي ، بانکي خدمات په تم ځايونو او لنډه دا چې په هر ځای کې شته ، د روپو لېږد د بانکي سیستم نه علاوه د نړیوالو سیستمونو لکه د ويسټرن يونین او مني ګرم له لارې هم امکان لري.
تاریخي شاليد
دغه هیواد په تېر وخت کې د اروپايي حکومتونو تر واکمنۍ لاندې وه ، چې په روسي کیف یې شهرت درلود ، د نهمې ميلادي پېړۍ څخه وروسته د ختيځي اروپا سیاسي او فرهنګي مرکز وو ، یو وخت په ۱۴مه پېړۍ کې د مغولو تر سلطې لندې راغی ، په ۱۵۹۱م کال کې په دوو ډلو : ارتودوکس او کاتولیک وویشل شو ، په ۱۶۵۴م کال کې سيمه ایز حکومت د پولنډ په وړاندې له تزاري روسيې څخه د مرستې غوښتنه وکړه او له هماغه نېټې وروسته د تزاري روسیې د قلمرو یوه برخه وه خو د ۱۹۱۸م کال د جون په ۲۸مه ازاد شو.
په ۱۹۲۰م کال کې د دویم ځل لپاره د سره پوځ د اشغال لاندې راغی او په ۱۹۲۲م کال د شوروي اتحاديې په سوسياليستي جمهوریتونو کې شامل شو.
د دوهمې نړېوالې جګړې په کلونو کې له ۱۹۴۱ـ۱۹۴۵ پورې څه نا څه د جرمني تر تسلط لاندې وو.
د ۱۹۹۱م کال د اګست په ۲۴مه يې د پخواني شوروي اتحاد د دړي وړې کېدو وروسته خپله ازادي اعلان کړه.
د ۱۹۹۱م کال په دسمبر کې د روسيې فدراسیون ، بېلاورسيې او اکراین ولسمشرانو د خپلواکو هیوادونو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ چې وروسته د پخواني شوروي نهه نورو جمهوریتونو هم دهغه غړيتوب تر لاسه کړ او د خپلواکو همګټو هیوادونو په نامه ونومول شول.
د۱۹۹۶م کال د جولاي په ۲۸مه د اکراین اساسی قانون د پارلمان لخوا تصویب شو چې دغه پارلمان ۴۵۰ تنه غړي لري، اکراین ۲۳ کاله پخوا ازادي اخيستې خو په ملګرو ملتونو کې یې ۶۹ کاله پخوا غړیتوب درلود چې د ملګرو ملتونو د بنسټګرپه توګه يې د ۱۹۴۵م کال د ملګرو ملتونو د۵۱ بنسټ ايښودونکو هیوادونو په غونډه کې هم ګډون کړی دی
د اکراین اقتصادي او جیوپوليټيک حېثیت
د اکراین ملت د یوې اساسي ، اختلافي او ستونزمنې چارې سره لاس او ګریوان دی ، پداسې حال کې چې له یوه پلوه يې هیواد په دوه برخو ووېشل شو او له بله پلوه يې د هیواد راتلونکې په یو نا معلوم لورې روانه ده ، دا چې اکراین لوېديځ ته څومره ارزښت لري او روسيې ته څومره اهمیت لري؟ د اکراین اقتصاد په کومه کچه دی او د اروپايې ټولنې سره يو ځای کېدل به يې اروپا ته څومره ګټه ولري؟ دا ټول په لاندې برخه کې تر بحث لاندې نيسو.
اکراین د شوروی اتحاد دویم لوی اقتصاد ، ډيره مهمه زراعتی او صنعتي برخه وه ، د شوروي اتحاد د ړنګېدو نه وروسته ددې هیواد اقتصاد د خصوصی مالکیت او ازاد بازار په لور لاړ، چې دا د اکراین د خلکو لومړنۍ تجربه وه ، بله دا چې نفوس يې مخ په پورته مګر اقتصاد یې مخ په ښکته روان وو ، چې د اکراین اقتصاد تر یوې لسيزې پورې مخ په ځوړ لاړ ، فقر ورځ تر بلې زیاتېده ، په ملي پولي واحد د خلکو باور له منځه لاړ ، حتی تر دې چې داسې وخت هم راغی چې جنس په جنس بدلیده ، قیمتونه سل فیصده پورته لاړل ، مثال: د کال په لومړي سر کې یو همبرګر په یو کوپن (پخوانۍ روپۍ) وو خو د کال په پای کې په ۱۰۱ کوپن وو ، لنډه دا چې د ۱۹۹۴م کال پورې ددې هيواد اقتصاد ۲۲٪ ښکته لاړ، د شوروي د ړنګېدو څخه وروسته یوه لسيزه کې د اکراین نفوس د ۵۲ میلونو څخه ۴۵ ميلونو ته راپريوت ، چې علت يې د نرخونو پورته تلل ، فقر او مهاجرت وو ، د ۱۹۹۴م کال د اکراین لپاره د بدلون کال وو ، پدې کال ټاکنې ترسره شوې چې په پايله کې يې ( ليونيد کوچما ) د ولسمشرۍ لپاره وګمارل شو چې اکثریت رای يې د اکراین په ختیځه برخه کې ګټلې وې ، چې اوسيدونکي يې روسي تبار وو خو د ځنی اقتصادي اقداماتو په ترسره کولو دویم ځل د پنځه کالو لپاره وټاکل شو ،چې دا ځل يې د اکراین په غربي برخه کې ډيرې رايي تر لاسه کړې ، نوموړي دلاندې اقتصادي اقداماتو په پايله کې ولسمشريزي ټاکنې وګټلې.
۱ـ د بوديجې کسر يې د ۱۳٪ څخه ۵٪ ته راټيټ کړ
۲ـ د مرکزي بانک د قرضونو کچه يې د ۱۲٪ څخه ۲٪ ته راښکته کړه
۳ـ د کورنیو پورنو راټولول او د بهرنیو هیوادونو څخه د پورنو اخيستل يې پيل کړل
۴ـ د ملي روپو څخه يې پنځه صفرونه کم کړل (ایران کې د یو میلون ریال څخه چې دوه صفرونه کم شي نو زر تومن ترې جوړيږي شاید دلته هم همداسې شوي وي )
۵ـ ګریوني يې د نوي پولي واحد په توګه رامنځ ته کړ
د کوچما دغه اقتصادي پرمختګ يو څه نتيجه ورکړه ، دنوموړي په دویم ځل برياليتوب سره د اکراین اقتصاد رشد وکړ، د شوروي د ړنګېدو سره اکراین د نړۍ دریم اتومي ځواک شو او هم يې د ځواکونو شمېر ۷۸۰ زرو ته ورسید ، کوچما د روسيې سره د ژورو اقتصادي او سیاسي اړيکو د درلودو څخه د خپل هيواد په ګټه استفاده وکړه ، له بله پلوه يې د زراعتي سرچينو ، غني معدنونو او د صنایعو په بیا رغونې سره وکولی شول تر څو خپل لس کلن بایللی ځای بېرته ونیسي ، کوچما د اروپايې ټولنې سره د يو ځای کېدو لپاره رسماً اروپايې ټولنې ته وړانديز وکړ او زیاته يې کړه چې هیواد به يې تر ۲۰۰۷م کال پورې د اروپايې ټولنې په سټنډرډ ځان برابر کړي ، دغه وړانديز عملي نه شو خو اکراین ته يې ستونزې را ولاړې کړې.
په ۲۰۰۴ م کال کې ټاکنې وشوې چې ویکتور يانکويچ يې په پایله کې بریالی شو خو مخالف کاندید ویکتور یو شچنکو يې پايلې ونه منلې په همدې حال کې یوشچنکو مسموم کړل شو چې دغه کار د اعتراضونو لړۍ ته نور هم زور ورکړ ، لنډه دا چې ټاکنې باطل او دوباره ترسره شوې چې په پايله کې د ۵۲٪ رایو په تر لاسه کولو سره یوشچنکو بریالی شو ، دا چې د اعتراضونو په وخت کې د یوشچنکو پلویانو د ځان سره نارنجي سمبولونه لېږدول نو د همدې له امله دغه اعتراضونه په نارنجي انقلاب مشهور شول چې دغه نارنجي انقلاب د اکراین اقتصاد ۱۰،۵٪ زیانمن کړ
دا چې اکراین ولې د نړیوالو د ناندریو مرکز باندې بدل شوی علت يې د اکراین اقتصادي اهمیت دی.
اکراین د روسيې نه وروسته د اروپا دویم لوی هیواد دی چې فلزي ارزښتناکه معدنونه لري ، د روسيې نیمه اوسپنه او فولاد د اکراین څخه صادريږي ،د نړۍ ۴۰٪ د منګنیز اوسپنه د اکراین څخه وړل کيږي،د ډبرو سکاره ، سیماب ، تیتانیوم او نیکل يې هم د یادولو وړ دي ، اکراین د معدنونو ، د معدني زېرمو د ډولونو او حجم له پلوه د نړۍ بې پرې هیواد دی ، ویل کيږي چې د اکراین په ۹۰ کانونو کې ۸۰۰۰ زره معدنونه موجود دي ، اکثره معدني هیوادونه ښه زراعت نلري خو اکراین د معدنونو تر څنګ یو قوي زراعتي هیواد هم دی ، اکراین ډيره حاصلخیزه ځمکه لري چې توره خاوره يې نړیوال شهرت لري ، توره خاوره کې د سرې یا کود څخه پرته کښت کیږي چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال د نازي المان ځواکونو په غلا دغه خاوره خپل هیواد ته وړله
د اکراین جیوپوليټيک موقعیت هم غرب ته وسوسه اچولې ده ځکه د اکراین سرحدونه د مسکو په ۶۰۰ کیلو مترۍ کې پراته دي چې د ساړه جنګ په دوران کې دغه فاصلې ته د امریکا رسېدل د شرقي بلاک زړه ته د رسېدو په مانا وو ، اکراین د روسيې د مهارولو لپاره د غربي هیوادونو سرنوشت جوړونکی زنځير دی ، ددې اهمیت سربېره اکراین د اروپا د انرژۍ حلق دی ځکه ۲۵ اروپايې هیوادنه د روسيې څخه ګاز واردوي چې د ۲۴ هیوادونو د ګازو نللیکې د اکراین د خاورې څخه تیريږي چې د همدې له امله اکراین د روسيې د ګټو زړه کڼل کيږي ، د ۲۰۰۶م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اکراین په خاوره کې د ګازو د صادراتو نلونه وتړل شول خو څلور ورځې وروسته روسیه او اکراین سره لومړني تفاهم ته ورسېدل خو شخړه حل نشوه ، په ۲۰۰۹م کال د جنورۍ په میاشت کې دغه نللیکې بیا بندې شوې چې دغه اختلاف د ۱۸ اروپايې هیوادنو صنعت ته سخت زیان ورساوه، په اوس وخت کې اروپايي ټولنه ۱۸،۷ تريليونه فوټه مکعب ګاز مصرفوي چې د هغې ۱۶٪ د اکراین له خاورې ترانزیټ کيږي نو ډيره جالبه بريښي چې په مالي لحاظ یو فقیر هیواد د نړۍ ځواکمنو هیوادونو ته څومره اهمیت لري.
د څلورو میاشتو راهیسې دغه هیواد يو ځل بیا په بحران کې کېوت ، د څو میاشتو شخړو څخه وروسته ددغه هیواد پارلمان ولسمشر ویکتور یانکويچ له واکه ګوښه کړ ، پخوانۍ لومړۍ وزیره تیموشینکو له زندانه ازاده شوه او ولسمشرۍ ماڼۍ د مخالفینو لاس ته ولویده ، روسيې د کريميا سيمه د نظامي ځواکونو په مټ ونيوله له بل پلوه غربي هیوادونو د اکراین د نوی حکومت په غوښتنه خپل ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای کړل چې د ختیځ او لوېديځ شخړو د اکراین پولې واحد ارزښت ۲۰٪ راښکته کړ پداسې حال کې چې اکراین په تېر وخت کې د ډيرو اقتصادي ستونزو څخه نوی راوتلی هیواد دی چې دا دداسې یو هیواد لپاره لویه فاجعه ګڼل کیږي ، په اکراین کې ډير لږ خلک د اروپايې ټولنې سره د یو ځای کیدو مخالف دي هغوۍ پدې عقیده دي چې د اکراین په دې بې باوره اقتصاد باندې د اروپايي ټولنې سره یو ځای کېدل به اکراین د اروپا په یو مصرفي بازار بدل کړي ، پداسې حال کې چې هیواد ېې د معدنونو د منابعو او اقتصاد د پرمختګ لپاره د څو مليتي شرکتونو پانګونې ته اړتیا لري خو دغه ټولې ستونزې د قومي ، نژادي مسايلو او د بېلابېلو طرفونو نیولو له امله پر ځای پاتي دي ، چې د حل لار يې دغه ډول اختلافات له منځه وړل او د دوۍ د پخواني ولسمشر ویکتور يانکويچ پدې خبره ژور فکر کول اړين دي چې ( اروپايې ټولنه غواړي تر څو اکراین یوازې د اروپايي محصولاتو یو مصرفي ، ارزان او غیر متخصص بازار وي نه د اروپا لپاره یو تجارتي شريک )
خو د اکراین ولس وايي چې د شوروي اتحاد د وخت جمهوریتونه چې ځنی يې د اروپايې ټولنې سره یو ځای شوي دي نو اقتصادي وضعیت يې پر مخ تللی او اتباع يې پرته له وېزې د اروپا هرې برخې ته په اسانۍ سره سفر کولی شي نو د اکراین حکومت هم باید د هغوۍ په څير تصمیم ونیسي.
پايله
په اکراین کې د لوېديځ او ختيځ روانه شخړه ښايې تر ډېره وغزيږي ځکه هغوی د خپلو لوړو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره مټې رانغښتي دي. روسیه د کریمیا د نیولو څخه وروسته د اکراین په خاوره کې د روس پلوه خلکو د ځمکو د نیولو تکل هم لري ، چې ورځ تر بلې مهم هوايي ډګرونه او دولتي ودانۍ تر ولکې لاندې راولي او له بل پلوه اکراین په کريميا کې میشت خپلو ځواکونه له دې سیمې څخه وباسي ، همدا راز په توره بحيره کې میشت هیوادونه د خپلو ځواکونو د منظمولو په حال کې دي ،اروپايې ټولنې د اکراین د نوي حکومت سره د سیاسی او اقتصادي همکاریو تړون لاسلیک کړ ، ددې سره سره د دواړو خواو مطبوعاتي جګړه هم په زور کې روانه ده، که د ښکیولو خواو توند سیاستونه همداسې جریان پيدا کړي ډيره زر ده چې دغه سیمه به د بې ثباتۍ په لور لاړه شي نن په روسيې کې د اقتصادي بې ثباتۍ نښې په څرګندیدو دي ځکه چې د امریکا بندیزونو د اکراین د اسهامو بازار درې سلنه ښکته کړی دی او دوه شرکتونو ( VISA , Master Card) خپل خدمات په روسي بانک کې درولي دي ، ددې نه وړاندې د جرمني لخوا د روسيې سره د ۲۰۱۱م کال هغه تړون وځنډيد چې په مسکو کې د یو نظامي روزنيز مرکز لپاره يې مرسته کوله ، د لوېديځ لخوا په تدريجي توګه د اقتصادي بندیزونو لګول يوازينۍ لار ده چې روسیه به دې ته اړباسي تر څو د اکراین د نورو سيمو د نيولو څخه لاس په سر شي ، خو تونده پاليسي به دا کړکېچ نور هم پسې پېچلی کړي ځکه د یو لوري روسیه د سخت دریځو د ځپلو په پلمه د اکراین په ختیځه برخه کې ځواکونه ځای پر ځای کوي ، د بل لوري د ناټو سرمنشي اندريس فو راسموسین د اکراین په پولو د روسيې د ځواکونو پر شتون اندېښنمن دی، نوموړي زياته کړه چې د دریو بالتیک هیوادونو (استونیا ، ليتویا ، لیتوانیا) په ګډون يې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع لپاره پلانونه جوړ کړي دي، نو دا ډول ګواښونه یوازې د دوه اړخيزو خبرو له لارې کمېدلی شي.
سرچينې
۱ـ اصطلاحات سیاسي ، مياح عبدالرحمن ، تهران
۲ـ افغانستان اونړۍ (اروپا ، امريکا او روپايي هیوادونه ) اریانفر عزیز ژباړن ناصر نصرالله چاپ کال ۲۰۰۴ کابل
۳ـ پژوهش در علوم سیاسي ، دکتر امامی سيد کاووس ، تهران
۴ـ سواستوپول مستند فلم
5- http://fa.Wikipedia.org/wiki/سواستوپول
6- http://ffwww.farsnews.com/newstext.php?nn=1
3921209000458#sthash.6MSUTCEV.dpuf
7- http://www.nytimes.com/2014/03/30/world/europe/ukraine-candidates.html?_r=0
8- http://learningenglish.voanews.com/content/yatsenyuk-ukraine-russia-putin-crimea/1866877.html
9- http://edition.cnn.com/
10- http://www.www.alarabiya.net/persian