
په يوه ليکنه کې مې ولوستل چې فرهنګيان ولې دډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي؟بايد فرهنګ له سياسته جدا او سپيڅلى پاتي شي .
سمه ده چې فرهنګيان بايدخپله سپيڅلې دنده چې د مالت او هيواد پر وړاندې يې لري د سياست قرباني نکړي . خو فرهنګيان هم حق لري چې د زوريدلي ولس او خپل ګران هيواد د جوړولو په خاطر خپلې دندې ته پاملرنه وکړي.دا چې ځينې فرهنګيان يو چا ته کمپاين کوي او ځينې يې بل چاته .دا به دهر کس وجدان پورې وتړو . خو رابه شو دې ته چې که څوک د داسې يو چا ملاتړ کوي چې د ولس په زخم ملهم کيښودلى شي او دا هيواد د بدبختيو له ګردابه ايستلى شي . نو داد فرهنګيانو ګناه نه ده بلکې دا هغه حق دى چې هيواد يې په فرهنګيانو لري .
زه له ډاکټراشرف غني سره کومه اړيکه نلرم . او په اولين ځل مې له بهيروالو سره يوځاى په غونډه کې وليدو . خو د ډاکټر اشرف غني د ښو اخلاقو . لوړ علمي شحصيت ، او دده کړو وړو چې ډير په عاجزۍ او بې له کومې ريا ښکاريدل زه دې ته قايل کړم . چې نه يوازې خپله رايه ورکړم بل د خپل وس او توان په مطابق د زړه له تله ورسره هڅه وکړم . ځکه چې اوس مهال د هيواد جوړولو لپاره همداسې کس ته اړتيا ده .
بله خبره داده چې اشرف غني په خپلو خبرو کې اول خود لمراو طلوع تلويزيون د مناظرې له لارې افغانانو ته خپله وړتيا وښودله . او دويمه ده چې په همدې ناستې کې د نوموړى له خبرو نه پوره ښکاره شوه چې اشرف غني نه يوازې چې نړيواله کاري تجربه لري ، علمي سټه ده . په سياست پوه دى . بلکې د هيواد فرهنګي حالات يې هم ښه درک کړي . نوموړى د فرهنګيانو د ليکنو چې په بيلا بيلو سايټونو ، مجلو ، اخبارونو او کتابونو کې خپريږي ژوندې بيلګې وړاندې کړې . چې لوستې يې دي او په هغوى يې رڼا واچوله .
نو په دې حساسو حالاتو کې نه يوازې فرهنګيان بلکې ټول افغانان بايد په دې فکر وکړي چې څوک د دوى د رايې وړدى او څوک د هيواد په ګټه دى .
ليکوال ګلالى اورښت