د فېسبوک بنسټ اېښودوونکی

 
فېسبوک هغه ټولنیزه شبکه ده، چې د دې شبکې په کارونه ټول خلک پوهیږي او له نامه سره یې عام ولس اشنایي لري.
سربېره پر دې نومړې شبکه د خلکو تر منځ د اطلاعاتو شریکولو یوه ځانګړې شبکه ده، بلکې دې شبکې د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې خلک یو له بل سره وصل کړي او د خلکو تر منځ یې یوه صمیمي فضا را منځته کړې ده.
نو ښه به دا وي چې د نومړې شبکې بنسټ اېښودوونکی او د هغه په هکله د پردې تر شا په یو شمېر مسایلو خبرې وکړو.
د اونیون سایټ د راپور په اساس، مارک زوکربرګ او د ده یو شمېر ملګري د نومورې شبکې بنسټ اېښودوونکي دي.
راپور زیاتوي چې زوکربرګ د دې کار په کولو سره د امریکا د جاسوسۍ سازمان یا ( ای اېس ای ) له لوري مډال هم تر لاسه کړ.
اوس د یو شمېر اسنادو په لرلو بیا هم د خلکو تر منځ داسې پوښتنې را ولاړیږي، چې ایا زوکربرګ د فېسبوک اصلي بنسټ اېښودوونکی او جوړوونکی دی، که یا نورو کسانو دا کار کړی؟ که چېرې واقعا دی د فېسبوک بنسټ اېښودووکی وي، څنګه یې وکولای شول د دومره لویې شبکې په جوړولو چې د نړۍ په سطحه فعالیت کوي لاس پورې کړ.
د دې پوښتنو په ځواب کې به لاندې هم د زوکربرګ او هم د فېسبوک په اړه بشپړ مالومات وړاندې شي.
د مارک زوکربرګ ځانګړنې:
 مارک زوکربرګ په کال ۱۹۸۴ د مې په ۱۴ نېټه په نیویارک ښار کې نړۍ ته سترګې وغړوې، که څه هم دی به یوه یهودي کورنۍ کې را لوی شوی، خو دی ځان داسې یو ملهد معرفي کوي چې ګواکې هېڅ خدای نشته. د ده پلار ادوارد نومیږي چې په ځوانۍ کې یې ده ته د خپرونې جوړولو درس ورکولو.
مارک زوکربرګ د هاروارډ پوهنتون د اروا پوهنې د پوهنځی محصل و، ویل کیږي چې لومړی ده په ۲۰۰۴ کال کې د خپل تحصیل پر مهال د دې شبکې د جوړولو خوب ولید، چې بلاخره د ده دا خوب په حقیقت بدل شو.
دا شبکه لومړی  د هاروارډ پوهنتو د محصلینو لپاره جوړه شوه، تر څو هغوی وکولای شي ښوونیز او د خپل پوهتنون مالومات یو له بل سره شریک کړي، خو وروسته د ده ملګرو دا شبکه د امریکا له نورو ښوونیزو بنسټونو لکه: د بوستون پوهنتون آیو لیګ او استنفورډ پوهنتون  سره شریکه کړه، بلاخره نومړې شبکه دومره مشهوره شوه چې به نړیواله کچه ترې کار واخیستل شو.
له همدې امله زوکربرګ د فېسبوک ټولنیزې شبکې مؤسس یا بنسټ اېښودوونکی پېژندل شوی دی.
نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ په ځوانانو کې د ځوان میلیارډر لقب واخیست او اوس د فېسبوک د عمومي رئیس به حیث دنده پر مخ وړي.
د وبګاه فوریس د راپور په اساس په ۲۰۱۱ کال کې د ده شتمني ۵/ ۱۳ میلیارډه دالرو ته ورسېده.
نیویارک ټایم ورځپاڼې هم ۲۰۱۰ کال کې نومړی د کال تر ټولو ښه شخصیت اعلان کړ.
په ۲۰۱۲ کال کې د نومړې شبکې غړي یو میلیارډ کسانو ته ورسېدل. په ۲۰۰۵ کال د مې په میاشت کې د اکسل پارتنرز شرکت ۱۲،۷ میلیونه ډالر او جیم بریر ۱ میلیون ډالر په نومړې شبکه کې سرمایه کذاري وکړه. په ۲۰۰۹ کال کې فېسبوک د نړۍ تر ټولو زیاته کاروونکې شبکه وپېژندل شوه او د انټرټینمټ ویکلي مجلې له لوري د دې لسیزې په بهترین لېست کې راغله.
فېسبوک په ۲۰۱۴ کال کې د واتس اپ یا ( پیغام رسونې) شرکت د ۱۹ میلیارډه ډالرو په بدل کې واخیست او دا د فېسبوک تر ټولو لویه سرمایه ګذاري وه.