
ورزش زموږ د ټولنیز ژوند هغه سکتور دی چې په پرله پسې توګه یې افغانستان ته افتخار راوړې، په ستختو امنیتي او اقتصادی شرایطو کې یې خپلوهېوادوالو ته د خوشالئ او یووالی احساس ورکړې او د لوبې او بري په ساعتونو کې یې د هېوادهر قشراوهره برخه په یوه مرکز راټوله کړي او ټولې وطني رسنۍ یې که متضادي هم دي د یو والی خپرونو ته مجبورې کړي.
زموږ د کرګت د ټیم وروستۍ بریا او د خلکو احساساتو زه دی ته وهڅولم چې د خپل ملي تاریخ په دی سختو شرایطو کې چې خلک، هېواد او ملي هویت د نفاق د تباه کونکي رنځ او خارجۍ مداخلي سره لاس او ګریوان دي، په دی فکر وکړم چې زموږ د ورزش د هردسپلین اتلان دسیاسیونو، روشنفکرانو، دنیوی او دیني علماؤ او قومي مشرانو په پرتله د ملي وحدت په لار کې د تقلید ښه مرجع کیدې شي. دغه لیکنه په ناڅاپی او غیرپلان شوې توګه ددغه فکر نیتجه ده چې د فکراو قلم خاوندانو ته يي د نور بحث او انتقاد له پاره وړاندي کوم، ترڅو د ملي یوالې په لار کې نور ډینامیک عناصرهم په ګوته کړي.
غښتلې ځواکونه هیڅکله هم په خپلوسیالواوهم وزنوهېوادونو تېرې نه کوي، بلکې د هغوۍ نه په وروسته پاتې او کمزورو هېوادونو کې غچ اخلي. دوۍ په یوه کمزورې هېواد کې د مداخلې دپاره تیارې نیسي او د مداخلې لپاره د مشروعیت دلایل پیدا کوي. دغه دلایل یا په انساني، مدني، ایډیالوژیکي، دیني او مذهبي الفاظو کې نغښتي وي او یا هم د خپل ملي او سیمه ییز امنیت دلایل وړاندې کوي.د مداخلې سره مخ هېوادونو سیاسي، کلتوري، دفاعي او اقتصادی بنسټونه کمزوري او ممتاز یا حاکم قشر د ولس نه لرې، سرزورې، د سیاسي او ټولنیز تحلیل نه بی برخې، خوشباوره او په بهرنیانو متکي خلکو نه جوړ وي. نو ځکه ساده ستونزې په لویو بحرانونو بدلیږي او ولسونو په خپلو کې د ښکیل کیدو په نتیجه کې د بدبختۍ او نابودۍ کندې ته لویږي.د افغانستان نه د شوروي ځواکونو د وتو نه وروسته زموږ خپلې تجربې، د هیواد په ځینو سیمو کې د جنګي وحشت حاکمیت او په عراق، سوریه کې روانه غمیزه یې ښې بېلګې دي.
کورني اختلافونه د یووالي بنسټ له منځه وړي او باعزته ملتونه د نابودۍ لوري ته بیایې. خو که د یرغل او یا مداخلې سره مخ یوه کمزوري هېواد کې با درایته ملي رهبري موجوده وي او یا د یرغلګرو په وړاندي مقاومت انحصار نشي نو خارجي یرغل اکثره د ولسونو د یووالی باعث کیږی، جغرافیایې، قومي، ژبني، دیني او مذهبي کرښې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د ټولنې دننې تحرک ډینامیکه بڼه غوره کوي او د ملت جوړونې پروسه ګړندۍ کیږي. د شوروی اتحاد د اشغال په وخت کې موږ په خپلو منځو کې تر ډیره حده ددغسی یوې ګټورې پروسې شاهدان ؤ. خو د ملي رهبرۍ فقدان او د ګاونډیانو او نورو سیمه ییزو ځواکونو له خوا د مقاومت انصار دغه ګټوره پروسه د انحراف خواته بوتله او د مقاومت یا جګړې مشران د ملي یووالې په لویو دښمنانو بدل شول چې زموږ ننې حالت یې نتیجه ده.
لنډه دا چې سیاسی، جنګی، دیني او قومي نخبه ګانو ونشو کړې چې هیواد د نفاق او بی امنیتۍ له حالته وباسی او د یوه روڼ او نیکمرغه سبا په لور یې رهبري کړي. نو ځکه زموږ د ورزش اتلان باید ځوان نسل ته د یووالي او پرمختګ په لار کې د تقلید ښه مرجع شي. دوۍ د خپلو سیالانو سره د مقابل کیدو وخت کې قوم، ژبه، مذهب، ولسوالی او ولایت نه پیژنې او هدف یې یوازې او یوازې برې او افغانستان ته د ویاړنو راوړل وي. نو ولې موږ د همدغه روش نه د خپل ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې کار وانخلو؟ په همدغه طریقه خپل منځی روابط حسنه، ملي یووالي ټینګ او خپل هېواد سمسور نه کړو. همدغه شان د ملي اقتصاد په تقویه او د خارجې دښمن په وړاندې د خپلو ورزشکارانو په شان یوموټي عمل او ددوۍ په شان د افغانیت یونیفورم په تن نه کړو؟