د ملا فضل الرحمن انسانیت



په اسلام اباد کې د وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت نېغ په نېغه خبرو د پاکستان مذهبي مشران په وېره کې اچولي چې ښایي له دې وروسته هغه پیسې او امکانات تر لاسه نه کړي چې استخباراتي کړیو به په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ لپاره د جګړې مشروعیت د دوی په فتواوو ثابتوه.
د افغان طالبانو پلوى او ملاتړ کوونکى مولانا فضل الرحمن نه يواځې د سولې خبرو اترو ملاتړ او هرکلى کړى د دې سربېره یې د افغانستان سوله د سيمې د ثبات لپاره هم یو مهم ګام بللی دی.
مولانا فضل الرحمن چې په طالبانو زیات نفوس لري افغانستان ته یې د جګړې لپاره ترهګر روزل او دلته یې پرې جګړې مخ وړلې.
له دې سره هغه په افغانستان او هند کې د اسلام له نوم څخه په ګتنې زرګونه انسانان ووژل او په زرګونه کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولي.
مولانا فضل الرحمن څو ځله په افغانستان کې د جګړې مشروعیت لپاره په پټه او ښکاره فتواوې ورکړي او په افغانستان کې یې روانه جګړه مباح بللې.
هغه د افغان حکومت او طالب استازو له خبرو اترو وروسته خبريالانو ته ویلي چې شخړې پر جګړو نه هوارېږي او امریکا د دې پر ځاى چې حقايق درک کړي، پر افغانستان يې بريدونه پيل کړل او زرګونه کسان يې ووژل چې دې چارې د سيمې امنيت او اقتصاد له ستونزو سره مخ کړ.
د مولانا فضل الرحمن په تازه خبرو کې هغه ویل شوي دي امريکا په سيمه کې په خپلو پلانونو کې بريالۍ نه شوه او په پاى کې دې ته اړه شوه چې حقايق ومني چې شخړې په جګړو نه هوارېږي.
د پاکستان د جمعيت علماء اسلام سياسي ډلې ياد مشر پر امريکا هم کلکې نیوکې کړي چې په افغانستان بريد سره یې غوښتل په سيمه کې خپله مشري ثابت کړي.
پاکستان د ترهګرۍ په پلمه د مولانا فضلو په همکارۍ د امریکا او نورو هېوادونو زیاتې پیسې تر لاسه کړې چې د په خپلو امنیتي کارخانو کې وسلوال د افغانستان پرضد روزل .
د پاکستان مذهبي مشرانو د استخباراتي ډلو څخه په افغانستان او سیمه کې د جګړې خورولو لپاره ډېر هغه څه تر لاسه کړل چې د کړوسیانو یې هم بسنه تضمین کولای شي.
د سولي روانو خبرو ته د فضلو هیله دا ثابتوي چې اوس هم د طالبانو کلک ملاتړ دی ځکه هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هغوی سره نېږدې اړیکې درلودې او کله چې طالبان له واکمنۍ ولوېدل نو نوموړی بیا هم له طالبانو سره اړیکی پاللې.
مولانا فضل الرحمن د جهاد په کلونو کې له مجاهدینو سره هم ښې اړیکې درلودې، چې تل یې په افغانستان کې جهاد روا بللی او په پاکستان کې یې جګړه ناروا بللې ده. دی یو سخت دریځی ملا دی چې د پاکستان له ای اېس ای سره نېږدې اړیکې لری او په طالبانو هم د پراخ نفوذ خاوند دی تر دې چې د طالبانو معنوی پلار هم بلل کېږی.
که څه هم د فضل الرحمن په خبرو ډېر باور ګران کار دی خو په ټوله کې دا ښکاره کوي چې اوس په هغه د امریکا او نورو هېوادونو پیسې وچې شوې دي .
د فضلو ضد او نقیص خبرو په سیمه ییزه کچه د مذهبي مشرانو باور زیانمن کړی اوس تر ډېره د هغه په خبرو هم څوک باور نه کوي.