روټرډام (Rotterdam)

 
خان ولي کامران/ هالینډ
روټرډام د هالینډ دویم لوی ښار دی چې جغرافیوي موقیعت، تاریخي ارزښت او ښکلا یې ګڼ سیلانیان په خپل ځان را مات کړې دي، دغه ښار د هالینډ په جنوب کې موقیعت لري چې په   1940میلادي کال کې د دویم نړیوال جنګ پرمهال د جرمني نازي فوځیانو لخوا بمبارد شو د بمبارد پرمهال نږدي ټول ښار ړنګ او تر نهو سوو کسانو پورې پکې ووژل شول  د روټرډام ښار له بمبارد وروسته د هالینډ حکومت مات او شاهي کورنۍ یې اوسنۍ برتانیا ته په تېښته بریالي شول.C:UserskaranDesktopPHgC2nu.jpg
روټرډام له جنګونو او بمبارد وروسته د هالینډ حکومت لخوا په نوې داسي بڼه جوړ شوې چې د نړۍ د ګڼو سیلانیانو د لیدلو وړ ګرځیدلی او هره ورځ ډلي ډلي توریستي ډلې ددغه ښار د ښکلاګانو، دنګو ودانیو، عجایبو او له تاریخي څلو او ځایونو څخه لیدنه کوي.
روټر ډام په نړۍ کې د لسو لویو بحرې هډو څخه یوه لویه بحرې هډه ده چې ددغي لویې نړیوالي بحرې هډې په درلودو سره د اروپا کور بلل کېږي او په یو داسي سوداګریز ښار بدل شوې چې په سلګونو لویې بیړۍ له دغه ښاره د نړۍ ګڼو هېوادونو ته په اسانۍ سره تګ راتګ کوي.C:UserskaranDesktoppi.jpg
روټرډام د معمارۍ په برخه کې هم په نړۍ کې ځانته د شهرت نوم خپل کړي او مشهورو معماران یې چې ددغه ښار له جوړیدو وروسته په نړۍ کې د ځانګړې شهرت خاوندان ګرځیدلې لکه رم کولهاس، پیټ بلوم او بین فن بیرکل (Rem Koolhaas, Piet Blom, Ben van Berkel) د یادولو وړ دي.
د روټرډام ښار د خپل ستراتیژیک موقیعت له مخې چې خدای ورکړې د اروپا او د نړۍ دروازه هم بلل کېږي چې پکې په عصرې بڼه د میټرو سیستم، سړکونه، ودانۍ او د ریل یو لوی تم ځای هم جوړ شوې دی او د خپل دغه ښکلي موقیعت له مخي سوداګري پکې د اروپا تر نورو ښارونو زیاته ده چې د خلکو ژوند هم ورسره پورته تللې دي.C:UserskaranAppDataRoamingSkypekamranatalmedia_messagingmedia_cache^553A548ED10A028C954975DF5C46ED5C4DE4BBF5A5AC3D06AA^pimgpsh_fullsize_distr.jpg
د هالینډ دغه ښار چې د ښایست او ښکلا په ښار مشهور دی تقریبا تر پنځو میلونو زیات خلک پکې استوګن دي او د ښار جوړونې د یوې اکاډمۍ د سروې له مخې په اروپا کې ترسره کړې دولس لوی ښارونه د مختلفو معیارونو له مخې غوره شوې دي چې د روټر ډام ښار یې د ټولو په سر کې ځای لري.