دژوندساحل ته مې قسمته څپې مه راوله
زه مرورشه یم له وخته جرګې مه راوله
دايوپرهارپه زړګې ښه دی دجانان خطره
ناښادخاطره زياتي نوخاطره مه راوله
موږليوني يوټول هيندارې په ډبروولو
حسنه ابس دلته درنګ قافيلې مه راوله
دعصرژبه به چالاکه وي منم درسره
سترګې دې جارشم زماپه سترګوپردې مه راوله
دپوډۍ ټال دی سايه نه لري چې کښينم ورته
ماجل وږلي ته په سربې سايې مه راوله
نن دشهيدې خورشهيدخال راته خوب کې وويل
زماقاتيل دی داشين سترګی دلې مه راوله
په احترام عبدالرحمان غضري
وروستي