د اچین ولسولی اوسني ناورین ته لنډه کتنه

 
د اچین ولسوالي د لرغوني او تاریخي  ننګرهارولایت په جنوب کې پرتهولسوالي ده چی  د ګاونډی هیواد پاکستان سره  ۲۰۰کلومیترو به اندازه سرحدلري .   د اچین ولسوالي تقریبا د ولایت معادل ولسوالي ده  چی په زیاتتعداد سره  درې لري. چی پاکستان له خوا ورته ډیرې لارې را خلاصې دي چیدوه لارې يې ( خونه کنډو او تبې کنډو) ډيرې مهمې دي.
په نوموړې ولسوالی کې د شینوارو مختلف خیلونه اوسیږي چی د نورو ولسوالیوپه نسبت یی نفوس زیات دي .د امنیت له نظره  د ټول ننګرهار له پارهستراتیژیک حیثیت درلودونکې او خورا مهمه ولسوالي ده او لاندې ذکرشوی دریپکې قرار لري.
۱ – عد الخیلودره ۲ – باندر دره ۳ – پیښي دره ۴ – اچین   ۵  - کوشتل  – ۶ - صندوق     ۷ – مامند دره  ۸ -  میدانک   ۹ – معروف چینه  ۱۰ -  ۱۱ –چهل ګزی   ۱۲ – او د پیښې خوړدرې  شاملې دی . چي د نفوسو تعداد یی تقریبایو لک او پنځوس زره  شاو خوا ته رسیږي . یاده ولسوالي د سیاسی  لحاظه خوارمهمه او ستراتیژیکه ساحه  ده.  له دېامله زیاتره وخت د سرحد له پورې خوا مخالفین ورته په اسانی داخلیږي اوخپل جنګي مهمات له همدې لارې انتقالوي . څرنګه چې ا چین  ولسوالی ټولې غرنی سیمې دوه میاشتې مخکې  د اسلامی امارتپه واک او اختیار کې وې خو  وروسته د داعش ډلې په سیمه کي خپل حضور پیداکړو،او د طالبانوسره يی جنګونه پیل کړه  چی په پایله کی دواړو خواوتهدرانه تلفات واوښتل او ولسونو ته هم د سر او مال درانه  زیانونه ورسیدلچې ټولې سیمې په خپل لاس کې ونیوې.    چی په ثمره کې ي  ۷۵۴۵  کورنی دمامند درې او۱۶۵۱کورنی د عد لخیلو څخه د ننګرهار ولایت مختلف ساحو تهکډه شوې(د ټولنې لخوا سروې شوې).نن چې دریمه ورځ د اخترده  مامند په دره کې تقریبا ۱۵۰کليعدلخیلو کې ۳۰کلي او پیخې خوړ ، دیسرک کې ۱۱کلي په اور سیزلي دي. او دالړی لا هم جریان لري.(تر دې دمه ۲۵۰څخه ذیات انسانان او زرګونه حیوانات
وژل شوي)
 زمونږ غوښتنه ده چې باید د نومړو ځپل شوو کورنیو سره زر تر زره حیاتي مرستې وشي. په اوسنیو شرایطو کی  ځپل شوو او مهاجر شوو خلکوته د ژوند لمړنیو اړتیاوو ( سرپنا ، خواراکي توکی،لباس وغیره )  اشد او عاجل ضرورت دی چې تر څوژوند ي وژغول  شي.
دا چی جنګونه اوس هم جریان لري او لړی یی ورځ په ورځ نورو ولسوالیو ته غزیږياو ولسونه یی تر  تسلط لاندې راځي  نو په راتلونکي کې د ننګرهار ولایت اوهمدا راز د ټول مشرقي زون له پاره د خطریو ستر ګواښ دی . نو په دې اساس دیادونې وړ ده چي  واکمن لوړ پوړي چارواکي د دغې ولسوالی امنیت او مرستېته جد ي پاملرنه وکړي . 
 په درنښت .
شفق شينواری
د حمزه بابا علمي او فرهنګي ټولنې مشر
ځاي: مارکو ښارګوټی  شینوارو ولسوالي ننګرهار،افغانستان