
د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم جوړ شوی کمېسیون چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ترمنځ پرې نږدې یو کال سخت جنجالونه روان وو، په دې ورستیو کې یې د تشکیل په څرګندېدو سره ثابته شوه چې هغو ډلو ټپلو جوړ دی چا چې د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزې ټاکنې ریشخند کړې.
له دې ټولو سره سره هغه څه چې زیات مهم دي هغه د ټاکنو خپلواک کمېسون استقلالیت دی چې ورځ تربلې یې فکري ازادي له مینځه ځي.
د دې لپاره چې د ټاکنو کمېسیونونو باور او خپلواکي له ستونزو سره مخ نه شي په ټاکنو کې هرهغه بدلون چې ټاکنیز رنګ ولري باید له دې کمېسیون سره پرې بحث او خبرې ترسره شي.
له بده مرغه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم کوم کمېسیون جوړ شوی د ټاکنو د کمېسیونونو غړي په کې نه لیدل کېږي چې دا په خپله د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیاسي کوي.
اوس چې د زیاتو جنجالونو له مخې دغه کمېسیون جوړ شوی ډېری غړي یې په سلو کې ۹۵ یې هغه دي چې ټاکنیزې تجربې او مطالعې نه لري.
ټاکنیز اصلاحات چې غوښتنه یې نن سبا ډېره کېږي مالومات نه شته چې دغه اصلاحات څه کېدای شي او ولې ورته هره ټولنه او بنسټ لېوالیتا لري ؟
دعبدالله عبدالله برخه وال ټاکنیز اصلاحات د دې پورې تړلي بولي چې د ټاکنو د کمېسیونونو اوسني مشران باید له دندو ګوښه شي خو،د ولسمشر غني پورې تړلې ډله بیا ډېر ځله د ټاکنو په سیستم کې د روڼ والي رامنځ ته کېدل او د افرادو مسلکي کېدل اصلاحات ګڼي.
له دې ښکاري چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د ارګ او اجراییه ریاست لید لوري ډېر توپیر لري نو ځکه باورنه کېږي چې دغه وړۍ به شړۍ شي.
اجرایوي رییس د ټاکنو له کمېسیونو سره د مخالفت سابقه لري یوځل د مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره لانجې او او په ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره چې د ټاکنو پایلو ۶ میاشتې وخت ونیوه.
عبدالله عبدالله ګومان کوي چې د ټاکنو د کمېسیون چارواکو له ده سره ناغیړي کړې خو حقیقت وروسته ټولو نړیوالو ته په ډاګه شو چې په ټاکنو کې درغلي چا کړې ؟
په دې کې شک نه شته چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کارکوونکي په درغلیو کې ښکیل وه خو دا به مناسبه نه وي چې ټول بار دې په دې کمېسیونونو ور واچول شي.
عبدالله عبداله اوس وېره لري که چېرته د ټاکنو کمېسیون اوسني مشران په خپلو دندو پاتې شي ښایي ده ته په پارلماني ټاکنو کې لویه ضربه وکړي هغه وخت چې کله اجرایوي پوسټ په صدراعظمۍ بدلیږي.
د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال هغه وخت چې پایلې د اشرف غني په ګټه وې عبدالله عبدالل د ټاکنو له بهیر سره پرېکون وکړې او دغه کمېسیونونه یې کلک زیانمن کړل چې اوس باور پرې سخت دی .
اوس به د ټاکنیزو اصلاحاتو په پلمه تر ټولو زیات زیان د ټاکنو کمېسیونونو ته اوړي یوې خوا یې د دې کمېسیون پر جوړېدو خپلواکي پیمال شي او د بل پلوه له هغه څه چې د ټولو سره وېره چې د ټاکنو کمېسیونونه نه باید سیاسي شي هغه داسې چې راتلونکې کې ستونزې رامنځ ته کولای شي.
اوس سره له دې چې د دې کمېسیون اجرایوي ځواک نه دی مالوم او وخت یې هم په ډاګه شوی نه دی باور مې نه شي چې د دې کسانو په شتون کې دې راتلونکې ټاکنې رڼې وي .