زما په ژوند کې ستا څه کار دی؟؟

 
ټول نه یادوم، خو
ډېر وګړي مو شاوخوا شته چې تل به زموږ خبرو ته غوږ نیسي، موږ ته به نصیحت کوي، تل به زموږ په کار کې کار لري، دوی په دې اند دي چې ګویا همدا یې دنده ده.
پوهېږې څوک یادوم؟
هغه څوک چې تل زموږ په غواروي کې، یا زموږ د هرې تېروتنې په اړه پرېکړه کوي. یو څو بېلګې یې درته وایم چې باور مو وشي. کله چې ډېری وخت ډوډۍ خوړلو له پاره چېرته لاړ شئ درته وایي به؛ دا دې دویم ځل دی چې ډوډۍ خورې، یا دې دویم قاب دی چې خورې یې.
خو وه یاره، زه به موړ نه یم؛
زه به ډېره خورم،
زما به اشتیا ډېره وي، ته ولې راسره
په دې کار کې ستونزه لرې.
یا هغه چې تل زموږ د ګړنو په اړه
فکر کوي، هغه چې دا ورته ښه ښکاري زموږ د هرې کړنې په اړه خپل اند راواوروي. یا هم کله به درته وایي، دا شان جامې اخلې؟ دا شان خو دې تېزه اونۍ هم اخیستې.
وه انډیواله، خو هغه جامې به مې شلېدلې وي، په رنګ شوي به وي، نه به پاکېږي. خو چې زه یې کوم ته ولې
ستونزه لرې؟
یا هم کله که کوم بل ملګری مږ درته ووایي چې رازه چېرته په تفرېح لاړ شو،
وار له واره به ورته هغه د هو او نه ځواب ورکوي.
ته خو ما پرېږده چې زه څه کوم، زما زړه کېږي یا نه.
ته زما له زړه څه خبر یې چې زه به تنګ شوی یم، تفرېح ته به اړتیا لرم او تا به وخته بیا د نه ځواب ورکړی وي.
غواړم چې په ښکاره یې درته وایم؛
نه غواړم چې اوس هم د ماشوم په شان تل د ورځني ژوند کولو ته معلم ولرم، چې راته ووایي دا کار دې سم دی، دا کار دې ناسم دی.
زه نه غواړم چې څوک راته وایي، ژوند داسې وکړه، اوس زه پوهېږم چې څه وکړم.
زما فکر دی زما یې پرېکړه ده، چې څنګه پرېکړه کوم هغه شی به یې کوم.
ایا تا دې خپلو کړنو ته پام کړی چې څه کوې؟ لږ خو دې خپل ژوند ته هم پام وکړه کنه!
زه دې ډول ملګرتیا ته هېڅ اړتیا نه لرم، چې زما د موخو په مخ کې خنډ ګرځي.
تاته به ځان پاک ښکاري، تات به ځان معصوم ښکاري، خو ما له پاره بې له غوسې راوستو بل څه نه کوې.
لږ دې د ځان په اړه فکر وکړه چې ولې درته دومره مهمه ده چې زه څه کوم.
زما د ستونزو په اړه چې ته فکر کوې، ار کې دغه ستونزې ستا هم دي، چې ستا ورته پام نه دی. ته له ما ډېرې ستونزې لرې خو پر هغو دې سر ایښی. یا که دا کار چې خپلې ستونزې دې پرېښي تاته ارامي درکوي؟
ستا دغه رفتار او کردار چې ما سره یې کوې، نه یوازې دا چې زما ستونزې نه حل کوي، بلکې له ما یې د حل لاره هم ورکوې، چې څنګه یې د حل لار ومومم.
کله چې ته دا پرېکړه کوې زما په کار کې لاس ووهې یا زما د کار په اړه یوه خبره کوې، ار کې تا په پوره ډول خپل ځان محکوم کړی. یا کله چې ته چاته وایې، چې تېره اونۍ تا ولې دومره تفرېح وکړه، ولې دې دومره وخت له ملګرو سره تېر کړ؟
پوهېږې؟ دغه چې ما کړي، ار کې تا دا کار نه دی کړی، ځکه داسې وایې، ته بل کوم کار کې مشغول شوی یې، تفرېح ته دې وخت نه دی پیدا کړی بخیلي دې هم راځي.
هغه څوک چې خپل ورځني ژوند کې ارام وي،رک روغ وي، شپه ورځ نورو ته نه وایي چې څه وکړي. خپله خپل ژوند سم پرمخ بیایي؛ دا سمه ده چې باید ملګري ولرو خو نه چې ستا په هره کړنه کې یې کا وي.
ته چې په ما کې کوم شی ښه نه وینې، ار کې همدا ناسم شی ستا په وجود کې شته چې تا ډېر زوروي او ماته یې د سمولو وایې.
ځکه همدا ستا هم نیمګړتیاوې دي.
زما په کارونو کې نور لاس مه وهه!
د ځان په اړه دې فکر وکړه، ځان نورو سره مه پرتله کوه، هم دې وخت بېځایه تېرېږي هم انرژي.
موخه درنه ورکېږي، دا په یاد لره چې هر انسان د شخصیت جوړونې د تحول بېله لار لري. په هماغه مقدار یې چې وجود توان لري په هماغه مقدار مخته ځي.
زما بریا به ستا له بریا سره هېڅ اړیکه ونه لري.
د نورو خلکو کارونو ته له حده ډېر ارزښت مه ورکوه، ځکه چې ستا ارزښت کمېږي.
کرار کېنه، هر شی حد لري.