د ښځو حقوق:
په دې ترتیب اسلام د «بما فضل الله بعضهم علې بعض » د یوه فطري حقیقت د منلو سره یو ځاې د « وللرجال علیهن درجة » ته هم سهي ځاې ټاکلې دې ، د ښځې او نر د بیولوژیکي او رواني اړخونو تر منځ د رعایت له مخې چې کوم توپیر شته ، هم هغه په واقعي توګه مني، او څومره تو پیر چې ددوې تر منځ موجود دې په همغې اندازه یې ساتي او دهمدې تو پیر په اساس دهغوې دندې او مرتبې ټاکي .
ددې وروسته یوه ډیره مهمه پوښتنه د ښځې دحقوقو په هکله را پورته کیږی ؟ ددغې حقوقو په ټاکلو کې اسلام ،په ځانګړې توګه، ددې درې خبرو لحاظ کړې دې .
۱:- اقتصادي حقوق :
تر ټولو مهم او اړوند څیز چې دهغې په واسطه په تمدن کې د انسان حیثیت جوړیږي او یا د کوم په واسطه چې د انسان حیثیت خوندي پاته کیږي هغه دهغې د اقتصادي حثیت ټینګښت دې . د اسلام نه پرته نورو ټولو قوانینو ښځه داقتصادي اړخه ډیره کمزورې کړې او همدغه اقتصادي بې وسي ، په ټولنه کې د ښځې د غلامۍ تر ټولو ډیر ستر لامل ګرځیدلې .
اروپا ددغې حالت د بدلون هڅه وکړه مګر داسې چې ښځه یې د مال په ګټلو مجبوره کړه خو دهغوې دا هڅه د یوې بلې خرابۍ لامل شوه . اسلام د اعتدال منځنۍ لار غوره کړې . اسلام ښځې ته د وراثت پراخه حقوق ورکړي . ښځه د پلار ، میړه ، اولاد او نورو نږدې خپلوانو څخه میراث وړي ۱.
[۱/ په وراثت کې دښځې برخه د سړي په نیمایې ده. ددې علت دادې چې ښځې ته د نفقې او مهر حق ور په برخه شوې دې . چې سړې ترې بې برخې دې . د ښځې نفقه یوازې دهغې په خاوند واجب نه ده بلکه دمیړه د نه موجودیت په وخت کې پلار ، ورور ، زوې او نورو خپلوانو باندې دهغې کفالت واجب دې ، نو کله چې په ښځه باندې هغه مسؤلیتونه نشته کوم چې په یوه سړې باردې نو په وراثت کې د هغې حقوق هم باید هومره نه وي لکه د سړي چې دي . ]
همدا اراز د میړه له خوا ورته مهر هم ورکول کیږي . او د ټولو هغه اړخونو څخه چې ورته مال ور رسیږي په هغې کې ورته د ملکیت او تسلط پوره پوره حقوق ورکول شوي دي. په دغه مال کې نه دهغې پلار ، نه دهغې میړه او نه بل څوک تصرف او مداخله کولې شي . ددې نه اخوا که هغه په تجارت کې خپله پانګه په کار واچوی او یا پخپله مزدوري وکړي او څه ګټه وټه تر لاسه کړي نو دهغې مالکه هماغه پخپله ده . خو ددې ټولو تر څنګ د هغې نفقه په میړه باندې واجب ده ، ښځه چې د هر څومره ډیر مال او پانګې لرونکې وي دهغې میړه دهغې د نفقې څخه بري الذمه کیدې نه شی . په دې تر تیب په اسلام کې د ښځو اقتصادې حیثیت دومره ټینګښت مومي چې ډیروختونه هغه د سړې څخه په ډیر ښه حالت کې اوسي .
۲:- مدني حقوق :
Ø ښځې ته دمیړه د غوره کولو پوره پوره حق ورکړل شوې . دهغې د رضا او خوښې پرته هیڅوک دهغې نکاح نه شی کولاې او که هغه پخپله خوښه دکوم مسلمان سره نکاح وکړي نو هیڅو ک یې مخنیوې نه شې کولې خو که چیرې دهغې انتخاب داسې یو څوک وي چې دهغې دکورنۍ د مرتبې څخه ښکته وي نو په دې حال کې دهغې خپلوان پرې نیوکه کولې شي .
Ø دیوه ناخوښه ، ظالم او بې کاره میړه په مقابل کې ښځې ته د فسخ او بیلتون پراخه حقوق ورکړل شوي دي .
Ø هغه واکمنی چې اسلام میړه ته په ښځې باندې ورکړې دهغې په استعمال کې د نیک سلوک لارښوونه شوې . قران مجید فرمایې چې « ..و عاشروهن بالمعروف...» (د ښځو سره نیک او ښه سلوک و کړئ .) او « ولا تنسوا الفضل بینکم.... »( په خپل منځي اړیکو کې فیاضي او سخاوت له پامه مه باسئ. )
نبې کریم صلي الله علیه وسلم فرمایي چې :[ خیرکم خیرکم لنسائه و الطفهم باهله ....] ( ستاسې له منځه ښه او غوره خلک هغوي دي چې د خپلو بیبیانو سره نیک سلوک کوي او دخپل اهل و عیال سره د لطف او مهربانۍ معامله کوي ).
دا یوازې اخلاقي لارښوونه نه ده ځکه که چیرې میړه دخپلې واکمنۍ او ځواک په استعمال کې د ظلم او تیری څخه کار واخلي نو ښځې ته د قانون څخه دکومک غوښتلو پوره حق ورپه برخه دې .
Ø کونډو ، طلاقو شوو ښځو او ټولو داسې ښځو ته چې نکاح یې د قانون په اساس فسخ شوی وي او یا د تفریق دحکم په اساس دخپلو میړونو څخه بیلې شوي وي ددویمي نکاح غیر مشروط حق ورکړل شوې او دایې ډاګیزه کړې چې پر هغوې باندې د پخوانی میړه او یا نورو خپلوانو هیڅ حق نه پاته کیږی. دا هغه حق دې چې تر نن ورځې پورې په امریکا او اروپا کې او یا نورو،په اصطلاح پرمختللو ، هیوادونو کې ښځو ته لا تراوسه نه دې وربه برخه شوې .
Ø په تعزیرې او جزایی قوانینو کې دښځې او سړی تر منځ پوره مساوات او برابري په نظر کې نیول شوېده . د ځان ، مال او عزت خوندی ساتلو کې اسلامي قوانین د نر اوښځې تر منځ هیڅ ډول تو پیر نه مني .
۳:- دښځو ښوونه او روزنه :
ښځو ته ددیني او دُنیوی علومو د زده کړې نه یوازې اجازه ورکړل شوې بلکه دهغې ښوونه او روزنه هغومره اړینه ده لکه څومره چې د نارینه و اړینه ده . له پیغمبر صلي الله علیه وسلم څخه چې ددین او اخلاقو ښوونه څومره نارینه و تر لاسه کوله په هماغه اندازه ښځو ترې هم تر لاسه کوله . هغه د ښځو له پاره ځانګړي وختونه ټاکلي و اوپه هماغه ټاکلو وختونو کې به ښځې د پیغمبر صلي الله علیه وسلم څخه د علم د حاصلولو له پاره را تللې. د هغه په پاکو بیبیانو کې ، په ځانګړې توګه سیدة بې بي عایشة رضي الله عنها نه یوازې د ښځو بلکه د نارینه و معلمه هم وه . او یو زیات شمیر سترو سترو صحابه و رضي الله عنهم او تابعینو ترې د حدیثو ، تفسیر او فقهي پوهه تر لاسه کوله.
اشراف خو پر یږده ، نبې اکرم صلي الله علیه وسلم وینځو او غلامانو ته هم د عمل او ادب د ورزده کولو حکم کړې. لکه چې نبې اکرم صلي الله علیه وسلم فرمایی :
[بما رجل کانت عنده ولیده فعلمها فاحسن تعلیمها و ادبها فاحسن تادیبها ثم اعتقها و تزوجها فله اجران)بخارې کتاب النکاح )]
( له چاسره چې کومه وینځه وي او هغه هغې ته ښه ښوونه او روزنه ورکړي او هغې ته ښه تهذیب او اخلاق ورزده کړي بیا هغه ازاده کړی او واده ورسره وکړي نو هغې ته دوه برابره اجر ورکول کیږی )
نو تر کومه چې د تعلیم او روزنې پورې اړه لري اسلام د نر او ښځې تر منځ په هیڅ ډول برتری او امتیاز نه دې قایل. یوازې په نوعیت کې یې څه تو پیر شته ، د اسلام له نظره د ښځو غوره تعلیم دادې چې د هغې څخه یوه ډیره ښه ښځه ، غوره مور ، او دکور د سنبالښت بهترینه نمونه جوړه کړل شي . دهغې د کار دائره دهغې کور دې . په دې خاطر ښځې ته په ځانګړی ډول د همغسې علومو ښوونه په کاره ده چې په همدغه چاپیریا ل کې دهغې له پاره ډیر ګټه وره ثابته شي . ددې تر څنګ دهغې علومو زده کړه ورته هم ډیره اړینه ده چې د انسان څخه انسان جوړوونکې او دهغې د اخلاقو ښایسته کوونکې او دهغې د نظر پراخوونکې اوسي. په داسې علومو او په داسې روزنې او ښوونې باندې د یوې مسلمانې ښځې سنبالښت ته اړتیا ده له دې وروسته که چیرې کومه ښځه څه د فوق العاده استعداد خاونده اوسی او ددې علومو نه اخوا د نوورو علومو او فنونو زده کړه او دښونې او روزنې اعلې مرتبې ته ځان رسول غواړي نو اسلام د هغوې په لاره کې کوم بندیز نه پیدا کوې په دې شرط چې دهغو شرعي پولو او حدودو څخه تیرې و نه کړي چې شریعت د ښځو له پاره ټاکلي دي .
۴:-دښځې ریښتونې ازادي (Emancipation):
دا خو یوازې د حقوقو یادونه وه خو ددې څخه د هغه عظیم او ستر احسان اندازه، چې اسلام پر ښځو کړې، نشې کیداې .
د انساني تمدن ټول تاریخ په دې ګواه دې چې د ښځې وجود په نړۍ کې د شرم ، ذلت او ګناه وجود ګڼل کیده، د لور پیدا کیدل د پلار له پاره د عیب نه ډکه او د ننګ خبره وه ، د خسرګنۍ اړیکو ته ډیر سپک کتل کیدل . ان تردې چې د خسر او زوم الفاظ د جاهلیت په هغه دور کې دښکنځلو په معنا وو ، ډیرو ولسونو کې دهمدغه ذلت او سپکوالي نه د خوندې پاته کیدو په خاطر د لوڼو د وژلو رواج یو کلتور ګرځیدلې و