نن مې بيا په زړګې غم د جانان ګرځي
لکه وريځ د پسرلې په اسمان ګرځي
کور په کور راپسې جوړ دی شور ماشور
ګوډ په ګوډ راپسې غمازان ګرځي
د يار سترګې يي کړی ډکې له ايرونه
تور باودنه توپانې دخزان ګرځي
زما مينه ړنده نده جانان ويني
سرګردانه تهمتي پيښمان ګرځي
په منترو يي کړې بندې د عشق لارې
جادوګر د زمانې شيطان ګرځي
خدمتګاريي په تهمت کی فراری شو
مهاجر شو ارمانې په جهان ګرځي
وروستي