راځئ! چې طالبان شو

 
تقريباً پنځلس کاله مخکې طالبان متحجر، سخت دريځي، له شريعت او سياست ناخبره، او حتی وحشيان بلل کېدل/وو (د لوستونکي په تعبير) د پنځلسو کلونو په اوږدو کې د طالب دوښمن خپلو الفاظو ته بدلون ورنه کړ، او اوس يې هم په هماغو اوصافو يادوي، چې يوه نيمه لسيزه وړاندې يې يادول.
له بلې خوا طالب له هماغې پيل راهيسې تر اوسه موده کې چې يو نوی زېږېدلی ماشوم پکې بلوغ ته رسيږي، په عموم او کلياتو کې له خپله دريځه په شا نه شو، (په جزئياتو کې شونې ده)، طالب اوس هم ځان د پيغمبر وارث، د اسلامي شريعته خبر او د نافذولو کوښښ کوونکی، د خدای د لارې سرفروش مجاهد، او د افغانستان ازاد بچی بولي/دی (د لوستونکي په تعبير).
د دې عداوت په منځ کې يو څه د اوبو په څېر جاري پاتې شو، او سره له دې چې د دريدلو او ورته د بندونو تړلو غږونه يې پورته شول، بيا هم په عمل کې هيڅ لوري هيڅ ونه کړل، او هر اړخ ناکامي په مقابل لوري، يا درېيم اړخ واچوله، دا د وينو جريان و، (د مطلق افغان وينه/په استثناء د بهرنيانو).
موږ د ديموکراسۍ له پنځلس کلن عمر دمخه، د طالبانو د حکومت پنځه کلنه دوره هم ليدلې وه، ډېره ارامه، ډېره له سکون ډکه، ډېره له امنيت څخه برخمنه، د بې وزله، مسکين او فقير د ژوند سره ډېره برابره، په يوه خبره راغونډه، له خيانت تشه، او له اخلاص ډکه، (د ګوډاګيانو، وطن فروشو، او پرديو د منافعو د خوندي کولو د شتون سره سره، ځکه چې هيڅ زمانه، ډله، او يا دولت له داسې کسانو په بشپړه توګه نه شي خالي کېدای).
دا په داسې حال کې چې نړۍ ورسره دوښمني اعلان کړې وه، دنيا والو په رسميت نه پېژندل، پر ځان بسيا اقتصاد يې نه درلود، نورو ورسره مرسته نه کوله، سربېره پر دې، د نشه يې توکو په کر او توليد يې توبيخول، د ښځو د حقوقو په نه مراعات يې رټل، د سوچه اسلامي شريعت په عملي کولو يې وحشيان او متحجرين بلل، او په سياسي ډګر کې يې حتی د ناستې ولاړې خلک هم نه بلل.
بيا مو د ديموکراسۍ دوره وليده، دا موده د ماقبلې دورې درې چنده وه، ډېر وخت يې درلود، خو ډېره له شر او شور او هنګامو ډکه، ډېره له فساد، غلا چور او تالان ډکه، له اخلاصه خالي، له نفاق ډکه، د يوې خبرې پر ځای شل خبرې، او د يو حکومت پر ځای څلور دېرش حکومتونه، د زورواکي لپاره ښه، خو د فقير او مسکين لپاره دوزخ، (له ځينو پر هيواد مينو، مخلصو او وفادارو بچيانو د شتون سره سره چې چا وخت ورنه کړ).
دا په داسې حال کې چې د دې دورې د حکومت سره ټوله نړۍ ملګرې وه، د نړۍ ګرد هيوادونه يې تر شا ولاړ وو، ټولو بې فکر او سوچه په لومړي وحلت کې په رسميت وپېژانده، پوځونه او پيسې يې هيواد ته راواستولې، مرستې يې وکړې، د سيستم د تقويې لپاره يې هلې ځلې وکړې، نور يې هم دې ته رامات کړل، او د افغانستان د ترقۍ چغه يې پورته کړه.
خو دا په داسې حال کې چې په همدې موده کې د نشه يې توکو کر زيات شو، په دولتي ادارو کې فساد وده وکړه، د ځمکو غصب لس چنده او سل چنده ډېر شو، شخصي زندانونه جوړ شول، خپلسرۍ ډېرې شوې، په داخل کې د ملوک الطوافۍ په څېر حالت پر شتون سربېره د نژدې پنځوسو نورو هيوادونو استازي هم د واکمنانو په توګه پر هيواد کې ميشت وو، استخباراتي کړيو خپل کارونه پيل کړل، د هيواد شتمنۍ پر لوټيدو شوې، او د عام افغان ژوند مخ پر خرابېدو شو، (د ځينو ځينو پرمختګونو او ملموسو ګټو د شتون پر استثناء).
خو خبره لا هماغه ده، چې د وينو ويالې لا هم بهيږي، او افغان وژل کيږي، هغه که د طالب له لوري دي، که د حکومت له لوري، له دواړه طرفه د افغان وژل کېدل به راسره ځينې په دې نوم ونه مني، چې يو لوری د يرغلګرو ملاتړ دی، نو په څه افغان شو؟ بل لوری به بيا خپل دوښمن له پنجابه په راتګ تورنوي، او افغان به يې نه بولي، دا به د يو افغان په توګه ومنو، خو معنی به يې دا وي، چې د نورې نړۍ لپاره په افغانستان کې هيڅ افغان نه لرو!
خو موږ بايد دا ثابته کړو، چې نه، موږ افغانان يو.
دا به څنګه او څوک ثابتوي؟ په داسې حال کې چې طالب ته هم رسميت ورکړل شو، له هيواده بهر سفرونو ته اجازه ورکړای شوه، دفترې ورته جوړې شوې، او بالاخره افغان دولت هم په رسميت وپېژندل، د خبرو لپاره ورسره کېناستل، او د مصالحې لپاره يې دهغوی شرايط ومنل، چې دا ثابتوي، چې هغوی افغانان دي.
طالبان هم د دولت سره په کېناستلو نور له دې تېر شول، چې د افغان دولت کار کوونکي ګوډاګيان دي، يا افغانان نه دي، او واجب القتل دي، (خو دا چې اوس يې هم وژني، طالبان به ورته خپل دليل لري).
خو که دوی سره ناست وو، هم د افغان وينه تلېده، او که نه هم تويېده، که دوی يو بل وپېژندل او بيا نړۍ هم دوی ته رسميت ورکړ، هم د افغان وينه بهېده، او که داسې نه وه، هم بهېده، خو دغه وينه تر ډېره حده په تېرو پنځلسو کلونو کې بې قدره او بې ارزښته شوه:
نو د لومړۍ نقطې په توګه که بې طرفه  مقايسوي نظر وکړو، نو په دې موضوع کې د طالبانو واکمني نسبتاً ښه وه.
د دوهمې نقطې په توګه افغان دولت د طالبانو د سقوط سره سم ډېر اوږده اوږده پلانونه جوړ کړل، درې کلن پلانونه، پنځه کلن پلانونه، لس کلن پلانونه، او نوی جمهور رئيس خو دا دې اوس پنځلس کلن پلانونه، شل کلن پلانونه او حتی پنځوس کلن پلانونه جوړوي.
په ورته وخت کې بهرنيان هم خپل پلانونه جوړوي، امنيتي تړون د لسو کلونو لپاره، د افغان پوځ سره مرسته د درې کلونو لپاره، د يوناما موده اوږدول د يو کال لپاره او داسې نور.
د درېيمې نقطې په توګه دې حکومت بدلون راووست يا نه، خو طالبان بدل شول، هغوی په ناروې او قطر کې د مخ لوڅو او سرتورو، سرو شونډو او پوډر په مخ ښځو سره کېناستل، دا معنی چې کابل کې هم ورسره کېناستای شي، هغوی  په قطر، روسيه، ترکيه، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ترکمنستان، جاپان، فرانس او نورو هيوادونو کې دفترونه جوړ کړل او غونډې يې هم وکړې، دا معنی چې که هغوی ورته دفتر جوړوي، نو سفارت هم ورته جوړولای شي، او نور دونيا له طالب سره مشکل نه لري، خلص دا، چې طالبانو کې يو سل او اتيا درجې بدلون راغلی دی، (دا چې اوس هم جګړه کوي، هغوی يې تفسيرولای شي).
خو د دې هر ادلون بدلون سره سره يو شی چې بدلون يې ونه موند، د افغان د وينو بهېدل دي، البته په زيادت کې يې بدلون موندلی، او ورځ تر بلې زيات قبرونه کندل کيږي.
نتيجتاً چې (۱) د طالب حکومت د عام افغان لپاره له اوسنۍ دورې ښه و، خو مشکل دا و، چې دنيا ورسره جوړه نه وه، (۲) او اوسنۍ دوره د عام افغان لپاره نسبتاً ناوړه شوې ده، خو دنيا ورسره په داسې حال کې په لاره تګ کولای شي، چې اوس يې د طالب سره هم کوي، حتی ملا محمد عمر مجاهد هم خپل دوښمن نه بولي، (۳) له بلې خوا افغان دولت لس کلن او شل کلن پلانونه جوړوي، خو طالب په همدې موده کې دومره بدلون وموند، چې له تحجر څخه راووت (د لوستونکي په تعبير) نو شونې ده چې په راتلونکو پنځلسو کلنو کې همدا طالب دومره تغير ومومي، چې د اوسنۍ زمانې اشرف غني او عبدالله ترې جوړ شي.
نو بنأً د خپل همنوع انسان، د خپل هيوادوال، د خپل مسلمان ورور، د همدې خاورې د بچي د وينې، او ژوند د ساتلو لپاره، راځئ چې ټول طالبان شو.
راځئ چې طالبان شو! او وګورو، چې د اسامه په نه شتون کې، او پر امريکا د بريد د نه رامنځته کېدو په صورت کې زموږ د وينو د تويولو لپاره څه بهانه جوړولای شي، که هومره ترقي ونه کړو، لکه دنيا يې چې زموږ لپاره خوبونه ويني، لږ تر لږه وينه خو به مو بې ځايه نه وي تويه شوي.
څومره چې موږ ته د پرمختګ خبرې کيږي، د همدې قتل او قتال له کبله په شا روان يو، چې ځوان مړ شي، ماشوم اولاد يې د خېټې ډکولو لپاره په مزدورۍ اخته شي، نو له هغه مکتب به څوک ګټه واخلي، چې نړيوال يې جوړوي؟
له دې زرګونه کيلو متره سرکونو، او پلونو څخه يو کال هم ګټه نه ده اخيستل شوې، ځکه نن جوړ او سبا په بم والوزي، د دې مرستې څه ګټه؟
پوځي له روزل کېدو سره سم د ګور مېلمه شي، د دې روزنې څه معنی، او هغه ته د هديه شوي، ټانک يا رينجر څه معنی چې ورسره يو ځای ټوټه ټوټه شو؟
چې پېسه راشي، خو ورسره سم په چوکيو مفسدين او خاينان هم د هماغه هيوادونو په فرمايشونو کېنول شي، چې پېسه يې را استولې، همدغه خاينان دغه پېسه بېرته د هماغه هيواد بانک ته يوسي، په دې مرسته خو دې تندر راوغورځي.
چې ټاکنې د واک د انتقال مشروع لار بولي، خو اجرائيه رياست پکې راوټومبي، دا سياست خو دې په اور لمبه شي.
لنډه دا چې په دې نورو برخو کې له خارجي دوښمنه ګټه نه شو کولای، خو که کوښښ وکړو، د طالب کېدو له لارې خپلې وينې وساتو، نو....
راځئ! چې طالبان شو.
 
محمد اسماعيل عندليب
2015-07-15