
شمس الحق کاکړ
په افغانستان کی سږني انتخابات ډير مهم دي، په دې انتخاباتو کې حامد کرزی او ډله يې کمزورې ښکاري خو داچې د حامد کرزی سره ټول حکومت او واک په لاسونو کې دی نو په انتخاباتو کې د درغليو کولو چانس ډير دی.
بله خوا عبدالله عبدالله هم په شمال کې د عطامحمد حمايت ترلاسه کړی دی. په ډيرو شمالي ولاياتو کې امکان شته دی چې عبدالله عبدالله درغلي وکړي
اشرف غنی احمدزی چی پوه سړی دی او د خلکو هيلې ورته شته دي که رايې ډيرې هم واخلي نو که ټګی وشي نه يې شي ګټلی، ميرويس ياسينی چې هم ښکاری ډيرې رايې لري او رمضان بشردوست نو هغوی هم که ډيرې رايې واخلی درغلي به يې ورکمې کړي،
د درغلۍ د منع کولو يوازينی لاره دا ده چې د رايو د صندوقانو په سر هر کانديد خپل ناظر ودروي. دا مهال د انتخاباتو کميسيون ته يوازی کرزی او عبدالله عبدالله خپل ناظرين ورپېژندلي دي، عبدالله او کرزی دواړو شل شل زره کسان ورمعرفي کړي دي، خو اشرف غنی ميرويس ياسينی او نورو کانديدانو تر اوسه کميسون ته کسان نه دی معرفي کړي، دا ځکه چې دوی کېدای شي دومره کسان برابر نه شي کړای، دا کار دوی سره د درغليو چانس زياتوي،
د دی کار يوازينی لار دا ده چی اشرف غنی او ميرويس ياسينی د نورو کاندیدانو مثلا عبدالجبار ثابت رمضان بشردوست معتصم بالله مذهبی سرور احمدزی او نورو سره خبرې وکړی او اتحاد وکړی، که داسی ونه کړي نو انتخابات به که د رايو له لارې بای نه کړي نو حامد کرزی او عبدالله عبدالله به يې ترينه د درغليو له لارې وګټي. دا انتخابات د افغانانو لپاره سرنوشت ساز دی او دا کانديدان بايد يو شي چې د کرزي او عبدالله د ټګۍ مخه ونيسي،