دCIA پټې جګړې

 
 په شوروي اتحاد كي ځيني كړۍ په افغانستان كي د مداخلې ملاتړي وې، خو ځينو يې بيا ټينګ مخالفت كاوه، په ملاتړ و كي يې شوروي ولسمشر برژنيف او نوراغېز لرونكي كسان لكه د دفاع وزير دعيتري استينوف او د كي جي بي د بهرنۍ جاسوسي شبكې مشر وكټور خرچكوف شامل وه. په مخالفينو كي يې لومړى وزير اليكسي كوسيجن، د بهرنيو چارو وزير اندري ګروميكو او د كي جي بي مشر يوري آندروپوف راتله.
شوروي اتحاد له څو اړخونو اندېښمن وو، يوه اندېښنه يې له هغي شونتيا وه چي كېداى سي امين امريكې ته د برېښناييز استخباراتي څار د مركز د پرانيستلو اجازه وركړي، څو د هغو دوو مركزونو ځاى ونيسي چي په اېران كي د فبروري د پاڅون په پايله كي له منځه تللي وه. دې مركزونو د شوروي خپرونو او د بايكانور د توغنديو او هوايي مركز د خپرونو جاسوسي كول. د بايكانور دا خلايي مركز د قزاقستان په سهيل منځنۍ سيمه كي د لير رود پر غاړه پروت دى. يوه بله شونتيا دا وه چي په اېران كي د امريكې د سفارت نيولو او د هغه د كاركوونكو د يرغملولو په پيښي وروسته امريكا په اېران كي په نېغ ډول پوځي مداخله كولاى سواى.
د دفاع وزارت او د شوروي د پوځ ډېر لوړ رتبه چارواكي پر دې مسئلې سره وېشل سوي وه. د مداخلې په ټينګه مخالفت كوونكو كي د پوځ لوى درستيز مارشال نيكولاى اوګاركوف، د لوى درستيز مرستيال مارشال سرګي افرومن ياف او د كارپيتن پوځي سيمي د (مليټري ډسټرك) قوماندان جنرال ويلنټن ويرينكوف شامل وه. ځيني نور په لږ شمېر كي د پوځ لېږلو ملاتړي وه چي په كابل او نورو لويو ښارونو كي مېشت و اوسي او په كومه جګړه كي ښكېل نه سي.
۱۹۷۹ كال پر تېرېدو و او د شوروي اتحاد او امريكې ترمنځ د خرابېدونكو اړيكو له امله وضعه نوره هم كړكېچنه سوې وه، كه څه هم د دواړو هيوادو ترمنځ پر ۱۸ د جون په ويانا كي پر سالټ دوهم (د اټومي وسلو د كمولو هغه تړون دى چي له مخي يې له دواړو څخه يو هيواد نه سي كولاى چي تر ۲۴۰۰ ډېر اټومي وسلې ولري) باندي لاسليك سوى وو.
دا لاسليكونه ولسمشر ليونيد برژنيف او ولسمشر جمي كارټر كړي وو. ليكن د دې خبري چي (ديتانت) پر ختمېدو دى، هغه وخت زور واخيست كله چي د امريكې د سنا مجلس د وسله وال پوځ كمېټې پر ۳۰ دسمبر باندي سالټ دوهم رد كړ. د دې ترڅنګ امريكې پرېكړه كړې وه چي د منځني ويشت بلاستيك توغندۍ به په اروپا كي نصبوي. په ۱۲ دسمبر د شوروي سياسي مجلس پوټ بيرو غونډه وكړه چي پكښي افغانستان ته د پوځ لېږلو پرېكړه وسوه. دوې اونۍ وروسته حمله وسوه.
لكه چي يوه ژورناليست جان كى كولي په خپل كتاب كي ويلي دي آن شپږ مياشتي وړاندي د جولاى پر درېيمه ولسمشر كارټر په افغانستان كي د مقاومت غورځنګ ته د سي آى اې له لاري د ډېري مرستي وركولو منظوري وركړې وه. د دې ګام تر ټولو لوى ملاتړى د امريكا د ملي امنيت سلاكار زبګنيف برززنلي و، چي فكر يې كاوه دا په يوه اوږد مهال دام كي د شوروي اتحاد د راښكېلولو ښه واى دى، چي په پايله كي يې شوروي ختم او ورسره جوخته سړه جګړه پاى ته ورسېږي. ده ولسمشر ته ليكلي وه: ((اوس موږ شوروي اتحاد د هغه د خپل ويټام جګړه وركولاى سو)) خو كاله وروسته يې وليكل چي پټ عمليات ښه وړانديز وو، د دې موخه په افغانستان كي د شوروي راښكېلول وو.
ژوناليست سليګ پيريسن په خپل كتاب ((آوټ آف افغانستان انسايډ سټوري آف سويت وډرال)) كي كښلي دي چي كه څه هم د امريكې د بهرنيو چارو وزير سايريس وانس د برززنسكي د تګلاري مخالفت و نكړ خو هغه كلك ملاحظات درلوده او فكر كي كاوه چي دا چي پر افغانستان د يرغل لومړنى پړاو دى، ځكه يې نو د بيرته تګ لپاره بايد له هغوى سره خبري اتري وسي، د ده نظر دا وو چي دواړه هيوادونه تړون وكړي چي نه به پاكستان او نه اېران ته پوځ لېږل كېږي، او نه به هم پوځي اډې جوړوي. په دې سره به په سهيلي آسيا كي د امريكا د ارادو په اړه د روس اندېښنې ليري سي او ورته به له افغانستانه د بيرته پر شا كېدو بهانه جوړه سي. د فبروري په پيل كي هغه د ولسمشر كاټر په هوكړه د شوروي د بهرنيو چارو وزير ګرومكيو ته ليك ولېږه چي په هغه كي د دې اصولو پر بنسټ د خبرو اترو وړانديز وتره كړى و، چي كه له دواړو لوريو د زغم او د سيمي د هيوادونو خپلواكۍ او سيمه ايز امنيت ته په درنښت وكتل سي، نو د اړوند ګټو څخه به يې د سنګر نيولو خبره نه رامنځته كېږي، د ګروميكو جواب مثبت و، او وانس د كارټر څخه د ملاقات د تنظيمولو د منظورۍ غوښتنه وكړ. برززنسكي د دې خبري په ټينګه مخالفت وكړ او كارټر يې د ځان همږغى كړ څو هغه وانس ته امر وكړ چي خپل پرمختګ ودروي.
د سې آى اې لوړو چارواكو هم سختي انديښنې درلودې. په دوى كي د مركزي استخباراتو مشر ډي سي آى اميرالبحر سټانس فيلډتړنر هم شامل و. هغه پر دې خبره اوږد فكر وواهه چي آيا د امريكا د جغرافيوي سياسي ګټو لپاره د نورو انسانانو د ژوند لوبول روا دي؟ هغه پر دې خبره هم اندېښمن و چي د امركې له خوا وركړل سوې وسله به د شوروي پر وړاندي كارول كېږي او همدا راز د امريكا پر دې تګلاري چي تر آخري افغانه به جګړه روانه وي. خو بيا هم خپل وجدان وشاړه او د عملياتو منظوري يې وركړه. د امريكا د پلان مركز پاكستان و له چا سره چي د امريكايي ايتلافي اړيكي د ساړه جنګ له پيلېدو سره سرم رامنځته سوي وې. د ۱۹۵۰ د لسيزي په پيل كي پاكستان د شوروي اتحاد په وړاندي د امريكا د برېښناييز استخباراتي څارګرۍ ايلنټ او سكنل جاسوسۍ عملياتو د يون لاري ځاى غوره كړى و. د ۱۹۵۴ په مى كي يې له امريكې سره پر يو تړون لاسليك وكړ چي له مخي يې امريكې د پاكستان د استخباراتي آسانتياوو د كارولو په بدل كي هغه ته پوځي مرسته وركول. د دې كال په سپټمبر كي امريكې له برتانيې، اسټراليا، نيوزلنډ او فلپاين سره يو ځاى د پاكستان د سهيلي آسيا تړون غړى سو، چي د كمونيستانو د پرمختګ د بندولو لپاره جوړ سوى و. په ۱۹۵۵ كي پاكستان له برتانيې، تركيې او اېران سره د منځني ختيځ تړون غړى سو، چي نوم يې وروسته په مركزي تړون واووښت، او هدف يې د تيلو توليدوونكو په دې سيمه كي د شوروي د پراختيا غوښتني سره مقابله وه.
د ۱۹۵۰ د لسيزي ډېره برخه په پاكستان كي د سياسي بحران موده وه آن چي د ۱۹۵۸ په اكتوبر كي د هيواد ولسمشر سكندر ميرزا پر ټولو سياسي ګوندونو بنديز ولګاوه، اساسي قانون يې منسوخ كړ، او د جنرال محمدايوب په مشرۍ يې پر هيواد پوځي نظام نافذ كړ.
ايوب خان د دې حكومت لومړى وزير و، د هغه كابينه د لوړ رتبه پوځي چارواكو او اتو ملكيانو څخه جوړه وه. تر دې لږ وروسته ايوب خان سكندر ميرزا هم له مخه ليري كړ او خپله د هيواد ولسمشر، د پوځ اعلى قومندان او پوځي اداره چي سو. پوځي نظام د ۱۹۶۲ تر نيمايي پوري دوام وموند چي له هغه وروسته د نوي اساسي قانون له مخي رياستي حكومت پلى سو.
د ۱۹۶۵ په جنوري كي ايوب خان نوى واك ترلاسه كړ، خو دا كال د كشمير پر شخړه د پاكستان او هند ترمنځ يوه وړوكې او بې پايلي جګړه وسوه، چي له امله يې د امريكې مرسته ودرېده او د كورني كړكېچ له امله په هيواد كي اضطراري حالت اعلان سو چي څلور كاله يې دوام وكړ، په دې موده كي د حكومت مخالفت مخ پر ډېرېدو وو.
د ۱۹۶۹ په مارچ كي چي كله پر ايوب خان د استعفى كولو فشار زيات سو، نو يې د اعلى سرقومندان واك جنرال محمديحيى خان ته وسپاره، په هيواد كي يو وار بيا پوځي واكمني رامنځته سوه خو په نومبر كي يحيى خان اعلان وكړ چي راتلونكى كال به په ډسمبر كي ټولټاكني ترسره سي.
دا ټولټاكني پر خپل وخت وسوې چي په لوېديځ پاكستان كي د ذوالفقار علي بوټو د خلق ګوند (پيپلز پارټي) او په ختيځ پاكستان كي د شېخ مجيب الرحمان ولسي ګوند (عوامي ليګ) وګټلي.
بوټو له عوامي ليګ سره د ايتلافي حكومت له جوړولو انكار وكړ چي په دې سره ټولټاكني بې پايلي وختې. په دې سره په ختيځ پاكستان كي اړو دوړ رامنځته سو چي وروسته زيات سو او د بشپړي كورنۍ جګړې بڼه يې غوره كړه. د پاكستان د پوځ قطعې د بغاوت د غلي كولو لپاره وګمارل سوې، د دوى له ظلمونو څخه لس لكه خلك هند ته كډه سوه، هند پر ختيځ پاكستان يرغل وكړ په جنګ كي پاكستان د هند له خوا سخت وټكول سو او ختيځ پاكستان تر بېلېدو وروسته د بنګله دېش په نوم راڅرګند سو، پر دې شرموونكي ماتي باندي يحيى خان استعفى وركړه او ځاى يې د هغه د بهرنيو چارو وزير ذوالفقار علي بوټو ونياوه.
په ۱۹۷۳ كي د نوي اساسي قانون د نافذېدو وروسته چي پكښي د ولسمشرۍ چوكۍ تر ډېره ځايه نمايشي بڼه درلوده، بوټو لومړى وزير سو، نوموړى همدا راز د كورنيو چارو، دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو چاري هم په خپل واك كي وساتلې. را وروستو څلور كاله هغه د اسلامي اشتراكيت (سوشليزم) تګلاري غوره كړې چي كوم ځانګړى بدلون يې رانه وست. د ده واكمني په چټكۍ سره آمرانه (ديكتاتورۍ) خواته روانه وه. پر حكومت نيوكه ځپل كېده، مخالفين زندانونو ته اچول كېده او د پښتنو او بلوڅو پر وړاندي يې له زور زياتي څخه كار اخيست. له دې سره جوخت يې د پاكستان څخه د يوه ځواكمن هيواد د جوړولو لپاره هڅي پيل كړې او په ۱۹۷۶ كي د هند له خوا د اټومي وسلو تر لومړۍ ازمويني وروسته يې د اټومي وسلې جوړولو تيارى پيل كړ. هغه په سياست او كورنيو چارو كي د پوځ د لاس لنډولو هڅي هم وكړې، لوړ پوړي افسران ليري كړل سول او قوماندې د نظام په ختمولو كي د