
بیګانۍ لوبې ته په کتو سره مې د خوشحالۍ ډیر احساس کاوه، یو ځانګړی خوند او رنګ پکې وو .ټولو لوبغاړو د یو هدف لپاره مبارزه کوله ، چې هغه د افغان لوبډلې لپاره بریا ترلاسه کول وو .
د ټولو لوبغاړو کړنې او هڅې د ستایلو وړ وې ، هر اتل تر خپله وسه پورې منډه تړه وکړه، چې زمونږ د یوالي او ورورولۍ نښې رنګ راوړ، الله پاک پدې مبارکه او بختور میاشت کې نورهه خوشحالي هم راپه برخه کړه ، چې هغه د افغان لوبډلې دریېمه بریا وه.
بله دا چې پدې لوبه کې دا مطرح نه وه، چې دا پښتون دی، دا تاجک دی، دا ازبک دی، دا هزاره دی او یا دا ترکمن دی، ټولو د یو معلوم هدف د لاس ته راوړلو لپاره په مینه، ورورولۍ، اتفاق او اتحاد سره لاسونه یو کړي وو او ور روان ول چې زمونږ اتفاق، اتحاد او ورورولۍ دا وښودله چې اخر هم بریا.
د دې ترڅنګ په سکاټلینډ کې د میشتو افغانانو وروڼو احساسات د ستایلو وړ دي چې دوی هم ورته پیغام کې ډیر مهم رول ادا کړ، دوی دا نه چې زه پښتون یم ، زه تاجک یم، زه ازبک یم، زه هزاره یم او یا ترکمن یم، نه په هیڅ ډول دا خبره نه وه ټول په یو غږ سره افغان لوبډله هڅوله او بدرګه کوله.
ددې ترڅنګ زمونږ اتلانو نړۍ ته وښودله چې افغان سوله پاله خلک دي او په سوله کې ژوند کول غواړي .داسې ویل شوي هم دي چې ( خیر په سوله کې دی ) .
نو راځئ! چې نور په یو اتفاق او اتحاد سره د ګران هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړو، نور په امن کې ژوند وکړو، نړیوالو ته دا ثابته کړو چې افغانستان د جنګ میدان ندی د سولې او پرمختګ کور دی .
په بیا وایم راځئ! چې د کرکټ د اتلانو په څیر د هیواد د پرمختګ لپاره مبارزه وکړو .دا ستاسې د افغان ورور پیغام دی ، نوره مو خپله خوښه .
عبدالله حبیبزی