
د هېواد روان سياسي کړکېچ چې وطن يې له هره اړخه له ستونزو، كړاوونو او ننگونو سره مخ كړى، د هېواد د پوهنې او لوړو زده كړو پر نظام يې هم خپلې شومې اغېزې شيندلي او تر ډېره بريده دغه نظام هم د همدسي سياسي کړکېچ لاسونو ته لوېدلى دى.
دا په دې مانا چې د افغانستان په اداري او سياسي تشكيل كې د پوهنې او لوړو زده كړو دواړه برخې شاملې دي او همدا دواړې برخې دا مهال د يوې لويې او خطرناكې تراژيدۍ لاره څاري.
په جزوي توگه كه له يوې خوا د پوهنې نظام له درنو ستونزو سره مخ دى، بل لور ته د لوړو زده كړو نظام هم د گډوډۍ په لور گامونه ږدي.
موږ د لوړو زده كړو وزارت په تېره دوره خبرې نه كوو، هغه چې هر څنگه وه تېره شوه، موږ ته مهمه حال دوره ده. دغې دورې ته دا مهال ډاكتره فريده مهمند د مسوولې او وزيرې په توگه ټاكل شوې ده.
د نوموړې له ټاكل كېدو سره سم، د ولس حقه هيلې او غوښتنې دا وې، چې د لوړو زده كړو گډوډ او د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب په لومو كې را ښكېله اداره او نظام به له دې حالت څخه راووځي او پر ځاى به يې يو ملي، ټولمنلى، متوازن او له هر ډول تعصباتو پاك نظام رامنځ ته شي، ترڅو هر چا ته خپل حق ورسېږي او دا نظام چې د هېواد بنسټونه جوړي پر يوه منلې او ملي بېخ بنسټ بدل شي.
خو له بده مرغه، دا مهال د وزارت ښځنيه مشرتابه نه پوهېږم په كومه سرگردانه او وركه لاره روانه شوې او خپله اصلي لار، چې هغه د حق او عدالت لاره ده، ترې پاته ده.
موږ له چا سره كومه شخصي ستونزه او عقده نه لرو، خو د ټوليز عدالت او هر چا ته د خپل حق د وركولو لپاره مبارزه مو ملي او فكري تگلاره او كړنلاره ده.
له بده مرغه له كومې ورځې چې حكومت فيفټي فيفټي شوى، نو حكومتي چارې هم خورا گډې وډې روانې دي، گډې وډې څه چې بېخي د انحراف په خوا روانې دي.
د لوړو زده كړو وزارت هم چې يو مهم او كليدي وزارت دى، دا مهال په يوه لوى ناورين كې نښتى او سترې ننگونې يې پر وړاندې پرتې دي.
د همدې ناورين درشل كې په لومړي سر كې د وزارت مشرتابه يو شمېر كليدي بستونه داسې نااهلو خلكو ته وسپارل چې په هېڅ صورت دا بستونه د هغوى له وړتيا او اړتيا سره برابر نه وو.
له دې هاخوا د هېواد په مركز او په ولايتونو كې د دولتي پوهنتونونو په مشرتابه برخو كې هم څه ناڅه بدلونونه ترسترگو شول، چې دا هم د ځينې شخصي كړيو او اغراضو په موخه ترسره شول، خو دا چې پايلې به يې څه راوځي، له وخت مخكې پرېكړه ده.
تر دې را وروسته څو ورځې وړاندې د وزارت مشرتابه پرېكړه وكړه چې نور د شپې د پوهنځيو تر عهده نه شي وتلى او د دوى په وينا دا پوهنځي نور بايد د ژوند ساه وانه خلي او په تدريجي مرگ سقوط او ټغر يې ورټول شي.
د دې كار لپاره دوى د بوديجې نشتوالى د عمده لامل په توگه په گوته كړى او ويلي يې دي، چې دوى نه شي كولى د شپې پوهنځيو استادانو ته معاشونه وركړي.
خو موږ وايو دا دومره وخت ولې معاش ورته پيدا كېده او اوس نه پيدا كېږي؟! او بله مهمه دا چې د شپې پوهنځيو له محصلانو څخه خو په كافي اندازه پيسې اخيستل كېږي او كه په منظمه توگه يې پالنه او څارنه وشي، نو نه يوازې د استادانو معاشونه ترې په بشپړه توگه پوره كېداى شي، بلكې د تدريسي چارو نورې اړوندې ډېرې ستونزې هم ورباندې حلېدلى شي.
په دې توگه كه چېرې سږ كال د شپې پوهنځيو لپاره د كانكور ازموينه وانه خيستل شي، نو د سږ كال لپاره به موږ د شپې پوهنځي ونه لرو او دا كوم پوهنځي چې اوس يې درسونه جريان لري، دا به ټول د څلورو يا پنځو كلونو په موده كې په تدريجي توگه سقوط وكړي او د شپې پوهنتون ټغر به ټول شي او په دې كار سره به له يوې خوا د نويو محصلانو د جذب ملي كچه را ټيټه شي او له بلې خوا به هغه داخل خدمت كاري ځواك چې د دغو پوهنتونونو په شتون سره يې كاري ځواك او ظرفيتونه لوړېدل، نور د ظرفيت لوړونې او كاري ځواك دپياوړتيا له محوره ووځي.
په حقيقت كې دا او نورې ټولې ستونزې يوه قوي مديريت او منجمنټ ته اړتيا لري، چې څنگه او په څه ډول هوارې او د يوې مناسبې تگلارې په غوره كولو سره يې چاره وشي.
خو له بده مرغه بايد ووايم چې د وزارت مشرتابه د كمزوري مديريت له امله نه شي كولى د دغه لوى او مهم ارگان له عهدې ووځي. دا بېچاره له يوې خوا ښځه ده او ښځه په خپل ذات كې كمزوى موجود دى او له بلې خوا د ځينو ځانغوښتونكو، مغرضو او فاسدو كړيو تر اغېزې لاندې هم راغلې ده.
دا ډول كړۍ هم په وزارت كې د ننه ژورې ريښې لري، هم په پارلمان كې او هم په حكومت او حتا له حكومت بهر هم. د وزارت مشره د همدې كړيو په ولكه كې راښكېله ده او د دې ټول كار، پاليسي او تگلاره په يو ډول نه يو ډول له همدې كړيو سره په ارتباط كې هم ده، ځكه دا بايد هم د وكيلانو، هم په وزارت د داسې كړيو چې واك او صلاحيت يې تر دې لوړ دى او هم د يو شمېر نورو كړيو خيال وساتي او له هغوى سره په همغږۍ خپلې چارې پر مخ بوځي او كه دا كار ونه كړي، نو بيا د څوكۍ غم دى، څوكۍ هم شيرينه ده او ډېرو ورباندې ملي ارزِښتونه هم تر پښو لاندې كړي دي، چې دا كار په ټوليزه توگه د لوړو زده كړو نظام ته سختې خطرناكې ضربې وركولى شي او وركړي يې هم دي.
په دې توگه د دغه وزارت مشرتابه ته لازمه ده چې له قوي ارادې سره يو ځاى په جرئت او متانت سره كار وكړي، كه نه نو د ټوليز عدالت د پلي كېدو هيلې به مو نورې هم پسې مړاوې شي، ځكه دا وزارت يو كليدي وزارت او بيا د هېواد د بېخ بسنټ حيثيت لري. كه چېرې د دې وزارت په ټولو برخو كې له تدريسي چارو نيولې، تر محصلانو چارو، د بورسونو چارو، د كانكور چارو او نورو ټولو اداري چارو كې عدالت پلى نه شي، حق خپل حقدار ته ونه رسېږي، نو د دې ډول نظام ناوړه پايلې به له يوې خوا دغه سيستم سخت زيانمن كړي او له بلې خوا به په ټولنه كې دكركو، نفرتونو او تعصباتو بنسټونه نور هم پياوړي كړي او په ټوله كې به پر دغه نظام ملي باور له منځه لاړ شي او هېواد به له دې اړخه له درنو ستونزو، كړاوونو او ناخوالو سره مخ شي.
له ( لوی افغانستان ورځپاڼې ) څخه په مننه