اشرف غني او ياسيني هېواد څنګه ژغورلی شي!

سليمان دولتزی
 
د ولسمشرۍ د ټاکنو روان کمپاين چې پيل شو نو د حامد کرزي تله درنه ښکارېده. اشرف غني هم هغه هيله ښکارېده چې باور کېده ډېر ملاتړ به يې وشي. عبدالله عبدالله د چا په فکر داسې څوک نه و چې ګنې ډېر ملاتړ به خپل کړي ځکه چې د قسيم فهيم غوندې سړی د کرزي په ډله کې له وخته شامل شوی و.
 
خو د يوې مياشتې ټاکنيز کمپاين په تېرېدو هر څه بدل شول، د ټاکنيزبهير رنګ بدل شو، مخکې وروسته او وروسته مخکې شول.
 
د کمپاين په پيل کې پښتنو فرهنګيانو په درز کې اشرف غني ته تبليغات پيل کړل. پښتو ويبپاڼو هم د نورو په پرتله د اشرف غني لپاره تبليغات ډېر کول او اوس يې هم کوي. هيله وه چې نوموړی به له کرزي څخه مخکې شي، خو متاسفانه داسې ونه شو ا و د دې پر ځای چې غني له کرزي مخکې شي، نور ورڅخه مخکې شول. نوی لوبغاړی ميرويس ياسينی رامخکې شو. عبدالله عبدالله هم رامخکې شو او اوس داسې ښکاري چې کمپاين يې تر ټولو منظم دی.
 
د حامد کرزي کمپاين چې په لومړي کې له بري مطمين و، اوس يې پښې ښويدلې ښکاري. د بلخ، پنجشېر، او تخار غوندې سيمو کې ترېنه رايې عبدالله وړي ښکاري، په مشرقي کې ياسيني په غير متوقع توګه رامخکې شو. په هرات او غور کې ترېنه عبدالله عبدالله او ياسيني مخکې ښکاري. په لوی کندهار کې حالات خراب دي او په لويه پکتيا کې ډېری خلک غني او ياسيني خوښوي. په باميانو او مرکزي ولايتونو کې ډېری رايې د بشردوست، عبدالله عبدالله او ياسيني ښکاري، ډېرې لږې يې کرزي ته پاتې ښکاري او د غني په کې ډېره کمه برخه (چې په نشت حساب ده) برېښي.
 
دا چې ولې داسې وشول: کرزی خپلو بې ځايه وعدو، په پيسو د خلکو اخيستل، د دوتلي وسايلو کارول، او د قسيم فهيم او محقق غوندې جنګسالاران په ځان راغونډولو خراب کړ. اشرف غني دې خراب کړ چې ورور يې (حشمت غني) ډېری خلک ترې خفه کړل ، په شمالي او غربي ولايتونو کې يې ډېر هرکلی ونه شو، او د کمپاين دپاره ورسره کافي پيسې نشته چې خپل پيغام خلکو ته ورسوي. عبدالله عبدالله په دې مخکې شو چې بې خرته پيسه يې وکاروله او د شمالي ټلوالې هغه پلويان چې له قسيم فهيم او کرزي څخه خفه شول، بل چا ته نه ورتللی نه شول نو ځکه يې د عبدالله عبدالله لمنه ونيوله.
 
ياسيني په خپله د مشرقي دی او هلته د کمپاين په کولو پوهېږي او کورنۍ يې خپلې پراخه د جهاد د وخت اړيکي کاروي او ښه په درز کې کمپاين ورته کوي، په خپله مومند دی مومندان يې په دې خپل کړل، شينوارو هم ورته سينه وډبوله او د رايو ژمنه يې ورسره وکړه، يوسفزو هم ترې ملاتړ اعلان کړ. بله دا چې خلک له کرزي په دې خفه شول چې د دين محمد او حاجی ظاهر غوندې خلک يې د کمپاين د پاره استخدام کړل. ياسيني ورته تيار و هغه رايې يې خپلې کړي ښکاري.
 
په هرات ،غور، بادغيس، ډېری شمالي ولایتونو، باميان او دایکندي کې خلک له کرزي خفه دي، څه رايې يې عبدالله عبدالله د جمعیت او نظار شورا په اړيکو واخيستې او څه نورې ترې ياسيني په ښه کمپاين سره خپلي کړي دي. د ياسيني لومړی مرستيال امان الله پيمان په بدخشان کې ښه کمپاين کوي ځکه چې په خپله د هغه ځای دی، دويم مرستيال يې سجادي دی چې په خپلو هزاره میشتو ځايونو کې ورته کار کوي.
 
غني سست سست کېده چې په نتيجه کې ترې د پورته يادو شوو ډېرو سيمو رايې پردۍ ښکاري. پيسې هم ورسره ختمې دي. په هر ځای کې يې کمپاين قرضداره دی. مرستيالان يې هم ونه توانيدل رايې ورته خپلې کړي.
 
زموږ غني ته ډېرې هيلې وې، ځکه عالم دی، ښه پلان لري، او ډېره تجربه لري، خو اوس داسې ښکاري چې عبدالله، کرزی او ياسيني ترېنه مخکې دي.موږ اوس هم هيله مند يو چې کرزی مات او ورسره جنګسالاران مات شي او عبدالله ته فرصت په لاس ورنه شي چې افغانستان د تجزيې خوا ته يوسي.
 
که غني او ياسيني سره يو شي ډېره به ښه وي. ياسيني هم مجاهد دی، هم عالم دی، او هم د وطن سره خواخوږي لري. په ښکاره لکه د غني غوندې وایي چې د پارلماني او فدرالي سيستمونو مخالف دی او خرابي په اداره کې ده په سيستم کې نه ده.
 
اوس هم فرصت شته چې غني او ياسيني لاسونه يو کړي. ياسيني د ننګرهار، لغمان، نورستان، کنړ، کندز، جوزجان، فاریاب، هرات، خوست، بامیان، دایکندي او کابل رايې راوړي او غني د پکتيا، پکتيکا، خوست او په کابل کې يو شمېر رايې راوړي.
 
که ټاکنې دويم دور ته ووځي نو دومره هيله شته چې د غني – ياسيني د ایتلاف کانديد په لومړي دوه کسانو کې مقام خپل کړي.
 
که دا کار وشي نو باور شته چې يو شمېر نور واړه کانديدان به هم له دوی سره يو ځای شي او د ولس هيلې به ژوندۍ پاتې شي. که داسې ونه شي نو ډېر امکان شته دی چې غني او ياسيني دواړه به ونشي کړای چې پوره رايه ترلاسه کړي، په نتيجه کې به ولس د کرزي او عبدالله د سندان او څټک لاندې پنځه کاله نور هم شپې تېروي.
 
دا مهمه نه ده چې غني ياسيني ته او که ياسيني غني ته تېرېږي، دواړه پوه او مخلص کسان دي او د دې وړتیا لري چې د افغانانو هيلو ته لبيک ووايي. مهمه دا ده چې د افغانانو دا دوه مشران خپل غرور او تکبر يو خوا ته کېږدي، لکه څنګه چې دعوه لري د افغانستان ملي منافعو ته وګوري او هېواد له نورو بدبختيو وژغوري