د لوړو زده کړو وزارت او ناسم تشخيص

 
یوه ورځ درې تنه ډاکټران، چې یو یې عقلي او عصبي متخصص و، بل يې د جراحي عصب او درېیم تن يې هم رواني مختصص و یو ځای پر لاره روان ول او په خپلو کې يې طبي بحث روان کړی و، خو تر دوی وړاندې یو بل تن هم په لاره روان و، د دوی ورته پام شو، چې سړی ګوډ ګوډ کېږي او کله نا کله لاس او پښه هم غورځوي. عقلي او عصبي ډاکټر وویل، چې دا سړی د اعصابو تکلیف لري، خو که خپله درملنه ونه کړي، نو ښايي تکلیف يې له عصبي څخه عقلي شي او بیا يې جوړېدل ناشونې خبره ده، دویم تن چې د جراحي عصب متخصص و، د لومړي ډاکټر خبره رد کړه او ویې ویل، چې دا سړی د هډو تکلیف لري او د ملا مورۍ يې دومره سره نږدې شوي، چې مزل يې ور سخت کړی، نو که اوس يې غم وکړي، ښايي په فزیو تراپۍ هم جوړ شي، خو که په وخت يې غم ونه کړي، نو له عملیات پرته بله چاره نه لري، خو درېیم تن چې رواني متخصص و او تر دې دمه يې د ډېرو داسې ناروغانو درملنه کړې وه وویل، چې تاسې دواړه د ده تشخیص سم ونه کړای شو، ځکه دا سړی کله لاس او کله هم پښه غورځوي او دا کارونه په ښکاره د دې شاهدي ورکوي، چې نوموړی رواني ناروغ دی، یا اندېښنه لري، یا مین شوی او مینه يې واده شوې او یا هم کومې بلې داسې اندېښنې په زړه ورته خوله لګولې، چې له ده يې خوب او ارام اخیستی او ناشعوري ترې داسې چمونه کېږي، خو لومړیو دواړو متخصیصنو دا خبره ونه منله او د درې واړو ترمنځ اختلاف پیدا شو، پرېکړه يې په دې وکړه، چې خپله ناروغ به ودروي او له هغه به وپوښتي، چې څه تکلیف لري، له سلامشورې وروسته ور چابکه شول او کوږ وږ لاروی يې ودراوه او له سلام کلام وروسته يې د خپل راتګ لامل ورته ووایه، سړي ښه په غور د درې واړو ښاغلو خبرې ونغوږلې او له ډېر تکلیف وروسته يې ورته وویل، چې ورونو خبره داسې نه ده، چې تاسې يې وايئ، زه باید ووایم، چې ستاسې د درې واړو تشخیص ناسم او غلط دی، خو له بده مرغه زما تشخیص هم ناسم او غلط و، په دې معنا په خېټه کې مې درد پیدا شو، ما داسې فکر وکړ، چې باد ګنده در شکم هر بنده، خو زه څه خبر چې خبره تر دې لږه مخکې ځي او هغه څه کېږي، چې اوس يې ویلی هم نه شم، نو ځکه ستا پر تشخیص سربېره زما تشخیص هم ناسم و، اوس د اوبو په لټه کې یم چېرته را ته اوبه وګورئ.
له بده مرغه باید ووایم، چې د لوړو زده کړو وزارت په اړه زموږ او د چارواکو تشخیص هم ناسم و، ځکه تر اوسه پورې دا وزارت د داسې کړیو په واک کې و، چې له بده مرغه د افغانستان لوی اکثریت قوم »پښتنو« ترې ځان محروم او پردی يې ګاڼه، چې د مثالونو راوړلو ته يې اړتیا نه شته، ځکه کله چې د کابل له یوې مشخصې لیسې نه کابو پنځه سوه زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې د خپلو خوښو پوهنځیو ته لار پیدا کوي او د نورو اکثرو پښتني ولایتونو کابو په زرګونو کسانو څخه یوازې څو د ګوتو په شمار کسان پوهنتون ته لار پیدا کوي او هغه هم داسې پوهنځيو ته، چې له بده مرغه د ډېرو له پامه غورځېدلي، نو دا خپله د دې خبرې شاهدي ورکوي، چې په رښتیا په کانکور کې څه تېرېدل، خو بیا هم پرې چارواکو غوږونه کاڼه کړي ول آن تر دې، چې ولسي پاڅون وشو او بالاخره د وخت ولسمشر يې دې ته اړ ایست، چې دې موضوع ته له سره کتنه وکړي او د ځینو ولایتونو زده کوونکي د درغلۍ د مخنیوي او د هغوی د حق د اداینې په پار د هېواد ځینو پوهنتونونو ته شامل کړي، که څه هم دا کار ډېر د منلو وړ نه و، خو د خلکو غوسه پرې په نسبي توګه کراره شوه او پښتنو ځوانانو داسې وانګېرله، چې زموږ مبارزې رنګ راوړ، خو دا چې دا کار اساسي او بنسټیزه د حل لار نه وه، نو د وخت ولسمشر او د لوړو زده کړو وزارت چارواکي دې ته اړ شول، چې د دغه ډول قربانيو د مخنیوي په خاطر باید د اماده ګۍ په نامه کورسونه د پوهنتون په چوکاټ کې جوړ کړي او تر هغې دا پروسه وغځوي، ترڅو چې دا ستونزه هواره شي او دا ښکاره خبره ده، چې د دې ستونزې هوارې په یوه ورځ او دوه ورځو کې نه کېږي او نه هم په یو کال کې کېږي، ځکه د دې ستونزه لوی حل د امنیت په ټېکاو کې دی، خو موږ وینو، چې له بده مرغه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې ترېنګلی کېږي او ولس هره ورځ د ناامیدۍ او ناهیلې پر لور درومي، چې په داسې مواردو کې حیاتي مسئلې هم د پوښتنې او ګروېږنې لاندې وي او چارواکي هم هغو مواردو ته ګوتې نه ور وړي، چې د مار سوړې باله شي، ځکه حساسیتونو په هر وخت کې حساسیتونه وي، مهارول يې وخت او امکانات غواړي، چې له بده مرغه زموږ د لوړو زده کړو وزارت اوسنیو چارواکو لا دا تشه نه ده درک کړې او نه يې د دې کار حساسیتونو ته پام کړی دی، په دې معنا افغانستان په ټوله کې د پاڼ او پړانګ ترمنځ واقع شوی، خو پښتني سیمې بیا له هماغه پیله په اور کې وې، په اور کې دي اوکه همدا حالت وي په اور کې به وي، ځکه له یوې خوا طالبانیزم، ناامني، زورواکي او د بهرنیانو خپلسرې چاپې او عملیاتونه، چې له امله يې ولسي خلکو ته پر مالي زیان سربېره ځاني زیانونه او سپکاوي هم واوښتل او له بلې خوا د نړیوالو هغه دسیسه او توطیه، چې د پښتنو پر ضد يې جوړه کړې د دې لامل شوې، چې ډېر پښتانه ځوانان پوهنتوني زده کړې يې لا څه کوې، چې آن له لومړنیو زده کړو هم بې برخې شوي او د تل لپاره د بې علمۍ په سیند لاهو شوي، خو یو نیم چې د طالبانو له بمونو، د داعشیانو له حلالولو، د بهرنیانو له چاپو او دوه سوه ډوله نورو ظلمونو او تېرو څخه روغ پاتې شوي او تر دې ځایه را رسېدلي، نو دلته بیا د ژبنیو او قومي تعصبونو خوراک شوي او بېرته په شا تمبول شوي، چې له مجبورې يې همدغو دولت ضد کړیو ته لاره کړې او د همدغه دولت پر وړاندې جنګېدلي، خو دا چې زاړه حکومت تر یو ځایه هڅه وکړه، دغه واټن را لنډ او کم کړي او ځینې پروګرامونه، چې مخکې يې یادونه وشوه، جوړ کړل له بده مرغه هغه هم د دغې اغلې وزیرې د ... ملاحظې له مخې بند او ورک شول، ښايي دا اغلې د خپل دغه ډول پښتون ضد کړنې د ترسراوي لپاره ځینې دلایل هم ولري، خو ایا د دې مېرمنې دلایل به دا ولس او هغه خوار او ځپلې پښتون، چې له لسګونو انسان وژونکو فلټرونو څخه په نیمژواند ډول راوتلی او سپورې شونډې د خپلو نتایجو انتظار باسي ځواب وویلای شي او ایا دا اغلې به په رښتینې معنا هغه مافیايي او له تعصب څخه ډکه کړۍ، چې تر دې دمه يې په زرګونو ځوانان د خپل ژبني، سمتي او قومي تعصب ښکار کړي له مخې لرې کړای شي او ایا د کانکو هغه فاسده کمېټه، چې په کراتو مراتو په نړیواله کچه رسوا شوه او ټول خلک پرې خبر شول، چې تر ستونې پورې په فساد کې ښکېل دي لرې او یا منحل کړای شي او ایا دا اغلې به دې ته ورته نورې په لسګونو ډوله پوښتنې، چې افغان ولس سره موجودې دي ځواب کړای شي؟
نه ابداً نه، ځکه دغه وزارت له لسګونو کلونو راهیسې د همداسې مافیا په واک کې و او په دې دومره موده کې يې خپل سمتي، ډله ییز او ژبني کسان په کې ګومارلي، چې له استاده واخله بیا تر عادي مامور او لوړ پوړي چارواکي پورې ټول همدوی دي او د دوی مهارول پر یخ لیکل او لمر ته يې اېښوولو معنا ښندي، ځکه پروسږکال د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه عادي خبره پیدا شوه، عادي ځکه وه، چې کامیابول او ناکامول د استاد نه بلکې د خپله محصل کار دی، که چېرې دې پارچه حل کړه، نو بریالی او که چېرې دې تشه ورکړه، نو ښکاره ده، چې پایله يې هم تشه ده، خو دغه کار همدغو ښاغلو د استادانو له واکه وایست او آن سیاسي رنګ يې ورکړ، چې له امله يې د یاد پوهنځي پر رئیس سربېره ډېری استادان هم د ګواښ تر کرښې لاندې راغلل او محصلین دومره په جذبه او ... کې ول، چې ته وا دوی استادان او استادان محصلین دي، خو چې وروسته خبره معلومه شوه دا یوه فاسده ډله محصلین وو، چې د یو چا له خوا ډکتې شوي ول او چیغې يې وهلې، چې موږ د افغانستان د یو قوم استازي کوو، په داسې حال کې، چې هم په هماغه وخت او هم په اوس وخت کې هغه قوم په واک کې و او دی او هېڅکله يې څوک حق نه شي تروړلی، زما په اند د یوازیني قوم حق چې تروړل شوی هغه پښتانه دي، چې دلته يې حکومت او ځینې مافیايي کړۍ حق تروړي او هلته يې طالب، داعش او... نور.
نو وړاندیز کوم، د لوړو زده کړو وزارت اغلې وزیره او چارواکي دې نه د اماده ګۍ صنفونه له منځه وړي او نه هغه نسبي امکانات، چې زړو چارواکو د جګړه ځپلو سیمو لپاره په پام کې نیولي و، ځکه دا اغلې یا د ولس له حاله نه ده خبره او یا هم د غوړه مالانو د خبرو تر تاثیر لاندې راغلې او که چېرې دا دواړه نه وي، نو بیا خو ښکاره خبره ده، چې د خصوصي پوهنتونونو د پیسو بوجۍ يې په یوې بڼې نه یوې بڼې ورسره نیولې او دا اغلې هم د نورو په څېر د مظلوم او بې وزلي ولس نه پاتې څرمن ایستل غواړي، چې دا کار ښايي له ډول ډول ولسي غبرګونونو سره مخ شي.
دريځ:
هر چارواکی او د فکر خاوند د خپل کار د سهولت لپاره پلانونه او چوکاټونه لري، چې په وسیله يې خپل کار پر مخ بیايي، خو هر هغه پلان یا چوکاټ، چې له بهرنیو هېوادونو څخه کاپي شوی او پر افغان ولس تپل شوی له بده مرغه هم پخوا او هم اوس ناکام دی او ښايي په ګانده کې هم ناکام شي، نو په کار ده، چې زموږ درانه ښاغلي، چې په هره برخه کې کار کوي او راج چلوي لومړی باید خپله ټولنه درک کړي ويې پېژني او د ولس پر ځای ځان ځای پر ځای کړي او بیا قوانین پلي کړي او که چېرې داسې نه کوي بس یوازې کاغذ پرانۍ او راج چلول يې موخه وي، نو ښکاره خبره ده چې یا د خپلې ډلې ټپلې لپاره کار کول غواړي او یا هم د خپل جېب لپاره، چې ولس ته له زهرو پرته بله معنا نه ښندي.
نو وړاندې تر دې، چې په ټولنه کې منفور شي او پر وړاندې يې ولسي غبرګونونه را پاڅېږي په خپله دې یا ځان اصلاح او یا هم په حیا او عزت کې له دندې استعفا ورکړي او د ټولو مجبوریتونو په بیانولو سره دې ولس ته پناه ور وړي، بیا دې ولس وګوري، چې څومره غیرت پرې کوي او څومره ننګه او که چېرې د ټولو خبرو له پوهېدا سره سره بیا هم په خپل ضد ولاړ وي او خپل تشخیص د کاڼي کرښه بولي، نو بیا دې د الله او ولس وانې (وهنې) ته هم په تمه وي، چې څه وخت به وي او څنګه به وي.
له (لوی افغانستان) ورځپاڼې څخه په مننه