
افغانان داسي یو غښتلی او باعزته قوم(ټبر)دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې استوګنه کوي کله چې د(۱۳۵۷) لمریز کال څخه وروسته د روس تهاجم او تیری له امله د افغانانو ډیر لوی مهاجرتونه چې په نړۍ کې ساری نه لري نورو هیوادونو او لویو وچو ته مهاجر شول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دپینځه میلونه څخه زیات افغانان مهاجر شول چې خپل شپې او ورځې سبا کوي مهاجرتونه د افغانانو پر ژوند منفې او مثبتې اغیزې کړي دي
اول منفې اغیزې
۱- د فعال اقتصادې نفوس له لاسه ورکول
۲- دپوهانو او ماهرو خلکو مهاجرتونه
۳- دهغوی انسانې حقوق تر پښو لاندې کول
۴- په(HIV)او د پوستکې په ناروغیو اخته کیدل
دویم مثبتې اغیزې
۱- د خپل فرهنګ لیږدول او دنورو له فرهنګ سره اشنایی
۲- دخپلې ژبې رواجول او دنورو ژبو سره بلدتیا
۳- دنوي ټکنالوجیو سره بلدتیا
۴- په پایله کې د هر مهاجرت زیږنده ده
نو د افغانیستان حکومت ته پکار ده چې دخپل افغانانو مهاجرو دپاره مرسته وکړي تر څو دخپل وطن دجوړولو او رغولو کې کار وکړي او یا هم د هغوی دراستنیدو غم وخورې
لیکوال عبدالقدیر افغان