په هيواد کي دلرغون پيژندنې دځېړنو تاريخ په دوو بنسټيزو پړاوونو ويشلای سو:
۱ــ: يو دهيواد په بيلابيلو سيموکي په نولسمه پيړۍ يعني به (۱۸۲۴م)کلونوکي دلرغون پيژندني غيرعلمي ځېړني.
۲ــ : له (۱۹۲۲ــ ۱۹۷۹م) کال پوري دلرغون پيژندنې په اړه علمي او عملي ځېړني چي په دوهم ځل دکېندنو په اوږدوکي دلوړې يادي سوي نېټې سره سم لښکرګاه اولښکري بازار، دښت لګان هم ديو شمېر ګټورو کېندنو اولاس ته راوړنو برخمنه سوه او لښکرګاه چی مخکي يې يوازي نوم اخيستل کيده علمي کيندنو له مخې کشف سوه.(ژباړه).
ــ هيرمند ياهلمند ولايت چي دهيواد په لويديز کي پروت دی او اوس ديوه ولايت او پراخي سيمی په نامه ياديږي له آره دسيند يا رود نوم دی چي په همدې سيمه کي بهيږي او تر سيستان پوري ځمکي په خړوبيږي.
دهلمند نوم چي اوسنی دوديز شکل يې دی دتاريخ په اوږ دوکي په خورا ډيرو او مختلفو نومونو يادسوی دی ،لکه: هيرمند، هيتومنت،هيرمذ، هيرميد، تومانت، هرمند، هنرمند، ايټامندروس (Etymandros)، ايتامندور، هنتومنت،سيتومنت، سينتومنت، اي يو منتوس او داسي نور....
ځينو ختيځ پوهانو هغه هينتومنت ليکلی او يو(ن)يې پکښې اضافه کړی خو عادت داسي دی چي دسانسګريت ((اس)) په اريائې ژبوکي په ((اِج)) اوړي په دوی کي د ((س)) او ((ه)) دږغونو اړون راځي.(ژباړن).
ــ دبُست دششک په هکله سوچه معلومات په لاس کي نسته چي دابه په کوم وخت کي جوړ سوی وي خو علامه عبدالحی حبيبي وایې چي داششک تر اوسه پخپل برم او دبدبي سره د کلا بست په بيخ کي پروت دی، خومعلومه نه ده چي دا طاق په کوم وخت کي جوړ سوی خو ګمان کيږي چي دابه دغزنويانو له زمانې څخه وي يعني په څلورمي او پنځمي هجري پيړۍ کي به جوړ سوی وي.
بلاذري په فتوح البلدان کي (۲۷۹هــ ) مړ وايې ددي ششک تاريخ دلومړنۍ پيړۍ څخه مخکي دی چي دا ششک دکوټې دمخ دبرنډې دسايوان څخه عبارت دی.
وايې چي دعبدالمالک بن مروان اموي خليفه،اميه بن عبدالله دخراسان والي وټاکه اوخپل زوی يې (سجستان ته چي معربه بڼه ده) ولېږه اوچي هلته راورسېد نويې درتبيل شاه سره جګړه وکړه خو رتبيل شاه له مسلمانانو څخه بيريدی کله چی عبدالله بست ته راغی نو دزر زر(يومليون) درهمه سوله ورته پيشنهاد کړه، سروغاتونه اومريان يې ور وليږل خو عبدالله دهغه دمنلو څخه انکار وکړ او ويې ويل چي که چيري دا (ششک) له سرو زرو څخه راډک کړې بيا هم زموږ ترمنځ سوله نه سي کېدای چي داهم دبُست دششک په هکله يو روايت دی.
ــ سردار دمحمد يونس خان دصوفي دين محمد خان زوی اودسلطان طلايې لمسی دمحمد زيو په وختو کي دمحرمي ۱۷(۱۳۳۲هــ ق) اود (۱۳۳۳ هــ ق) ترپايه پوري دکندهار نايب الحکومة و چي (امين الوجوهات) يې لقب و. ((وګورئ دکندهار ياداښتونه د علامه رشاد بابا ليکنه چاپ کال ۱۳۸۴هـ ل. ۲۱۷مخ دوهم ټوک). (ژباړن).