اشرف غني، د افغانانو لپاره د نجات پرښته

محمد بصير سليمانخېل- پکتيکا
 
د جمهوري رياست څوکۍ ته د ۴۱ نوماندو د تګلارو ا و شاليد په لوستلو سره به هر سړي ته دا څرګنده شي، چې تر ټولو وړ او ارزښتناک نوماند، ډاکټر صاحب اشرف غني دی. البته دا خبره به تاسې هلته وکړئ کله چې د ټولو نوماندو تګلارې، کړنې، زده کړې. تجربې، تقوی. علميت، دريځ او شاليد ولولئ او يا هم ترې خبر شی. نن زه په دې وياړم چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د جمهوري رياست څوکۍ ته موږ افغانان داسې يو لوړدريځه ملي او نړيوال عالم او پوه نوماند لرو. زما په اند د افغانستان په تاريخ کې، افغانانو باندې خدای پاک دوه ځايه بېساری رحم کړی، چې يو يي دصفوي ګرګين په وخت کې افغانانو ته د ميرويس نيکه په شان يو نيکمرغه او با تدبيره مشر ور په برخه کړ  چې له برکته يې د صفويانو خونخوار او ظالم حکومت ريښې له بيخې وايستلې او د هغه وخت د افغانستان او ايران د سيمو خلکو ته يې د عدل او انصاف حکومت ورښکاره کړ. په هغه وخت کې هم افغانان زښت تر فشار او ظلمونو لاندې وو، هان دا چې زياتره پښتنو د صفوي دولت ډېرو ماليو له لاسه خپل اولادونه هغوئ ته ورکول. ټول له ژونده ستړي او له خدای څخه يې مرګ غوښت، چې د الهي رحم له مخې پر پښتنو باندې د نجات فرشته زموږ د ملي قايد، ميرويس نيکه په وجود کې راغله او په خورا تدبير او سياست سره يې ټول ظالم او خونخوار صفويان تر تیغ تير او بيا يي زامنو او ورويرونو د دوئ په ځاله (اوسني ايران) کې ټولو پارسيانو ته د لومړي ځل لپاره د عدل او انصاف حکومت ورښکاره کړ.
انشاالله پر افغانانو باندې د لوی څښتن تعالی دويم رحم هم په دغو ټولټاکنو کې د وړ انسان، اشرف غني احمدزي کانديديدا ده. اوس هم لکه د صفويانو د وخت په څير، خو په پر مختللي او پیچلي توګه سره ټول افغان اولس د ژوند په ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګريوان او هان عرق ده. له دې ستونزو څخه د راوتلو لپاره موږ د روان کال د زمري د مياشتې ټولټاکنې په مخ کې لرو چې البته دا زموږ لپاره تر ټولو ستر چانس ده چې بايد خپل غمخور او په ملت زړه سواند عالم او سياسي شخص، اشرف غني ته خپلې رايې ورکړو. موږ ولې بايد خپلې رايې ډاکټر اشرف غني ته ورکړو؟
د دې پوښتنې ځواب د افغانستان لپاره د هغه د پلانونو په لوستلو او کتلو سره موږ روښانه کېږي. کانديدان ډېر دي، او هر يو وايي چې زه د دې برخې لپاره دا پلان لرم او د هغې برخې لپاره دا پلان لرم، خو که وکتل شي هېڅ يو يي هم ریښتینی پلان نه لري او که يي لري هم داسې پلانونه به لري لکه د دوئ تيرې کړنې. سر بېره پر دې، افغان ملت اوس يوه ریښتیني، پر خپلو خبرو ولاړ او ژمن رهبر ته اړتيا لري تر څو يې له دې بدمرغيو څخه را بچ کړي. که څه هم ټول کانديد صاحبان د درناوي وړ دي، خو د دوئ په منځ کې دری تنه چې هم يې افغانان او هم يي نړيواله ټولنه پيژني هغه ډاکټر اشرف غني احمدزی، حامد کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله دي.  افغانان اوس ټول ښه پيژني، عبدالله د نظار شورا د مشر احمد شاه مسعود ښی لاس و کوم چې له لاسه يې لا اوس هم افغان ملت نه دی په ارام او په راز راز بدمرغيو او نفاق باندې يي ککړ کړی دی . د احمد شاه مسعود تګلاره خو لومړۍ په ټول افغانستان باندې د پنجشيريانو تپل او بيا د افغانستان تجزيه وه، او ښاغلی عبدالله عبدالله لا نن هم پر هغه وياړي او ملت ته د خدمت او يووالی نارې سورې وهي. ايا د ۵۰۰۰۰ بې ګناه او بې دفاع کابليانو وينه د کابل په ړنګ ړنګ ديوالونو وچه شوه چې ته بيا ملت ته د خدمت او کار د درواغو نارې وهي؟ ايا دا کوم انصاف و او ده چې ۳۵ سلنه دولت يوازې د يوې ولسوالۍ  خلک وي او بيا هغه  ولسوالۍ په ولايت واړوي؟ ايا دا کوم عدل او انصاف و او ده چې په بهرنيو هېوادونو کې دي افغان سفيران ټول د يوه قوم او هغه هم نالوستي واوسي؟ ايا ښاغلی عبدالله دا ځل د فدرالي نظام (!؟!) په راوستو غواړي چې د مسعود ارمانونه د هغه له مرګ نه وروسته ور پوره کړي؟ هېڅکله نه!!!!!!!!!!!!
را به شو کرزي ته، هغه په دې تيرو اتو کلونو کې چې د افغان ملت لپاره يو طلايې چانس څه وکړل؟ ايا هغه يوازې د کابل-کندهار پر سړک او د څو شخصي او هغه هم د بهرنيو جاسوسي شبکو له لارې پر جوړو شويو رسنيو باندې وياړي؟ ايا هغه پر دې وياړي چې د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د افغانستان بيرغ رپيږي؟ ايا هغه پر دې وياړي او نازيږي چې د برېښنا محترم وزير وروسته له اتو کلونو نه کابل ښار ته له ازبکستانه برېښنا را وغزوله؟ ښاغلی کرزی کله دې هم په اخلاص سره د هغو پښتنو حال پوښتلی چې ماشومان، سپينږيري، ځوانان ، ناوې ښځې او دنګ دنګ زلميان يې په بمباريو کې له لاسه ورکړي؟ که يوازې په دې خوښ يي چې ځه خير د هر شهيد پر بيه يو لک افغانۍ او د هر ټپي پر سر به ۵۰۰۰۰ افغانۍ ورکړم؟ خو له بده مرغه هغه اندازه پيسې هم بيا ستاسې فاسده او کرغيړنه اداره په خپل منځ کې سره ووېشي. افسوس! خو کرزی لا اوس هم هغه پخوانۍ مداري ګري کوي او فکر کړي چې ملت به دا ځل هم زما په غوړو ژمنو وغوليږي. هېڅکله نه!!! د ازمايل شوي ازمايل ګناه ده. نور نو وخت د کار او عمل ده، افغانان نور عمل غواړي، نوښت غواړي، قرباني غواړي، منظمه رهبري غواړي، پاک نفس او قاطع شخصيت غواړي تر څو د دوئ دا ماته کښتۍ د نجات تر څنډو ورسوي او کوم کس چې د دې جوګه دی، هغه اشرف غني احمدزی دی .
 
دروهي ويب پاڼې يادونه :
دزياتو مالوماتولپاره دغه لينک هم وګورئ .
http://www.rohi.af/weekperson.php?id=73