حکمتیار به د خراسان لپاره د داعش رهبر شي

 
د افغانستان د اسلامي حزب مشر امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار نه  داچې یوازې یوه نیمه لسیزه کېږي، د افغان دولت پرضد یې وسلواله مبارزه پیل کړې بلکه تر دې وړاندې په افغانستان کې  د حکومتونو سره د مخالفت اوږده ماضي لري.
ښاغلي حکمتیار په تېرو کلونو کې د وسلوال مخالفت له لارې حکومتونو سره  خپلې دښمنۍ پاللې  او د نامالوم ادرس له لارې یې حکومت ته  ګواښوونکې څرګندونې کړې چې وروسته له سخت غبرګون سره  مخ شوي دي.
هغه کلونه وړاندې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله احمدزي د حکومت  پرضد د شمال ټلوالې مرسته وکړه خو وروسته چې مجاهدینو ترمنځ خپل منځي جنجالونه پیل شول  حکمتیار هم یو هغه کس وه چې دواک لپاره یې د شورای نظار په څېر جګړه غوره وبلله چې د جګړو په پایله کې سخت زیان افغانانو ته واوښت.
چې له دې سره له یوې خوا شورای نظار خلکو ته سر خوږی جوړ کړی وه او له بلې خوا اسلامي حزب خلکو ته د سر په کاسې کې اوبه ورکړې.
له دې بیا را په دې خوا د طالبانو واک ته رسېدو سره حکمتیار خپلې لوبې ته بدلون ورکړ  او د شورای نظار پرضد ېی د اسلامي امارات له ډلې سره پټې او ښکاره خبرې وکړې او یوبل ته یې د څه زیان اړولو پرسر هوکړه وکړه.
اوس چې طالبان له جګړې ستړي دي او هوډ لري څو افغان حکومت سره د سولې مزاکرات پرمخ یوسي د حکمتیار او ملاعمر پر اړیکو یې یو ګذار کېدای شي.
ځکه هغه شرطونه چې ملا عمر افغان حکومت ته وړاندې کړي حکمتیار هم څه داسې شرطونه پر حکومت ایښي.
اوس چې د ملاعمر شرطونه په نسبي توګه منل کېږي حکمتیار د دې زغم نه لري ځکه هغه څو ځله حکومت ته د سولې وړاندیزونه کړي ول.
اوس پوښتنه ده چې ولې حکمتیار د طالبانو پرضد شو؟
طالبان چې نږدې یوه لسیزه کې د افغان حکومت او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدلي.
ډېر ځله د طالبانو او حزبیانو ترمنځ هم نښتې شوي لکه اوس چې د داعش او طالبانو ترمنځ کېږي هغه مهال د ملاعمر او حکمتیار اړیکې ښې وې دې موضوع ته یې چندانې پام نه کاوه.
اوس چې طالبان غواړي خپل وسلوال مخالفت پای ته ورسوي ښاغلی حکمتیار ورخطاء ښکاري  چې هسې نه طالبان به د اسلامي حزب د نابودۍ لپاره د حکومت ملاتړ وکړي .
د قطر ، چین ،پاکستان او ناروې کې د وسلوالو طالبانو سره د حکومت او سولې شورا غیر رسمي خبرې یو بل هغه لامل کېدای شي  چې اوس اسلامي حزب نور ځان په حاشیه کې ګوري.
له داعش څخه د حکمتیار  ملاتړ څه معنی لري؟
په وروستیو کې د طالبانو ګڼ ناراض غړي د اسلامي دولت یا داعش لوري  ته اوښتي دي یا له وېرې او یاهم د دې لپاره چې د طالبانو په لیکو کې نور د دوی لپاره ځای نه شته دی
طالبانو له دې ډلې غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې میدان او مشري دوی ته پرېږدي، خو د داعش مشر ابوبکر بغدادي د دې غوښتنې په مقابل کې د طالبانو مشر ملا عمر یو ناپوه انسان وباله.
حکمتیار د دې لپاره چې له طالبانو سیاسي غچ واخلي د دې تشې نه په ګټنې سره یې ځکه خپلو غړو ته  امر وکړ چې د طالبانو په وړاندې د داعش ډلې په ملاتړ وجنګيږي.
دویم اسلامي حزب له ایران او پاکستان  سره سیاسي ستونزې ځکه دې هېوادونو د حکمتیار په وینا ډېرې ډلې د دوی پرضد جوړې کړې وې دا لامل هم په دې دلالت کوي چې حکمتیار له داعش سره یوځای شي.
داعش وسلواله ډله چې په عربۍ نړۍ کې په ډلیزو وژنو تورنه ده ډېرې هغه ډلې ورسره یوځای شوې چې خپلو حکومتونو سره سیاسي مخالف لري.
اوس راپورونه ښي چې د داعش مشر په دې لټه کې ده چې منځني ختیځ او خراسان لپاره داسې یو رهبر پیدا کړي چې دوی  خپلو اهدافو ته ور سوي.
د ملاعمر په نسبت انجینر ګلبدبن داعش ته په یو داسې وخت کې ښه تمامیږي چې طالبان روغه جوړه کوي او اسلامي حزب بیا هم د دولت په ضد پاتې کېدای شي هغه ځکه چې حکمتیار ۴۰ کاله خپل سیاست په جګړه کې ښه ګڼلی.
اوس د حکمتیار له اورستیو خبرو هم ښکاري چې هغه له داعش ډلې سره له مخکې ښایي اړیکې پیاوړي کړي وي.
له طالبانو سره د حکمتیار د اړیکو پرېکون سره ښایي د اسلامي دولت ډلې مشران دا د یو رهبر په توګه د لاسه کړي خو په حقیقت کې دا د ګلبدین یوه سیاسي وژنه ده چې ځان یې په لوی لاس کوچنی کړ.
داعش ډله چې د سخت ګواښ په څېر را منځ ته شوې اوس له دې لپاره چې په افغانستان کې زیات نفوذ ونه کړي طالبان یې د مخنیوي لپاره باید د حکومت سره د سولې خبروته کېني او خپل وسلوال مخالفت د سیاسي اړخه یو خوا کړي ځکه د داعش په ځواکمنتیا سره ټولو ته یو جدي خطر دی.
حکمتیار د دې لپاره چې زیات کلونه کېږي په وسلواله مبارزه بوخت دی ښه به وي چې خپلې څلوېښت کلنې لاس ته راوړنې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې قرباني نه کړي هغه ډله چې د اسلام په نوم د مسلمانانو وینې تویوي او د مسلمانانو پرضد د کفارو او مشرکینو کرکې راپاروي.
په همدې هیله.