چیلم د قیلون په بڼه خو، قانوني لار.،،،،،،،،،،،

 
چیلم چې ډېره تاریخي  مخینه لري خو، ډېر تمرکز پرې  ځکه په کار نه ده چې  ټول ورسره اشناه دي.
په حجرو او  دودیزو دېرو کې د نشې دغه اله زیاته لیدل کېږي او داسې دېره به نه وي چې یو چیلم ونه لري.
د چیلم څکل (کشول) په غریبه زمانه کې د هرچا کار هم نه وه  او نه یې یو کس له تاوانه وتلی شو، د دې  لپاره به ځانګړي خلک په خاص وخت  کې سره ټولېدل چې ملک اکا او خان صیب هم کله ، کله د چیلم خماره نشه کوله او د فکرونو روانه کښتۍ یې سلامته له ساحله تېروله.
چیلم څکلو  ته چا بد ځکه نه شو ویلی، چې ملک اکا او خان صیب په دېرو او حجرو کې به سر کېدل او سم بنډار به په کې جوړ وه.
اوس له وخت تېرېدو سره  د چیلم څکلو دود کم شوی او ځای یې دې ته ورته الې چې قیلون په نوم یادیږي نیولی.
 

 
قیلون  په اوسنیو هوټلونو او مېله  ځایونو کې په اسانه پیدا کېږي، چې د ځوانانو ترڅنګ پېغلې انجونې هم پرې بلدې دي.
د قیلون استعمال ازاده دی  ځینې خو ان هوټلي ته فرمایش ورکوي چې تورې دانې په کې واچوه څوک د بل ډول نشه یې توکو د استعمال اشتیاه لري چې په حقیقت کې یوه لویه بدبختي روانه ده او قربانیان یې تنکي ځوانان او تنکۍ پېغلې د ي.
په ټوله کې د هغو ځوانانو سره یوه مرسته کېدای شي چې له حکومت او کورنۍ له ډاره چرس او تاریاک نه شي استعمالولی.
خو قیلون ځکه ازاد دی چې ټول ګومان کوي په دې کې نشه یي توکي نه استعمالیږي او د بنډار یوه وسیله ده چې د وچې میوې په څکلو سره ژبه پرې خوږوي .
خو په حقیقت کې ځوانان د قیلون له لارې چرس ،تاریاک او دې ته ورته نشه یي توکو څکلوګټه پورته کوي.
افغانستان چې د نشه یې توکو تر تولو لوی تولید کوونکی هېواد دی نږدې ۶ میلونه ځوانان په زرګونو ښځې او ماشومان په نشه اخته دي چې نورو میلونو ځوانانو ته هم خطر پېښولی شي.
حکومت اړ دی چې له هوټلو څخه دغه ډول الې چې نشه یې توکي په کې استعمالیږي مخنیوی وکړي کنه داسې یو حلات سره به ځوانان مخ شي چې راتلونکې کې به ټولو ته یو سرخوږی وي.