د نړۍ هغه هېواد چې د تېرو ۲۳ کلونو راهیسې پکې د برېښنا، ګاز او اوبو بېل نه اخیستل کېږي

 
ترکمنستان د نړۍ هغه بختور هېواد دی، چې حکومت یې خلکو ته وړیا برېښنا، ګاز او اوبه رسوي او بېل یې ورڅخه نه اخلي.
د ترکمنستان د خلکو د دغې نېکبختۍ بنسټیز لامل په دغه هېواد کې د تېلو او ګازو د ډېرو ذخیرو شته والی دی.
په ترکمنستان کې د ۱۹۹۳ ز کال راهیسې د هېواد د لومړي ولسمشر سپارت مورت نیازوف په امر د برېښنا او نورو اړینو شیانو بېل نه اخیستل کېږي.
په ۲۰۰۶ کال کې د ولسمشر نیازوف له مړینې وروسته ګوربانګولي برډي محمدوف د پخواني ولسمشر حکم تر ۲۰۳۰ کال پورې وغځاوه؛ خو په دې وروستیو کلونو کې په دغه قانون کې د بدلون او تغیر راوړلو خبرې کېږي.