
ټول خلک وایي، چې موږکان له پیشو نه وېرېږي؛ خو پوښتنه دا ده، چې موږک له پیشو نه ولې ډارېږي؟
د دې لامل محققینو دا ښودلی دی، چې په اصل کې د پیشو په تشو متیازو کې یو کېمیاوي مرکب دی، چې بوی یې موږک دې ته اړ کوي، چې د پیشو څخه ووېرېږي.
دغه تحقیقات په پراګ کې پر ژوندیو موجوداتو د تجربې د ادارې په کلنۍ غونډه کې رابرسېره شوي دي.
په دغو ترسره شویو تحقیقاتو کې په ډاګه شوې، چې د پیشو په تشو متیازو کې د فیلینن په نوم مرکب دی، دغه مرکب د ښځینه حامله دارو موږکانو بچي له منځه وړي او په رواني ډول ورسره غبرګون ښایي.