د CIA پټې حګړې

 
د ۱۹۷۹ د ډسمبر ۲۴ مه شپه وه چي د افغانستان د پلازمېني (كابل) څخه بهر پر هوايي ډګر باندي د شوروي اتحاد الوتكو كښېنستل پيل كړه، د هوايي ځواك د ۱۰۵ فرقې پراشوټ اغوستونكي ځواكونه راكښته سوه چي د ۱۰۳ مي او ۱۰۴ مي فرقې دوو كنډكونو هم گډون پكښي درلود، دغه څه په سهيلي ښار  (جلال اباد) او لوېديځ ښار (شينډنډ) كي هم تر سترګو كېده، د ډسمبر د ۲۷مي تر سهاره پنځه زره سرتيري د كابل سيمي ته را ننوتلي وه، همدا راز د زغره والو گاډو ۳۵۷ مه او ۶۶ مه فرقه پر (كشكا) باندي له تركمنستان څخه جنوب لور هرات ته واوښتل او له هغه ځايه تر شينډنډ، فراه او كندهاره ورسېدل، چي سمدلاسه يې د درو ښارونو واك په لاس كي واخيست، په عين وخت كي ۳۶۰ مه فرقه له ازبكستان څخه د ترمز پولي له لاري افغانستان ته راننوته او بيا له مزار شريف څخه د سالنګ درې له تونله په تېرېدو د ۲۶ ډسبمر په سهار كابل ته ورسېده، په ختيځ كي د زغره وال ګاډو ۲۰۱ او ۱۶ فرقو كندز، بدخشان او بغلان ولايتونه ونيول، د مركزي قوماندانۍ د ۴۰ ځواك جنرال ولادمير ايم ميخليوف چي د تركمن پوځي سيمي لومړى مرستيال و، بګرام ته ورسېد او په افغانستان كي يې د شوروي ځواكونو قومانده پر غاړه واخيسته.
د ۲۷ ډسمبر په ماښام پراشوت اغوستونكي له هوايې ډګره د كابل ښار ته ننوتل او د مخابراتو او كورنيو چارو وزارتونو تر څنگ يې د راډيو ټلوېزون وداني په واك كي واخيسته، هغوى په ټولو وزارتونو او  نورو ځايونو كي ځانونه سمبا ل كړه، د ولسمشر حفيظ الله امين په كلابنده هستوګنځي كي د افغان پوځي قطعو او شوروي ځانګړيو ځواكونو د ټولګيو تر منځ كلكه جګړه وسوه د شوروي ټولګيو په مخ كي د (كي جي بي) ټولګۍ وې چي مشري يې د كي جي بي د ځانګړيو عملياتو د ځواك قوماندان كرنل بويارينوف كول، د شوروي ټولګيو مشري د كورنيو چارو وزارت د ځواكونو تورن جنرال وكټرپا پوټن كول، د دې  ټولګيو موخه د ماڼۍ نيول او د كي جي بي له خوا د حفيط الله امين وژل و، كله چي دې ټولګيو د پر مختلو هڅه وكړه نو افغان څارو (پيره دار) يې مخنيوى وكړ، بالاخره څارو  ووژل سو، ماڼۍ ته په رسېدو وړاندني زغره وال ګاډي د ور  ماتولو او د ننوتلو  هڅه وكړه، خو  گاډه  جام سوه، د پراشوټ ليوا سمدستي  سيمه له څلورو خواو وتړل او له ماڼۍ بهر  ګمارل سوي ساتندويان يې له منځه يووړل، له دې وروسته پوځ د كي جي بى ډلي په مشرۍ پر ماڼۍ ور ودانګل، د ماڼۍ دننه نقشه لا وار د مخه د كي جي بى يوه افسر ډګرمن ميخايل طالبوف دوى ته وركړې وه، طالبوف د منځنۍ اسيا له نژاده و او د كي جي بي د فرسټ چيف (بهرني استخباراتو) رياست چي د وژنو او بېړنيو عملياتو مسئوليت ور د غاړي و، د ايس څانګي د يوې فرقې له اتم مديريت سره اړه درلوده، هغه په سپټمبر كي د يوه پخوونكي په بڼه كي ماڼۍ ته ننوتلى و څو وكولاى سي امين په زهرو مړ كړي، دوه ځله يې هڅه وكړه خو ناكامه سو، له دې وروسته يې د ماڼۍ دننه او حفيط الله امين د تګ راتګ اړوند معلوماتو په ټولولو او لېږلو پيل وكړ، كله چي بويارينوف او د هغه ټولګۍ ماڼۍ ته ورننوته نو د ودانۍ دننه په دنده بوخت ساتندويانو سخت مقاومت وكړ چي په دې كي د بويارينوف ډېر كسان ووژل سول خو بويارينوف او ټولګۍ يې وتوانيدل چي د لومړي پوړ ځينو ته ځان ورسوي چيرته چي د امين ساتندوى ډلي چي د همدې كي جي بي روزلي كسان وه، كلك مقاومت وكړ له دې ويري چي ټولګۍ يې پر شا را نسي، بوريانيوف د نور كومك غوښتلو لپاره را وګرځيد  خو دا يې هېر وه چي پيراټر پرانو ته يې امر كړى چي كه هر څوك له ماڼۍ راووت بايد ووېشتل سي ځكه نو څنګه چي له ماڼۍ نه را بهر شو، د ګوليو تر بريد لاندي ووژل سو، بالاخره له سختي جګړې وروسته چي تورن جنرال وكټر پاپوټن هم پكښى ووژل سو پر دې وتوانېد چي ماڼۍ ونيسي.
له دې څخه سمدسمتي وروسته امين ونيول سو او د كورنۍ د غړو تر څنګ يې د ټولو ملګرو په گډون ووژل سو.
د همدې شپې پر پاو باندي نهه بجې باندي د پرچم څانګي د مشر (ببرك كارمل) ږغ د كابل ښاريانو تر غوږونو سو، هغه له تاشكند څخه چير ته  چي جلا وطنه و كابل ته راوستل سو ، كارمل د خپلي وينا په ترڅ كي چي له كابل راډيو څخه خپرېده، اعلان وكړ چي حفيط الله امين يوې انقلابي محكمې محاكمه كړى او د مرګ سزا يې وركړه، په دې پسي يې زياته كړه چي د هيواد  چاري يې په لاس كي اخيستي دي او شوروي اتحاد د مرستي لپاره د هغه غوښتنه منلې ده، په همدې ترڅ كي شوروي ځواكونه د افغان پوځ له مقاومت سره مخ وه، اتمي فرقې چي كابل ته نيژدې پرته وه سخت مقاومت وكړ، همدا راز په كندهار كي پنځلسمي فرقې سخت مقاومت وكړ او په هرات او جلال اباد كي هم اوږدې نښتي وسوې، په نورو سيمو كي وړاندي تر دې چي افغان پوځ خوځښت كي سي د شوروي ځواكونو له خوا بې وسلې سو او له دې مخكي چي د افغان هوايي ځواك الوتكي كومه ځوابي كړنه تر سره كړي د ټولو هوايي ډگرونو واك په لاس كي واخيستل سو، په كابل كي هم تر دريو ورځو جنګ روان وو، كه څه هم د دې لومړني مقاومت ځپلو ډيري اونۍ ونيولې خو د ۱۹۸۰ د مارچ تر پيله شوروي پوځ په دې وتوانيد چي په كابل او د هيواد په نورو لويو ښارونو كي واك ټينګ كړي او خپل ګوډاگى حكومت  جوړ كړي.
روسانو ته پته نه وه چي دا خو لا د هغه جنګ پيل دى چي تر نهو كالو به روان وي، افغانستان په سهيل مركزي آسيا كي پروت دى چي له څلورو خواوو په وچه كي راګير دى، په شمال كي يې تركمنستان، ازبكستان او تاجكستان په سهيل ختيځ كي يې پاكستان او په لويديځ كي يې ايران  پراته دي، دا هيواد له شماله تر سهېله په ۶۰۰ ميله او له ختيځه تر لويديځه په ۸۰۰ ميله كي پروت دى چي پر درو سيمو وېشل كېداى شي.
شمالي ورشو: د هيواد لويه كرهڼيزه سيمه ده چي شمالي بريد يې تر ډيره ځايه د آمو سيند جوړ وي، مركزي غرنۍ سيمه : چي هندوكش هم پكښي ګډون لري او د هماليې لوېديځه برخه ده او سهېل لوېديځه لوړه سيمه چي صحرائي او نيمه صحرايي سيمه ده او ريګستان نومي دښـت هم په همدې سيمه كي دى، د هلمند رود له مركزي غرنۍ سيمي څخه بېلېږي او بيا له سهيل لويديځي سيمي څخه په تېرېدو لاندي بهېږي.
د افغانستان تر نيمى زيات اوسېدونكي پښتانه دي چي ډېرى يې په سهيلي او ختيځو سيمو كي هستوګنه لري، پاته يې تاجك ازبك او هزاره جوړوي، تاجك په شمال ختيځ او لويديځ كي اوسي، ازبك د هندوكش په شمالي سيمو كي اوسي چي زياتره يې په كرهڼه بوخت دي او هزاره چي كوچي ژوند لري په مركزي غرنيو سيمو كي هستوګڼه كوي.
د افغانستان تر ۸۰ سلني زيات وګړي په كليو كي اوسي چي ډېرى يې د سيندونو پر غاړو مېشت دي، پاته پنځه برخي يې كوچيان دي، په ختيځ كي له كابل را وروسته هرات، كندهار مزار شريف او جلال اباد په لويو ښارونو كي راځي، د دې ښارونو ډېرى د يوې گردۍ لويې لاري په لړ كي پراته دي چي له كابل څخه په جنوب لويديځ كي تر كندهاره او له هغه ځايه په شما ل ختيځ كي د مزار شريف پر لور تاوېږي چي په دې ځاى كي د جنوب پر لور گرځي او تر كابله غزېږي، افغانستان په لومړيو كي د ايراني سلطنت برخه وه چي تر ميلاد  څلور پېړۍ وړاندي سكندر اعظم ونياوه، له هغه وروسته د شمال هند د موريه سلطنت يوه برخه وگرځېده چي له ميلاده دوې پېړۍ وړاندي د كشن (كوشانۍ) ټولواك كنشك (كنيشكا) په واك كي ولوېد په ۱۲۱۹ كي د چنګيز خان مغلو پر افغانستان حمله وكړه چي د پاچهۍ د ړنګېدو تر مهاله يې واكمنۍ دوام وموند، له دې وروسته افغانستان پر بېلابيلو خپلواكو واكمنيو و وېشل سو، ان چي په اتمه پېړۍ كي د هند مغلي سلطنت په خپلي پاچهۍ  ور گډ كړ، د اتلسمي پېړۍ په لومړيو كي ايراني پاچا نادر شاه له مغلو څخه ونيوئ چي وروسته يې ځاى ناستي احمد شاه بابا دا  هيواد د يوه ملت په توګه را غونډ كړ په ۱۷۷۲ كي د هغه له مرګ وروسته د قبايلي شخړو او برتانيې او روسيې د پراختيا غوښتني د جالونو له امله افغانستان يو ځل بيا له گډ وډيو سره مخ سو، روسيې غوښتل څو شمالي افغانستان لاندي كړي، په ۱۹ پېړۍ كي برتانيه د افغانستان په نيولو كي ناكامه سوه خو وتوانېده چي بلوچستان او ډېري پښتني سيمي چي هغه وخت په افغانستان كي وې لاندي كړي برتانويانو په ۱۸۹۳ كي د ډيورنډ كرښي په نامه يوه پوله جوړه كړه چي په هغه كي يې د افغاني سيمو بريدونه وټاكل، د لومړۍ نړيوالي جګړې پر مهال د افغانستان پاچا حبيب الله خان چي د خپل پلار عبدالرحمن خان ځاى ناستى و، هيواد بې پلوه وساته او د  جرمني پلويانو لخوا يې د هغوى د خوا نيولو فشار ته غاړه كښېنښوده،  خو په ۱۹۱۹ كي حبيب الله خان ووژل سو، پر ځاى يې دريم زوى امان الله خان پاچا سو چي سمدلاسه يې د انګرېزانو په وړاندي جنګ ونښلاوه چي دا جګړې تر يوې مياشتي رواني وې د دې جګړې په پايله كي افغانستان حق تر لاسه كړ څو خپلي بهرنۍ چاري په خپله پر مخ بوزي له دې وروسته امان الله خان د شوروي اتحاد له بالشويك حكومت سره د دوستۍ يو تړون لاسليك كړ چي په پايله كي د دواړو هيوادونو تر منځ تر اويا  كاله دوستانه اړيكي وپايېدې، په را وروسته څو كلونو كي امان الله خان بې شمېره سمونونه راوستل، په دې سمونونو كي د ښځو د مخ پټولو دود  ختمول او د گډي زدكړي د ښوونځيو رامنځته كول هم شامل و، چي له امله يې دود پالونكي قبايلي مذهبي كړۍ راوپارېدې د ۱۹۲۸ په نومبر كي د يوه تاجك بچه سقاو تر مشرۍ لاندي بغاوت رامنځته سو او امان الله خان دوې مياشتي وروسته واك خپل ورور عنايت الله خان ته وسپارى او له پاچهيه د لاس اخيستلو وروسته يې ايټاليه كي د جلا وطنۍ ژوند غوره كړ، خو بيا هم بچه سقاو پلاز ونياوه او د دوهم حبيب الله په نامه يې تاج پر سر كړ خو لس مياشتي وروسته نادر خان د هغه له وژلو وروسته واك په لاس كي واخيست او د نادر شاه په نامه يې پاچهي پيل كړه ده په ۱۹۳۱ كي د مذهبي كړيو د اطمينان لپاره نوى اساسي قانون  جوړ كړ، د ۱۹۳۳ په نومبر كي نادر شاه هم ووژل سو او پر ځاى يې د هغه زوى ظاهر شاه كښيناست را وروسته شل كلونه د افغانستان لپاره د كورني پر مختګ او بهرنيو اړيكو د پراختيا موده وه په ۱۹۵۳ كي د پاچا وراره تورن جنرال محمد داود خان د حكومت واګي تر لاسه كړې، هغه يو جنګيالى شانته قوم پاله پښتون و او د پښتونستان د خپلواكي سيمي د منځته راتګ پلوى و له پښتونستانه موخه هغه پښتني سيمه ده چي په ۱۹۴۷ كي بريتانويانو د هند د وېشلو پر مهال پاكستان ته وركړي وې.
داود د اقتصادي او پوځي مرستي لپاره شوروي اتحاد ته مخ واړاوه او هغوى چي په ۱۹۱۷ كي د بالشويك پاڅون له پيله د افغانستان چورتونه وهل په ۱۹۶۵ كي د افغان پوځ او هوايي ځواك روزنه پيل كړه له دې وروسته د بشري رغوني پر لويو كارونو كار پيل سو چي په هغه كي له تاجك افغان پولي تر كابله غزېدونكي لويې لاري او امو رود ته څېرمه د بندر جوړوني طرحي هم شاملي وې، دا مهال داود د اوږد مهالو سمونونو يوه  لړۍ پيل كړه له دې سره جوخت يې له سياسي پلوه د حكومت يو تپونكى نظام پر مخ بېوه چي پكښي اپوزيسيون ته هيڅ ځاى نه و، خو بيا هم د پښتونستان مسئله چي ده په كلكه را پورته كړې وه د ده د زوال لامل وګرځېده په پايله كي په ۱۹۶۱ كي پاكستان پوله وتړله چي له امله يې افغانستان د تجارتي او ترانزيټي لارو لپاره پر شوروي اتحاد تكيه كولو ته اړ سو، داود د ۱۹۶۳ په مارچ كي دنده پرېښوده  او دوې مياشتي پس پوله بيرته پرانستل سوه، تر دې ګړيه شوروي اتحاد په افغان پوځ كي خپلي ريښي ځغلولي وې، دا كار د شوروي مركزي قوماندانۍ د استخباراتو د عمومي رياست (گلاف پوځ رازويدي وئل نوي اپراولييني (جي آر يو) ) تر څارني لاندي راوړ، چي په ۱۹۶۴ كي يې د افغان پوځ د شوروي روزلي سر تېري د يوه پټ تنظيم ارمډ فورسز ريوليشنري ارگنايزيشن (د وسله والو ځواكونو انقلابي غورځنګ) كي ګډون ته وهڅول همدا مهال ظاهر شاه نوى اساسي قانون پلى كړ د دې په پايله كي د ۱۹۶۵ په اګسټ كي د هيواد لومړنۍ خپلواكي تولټاكني تر سره سوې چي پكښي زيات شمېر ګوندونو برخه اخيستې وه. په دوى كي له اسلامي بنسټ پالو رانيولې ان د كيڼ اړخ گوندونو هم گډون درلود چي د شورا د دواړو جرګو، ولسي جرگې او مشرانو جرګې لپاره يې خپل استازي درولي وه، د ټولټاكنو پر مهال شوروي اتحاد د افغانستان دوو كمونسټو ډلو پرچم او خلق د خپلمنځي توپيرونو ليري كولو او  يو موټي كېدلو ته را وبلل د دې تر څنگ هغوى د دريمي ډلي (پي ډي پي اې) ته هم مرسته وركړه چي نوې جوړه سوې وه او له كابل څخه يې د ولسي جرگې لپاره د پنځو چوكيو نه درې گټلي وي، سياسي وضعيت په بېړه د سنګر او سنګر نيوني پر لور روان و، ظاهر شاه د ۱۹۶۵ سپتمبر- ۱۹۷۲ د ډسمبر تر منځ موده كي يو په بل پسى پنځه صدراعظمان وټاكل.  د هغه لخوا د سياسي ګوندونو، ولايتي شورا گانو او د ولسواليو شورا ګانو د چارو د تنظيم لپاره د قانون رامنځته كوني د ردولو له امله  سياسي بهير له بحرانه سره مخ سو، د دې تر څنګ په پاكستان كي پر پښتني او بلوچ قبايلو د هغه هيواد لخوا ظلمونه روان وه خو ظاهر شاه يې په وړاندي هيڅ غبرګون نه ښكاره كاوه او په داسي حال كي چي افغانستان خپله له وچكالۍ سره مخ و بيا يې هم ايران ته د هلمند رود د پرېښولو پرېكړه وكړه چي له دې امله يې ورځ په ورځ په خلكو كي ګرانښت له لاسه وركاوه، د ۱۹۷۳ په جولاى كي  د ده پلاز چپه سو.او پر ځاى يې داود خان د پرچم گوند او د پوځ كيڼ لاسي افسرانو په ملاتړ واك په لاس كي واخيست داود د ۱۹۶۴اساسي قانون منسوخ كړ افغانستان يې ولسي جمهوريت اعلان كړ او ځان يې د صدراعظم او دولت د مركزي كمېټې د مشر په توگه وټاكى او د ببرك كارمل تر مشرۍ لاندي يې د پرچم گوند سره  چي دې گوند په دې  هكله د روسي هوكړه اخيستي وه، ائتلافي حكومت جوړ كړ، د خلق گوند چي مشري يې نور محمد تره كي او حفيظ الله امين كول، د داود دا تګلاري ټينګي دود پالي وبللې او هغه يې رد كړه چي په ډول يې له هغه سره د حكومت جوړولو ته هم غاړه كښېښوده د ببرك كارمل او پرچم ګوند د زياتېدونكي ځواك له امله د افغانستانه بهر خصوصاًً اېران اندېښمن و چي په ۱۹۷۴ كي يې د امريكا په مرسته په لوېديځ پلو اقتصادي او پوځي بلاك كي افغانستان  راګډ كړ. په دې بلاك كي پاكستان، هند اود  خليج هيوادونو هم گډون درلود، د دې پر بنسټ افغانستان ته د ۴۰ مليونه ډالرو پور وركوني وړانديز هم وسو چي د دوو اربو ډالرو د لس كلني اقتصادي مرستي لومړنۍ برخه وه، د پلان موخه دا وه چي له يوې خوا افغانستان د سړكانو او اورگاډو د پټليو له لاري له خليجي هيوادونو سره ونښلوي او له بلي خوا د شوروي اتحاد پر ځاى ايران د افغانستان د ستر مرستندويه هيواد په توګه را وړاندي كړي، سي،آى، اې، او د شاه استخباراتي شبكې ساواك د پاكستان، هند، چين، منځني ختيځ او نوروشبكو په ملګرتيا په افغانستان كي د كي جي بي په وړاندي په خوځښت كي وې، د دې تر څنګ سي، آى،اې، او ساواك په سپتمبر او ډسبمر ۱۹۷۳ او جون ۱۹۷۴ كي د  اسلامي بنسټ پالو ډلو لخوا د داود د واك نسكورولو په هڅو كي هم لاس درلود، د اېران او امريكې د دې كوښښونو په پايله كي داود نور اړ سو چي د اېران په مشرۍ كي لوېديځ پال بلاك ته نور هم نيژدې سي، د ۱۹۷۴ په جولاى كي يې له پوځه دوه سوه د شوروي روزلي افسران وايستل او په دا بل كال كي يې خپل د كورنيو چارو كمونيسټانو د وزير پر ځاى د كمونيسټانو سخت مخالف جنر ل قادر نورستانى وټاكئ د ۱۹۷۵ په اكتوبر كي يې نور ۴۰ تنه د شوروي روزلي افسران ايسته كړل او پر شوروي اتحاد د انحصار د لا كمولو په خاطر يې په هند مصر او امريكا كي د روزني د تر لاسه كولو لاري چاري ولټولې په نومبر كي داود د  آزاد پښتونستان رامنځته كوني په خپله تگلاره كي نرمي راوستل او اعلان يې وكړ چي نور به افغانستان د پاكستان په وړاندي جنګېدونكي نيژدې لس زره پښتون او بلوڅ چركيانو ته پنا نه وركوي همدا راز يې له پاكستانه راتلونكي پښتانه مهاجرين افغانستان ته له ننوتو وگرځول او له دې سمدستي وروسته يې د پرچم گوند سره خپلي سياسي اړيكي ختمي اعلان كړې او د ملي انقلابي شورا په نامه يې خپل ګوند جوړ كړ، له دې امله شوروي اتحاد نهيلى او په راتلونكو ۱۸مياشتو كي پر پرچم او خلق زور واچاوه څو خپلمنځي اختلافات ختم كړي او سره يو سي كه څه هم په ۱۹۷۷ كي شوروي اتحاد د دې دوو ډلو په يو ځاى كولو وتوانېد خو د دوى تر منځ د نورو توپيرونو علاوه يو بنسټيز توپير دا و چي د پرچم ډلي ملګري زياتره ښاري او د لوړي طبقې خلك وه چي ډېرو يې د فارسي افغاني بڼه دري ويل او له پښتني قبايلي چارو سره يې هيڅ نه لگېده د خلق ډلي ډېرى ملګري د ټيټي طبقې كليوالي خلګ وه چي په افغانستان كي يې د پښتنو لاس بري او له پاكستانه د هغو سيمو بيرته تر لاسه كول غوښتل چي برتانيې په ۱۹۴۷ كي وركړې وه.
په ۱۹۷۷ كي  داود له شوروي اتحاد سره د اړيكو غوڅولو كار ګړندى كړ د فبروري په مياشت كي د كمونيسټانو په وړاندي مبارزه ځواكمنه سوه او دوې مياشتي وروسته په ماسكو كي د داود او شوروي لومړي وزير ليونيډ برژنيف سره خوله سوه برژنيف په افغانستان كي د ناټو اړوند زيات شمېر په كار بوختو كارپوهانو د ايستلو غوښتنه وكړه خو داود ځواب وركړ چي هيوادوال به يې هيڅكله شوروي اتحاد ته د هغوى په كورنيو چارو كي د لاسوهني اجازه ور نه كړي هيواد ته په راستنيدنه داود و  هند، مصر او امريكې ته د لېږل سويو افسرانو په شمېر كي زياتوالى راوست، په تركيه كي يې هم د هوايې ځواك د افسرانو د روزني كار پيل كړ، د دې تر څنګ يې د هايدرالك پلانونو د جوړوني لپاره له سعودي عرب سره د ۵۰۰  ميليونوډالرو مرستي اخيستني لپاره خبري اتري پيل كړې په عين حال كي يې له چين او كويټ سره د مرستي تړونونه لاس ليك كړه، دا پيښي او له اېران، مصر، تركيې او سعودي عرب سره د افغانستان پراخېدونكي اړيكي شوروي اتحاد ته د اندېښـني وړ وې، د دې تر څنګ پښتون ملت پالو ته هم دا څرګندېده چي داود له پاكستانه د سيمو اخيستني خبره شاته كوي څو له امريكي او اېرانه نوري مرستي تر لاسه كړاى شي د پاكستان پوځي واكمن جنرال ضيا الحق دا په ډاګه كړې وه چي پاكستان به له افغانستان سره هله سولي ته چمتو سي چي افغانستان د پښتونستان او بلوچستان خبري هيري كړي او د ډيورنډ لاين ومني د ۱۹۷۸ په مارچ كي دواړو خواوو جوړ جاړي ته خوښي وښودل، داود څرګنده كړه چي داشرطونه به هغه وخت مني چي پاكستان پښتونستان او بلوچستان ته تر يو ځايه خپلواكي وركړي، د پښتونستان ملت پالانو ته هغه وخت شك ور ولاړ سو چي داود له پاكستان سره جوړ جاړى كړى، كله چي هغه هيواد ته په راستنېدنه د پښتنو او بلوڅو قبايلي مشرانو ته په يوه ناسته كي وويل چي د  دوى لس زره باغيانو پوځ دي تر دېرشم اپرېله له افغانستانه ووزي له پاكستان سره د  جوړجاړى خبر په وسله وال پوځ كي ډېر ژر خپور سو او كمونسټانو له موقع څخه ګټه واخيسته داود ځان يوازي احساساوه چي بالاخره يې ځواك د پوځ او پوليسو د يو څو لوړ رتبه سخت كمونيسټ مخالفو افسرانو پوري پاته سو چي دې له ټولو لوړو چوكيو د كمونسيټانو ليري كولو ته ملاتړلې وه، د دې په پايله كي د پرچم يو مخكښه غړى مير اكبر د اپريل پر ۱۷ ووژل سو چي له امله يې د ناكرارۍ څپې خورې شوې، په دې لړ كي د اپرېل په ۲۵ نور محمد تره كي، ببرك كارمل او پنځه نور مخكښ كمونسټ مشران ونيول سول خو حفيظ الله امين يوازي په كور كي نظر بنده كړل سو، چا چي د خلق لخوا جوړه سوې د داود د ليري كولو طرحه دباندي خوره كړه، د طرحي نقلونه د هوايې ځواك او پوځ پر افسرانو ووېشل سول او د اپرېل په ۲۴ بغاوت وسو، مشري يې د پوځ څلورمي فرقې كول چي د اوومي او اتمي فرقې د لږ څه مقاومت وروسته يې حفيظ الله امين او نور كمونيسټ مشران را خوشي كړل، د پوځ نوري ډلګۍ هم له باغيانو سره ملګري سوې د هوايې ځواك افسرانو هم په بغاوت كي لاس درلود، خو د دوى الوتكي له غرمې پس په خوځښت كي سوې، له بګرام هوايي ډګره را الوتو، شپږو الوتكو د جمهوري رياست ماڼۍ بمبار كړه د ورځي تر پاى ته رسېدو پوري امين واك په لاس كي اخيستى و او درې ورځي وروسته اعلان وكړاى سو چي نوى حكومت د افغانستان د جمهوري دولت له انقلابي شورا څخه جوړ سوى دى دا مهال داود او د هغه د كورنۍ زيات غړي ووژل سول.
نور محمد تره كى د جمهور رئيس او ببرك كارمل د مرستيال په توګه وټاكل سول، امين د لومړي مرستيال صدر اعظم او بهرنيو چارو وزير دنده پر غاړه واخيسته او اسلم وطن جار چي د څلورمي فرقې د مرستيال قوماندان په توګه يې د بغاوت مشري كړې وه د مرستيال صدراعظم او د هوايې ځواك رئيس عبدالقادر د دفاع وزير په توګه وګمارل سو،  حفيظ ا لله امين ډير ژر له خپلو پخوانيو ملګرو سره چي اوس يې سيالان سوي وه د واك لاسته رواړني غوبل پيل كړ، د جون په پاى كي كارمل او د پرچم شپږ نور مشران د سفيرانو په توګه بهر ته ولېږل سول، وروسته عبدالقادر د امين په وړاندي د بغاوت په تور ونيول سو او ببرك كارمل چي په پراګ (چكسلواكيا) كي يې د سفير په توګه دنده تر سره كول، بيرته راوغوښتل سو خو نه هغه او نه يې ملګرو د بيرته راتګ خبره ومنله او له دې وېري يې چي يا به ونيول سي او يا به په زوره هيواد ته ولېږل سي ځانونه پټ كړه، په همدې مهال اسلم وطن جار چي د دفاع وزير جوړېدلو هڅه يې كول، له پخواني دريځه را كښته كړل شو او د مخابراتو وزارت ور وسپارل سو.
امين سمدلاسه د سمونونو لړۍ پيل كړه چي د خوار ولس لپاره د ګټمنتيا سره په ناقص ډول طرح سوې وه. د مځكي د ملكيت او د ښځو اړوند اصلاحاتو په برخه كي د هغو خلكو چي ګټي يې په خطر كي لوېدې او همداراز محافظه كاره كړيو لخوا چي ملا هم پكښي راتلى، سخت مخالفت رابرسيره سو. خو امين د نوموړو اصلاحاتو پلي كوني ته زور وركړ او د اړتيا پر مهال يې د خپلو پټو پوليسو چي مشر يې دده وراره و،  همداراز مصنوعي محكمو څخه هم كارواخيست. كه څه هم په بيړه  دده مخالفينو ته د هيواد بهر اسلامي بنسټ پالو ډلو مرسته راپيل سوه چي پكښي ځينو يې له پاكستانه د وسله والو ډلو راليږل هم شروع كړه.
امين چي د خپلو مخالفينو سره يې د ګډ حكومت لپاره د شوروي اتحاد غوښتنه پر مځكه غورځولې وه، ورځ په ورځ د شوروي اتحاد د انديښنې وړ ګرځيدى. اوس نو دى پر څو اړخونو له مخالفت سره مخ و او د ۱۹۷۹ په فروري كي د پښتون ضد تاجكو يوې ډلي چي له ستم ملي نومي ګوند سره يې اړه لرل، د امريكې سفير اډولف ډبس يرغمال ونياوه او د هغه د خوشي كوني په بدل كي يې د خپل مشر بدرالدين باهيس د ايله كولو غوښتنه وكړه. افغان حكومت د يرغمال نيونكو سره خبري رد كړې او هغه هوټل  ته يې چي يرغمل ساتلى و، پوليس وليږل. د پوليسو په بريد كي سفير او يرغمل نيونكي دواړه ووژل سول.
د ډبس له مرګه پس امين څرګنده كړه چي د ستم ملي مشرتابه له پرچم سره نژدې اړيكي لري او خپله په كابل كي له كي.جي.بي سره تړلي دي او د يرغمل  موخه له امريكې سره د ده د حكومت د اړيكو خرابول دي. په ۱۹۸۰ كي خپاره سوي د امريكې د بهرنيو چارو وزارت په يوه راپور  كي ويل سوي دي  چي له پوليسو سره څلور روسي سلا كاران وه چي پكښي درې  د پوليسو  له هغه  ټيم  سره ولاړل چي پر هوټل  يې بريد كاوه. په دوى  كي يو د ودانۍ چاپير ډزو كوونكو سره ملګرى و چي د همده د لارښووني پر بنسټ ډزي وسوې.
په مراچ كي  په لويديځ ښار هرات كي د حكومتي پوځونو او باغيانو تر منځ نښته رامنځ ته سوه. دا مهال ۱۷ فرقه هم واوښته او له باغيانو سره ملګرې سول. له دوې اونۍ جګړې وروسته بغاوت آرام كړل سو. په دې ترڅ كي زره تنه ووژل سول. په دوى كي ۹۰ تنه روسي سلا كاران او د هغوى د كورنيو غړي هم وه چي په خپلو كورونو كي ووژل سول. وروسته څرګنده سوه چي د بغاوت مشري كوونكو افغانانو ته وسله او روزنه د آيت الله خميني حكومت وركړې وه چا چي يوه مياشت وړاندي په ايران كي كي واك ترلاسه كړى و. ددې تر څنګ د سيمه ايزو خلكو لويې برخي چي ډير يې شيعه ګان دي، د باغيانو ملاتړ كړى و. له دې وروسته د جون پر ۲۳ په كابل كي افغان پوځيانو بغاوت وكړ او پر شپږ اګست يو بل بغاوت وسو چي پكښي يوې افغان پوځي ټولګۍ د كابل د بالاحصار د نيولو هڅه وكړه. په دې لړ كي امين او تركي له شوروي اتحاد څخه غوښتنه وكړه  چي د پرله پسې بغاوتونو د له منځه وړلو لپاره دي  پوځ ورولېږي. شوروي اتحاد و نه منل. خوبيا يې هم د پوځي پلاوي او ګن شپ چورلكو په بڼه مرسته وركړه چي  راتلونكې مياشت افغانستان ته ورسيدل. د خرابيدونكي وضعي او د باغي پوځونو د ډيريدونكي ځواك څخه د اندېښنې له امله چي اوس د سعودي عرب، مصر، متحده عرب اماراتو او چين مرسته هم ورته را پيل سوې وه، شوروي اتحاد امين ته وړانديز وكړ چي د ببرك كارمل سره په ګډه چي دا مهال د چيك حكومت تر سياسي پنا لاندي په پراګ كي مېشت و، حكومت جوړ كړي. امين چي لا له وړاندي يې تره كي ته اسلم وطن جار ته د دفاع وزارت او يو بل خلقي شيرجان مزدور يار ته  وزارت وركولو له امره  نيت خراب و، دا وړانديز په خوابدۍ سره رد كړ. ددې تر څنګ تره كي د امين وراره اسدالله امين د پټو پوليسو د مشرتوبه ليري كړ او پر ځاي يې يو خلقي اسدالله سروري وګماره چي له امله يې امين نور هم ترله وواته.
شوروي اتحاد يوه عوضي طرحه جوړه كړه چي تره كى دي اولسمشر واوسي، كارمل دي صدراعظم كړل سي او امين دي سفير كړل سي او بهر دي وليږل سي. د ۱۹۷۹ په سپتمبر كي تره كي مسكو ته د خپل سفر پر مهال له دې طرحي سره خپله خوښي وښوول خو يوه بله پلي كيدونكې طرحه يې څرګنده نه كړه چي له مخي يې هيواد ته  پر ستنيدنه دده هركلي ته راتلونكي امين لا په لاره وژل وه خو بيا هم مسكو ته تر روانيدو وړاندي يوه مخبر كي جي بي  ته ددې پلان خبر وركړ چي هغوى تره كى له دې كاره راوګرځاوه ځكه هغه اند لاره چي له ويني تويوني څخه  به افغانستان بې ثباته سي.
له دې وروسته د امين او تركي تر منځ اړيكي لا پسي خرابي سوې. هر يوه له يو بله د استعفي غوښتنه كول. په دې لړ كي اسدالله سروري د امين د وژلو د سپتمبر د ۱۴ طرحه جوړه كړه چي ناكامه سوه. امين په جوابې كړني سره واك په خپل لاس كي واخيست او خپل ټول حريفان يې له خپلو چوكيو څخه ايسته كړل خو د هغوى د نيولو هڅي يې ناكامه سوې ځكه دوى ټولو لا له وړاندي د كي.جي.بي د يوه  ايجنټ په كور كي پنا اخيستې وه.
د اكتوبر پر ۱۵ د كابل راډيو اعلان وكړ چي تركى له سختي ناروغۍ  وروسته ومړ خو شوروي اتحاد ته وروسته څرګنده سوه چي نوموړى پر ۱۷ سپتمبر د امين دريو كسانو وژلي و. پر دې باندي په مسكو كي انديښنه خپره سوه ځكه هغوى شك كاوه چي امين به د مرستي لپاره له امريكې سره لاس يو كړي. وطن جار، سروري، مزدوريار او يوه مخور خلقي سيد محمد ګلاب زوى چي په كابل كي كې.جي.بي خوندي كړى و، كې.جې.بي ته يې له امريكې سره د امين د ډيريدونكو اړيكو په اړه شواهد وركول. دې شكونو ته نور ځواك ببرك كارمل او د هغه شپږو ديپلومات ملګرو وركاوه چي په مسكو كي يو ځاي  سوي وه او شوروي حكومت ته يې په ټينګه باور وركاوه چي امين لويديځ ته لاس وركوونكى دى. په څرګنده دا هغه وخت و چي په دارالامان كي د كي.جي.بي ايجنټ لفټننټ كرنل طالبوف ته د امين د وژلو لارښوونه وسول خو هڅه يې ناكامه سوه.