
طالبانو ته مو ډیر وویل چی افغانی احزابو وجود باید د یو حقیقت په توګه ومنی، دوی ته مو د همکاری او ګډ کار وړاندیز وکړ، خو دوی چی له کومی ورځی په پاکستان کی د انګلیس په مشوره او د امریکی په امکاناتو جوړ شول او د حزب اسلامی پر ضد یی هم شورای نظار څخه مرستی ترلاسه کړی هم جمعیت اسلامی څخه، هم کمونست جنرالانو سره یو ځای شول او هم یی جنرال دوستم سره ائتلاف وکړ!!
او تراوسه دوی هرځای کی د حزب اسلامی پر مجاهدینوبریدونه کړی او د دښمن په سترګه ورته ګوری، زموږ پر ضد هر دروغ ویلو ته تیار دی او مختلف تهمتونه یی پر موږ وتپل، حال دا چی څومره چی دوی داخلی جنګو کی مصروف ول یو تنظیم هم نه وه. جنګ یی له کابل څخه هیواد شمول کړ.
اوس ګوری څه کیږی.
پخوا روس سره په جهاد کی ډیر کمونستان د حزب اسلامی مجاهدینو په لاس ووژل شول، د دی کمونستانو زامن حزب اسلامی سره کینه پیدا کړه او بیا کله چی طالبان راغلل ټول هغوی سره ودریدل او دا کوم ګنده موقف چی طالبان د حزب اسلامی پر ضد لری له همدی ځایه خړوبه کیږی.
اوس چی کلونه کلونه د حزب اسلامی مجاهدین د طالبانو په لاس تکلیف سره مخ شول، اوس به دوی حتما د طالب پر ضد هر نوی ګوند سره یو ځای کیږی.
دا بد فهمی او تنګ ذهنی په طالبانو کی وه چی د ګډ کار صلاحیت او اهلیت نه لری، څه چی په راتلونکی کی د دوی په انتظار وی د هغه مخه اوس موږ هم نشو نیولی. متاسفانه ټول قصور د دوی په بد فهمی کی وه.
زه د دوی موقفو ته ډیر حیران یم چی څنګه دوی ځانته هیواد شمول تنظیم وایی؟! څنګه د اسلام دعوه کوی؟! اوس خو یی ډیر عجیب کار شروع کړی هغه هم دا چی شیعه ایرانیانو څخه د سنیانو پر ضد امکانات ترلاسه کوی!!
باور وکړی همدی جنابانو څو کاله مخکی زموږ سر را په درد کړ چی حکمتیار صاحب پخپل لیکل شوی کتاب د قانون اساسی په نامه ولی داسی یوه ماده لیکلی چی شیعه هم ځان پارلمان او ریاست جمهوری ته کاندید کولی شی!!! د دوی په ګومان چی شیعه کافر او مرتد دی او حکمتیار صاحب ولی داسی یوه ماده لیکلی!!!
حال دا چی حکمتیار صاحب په قانون اساسی کی د شیعه هیڅ ذکر نه وو کړی، خو دوی هغه مهال موږ پری ملامتولو خو اوس تاسو ګوری چی له همغه شیعه ګانو څخه د سنیانو پر ضد امکانات اخلی!!! عمل او بیان کی دومره تضاد!!
کله به یی ټول تبیلیغات زموږ پر ضد شروع کړ چی حزب اسلامی غړی منافقین او مرتدین دی!!! چی حکومت او بهرنیانو سره خبری کوی!!!
خو بیا څو کاله پس عقل یی کار وکړی او مخامخ ورشی د امریکی په خوښه قطر کی کور ،دفتر او مالی مصارف تری واخلی !! بیا حکومت سره هم خبری وکړی!!
ویل به یی بیعت ضروری خبره ده، او ټول عرب مجاهدینو موږ سره بیعت کړی!!!
خو اوس چی ابوبکر البغدادی خلیفه شو ،دوی اوس بیعت نوم هم نه یادوی!! اوس موږ ورته وایو چی ورشی بیعت وکړی ،خلیفه ابوبکر په ډیر لوی ساحی تسلط لری او تاسو څخه هم ټول عرب ،ازبک او نور بهرنی او کورنی مجاهدین بیل شول چی ګویا ملا محمد عمر نشته!!
خبره داده چی یو تنظیم خپل اساسنامی کی دومره مشکل ولری، چی دومره جدی مشکلاتو سره مخ شی نو سوچ وکړی آیا دا تنظیم به دوام وکړی!! که لس کاله نور هم پاته شی خو بی اساسنامی تنظیم بی اساس وی. څوک چی دومره ستونزی پخپل اساسنامی کی لری نشی کولی خپل ځای ټینګ وساتی.
له بلی خوا یی ویل چی حزب اسلامی دیموکراتان دی؟! انتخابات منی؟! خو اوس د دوی غړی د پارلمان غړی میرمن شینواری ته وایی چی کیدی شی ټاکنی هم ومنو!!! نعوذ باالله حیران پاتی شوم چی دا شل کاله مو څه کول؟! دا څنګه سوچ او تګلاره وه؟! حال دا چی امریکی ته په دی حمایت کولی چی حزب اسلامی پر تا ختم کړی، یعنی له همغه ورځ باید د حزب اسلامی په ارزښت پوه شوی وی، که دوی دیموکرات وی ،بیا تاسو ته به یی امکانات نه درکول چی زموږ پر ضد وجنګیږی.
خبره بیا هم دیته راوړم چی د دوی غلط پالیسی د افغانی احزابو په اړه به د دی سبب وی چی دا احزاب د دوی پرضد هر نوی ګوند سره لاس یو کړی ،په دی فرق چی هر یو به خپل موقف ساتی.