ایران مذهبي امپراطورۍ غواړي/ یو واقیعت

 
ایران له هري ورځې په تېرېدو سره په عراق ، سوریه ،یمن تونس ، افغانستان او ګڼو نورو هغو هېوادونو کې چې مسلمانان یې په شخړو کې راګیر دي په چټکۍ سره د دې هېوادونو په مذهبونو او رواجونو کې بې درېغه لاس وهنه کوي.
د دې هېواد لاس وهنې ډېرې په هغو هېوادونو کې ځای نیسي چې هلته شیعه ګان تر سنیانو ډېر واکمن وي چې له دې لارې  ایران نږدې خپلو هلو ځلو کې بریالی هم ښکاري.
له سعودي عربستان سره د ایران تازه کیسه د دې روایت کوي چې دغه هېواد نور نه باید د اسلامي هېوادونو په سر کې تر ایرانه وړاندې یاد شي.
په عراق ، سوریه او اوس په یمن کې روانه جګړه د ایران په ملاتړ مخکې ځي چې ان یمن کې د حوثي اورپکو په لاس د عبدالرب الهادي منصور حکومت د لمنځه وړو په حال کې ده خو د سعودي له لوري په حوثي یاغیانو بمباري د هادي حکومت نوم ژوندی ساتلی دی.
د ایران سپاه پاسداران په همدې هېوادونو کې مذهبي جګړې پیل کړي او د شیعه ییزم څخه دفاع او د سنیانو پرضد جګړه په دې ښه دلالت کوي چې ایران یوه ناببره مذهبي جګړه پرمخ وړي چې ان د دې لپاره د راپورونو پر بنسټ د ایران سپاه پاسداران عربۍ نړۍ ته وسلې هم د قاچاق په توګه لېږدوي او هلته د شیعه ګانو په واک کې ورکوي.
ایران چې اوس  خپله ځان د مسلمانو هېوادونو سر لار بولي له سعودي عربستان سره یې اړیکې کړکېچ سطحې ته غورځولي دي او ډېره هڅه کوي چې د یمن ، عراق او سوريې په څېر په مکه مکرمه کې هم تاوتریخوالی رامنځ ته کړي.
د تاریخ په زمان کې  غیر مسلمو ډلو د مسلمنانو ترمنځ له شته مذهبي تشو  ډېره ګټه پورته کړې چې ډېر حکومتونه د مسلمانانو له دې لارې یا ړنګ شوي او یاهم د سقوط لورته تللي دي چې نن ورځ هم دغسې یو حلات روان دی .
د ژوندن په ټولو پړاونو کې مو توکمیزې ، ژبنۍ ، نژادي او دې ته ورته سختې جګړې تجربه کړې چې پایله یې د مسلمانانو په وژلو راټوله شوه.
مذهبي جګړې او تاریخوالی د جګړو د ماهیت له پلوه یو ستر رقم دی چې پایلې یې تر نورو تاوتریخوالو سختې پرې وځي.
ایران اوس د مذهبي جکړې بنسټ د  ایښيدو په درشل کې ده  او هره ورځ په هغو هېوادونو کې چې مسلمنانان په کې په ستونزو اخته دي ایران د دې تشې نه په ګټنې سره خپل مذهبي بنسټ قوي کوي.
اوس که ایران اتل دی سبا به همدغه هېوادونه چې تهران په کې لاس وهنې کوي او مذهب پالنې ته لمن وهي د ایران لپاره په یو ستر ګواښ بدل شي.
هغه ډول چې بیا پښېماني به یې کوم ځای ونه نیسي .