
Is the establishment of political opposition in the favor of Afghanistan?
لیکوال: ا. پروفیسور محمد ظریف "امین یار"
سریزه(Preface) :
په ډموکراتیکې حکومتوالي (Democratic Governance) کې څلور اساسي عناصر باید شتون ولري( حکومت، خصوصي سکټور، مدنی ټولنه او سیاسي اپوزیسیون). لومړئ حکومت(Government) ده چې د خصوصي سکټور، مدني ټولنې او سیاسي اپوزیسیون لپاره ښه او مناسبه محیط (Conducive Environment)آماده کوي، دوهم خصوصي سکټور ده چې د خلکو لپاره اشتغال(Employment) خلق کوي او د اشتغال کندو په نوم هم یادیږي، دریم مدني ټولنه(Civil Society) ده چې د خلکو او حکومت تر منځ د ارتباطي پل په توګه کار کوي او د خلکو خبرې حکومت ته رسوي او د اړتیا په وخت کې مناسبه فشارونه پر حکومت اچوي. څلورم سیاسی اپوزیسیون(Political Opposition) ده چې د حاکم ګوند څخه وروسته په هیواد کې تر ټولو اغیزناکه قوا ګنل کیږي. د اپوزیسیون موخه په حکومت باندې نظارت او د اصلاحي طرحو پلي کول دي چې نهایی هدف یې د حاکم ګوند څخه سیاسي قدرت په مسالمت آمیزه توګه لاسته راوړل دي. لکه څنګه چې پوهیږئ افغانستان هم ډموکراتیک نظام لري او د لویدیځ څخه کاپي شوئ سیاسي نظام عملي کوي نو پدې اساس د سیاسي اپوزیسیون شتون یا نه شتون موضوع د تود بحث وړ ده اما مخکې له دې چه دا ووایو چې د سیاسي اپوزیسیون ایجاد به د افغانستان اوسني حکومت لپاره ښه وي که بد د موضوع په اړوند ځیني اساسي مفاهیمو باندي باید پوه شو.
اپوزیسیون (Opposition) څه ته وایی؟
په سیاسي فرهنګ کې اپوزیسیون د ضدیت، مخالفت او مقابلې په معنا دئ او په وسیع مفهوم کې هغه هلي ځلي او کوښښونو او مخالفت ته وویل کیږي چې سیاسي ګوندونه، اتحادیې او نورې هلقي یي د ځانګړي سیاسي، اقتصادی او ټولنیز موخو ته د تحقق لپاره موجوده نظام سره کوي. د نړئ سیاسی او حکومتی نظامونو کې دوه ډوله اپوزیسیون مطرح دي:
له بل طرفه سازمان موندنه په رسمي او غیر رسمي توګه د اپوزیسیون جوړونې لپاره اساسي شرط بلل کیږي. نو په دغه اساس اپوزیسیون ته موږ د مخالفینو یو سازمان شوي ډله چې موخه یې د حاکم حکومت څخه حکومت لاسته راوړل دي وویلئ شو. د کلاسیک لارې په مطابق موږ اپوزیسیون په دوه ګړوه یعني "وفاداره اپوزیسیون" او " لنډ نظره اپوزیسیون" باندي هم وویشل کیدلائ شي.
اپوزیسیون په بیلا بیلو نظامونو کې(Opposition in Various Systems) :
په دې نظام کې حاکم ګوند د خپل سیاست مخکې وړلو لپاره د اپوزیسیون آندونو ته اړتیا نلري او په ټولو سیاسی چارو کې (د تقنین او د اجرا مرحلې) کې د بشپړ قدرت څخه برخه مند دئ. یعنې د قانون جوړنې او نورو مسایلو کې د اپوزیسیون ګډون او فعالې ونډې ته کوم حقوقی ضرورت نشته او دولت د سیاسی کړنو په هکله خورا اختیار لري. نو اپوزیسیون د خپل فعالیتونه د خپلو سیاسي موخو پر اساس اجرا کوي او ټول ټاکنو ته منتظر وي او هڅه یې دا وي چې پکې حاکم ګوند ساقط شي او دوي قدرت ته ورسیږي.
آلمان د پارلمان محوره نظام یوه بله بیلګه ده. د انګلستان برخلاف آلمان کې متعدد امکانات د مستقیمې ډموکراسئ لپاره په فدرال کچې کې شتون لري او همدغه رنګ د اپوزیسیون قدرت سره ګدون لپاره مهم ساختاري تمهیدونه هم وجود لري. د دغه موضوع پر اساس پارلمان کې اقلیت ګوند ته معنادارسهم په اساسی کمیتو کې ورکول کیږي چې هغوی ته د اساسي قانون اصلاح لپاره (که اړین وي) اجرایی او نظارتی توانایی ورکوی.
افغان ملي یووالی حکومت کې د اپوزیسیون اهمیت(The Importance of Opposition for Afghan Unity Government) :
د ملی یووالی حکومت لکه څنګه چې تاسې آګاه یاست د اساسي قانون په نقض سره د ۱۳۹۳ کال د ټول ټاکنو کړکیچ ته د پای ټکئ کيښودو لپاره یوه امریکایی طرحه وه چې د جان کیري(متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر) مستقیمې مداخلې په پایلې که لاسته راغلئ ده. جان کیری(John Kerry) افغانستان ته څو څو ځلې سفر کوي او بالاخره د جان کیري د راتګ په نتیجې کې د افغانسان اساسی قانون نقض شو او بلاخره د ملی یووالی حکومت تشکیل او قدرت دوه سیاسی کمپونو(Camps) په منځ کې د ټولو سیاسی او حقوقي معیارونو خلاف وویشل شو.اما نن کابو ۹ میاشتو په تیریدو سره داسې معالومیږي چې د ملی یووالي حکومت طرحه یوه ناکامه تجربه ده ځکه چې نن د ملی یووالی حکومت کافي بحرانی حالت کې قرار لري او سترو ستونزو سره مخامخ دئ ؛ او داسې وویل کیږي چې تقریبأ یو سیاسي انارشیزم(Political Anarchism) طرف روان دئ. د ملی یووالی حکومت د ستونزو په لوی لیست کې یو هم د اپوزیسیون د نه شتون ستونزه ده. ګرچه اپوزیسیون د افغانستان اوسني ډموکراتیک رژیم(د طالبانون رژیم څخه وروسته) کې ډیر ګټور نه دئ ثابت شوئ بیا هم د یوې نظارتي قوا په توګه شتون یې بې ګټې نه دئ. بله خبره داده چې په تیرو ۱۳ کالونو کې شمالي ټلواله هم په قدرت کې وه او هم یې رسمی اپوزیسیون رانیولئ وو چې قطعآ دغه ډول اپوزیسیون د افغانستان لپاره موثرې پایلې نه درلودې.
اوس نو چې د ملي یووالی حکومت میکانیزم(Mechanism) لاندې اپوزیسیون څومره ګټور ثابت کیدئ شي دا به وخت ځواب ورکړي اما نه شتون یې اندیښنې رامنځته کړيدي. کله نا کله داسې شایعات مخکې کیږي چې ګواکې د مجاهدینو مشران غواړي یو لوی اپوزیسیون تشکیل کړي اما تر اوسه پورې دا خبرې یواځې یوه شایعې تر حدې د منلو وړ دي. پوښتنه داده چې افغان ملی یووایی حکومت به وشي کړئ چې یو ګتور او مضبوط اپوزیسیون تشکیل کړي که نه او بله دا چې دغه اپوزیسیون به د چا په مشرئ لاندې منځته راشي.
سیاسي اپوزیسیونونه د شرایطو تابع دي او مخصوصې ځانګړتیاوې لري. لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره شویده اپوزیسیون د سیاسي ګوندونو لخوا یا پارلمان خپله یې تشکیلوي چې رسمي اپوزیسیون ته موږ قانوني اپوزیسیون هم وایو. قانوني یا رسمي اپوزیسیون د مطروحه ملی او نړیوال قوانینو په رڼا کې وړاندې کیږي. دغه ډول اپوزیسیونونه ډموکراتیک نظام لاندې خپل همفکران لاریون ته هڅوي او غواړي چې حکومت مسالمت آمیزه توګه باندې خپل کړي. د دې ترڅنګ یو بل ډول اپوزیسیون چې ورته "مسلح اپوزیسیون" وویل کیږي هم په سیاست کې شتون لري چې بل نوم يې "غیر قانونی اپوزیسیون" هم دئ. د غیر قانوني اپوزیسیون موخه د مهماتو په وسیله د حکومت انهدام ګنل کیږي. نن په افغانستان کې د غیر قانوني اپوزیسیون ځاي طالبانو او حزب اسلامی (د حکمتیار بلاک) نیولئ دئ. که د افغانستان اوسني وضعیت ته موړ ځیر شو دا تحلیل به ګران نه وي چې نن غیر قانوني اپوزیسیون تر ټولو څخه ډیر د پام وړ اپوزیسیون دئ نو که په صحی توګه او مسالمت آمیزه توګه خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي د حکومت لپاره موثره ثابتیدلئ شي. اما بیا چې د ټولنې واقعیتونو ته ګورو د طالبانو او نورو سیاسي مخالفینو غیر قانوني اپوزیسیون په دغه شکل کې چې نظامي جګړي باندې بوخت دي د افغانستان لپاره قطعآ ګټورې پایلې نلري او حتا کولائ شي چې د هیواد سیاسي ثبات ته یو لوئ ګواښ په توګه مطرح شي. چې په دغو کابو ۱۳ کالو کې دغه خبره تجربه شوې هم ده.
د سیاسي کارپوهانو په باور په ډموکراتیک نظامونو کې اپوزیسیون یو مبرم ضرورت ګنل کیږي او نه شتون یې نظام ناقض کوي، اما داسې اپوزیسیون باید تشکیل شي چې د دولت نفوذ پکې احساس نشي او ملي موقف او اجندا(Agenda) ولري ترڅو وتوانیږي حکومت د جدي نظارت لاندې ونیسي او حکومت د دیکتاتوري او خپل خوښي څخه وژغوري.
په افغانستان کې د اپوزیسیون جوړنې حاضرې ستونزې (The Barriers of Establishing of Opposition in Afghanistan) :
افغانستان کې موږ د اپوزیسیون په نوم ډیر ابتدایی څیرې کې سیاسی غیر منسجم مخالفت تجربه کړئ دئ اما دغه اپوزیسیونونو دا توان نه درلوده چې حکومت باندې ټینګ نظارت وکړي او حکومت د غلطې لاري نه وژغوري. دا چې مخکنئ اپوزیسیون ولي میعاری او موثر نه وو ډیر فاکتورونه لري اما یو فاکټور یې د شایستګي نلرل ګنل کیږي. زما په آند د تیرو اپوزیسیونونو د نابریالیتوب علتونه په لاندې ډول خلاصه کیدلاي شي.
کوم ډول اپوزیسیون: د خلکو یا سفارشي ؟ (What Type of Opposition: By the People or Based on the Order) :
ملي یووالي حکومت کې تر ټولو څخه دې اپوزیسیون په موضوع کې ستونزمنده خبره داده چې د اپوزیسیون تشکیل یې د ولسمشر صلاحیت لاندې راوستلئ ده چې دغه مسله به هرومرو ستونزې ایجاد کوي. په توافقنامې کې داسې راغلي"جمهور رییس د اپوزیسیون د مشرئ مقام ایجادوی او دوهم بریالي شوئ کاندید په ټول ټاکنو کې د خپل په خوښه د موقف اشغال لپاره ټاکي." اوس نو پوښتنه داده چې داسې اپوزیسیون چې خپله ولسمشر یې په خپله صلیقه او خوښه ایجاد کړي موثره به وي او دا د حکومت د کړنو څخه به جدي نظارت وشي کړئ، ځکه چې د اپوزیسیون فلسفه داده چې د یو طرفه حکوت باندې جدي نظارت وشي او د بل طرفه یو بدیل د نظام د تغییر لپاره چمتو شي. دغه هاغه دلیل دي چې ځیني خلک یې د اپوزیسیون ایجاد په هلکه منفی قضاوت ته هڅولي دي.
اوس سوال دا ده چې د معترضانو او د منتقدانو د لیست څخه کوم کسان د راتلونکي اپوزیسیون جوړلو لپاره شایستګی لری؟ او کوه ډله به اپوزیسیون تشکیل کړي. زما په آند لاندې ګزینې موجودې دي:
لومړئ ګزینه: حامد کرزئ او د هغه ټیم (The First Option: Hamid Karzai and The Team):
داسې وویل کیږي چې حامد کرزئ او د هغه ټیم خوښ دئ چې سیاسي اپوزیسیون ایجاد کړي او سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي. لیکن انديښنه داده چې هغه مشران چې ۱۳ کاله یې د افغانستان سیاسی پروسې او نظامونه ایجاد نشوه کړئ، هیواد یې د اداري فساد، دمخدرو توکو په تولید او نا امني، ناکام حکومتوالي کې مشهور کړو د افغانستان راتلونکي لپاره بیا د رژیم په توګه راتلل یې ګټور به وي که نه او همدارنګ د مسلم اپوزیسیون جوړلو توان به ولري که نه د مکث وړ موضوع ګانې دي.
دوهمه ګزینه: ناراضه جهادی مشران(The Second Option: Disagreed Mujahids)
دوهمه ګزینه داده چې هغه جهادی مشران چې اوسني حکومت څخه بهر پاتي دي او ځانونه د حکومت تشکیل کې نه ګوري غواړي چې اپوزیسیون تشکیل کړي اما سوال داده چې په مجاهدینو باندې چې تجربه شوي ناکامان او جنګي جنایتکاران دي څومره باید اعتماد وشي او همدارنګه د هغوي د ظرفیت موضوع هم ستونزمنده ده.
دریمه ګزینه :د لوئ افغانستان غوښتونکي(The Third Option: The Striver of Great Afghanistan)
د لوئ افغانستان غوښتونکي هغه سیاسي ګوندونه او ټیمونه دي چې سیاسي موقف یې ورځ تر بلې په ښې کیدو دئ. دوئ ځانونو ته افغان نشنلستان(Afghan Nationalists) وایی او جدوجهد کوي چې لوئ افغانستان تشکیل کړي چې ډیره معقوله اجندار هم ده(ځکه لوئ افغانستان یعنې پیاوړئ افغانستان) ، اما اصلي خبره دا ده چې دوی لپاره مبارزه ډیره ستونزمنده ده ځکه چې متحده ایالات او د هیواد اوسني وضعیت کې دغه روحیه په لویې کچه موجوده نده او ډیرې هلقې شتون لري چې نه غواړي لوئ افغانستان تر لاسه شي. دا د ذکر وړ ده چې دوي کافي پیاوړي کادرونه لري او د اپوزیسیون جوړلو ظرفیت لري اما بیا سیاسي ملاتړ یې تر اوسه کمزورئ ښکاري.
څلورمه ګزینه: چپي ګوندونه: (The Fourth Option: The Leftists)
هغه ګوندونه چې مخکې هم توانیدلي چې د خلکو په واسطه انقلاب وکړي او همدارنګ سیاسي کړنې یې کافي د پام وړ ګرځیدلي دی، هم کولاي شي اپوزییسون تشکیل کړي اما بیا د مجاهدینو، امریکا او موجوده افغان آیدیالوژي د دغه ډلو ټپلو خلاف ښکاري. د پام وړ خبره داده چې د ملي یووالي حکومت کې دغه هلقي چې کافي متخصصین لري ډیر لوړ موقفونه ترلاسه کړي دي او د اپوزیسیون د جوړلو ظرفیت هم لري مګر عام ذهنیت او د منطقې سیاست دغه ډلو سره ظاهرآ همغږي نه ښکاري.
پائ لیک(Conclusion) :
اپوزیسیون په هر ډموکراتیک نظام کې اساسي نقش ادا کوي او د حکومت د فعالیتونه څخه کولائ شي جدي نظارت وکړي او حکومت د غلطې لارې څخه وژغوري اما په افغانستان کې اپوزیسیون ډیره ګټوره تجریه نه ده ثابت شوې. بیا هم لکه څنګه چې پوهیږو رسمي سیاسي اپوزیسیون په ډموکراتیک حکومتونو کې یوه اساسي اړتیا ده ، ایجاد به یې د افغانستان ښه راتلونکي لپاره بې ګټې نه وي.اما بل خوا بیا طالبانو او نورو سیاسی مخالفینو لکه د حکمتیار ډلې د غیر رسمی او مسلح اپوزیسیون ځای خپل کړئ دئ چې موخه یې د حکومت ترلاسه کول او ګواکې اسلامی امارت نافذول دي اما په عمل کې جګړه یې ملکي خلکو ته خورا زیانونه رسولي دي چې د توجیه وړ نه ده. د رسمی اپوزیسیون په هکله که بحث خلاصه کړو نو داسې وویل به غلط نه وي چې مجاهدین او د کرزي ټیم یا هم مرکب د دغه ټیمونو څخه په ډیر ګمان کې د اپوزیسیون ایجاد باندې لاس پورې کړي. زما په آند د لوئ افغانستان غوښتونکي او چپیان لا تر اوسه هم د اپوزیسیون جوړلو لپاره هغه لازمه تیاري او مصون سیاسي محیط نلري او شرایط ورته آماده نه دي اما په راتلونکي کې وویل کیږي چې دغه ډلې به نور هم کلیدي سیاسی موقفونه ترلاسه کړي او په څو کالو کې به د اپوزیسیون ځائ خپل کړي. په نهایت کې با داسې وویاو چې کارپوهان د اپوزیسون د تشکیل په اړه معتقد په دې دي چې مدني ټولنه، سیاسي ګوندونو او د نړیوالو ټولنې اراده د موثره اپوزیسیون د ایجاد لپاره لومړئ شرط دئ ، او وایی چې د یاد عناصرو څخه پرته د اپوزیسیون جوړل به ناقص او بې ګټې وي. لکه څنګه چې مکررآ ذکر شو اپوزیسیون په ډموکراتیک نظامونو کې یوه مبرمه اړتیا ده نو باید په منسجم شکل کې ایجاد شي ترڅو وتوانیږي افغانستان ته خدمت او د افغانستان راتلونکي ډموکراتیک نظام لپاره موثر تمام شي.
په درناوي
استاد محمد ظریف "امین یار "
کابل سرطان ۱۳۹۴
---
Asst .Prof .M. Zarif Aminyar, 2015