
تر کړکېچنو ټاکنو وروسته د امریکا او یو شمېر نورو غربیانو په منځګریتوب، د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د یوه تفاهم لیک پر بنسټ، د ملي یووالي حکومت جوړ شو. د حکومت تر جوړېدو مخکې البته په ټاکنیز کمپاين کې دواړو لوریو خلکو ته ډول ډول وعدې ورکړې وې، خو ولسمشر غني دوه ډوله وعدې درلودې. لومړی هغه وعدې چې ده د ټاکنیز کمپاین پر مهال له خلکو سره کړې وې، دویم هغه وعدې چې د تحلیف د مراسمو پر مهال له خلکو سره وشوې. خو دا وعدې نه یووازې پوره نه شوې بلکې په هېواد کې یې نورې ستونزې هم وزېږوې.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال وعدې: په ټاکنیز کمپاین کې ولسمشر غني خلکو ته داسې وعدې ورکړې وې، چې که د دې نیمایي هم پلې شوې وای هېواد به ګل ګلزار و. ده د ټاکنو پر مهال هېڅ افغان تر بل افغان کم نه ګڼلو، ارګ یې د ټولو خلکو ځای ګڼلو، امنیت یې ټنګولو، سوله یې راوستله، د ښځو حقونه یې تامینول، ځوانانو ته یې د کار ضمینه برابروله، کار یې اهل کار ته سپارلو، حکومت یې د روابطو نه بلکې د ضوابطو پر بنسټ جوړولو او تر ټولو مهمه د اقتصاد جوړول وو، ځکه دی په اقتصاد کې په شمار دوکتراوې لري.
تر ټاکل کېدو وروسته دې ټولو وعدو سرچپه بڼه غوره کړه. هېڅ افغان یې تر بل افغان کم نه ګڼلو، په داسې حال کې چې اوس په دندو ګمارلو کې لومړی حق هغه کسانو ته ورکول کیږي، چې ده ته یې کمپاین کړی و او هغه کسانو چې ده ته یې کمپاین نه و کړی، هغه ټول ډۍ په ډۍ ګرځي. امنیت یې ټینګولو، خو داسې ونه شوه، په هېواد کې ورځ تر بلې ناامنیو زور واخېست. سوله یې راوستله، خو دا هم ونه شوه، په لومړیو کې دا کلمه د ټولو خلکو په ژبو څرخېده، ولې اوس د دې کلمې نوم ورک دی. د ښځو حقوق یې تامینول، په داسې حال کې چې فرخنده د ده په واکمنۍ کې په ډېره بې رحمانه او وحشي توګه ووژل
شوه. ځوانانو ته یې د کار هر اړخیزه ضمینه برابروله، په داسې حال کې چې اوس ټول ولس که هغه ځوان دی، که سپین ږیری بېکاره ګرځي. خو بلاخره اقتصاد یې جوړولو، په داسې حال کې چې له هېواده ټول پانګوال وتښتېدل، پانګونې له سقوط سره مخ شوې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په سلو کې پنځه سلنه ټیټه شوه.....
دویم هغه وعدې چې د تحلیف د مراسمو پر مهال یې له ولس سره وکړې: د تحلیف په مراسمو کې چې ګڼو کورنيو او بهرنیو مشرانو پکې برخه اخیستې وه، ولسمشر خلکو ته لاندې وعدې ورکړې:
د اساسي قانون پابندي کوم، کار اهل کار ته سپارم، کابینه په څلوېښتو ورځو کې بشپړوم، د فساد مجرمین محاکمه کوم، د کابل بانګ دوسیه څېړم، هغه کوم، داسې کوم، پلانی کار کوم بستانی کار کوم.....
له مخکنیو وعدو سره، سره دا وعدې یې هم له خاورو سره خاورې شوې او دا وعدې یې په لاندې توګه پلي کړې:
اساسي قانون یې په خپلو لومړیو څو ورځو کې تر پښو لاندې کړ، په اساسي قانون کې د اجرائیه ریاست څوکۍ نه وه، ده دا څوکۍ را منځته کړه. یو شمېر کسان وایي چې دا کار ده د ضرورت په اساس وکړ، زه وایم چې دا د خلکو ګوتې او سرونه پرې کول، دا د څه شي په اساس وو؟ کنه د پښتنو نفوس زیات و، کله چې په سلګونو زرو خوست وال له کورو را وځي او د سر په بدل کې تا ته رایه در کوي ایا دا هم د ضرورپه اساس وو.
کابینه یې له څلوېښتو ورځو تر ننه پورې نه ده جوړه شوې او اوس هم د دفاع وزارت د وزیر او لوی درستیز په ګمارلو چنې روانې دي، دا ځکه چې ده اساسي قانون تر پښو لاندې کړ او اجرائیه ریاست یې رامنځته کړ او د دې ریاست رئیس یې هم خپل حریف وټاکو. له یوه سري حکومت څخه یې پنځه سری حکومت جوړ کړ، (۷۰٪) واک یې خپل حریف ته ورکړ، (۳۰٪) واک ده ته پاتې شو، چې هغه هم له نورو سره وویشل شو. حکومت پوره یو کال په سرپرستی کې پاتې شو، سرپرستانو تر خپلې وسې غلاوې وکړې....
پرته له کورني سیاسته بهرنی سیاست یې هم، یو دوه مخی سیاست و، له بهرنیانو سره په خاصه توګه پاکستان سره یې تر اوسه یو دوه مخی سیاست غوره کړی او دا لړی لا دوام لري. له امریکې څخه تر را ګرځېدو وروسته ده په بشپړه توګه د سمیې هېوادو په خاصه توګه ایران او پاکستان سره، په دومخي سیاست لګیا دی او دوی یې هم د یوه ماشوم په شان غلطوي، ځکه دوی دلته خپلې موخې لري او غواړي خپل ځانونه خپلو موخو ته ورسوي.
اوس یې له پاکستان سره داسې تفاهم لیک لاسلیک کړی، چې د ده دې کار په ټولو افغانانو منفي اغېز کړی. ای اس ای چې نن د نړۍ تر ټولو پیاوړي استخبارات دي او د دوی هر اړخیز ملاتړ د امریکې له سي ای اې څخه کیږي، نو ته څنګه خپل استخبارات د دوی له استخباراتو سره یو ځای کوې .
خلاصه د غني حکومت په یوه کال کې دومره نیمګرتیاوې لري، نو که وضعیت داسې دوام وکړي، فکر نه کوم چې غني دې خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، ځکه د ده حکومت ټول له ننګونو ډک دی او تر اوسه یې هېڅ داسې کار نه دی کړی چې هېواد دې ترې اغېزمن شوی وي.
نور هم زیات منفي پاینټونه لري چې دلته د ټولو یادونه ستونزمنه ده.
په درناوي
لیکنه: شهاب الرحمن اشرف