
کله چې د دوهمې نړیوالې جګړي په پای کې د جاپان هیواد د هیروشیما په سیمې کې اتم بم استعمال شو، د دي استعمال شوي بم په پایله کې یو سلو څلویښت زره ١٤٠،٠٠٠ تنو او د هغه نه پوره دري ورځې وروسته د همدي هیواد د ناګازاکې په سیمه کې بل اتم بم استعمال شو، چې اتیا زره ٨٠،٠٠٠ تنو خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ. د ځاني تلفاتو نه پرته یې جاپان ته ستره اقتصادي ستونزه رامنځ ته کړه، چې حتی څو ښاره یې د خاورو سره سم کړل او هر شی له منځه ولاړل.
مګر پوښتنه دلته ده چې د جاپان هیواد او د دي هیواد خلک څنګه وتوانیدل چې خپل هیواد بیرته ورغوي؟
دا چې د جاپان هیواد څنګه او څه ډول پرمختګ وکړ ډیرې ژورې څیړنې او تحلیل ته اړتیا لري، چې باید پر دي موضوع باندي ګڼ شمیر کتابونه ولیکل شي او ګڼ شمیر کنفرانسونه دایر شي تر څو مخ پر ودي هیوادونه د همدي تګلارې نه په استفادي سره خپل د هیواد په رغولو کې ګړنده ونډه واخلي.
د جاپان هیواد د پرمختګ دوه ستر رازه به زه له تاسي سره شریک کړم تر څو د ګران هیواد افغانستان په رغولو کې ترینه په ممکنه ډول استفاده وکړئ.
لمړی: کله چې د اتم بم د استعمال نه وروسته جاپان وران شو، د جمهور ریئس نه نیولی بیا تر واړه رتبې ماموره پوري د دولت هر مامور په دي باندي مکلف وو چې د هیواد د بیارغونې لپاره د رسمي ساعتونو نه پرته یو ساعت په وړیا توګه کار وکړي. تر څو د هیواد هر وګړی خپل په دریځ کې د هیواد په پرمختګ کې سهیم شي.
دوهم: په هرې دولتې اداري کې د هیواد د پرمختګ لپاره د ملي خزانې سره د مرستې په موخه صندوقونه کښيښودل شول، چې هره میاشت د تنخا اخیستلو نه وروسته هر مامور خپل د تنخا یوه برخه په وړیا توګه بیرته ملي خزانې ته سپارل. چې دا ټولې شوي پيسې یوازي د هیواد په بیارغونې کې کاریدل.
زمونږ د هیواد شپږ دیرش کلنې جګړې هم د اتم بم نه افغانستان ته کم ضرر نه دی رسولی، تر هغه وخته پوري چې زمونږ د دولت مامورین و دي دوو ټکو ته جدي پاملرنه ونکړي، مامورین مو ناوخته دندې ته راشي، وختې د دندې بیرته ستانه شي او د دولت نه د اضافه کارۍ تمه ولري د دي هیواد بیارغونه او پرمختګ راته ستونزمن بریښي.
د یو سوکاله، آباد او سمسور افغانستان په هیله
علي احمد دانش