تیر شوي ترخه وختونه څنګه هیر کړو؟

 
د تیر وخت هیرولو لپاره، باید له مرګونو، طلاق، یا  نورو نشتوالو سره مخامخ او ور څخه تیر شو. په دې لیکنه کې د خپلو ماتو سره له مخامخ کیدو، هیرولو او له هغه څخه د تیریدلو لپاره سپارښتنې شوې دي.
د تیر وختونو هیرول، که څه هم د یو روږدې اړیکې پریښودل، یا د خپلوانو له لاسه ورکول وي ډیر ستونزمن کار دی. سره له دې چې پوهیږو څومره دردونکې ده، خو د ځان د روغتیا لپاره باید ورڅخه تیر شئ. مګر لا تر اوسه د خدای پامانۍ لپاره ستونزه لری.
آسانه نه ده، خو د تېر وخت د هیرولو لپاره عملي لارې موجودې دي. مخکې له دې چې وغواړئ له یوې اړیکې سره خدای پاماني وکړی، اړینه ده له خپلو یاداښتونو او 
تجربو سره مخامخ شئ. که له خپلو تیروتنو سره لاس او ګریوان یاستی. باید د خپلو عمالو مسولیت ومنئ.
 
۱: د خپلو فکرونو او یادونو په اړه ولیکئ، انځور یې کړئ او په اړه یې خبرې وکړئ. د تیر وخت هیرولو لپاره باید خپلو یادونو ته احترام وکړئ.
۲: د یادونو د دردونوکو احساساتو په لرې کولو سره هغه هیر کړئ، وبه ګورئ چې ورسته له هغې څومره د هوسایۍ احساس کوی.
۳: که شونې وي شاته ولاړ شئ او هغو خلکو سره خبرې وکړئ چې ستاسو په یادونو کې شامل دي. د تیر وخت د هیرولو لپاره باید شاته ولاړ شئ.
۴: خپل ریښتیني احساسات له یو چاسره شریک کړئ. که وړ وي هغوی ته اعتراف وکړئ. د تیر وخت هیرولو لپاره باید خپل احساسات څرګند کړئ. که غواړی له خپلو تیروتنو څخه تیر شئ، باید خپله ملامتیا او ګناه په غاړه واخلئ.
۵: بخښنه وغواړئ او د بخښنې غوښتنه وکړئ. د تیر وخت هیرولو لپاره باید حساس واوسئ.
۶: په ډیرو خوړولو، روږدیتوب او ځان ته  د زیان رسولو واکمن توب لپاره له یوې دردونکي پخوا څخه مرسته وغواړئ.
د تیر وخت د هیرولو لپاره باید له خپل غرور څخه تیر شئ.
 
که مو زوی، خور، ورور له لاسه ورکړي وي، یا مو  میرمن څخه طلاق اخیستئ وي او تاسو څخه لرې شوي وي هیرول یې ډېر ستونزمن دي. د تیر وخت هیرول ډیرې انرجۍ او زغم ته اړتیا لري، ډاډه اوسې چې یوه تیر شوي ترخه وخت څخه ورسته نه یوازې دا چې ژوند ته  دوام ورکولی شی، بلکه له پخوا څخه هوښیار، هوسا او په ځان واکمن اوسیدلای شئ.
 
د تیر وخت هیرول یعنې څه؟
د تیر وخت  هیرول یعنې ومنئ چې د تیرو وختونو لپاره مو هیڅ نه شی کړای.
د خپلو ماتو سره په مقابله کې  هر څه مو چې له لاسه راغلي کړي دي. باید پوه شئ تر کومه ځایه مو چې کولای شوی ښه، مینه ناک او اغیزناکه وی. که کولای مو شوی چې بیرته شاته ولاړ شو له هغې څخه مو ډیر څه نه شوی کولای. نو باید تیر وخت هیر کړو.
 
د تیر وخت هیرول یعنې د تیروتونو لپاره ځان وبښئ.
 د هغه څه په اړه فکر کړل چې کولای مو شوی او باید کړي مو وای هیڅ اغیزه نه لري. که له تیروتنو سره لاس او ګریوان یاستئ یا مو ماتې خوړلې کوښښ وکړئ ځان وبښئ.
 
د تیر وخت هیرول یعنې خپل فکرونه وپیژنئ.
که چیرې وینی په تیر وخت کې راګیر یاستئ. په نرمې سره خپل فکر د اوس لپاره راټول کړئ. کوښښ وکړئ له دې عادت څخه تیر شئ  چې تل د پخوا په تیروتنو کې فکر کړئ.
 
د تیرو وخت هیرول یعنې په وخت باندې باور ولرئ.
وخت تیریږي او تاسو هم باید له پخوا څخه تیر شئ. ټپونه مو د وخت په تیریدو روغیږي او یوازې ځای یې پاتې کیږي.
 
د تیرو وخت هیرول یعنې نوې اړیکې رامنځ ته کړئ.
اړینه نه ده چې باید یوه ډله نوي ملګري پیدا کړئ. کولئ شی له خپلو همکارانو سره نوې ملګرۍ پیل کړئ. یا یو ګاونډی د ډوډی لپاره کور ته راوغواړئ. که د خپلو ماتو څخه یو چاسره خبرې وکړئ، کولئ شی په هوسایی له هغه څخه تیر شی.
 
د تیر وخت هیرول یعنې په خبرو کې مو انډول وساتئ.
ډیره اړینه ده چې خپل دردونه او خپګان له نورو سره شریک کړی، خو همغومره اړینه ده چې د نورو له ژوند سره هم مینه وښایئ.
  
د تیر وخت هیرول یعنې یوه نوې نړۍ تجربه کړئ.
په یوه نوې څانګه کې مطالعه پیل کړئ، یا یوه نوې ساتیرۍ ځان ته پیدا کړئ. د تیر وخت د هیرولو لپاره باید د یوه نوي اړخ په لټه کې شئ.
 
د تیر وخت هیرول یعنې خپل وخت د نور په واک کې ورکول.
ډیرې موقع وجود لري چې، له تاسو مرسته وکړي تر څو له تیر وخت سره خدای پاماني وکړئ. د امن له ډګر څخه راووځی. وخت مو له هغو کسانو سره تیر کړئ چې، خوښۍ دربښي او له هغوی سره له اوسیدلو څخه خوند اخلئ. 
کله چې غواړئ یوه اړیکه هیره کړئ باید په جدي ډول فکر وکړئ، چې، آیا دا هوښیارتیا ده چې بیا هغه کسانو ته وخت ورکړئ او یا باید هر څه هیر کړئ. ښايي لا تر اوسه له هغه سره مینه ولرئ یا له تاسو څخه يې ناوړه ګټه اخیستي وي او په خپلو فکرونو او احساساتو کې ورک شوي وی. د یوې دمې رامنځ ته کول تر ټولو ښه لاره ده. نو له دې لارې څخه کولی شی په هوسایۍ سره هیر کړئ.
 
ژباړه، مصطفی نور