ایا یو ولسمشر باید همدومره دروغجن وي؟؟؟

 
روایت دی چې په مجلس کې د چا اودس مات شوی و، په افغاني کلتور کې د ټولو په مخ کې د اودس ماتیدل یو شرموونکی عمل دی، په مجلس کې ناستو کسانو هیچا د دې کار مسوولیت نه اخیست، یوه به یوه ته ګوته لکه کړه چې ته یې، بل به بل ته ویل چې نه ته يې. اخر د مجلس یو تن غږ کړ چې د ... په پوزه خلی دی،له دې غږ سره جوخت هغه مسوول کس چې دغه له شرمه ډک کار یې کړی و خو حال یې پټ کړی و او په هر یوه د مشکوک کس شک کیده، خپل مخ ته لاس یووړ چې له مخ څخه خلی لیرې کړی، کله یې چې مخ ته لاس کړ، د مجلس ټولو ګډونوالو په کړس وخندل ورته یې کړل، چې که دا له شرمه ډک غږ له تا نه وای وتلی، نو مخ ته به دې لاس نه وړلو!
ویسا ورځپاڼې له پاکستان سره د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک متن په رسنیو کې خپور کړ، دې خپرولو یو توپان له ځانه سره ځکه درلود، چې ددغه تفاهم لیک له لاسلیک څخه ولسمشر غني دا څووم ځل دی چې رټ انکار ترې کوي! هغه د هند لومړي وزیر ته هم ویلي وو چې زه د تفاهم لیک د لاسلیک په اړه له هیڅ خبر نه یم! په کندهار کې یې کندهاري ولس ته وویل چې له ای ایس ای سره هیڅ امضا نه دي شوې! پاسنۍ افسانوي کیسه مې ځکه وکړه چې ددغه تفاهم لیک په رابطه د پوهني پخواني وزیر فاروق وردګ ویلي و، چې له پاکستان سره د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک په مقابل کې ځینې دولتي مسوولینو ۷۰ میلیونه ډالره نوشي جان کړي دي! د اوازو له مخې ولسمشر غني فاروق وردګ ته خبر ورکړی و چې د خپلې ادعا په اړه سندونه وړاندې کړې! زه وایم سندمند ته اړتیا نشته، ولسمشر غني تا خو دا دریم ځل دی چې په قاطعیت دې دا مسله ردوله چې د تفاهم‌لیک په نوم څه نه دي لاسلیک شوي، که چیرته دې تر پلاله لاندې اوبه نه وای، نو ولې دې دغه عظیم ولس ته بار بار په دومره قاطعیت درواغ وویل چې اخر ستا قاطعیت خلک دیته اړ کړل چې دا د شرم کار له سره شوی نه دی، اوس چې سند خپور شو چې هر څه دې له ولس څحه غوښتل پټ کړې، ولې؟؟؟
ایا ددې تورې معاملې د ثبوت په اړه تر دې غټ بل ثبوت ته هم اړتیا شته چې د یو ملت په سر دې معامله شوې وي او بیا ددې هڅه په لوی لاس کیږي چې ولس وغولول شي؟؟ د فاروق وردګ د څرګندونو په استناد زه فکر کوم چې د دې تور سند د لاسلیک تر شا به د ۷۰ میلیونو د معاملې راز نه بلکې د میلیونونو معاملو رازونه پیچلې پټ پراته وي!! مخکې تر دې چې فاروق وردګ په دې رابطه سند وړاندې کړي، زه فکر کوم، د دولت دې درواغجن موقف هر څه په خپله روښانه کړل او سند څه سندونه یې ولس ته په لاس ورکړل چې د پردې تر شا څه روان دي؟؟! د هیواد د لومړي کس لخوا ولس څنګه تیر ایستل کیږي!!
دغه سند چې ویسا ورځپاڼې یې انګلیسي متن خپور کړی، په اتو مادو کې لاسلیک شوی چې ټول هغه موارد په کې شته کوم چې سیاسي مشرانو او ولس ته د منلو نه و او له اشرف غني سره یې د هغه په سر ناندرۍ رامنځته کړې وې. تر ټولو ستر مورد یې له ولسمشر کرزي سره د اختلاف رامنځته کیدل و، کرزي په رسنیو کې د ګواښ په ژبه غني ته ویلي و چې ددې سند په برخه کې یې لاره ورسره بیله ده! اوس چې هر څه واضح شول! ولسمشر غني دې د یو ولسمشر په توګه خپلو دغو بې منطقه درواغو ته پرتوګ ور واغوندي!