
(د حق په لاره كي زما هلي ځلي) د مهاتما ګاندي په لاس ليكل سوى د هغه ژوندليك دى چي له ډيرو مهمو آثارو څخه ګڼل كيږي ځكه په همدې كتاب كي نوموړى د خپلي فلسفې تر شا پراته رازونه څېړي او هغه شرايط او حالات چي ده پكښي د عدم تشدد د فلسفي په مټ د حق پر لوري خپلي تجربې كړي، په خورا ژور ډول تر څېړني لاندي نيسي. دا كتاب په بېلابيلو ژبو ژباړل سوى او د نړۍ په بېلابيلو ټولنو كي بې شمېره مينه وال او لوستونكي لري. دا يوه نيمګړې هڅه ده څو دا ګل د پښتو په سپېره وربل كي هم وروټومبو. دا اثر زموږ د ننۍ ټولني د هغه ځوان لپاره چي په كوګل كي ئې د حق لپاره د مبارزې ولولې موجونه وهي، د نېغ لوري په ټاكلو كي د رڼا څرك كېدلاى سي ځكه د ګاندي تجربې، اند، هوډ او اصول پر كوم ځانګړي مذهب نه بلكي پر سوچه بشري محور راګرځېدل. (پښتو ژباړن)
زوكړه او كوچنيوالى
د ګاندي كورنۍ د بنيا له ټبر سره تړلې ده او له آره عطاران پاته سوي دي خو زما له نيكه را په دېخوا درې نسله كيږي چي د كاټياوار په بېلابېلو رياستونو*۱ كي ئې د ديوان(اولسي قاضي) په توګه دنده ترسره كړې ده. زما نيكه اتم چند ګاندي چي اوتا ګاندي ئې باله، پر خپله خبره ټينګ سړى ؤ چي د رياست د دسيسو په پايله كي اړ سو څو پور بندر چي دى پكښي ديوان ؤ، پريږدي او جوناګړ ته ولاړ سي. هلته ئې د هغه ځاى نواب ته په چپه لاس سلام وكړ. يو تن چي د نواب په وړاندي ئې دده دې په ظاهره بې احترامۍ ته پام ؤ، ددې كار لامل ورڅخه وپوښتى.ده ځواب وركړ چي راسته لاس ئې لا له وخته د پور بندر د راجه د درناوي لپاره ځانګړى سوى دى. او تا ګاندي د خپلي لومړى مېرمني له مړيني وروسته دوهم واده وكړ چي له لومړۍ څخه ئې څلور او له دوهمي څخه ئې دوه زامن پاته سول. په كوچنيوالي كي مي نه په ياديږي چي ما ته دي داسي ښكاره سوي وي چي دوى د يوې مور زامن نه دي. له دې شپږو څخه پنځم ورور كرمچند ګاندي ؤ چي په كبا ګاندي پېژندل كيږي او شپږم ئې تولسيداس ګاندي ؤ. دوى دواړه يو په بل پسې د پوربندر ديوان پاته سوي دي. كبا ګاندي چي زما پلارؤ، د راجستان د محكمې غړى پاته سوى دى چي اوس هغه محكمه له منځه تللې ده خو هغه وخت د خانانو او د هغوى د ټبرونو تر منځ د شخړو د هواري لپاره يو مهم ځاى ؤ. كبا ګاندي يو څه وخت په راجكوټ او بيا په ونكانير كي هم ديوان پاته سو. د مړيني پر مهال ئې د راجكوټ له رياست څخه تقاعدي حقوق ترلاسه كول.
هغه د مېرمنو د يو په بل پسې مړينو وروسته څلور ودونه وكړل.له لومړي او دوهم واده څخه ئې دوې لوڼي او له وروستۍ هغې څخه ئې يوه لور او درې زامن درلودل چي زه ئې تر ټولو كشر يم.
زما پلار د خپل ټبر په درد خوړلى، رښتينى، زړور او سخي سړى ؤ خو طبيعت ئې نازك غوندي ؤ. تر يو ځايه به كېداى سي د جنسي غوښتنو مينه وال هم ؤ ځكه څلورم وادۀ ئې هغه مهال وكړ چي تر څلوېښت كلنى اوښتى ؤ خو بډي ئې هيڅكله نه اخيستې او په خپله كورنۍ او بهر كي ئې د انصافدارۍ له امله نوم ګټل ؤ. رياست ته ئې وفاداري په نام وه. يو وخت كوم مرستيال سياسي چارواكي*۲ دده په وړاندي د راجكوټ د خان ټاكور صاحب په اړه د سپكاوي ډكي خبري وكړې چي دې ئې په وړاندي راپورته سو. چارواكي ورته وقارېدى او د بخښني غوښتلو ئې ورته وويل. كبا ګاندي و نه منل چي له امله ئې د څو ګړيو لپاره زنداني كړل سو خو كله چي چارواكي وليدل چي هغه پر خپله خبره ټينګ ولاړ دى، نو دده د راخوشي كولو امرئې وكړ.
پلار مي هيڅكله د ډيري شتمنۍ له ټولو لو سره علاقه نه درلوده او موږ ته ئې ډېر لږ څه په ميراث پرېښوول.
هغه د ښوونځۍ زده كړه دومره نه درلوده خو تجربه ئې ډېره وه.ډېر تر ډېره به ئې نو وړتيا د ګجراتي د پنځم ټولګۍ وه. په تاريخ او جغرافيه كي ئې معلومات نه درلودل خو د پخې تجربې په مټ ئې ډيري پېچلي مسئلې هوارولې او د سلګونو خلكو كار به ئې ورخلاصاوه. مذهبي زده كړه ئې نه درلوده خو دومره دينداري ئې درلوده چي مندر ته په تللو او مذهبي سرودونو له اورېدلو په ډيرو هندوانو كي راپيدا كيږي. د ژوند په وروستيو ورځو كي ئې د كورنۍ پر يوه لوستي برهمن باندي د ګيتا لوستل پيل كړه او د عبادت پر مهال به ئې د هغه ځيني برخي په زوره ويلې.
د مور په اړه مي په حافظه كي تر ټولو ستر نقش د هغې د پرهېزګارۍ پاته دى چي ډېره عبادتګذاره ښځه وه. له عبادت كولو پرته ئې د خورك چورت هم نه واهه. حويلۍ (ويشنو درمسال) ته تګ د هغې ورځنۍ دنده وه. تر كومه ځايه چي زما په ياديږي، هغې هيڅكله چترماس۳* نه دى قضا كړى. د ډيرو ستونزمنو رياضتونو هوډ به ئې پرځان اخيستى او په ډېره مېړانه به ئې سرته رساوه. په دې كار كي ئې د ناروغۍ پروا نه درلوده. يو مهال مي په ياديږي چي پر ځان ئې د چندريانا* ۴نذر ومانه خو ورسره سم ناروغه سوه. خو دا كار ددې لامل نه سو چي هغه دي له خپله هوډه واوړي.په پرله پسې توګه د دوو او درو روژو نيول هغې ته هيڅ لويه خبره نه وه. د چترماس پر مهال د ورځي په يو ځل خوراك بسنه كول د هغې خوى ګرځېدلى ؤ. په يوه چترماس كي په يوه نه بله ورځ روژه نيولو ئې زړه نه ؤ ډاډه، نو هوډ ئې وكړ چي په بل چترماس كي تر څو چي لمر و نه ويني، روژه به نه ماتوي. په هغو ورځو كي به موږ ماشومان په انتظار ولاړ ؤ او اسمان به مو څاره څو كه لمر راښكاره سي او مور ته ئې په اړه خبر وركړو.. ټول پوهيږي چي د اورښت (برسات) پر مهال لمر ډېر وختونه په ډېره خواري سر راښكاره كوي. ښه مي په ياديږي چي په هغو ورځو كي به مو په ځغاستا مور ته د لمر د ښكاره كېدو خبر وروړ، هغه به هم په چټكۍ راووتله څو په خپلو سترګو ئې وويني خو تر هغه مهاله به لمر تښتېدلى ؤ او په دې توګه به دا بيا له خوراكه پاته سوه. دې به ويل ((هيڅ پروا نه لري. خداى ته به منظوره نه وه چي نن دي خواړه وخورم.)) او بيا به په خپلو چارو پسي ولاړه.
مور مي ډېره هوښياره ښځه وه. هغه د رياست په چارو ډېره ښه پوهېده او د دربار ښځو ئې ځيركتيا منله.ما به د ماشومتوب له امتيازه په ګټه اخيستلو د هغې ملګرتيا كوله او د خان (ټاكور صاحب) له كونډي مور سره مي ددې بحثونه په ياد دي.
زه د همدې مور او پلار په كور كي د ۱۸۶۹ د اكتوبر پر ۲ په پوربندر چي سندامپوري ئې هم بولي، وزېږېدم. ښه مي ياد دي چي ښوونځي ته ئې واچولم او د ضرب زباني په زده كولو كي مي ستونزي درلودې. د هغه وخت په اړه مي تر دې ډېر څه چي له خپلو همزولو سره به مو ښوونكي په بدو نومونو يادول، نور څه نه دي په ياد. له دې څخه ښكاري چي هغه مهال مي ذهن شنډ او عقل كمزورى ؤ.
كوچنيوالى
زه به اوه كلن وم چي پلار مي له پوربندر څخه د راجستان په محكمه كي د غړيتوب په خاطر راجكوټ ته ولاړى. هلته ئې لومړنۍ ښوونځۍ ته واچولم. د هغه وخت خاطرې، د ښوونكونو نومونو او او د هغوى ځانګړني مي لا تر اوسه په ياد كي پاته دي.د پوربندر په څېر دلته هم زما د زده كړي په اړه كومه د يادولو وړ خبره نه لرم. نو له دې څخه ښكاري چي زه يو عادي غوندي زده كوونكى وم.له دې ځايه د كلي يوه بل ښوونځي ته ولاړم او دوولس كلن به وم چي عالي ښوونځي ته شامل سوم. په ياد مي دي چي په دې لنډه موده كي مي خپلو ښوونكو او يا ښوونځيوالو ته هيڅكله درواغ نه دي ويلي. زه ډېر شرمېدونكى هلك وم او له چا سره مي ناسته ولاړه نه درلوده. كتابونه او ښوونځي مي يوازيني ملګري ول. د رخصتۍ د زنګ له وهل كېدو سره سم به مي كور ته ځان رساوه ځكه له چا سره د خبرو سېك مي نه درلودى. ان له دې به وېرېدم چي څوك ملنډي راباندي و نه وهي.
په عالي ښوونځي كي مي د لومړي كال د آزموينو پر مهال يوه پېښه رامنځ ته سوه چي د يادولو وړ ده. د ښووني پلټونكي (مفتش) مسټر جايلس د پلټني په موخه ښوونځي ته راغلى ؤ.نوموړي پنځه ويوكي د هجې د تمرين لپاره را په ګوته كړل. په دې ويوكو كي يو هم د (Kettle)* ۵ؤ چي ما غلط كړى ؤ. ښوونكى مي د خپل بوټ په نوك ووهلم څو ځير مي كړي خو زما سر په دې نه خلاصېدى چي نوموړى وائي د خپل ګاونډي زده كوونكي له سلېټ (د ليكني دړه) څخه نقل وكړم ځكه ما ګمان كاوه چي ښوونكي د همدې لپاره راته ولاړ دى څو له نقل كولو مو راوګرځوى. پايله دا سوه چي له ما پرته نورو ټولو زده كوونكو سمي هجې وليكلې خو يوازي زه ساده پاته سوم. وروسته ښوونكي هڅه وكړه چي ددې سادګۍ په اړه مي پوه كړي خو پر ما ئې اغېز نه درلود او د نقل كولو هنر مي تر پايه نه كړ زده.
خو په دې پېښه باندي دښوونكو په وړاندي زما په زړه كي درناوي توپير ونكړ. خدائي داسي وم چي د لويانو پر نيمګړتياوو به مي سترګي پټي وې. په وروسته كي ددې ښوونكي نورس نيمګړتياوي هم راته څرګندي سوې خو د هغه په وړاندي مي په درناوي كي لږوالي رانغلى ځكه داسي رالوى سوى ومه چي د مشرانو امر پر ځاى كړم نه داچي په نيمګړتياوو پسي ئې سترګي يوسم.د همغه مهال دوې پيښي مي تل په ذهن كي پاته دي. په ټوليز ډول د ښوونځي له كتابونو پرته مي له نورو كتابونو سره نه لګېده. ورځنۍ زده كړي مي كولې ځكه لكه څنګه چي د ښوونكو د غولولو سره نه وم جوړ، همداراز مي د هغه خفه كول هم نه غوښتل. په دې توګه به مي زده كړه كول خو نه د زړه په خوښه. نو چي ان د ښوونځي لوست ته مي زړه نه كېدى، نوره مطالعه خو پر ځاى پرېږده. خو خدايزده څنګه مي پر يو كتاب چي پلار مي رانيولى ؤ، سترګي ولګېدې. دا كتاب شرون پتري پكتي ناټك (د مور او پلار په وړاندي د شرون د درناوي ناټك) نومېدى چي ما ښه په مينه ولوست. په همدې ورځو كي زموږ خوا ته يو ه ګرځنده تمثيلي ډله رغله. په هغو صحنو كي چي ما وليدى، يوه دا وه چي شرون خپل په سترګو ړانده مور او پلار د جاترا (مذهبي مراسم) لپاره پر خپلو اوږو په كجاوه كي وړى. كتاب او دې صحنې زما پر زړه باندي يو تلپاته نقش پرېښود. له ځان سره مي وويل چي همدا هغه بېلګه ده چي بايد زه ئې پر لاره ولاړ سم. هغه ساندي چي شرون د خپل مور او پلار پر مرګ ويلي وې، اوس مي هم په حافظه كي دي . زه ئې دومره اغېزمن كړم چي ان پر هغه باجه به مي چي پلار مي راته رانيولې وه، ږغولې.
همدارنګه يوه بله پېښه د يوې بلي ډرامې وه. دا ځل مي له پلاره د يوې ډرامې د ليدلو لپاره چي د تمثيل يوې ډلي اجرا كوله، اجازه ترلاسه كړه. دې ډرامې چي هريشچندرا نومېده، پر ما ژور اغېز وكړ. په وارو وارو مي وكتل خو نه په مړېدم. خو آخر تر څو به د كتلو اجازه راكول كېداى.خداى زده څو ځله به مي په زړه كي د هريشچندر رول ترسره كړى وي. ولي ټول خلك د هريشچندر په څېر نه ريښتينى كيږي؟ دا هغه پوښتنه وه چي سهار او ماښام به راولاړېده. د حق پيروي او ټول هغه څه چي هريشچندر زغملي وه. هغه سرمشق ؤ چي زه ئې ځان ته وركښلى وم. دا ډرامه ټكي په ټكي راته رښتيا ښكارېده او ډېر وختونه به ئې ان ژړولم. نن مي عقل راته وائي چي دا كيسه خيالي ده او حقيقت نه دى خو بيا هم هريشچندرا او شرون زما لپاره ژوندي حقيقتونه دي او كه نن هم دا ډرامې و ګورم. د لومړي ځل په څېر به مي تر اغېز لاندي راولي.
د كوچنيوالي واده
كه څه هم زړه مي نه غواړي چي دا خبره وليكم، خو پوهېږم چي په دې كرښو كي بايد ډېر داسي تر خه غوړپونه تېر كړم او كه د حق د پيروۍ ادعا كوم، نو له دې پرته بله چاره هم نه لرم. دا يو تريخ فرض ګڼم چي د خپلي ديارلس كلنۍ د واده كيسه وكړم. كله چي د همدې عمر هغه ماشومان چي زما تر روزني لاندي دي، وينم او بيا خپل واده را په يادوم. پر خپل ځان باندي افسوس كوم او دوى ته له دې امله چي له دې ستونزي په امان دي، په زړه كي مباركي وايم. ما ته خو پر دې سن باندي د واده كولو هيڅ اخلاقي دليل نه ښكاري. لوستونكي تېر نه وځي، زما كوزده نه بلكي واده مي سوى ؤ. په كاټياوار كي دوه رسمونه دي. يو كوزده او بل ئې واده دى. كوزده هغه دود دى چي د هلك او نجلۍ پلار يې د واده په هكله د يوې ژمني په توګه ترسره كوي چي بيرته ماتېدلاى هم سي. په دې ترڅ كي كه چيري هلك مړ كيږي، نجلۍ نه كونډه كيږي. دا يوه داسي هوكړه ده چي يوازي د پلرونو تر منځ ترسره كيږي او هلك او نجلۍ پكښي لاس نه لري. ان ډېر وختونه خو ئې په خبروي لا هم نه. داسي ښكاري چي زما كوزده درې ځلي سوې وه خو زه نه يم په خبر سوى. داسي راته وويل سوه چي دوې نجوني چي زما لپاره ئې مخكي غوره كړي وې، يو په بل پسي مړې سوې. له همدې امله نو وايم چي كوزده مي درې واره سوې ده. لږ غوندي مي ياد ته راځي چي دريمه كوزده مي هغه وخت وه چي پښه مي نوې په اووم كال كي ايښې وه خو دا مي نه په ياديږي چي زه دي ئې په خبر كړى يم. په لاندي كرښو كي د خپل واده كيسه كوم چي ډېره ښه مي په ياد ده..
ستاسو به په ياد وي چي موږ درې وروڼه وو. د لومړي ورور واده مو لا دمخه سوى ؤ. داسي وپتېيل سوه چي زما، زما د دوهم ورور چي تر مابه دوه يا درې كاله مشر ؤ او زما د اكا د زوى چي يو كال به راباندي مشر ؤ، درو سره وو واده يوځاى وسي. په دې كار كي زموږ ښېګڼه هيڅ په پام كي نه وه نيول سوې، چيري بيا زموږ خوښه او غوښتنه!! د هغوى يوازي له خپلي آسانۍ او كم مصرفۍ سره كار ؤ.
د هندوانو په ټولنه كي د واده كول كوم آسانه كار نه دى.د ناوي او زوم كورنۍ د بربادۍ تر بريده ځانونه پكښي رسوي. پيسې لګوي، وخت ضايع كوي او په مياشتو مياشتو د كاليو او ګيڼو د چمتو كولو او مېلمستياوو د لګښتونو لپاره حسابونه كوي. هر يو هڅه كوي دومره ډېر ډولونه او په زياته اندازه خواړه چمتو كړي چي تر بلي ډلي واوړي. ښځي كه ږغ ئې د كار وي او كه نه، دومره سندري وائي چي آخر ئې ستونى ولويږي او ګاونډيان تر پوزي راولي. ګاونډيان نه يوازي دا بلكه د خوسا سويو خواړو ويشتل او نوري داسي چاري په پراخه سينه زغمي ځكه پوهيږي چي يوه ورځ به دوى هم همدا ټولي چاري كوي. زموم پلرونو فكر وكړ چي ښه به دا وي چي دا ټوله خواري له درو ځلو خخه يوه ځل ته رالنډه كړي چي له يوې خوا به ئې لګښت لږ راسي او له بل پلوه به ډېر شهرت پكښي وګټي. ځكه د درو ځلو پر ځاى په يو ځل لګولو به د پيسو په لګولو كي هم ډېر باك نه وي ورسره. پلار او اكا مي دواړه سپين ږيري ول او موږ وروستي كوچنيان ؤ چي ودونه مو پاته ول. كېداى سي دوى غوښتل د ژوند د وروستيو شېبو خوښۍ ولمانځي. ددې ټولو خبرو په نظر كي نيولو د درې ګونو ودونو په اړه پرېكړه وسوه چي مخكي مي وويل په مياشتو مياشتو ورته چمتو والى نيول سوى ؤ. د راتلونكو مراسمو (واده) په هكله هم له همدې تياريانو څخه و پوهېدلو خو ما ته ئې تر دې تېره چي ښه كالي به اغوندم، ډولونه به وي، د وده خوښۍ به وي، ښه خواړه به وي او له يوې پردې نجلۍ سره د سات تېرولو زمينه به مومم، نور ئې هيڅ مانا نه درلوده. شهواني غوښتني مي په وروسته كي راپورته سوې. دلته غواړم تر دې شرمناكو خبرو پښه واړوم. يو څو خبري دي چي د پام وړ ئې بولم او وروسته به ئې وكړم مګر د دې خبرو زما له اصلي خبري سره كوم تړاؤ نسته.
زه او ورور مي له راجكوټ څخه پوربندر ته بوتلل سوو. له آخري كيسو څخه وړاندي څو په زړه پوري صحنې وې چي يوه ئې زموږ پر ټول بدن باندي په اوبو كي د خيشت سوي كوركمن مښوول ؤ خو زه به تر دې خبرو تېر سم.
پلار مي كه څه هم ديوان ؤ خو بيا هم يو زمزدور ؤ او كار ئې هله ځكه لا ډېر ؤ چي ټاكور صاحب ته تر نورو نژدې ؤ. هغه په ډېرو خواريو اجازه وركړه او كله چي ئې اجازه وركړه، نو ئې د ځانګړيو اس ګاډيو امر وركړ څو سفر ئې دوې ورځي را لنډ كړاى سي. خو بخت مو بل ډول وختى. پوربندر له راجكوټ څخه يو سل او شل ميله ليري دى او د ګاډۍ د پنځو ورځو لاره ده. پلار مي دا واټن په درو ورځو كي وواهه خو په دريم پړاؤ كي ګاډۍ واوښته. كله چي ورسېدى، نو ټول بدن ئې په پټيو پوښلى ؤ. د مراسمو لپاره زموږ او د ده دواړو خوښۍ پر نيمي ودرېدې خو په هر حال بايد مراسم ترسره سوي واى ځكه د واده د نېټو بدلول خو خوشي خبره نه ده. خو د واده لپاره د خپلو ماشومانه خوښيو په ترڅ كي مي د پلار ټپونه هېر سول.
ما له خپل مور او پلار سره زښته ډېره مينه درلوده او هره خبره مي ئې په خوښۍ منله خو د دې تر څنګ د نفسي غوښتنو تر اغېز هم لاندي وم. لا تر اوسه په دې نه پوهېدم چي د مور او پلار د چوپړ لپاره بايد خپلي ټولو خوښۍ او هوسايني ځار كړم. خو يوه پېښه چي زه ئې د خپلي نفسي غوښتني سزا ګڼم او تل مي زړه راته بوږنوي، وروسته به ئې ياده كړم. د نشكل انند يو بيت دى چي وايي ((د غوښتنو له ځپلو پرته د نړۍ د شيانو پرېښوول د كاغذ د كښتۍ په څېر دي، تر يوه ګړي ډېره نسي چلېدلاى، ان كه زر كوښښونه هم وكړې)) هر كله چي زه دا شعر زمزمه كوم او يا ئې له نورو اورم، نو سمدستي مي هغه پېښه را په زړه كيږي او له شرمه سور او شين اوړمه. پلار مي ټينګ ټپونه اخيستي ول خو له همت او زغم څخه ئې كار واخيست او هغوى ئې څرګندېدو ته پرېنښوول او په واده كي ئې بشپړه برخه واخيسته. اوس هم چي كله هغه مهال را په يادوم، نو تر سترګو مي هغه ځايونه انځوريږي چيري چي به هغه ناست ؤ او د واده بېلابېل دودونه ئې پر ځاى كول. هغه وخت مي هيڅ په ګمان كي نه وه چي يوه ورځ به خپل پلار په كوچنيوالي كي زما د واده كولو له امله ملامتوم. په هغه ورځ هر څه راته سم او مناسب ښكارېدل ځكه زه خپله هم واده ته ناكراره وم هو هغه څه چي پلار مي كول، داسي مي نه انګېرل چي سم نه دي. هغه ورځ مي اوس هم په ذهن كي انځور ده. ما ته ياد دي چي د واده پر تخت كښېناستو او د سپتاپدي*۶ دود مو تر سره كړ او موږ زوم او ناوي د يو بل په خولو كي خواږه كنسر*۷وركړل او بيا مو ګډ ژوند پيل كړ. اه هغه لومړۍ شپه!، دوه ماشومان چي په څه نه پوهېدل او د ژوندون سمندر ته ئې ورودانګل. ورينداري مي ښه پوه كړى وم چي د واده په لومړۍ شپه څه وكړم. نه يم خبر چي مېرمنه مي چا پوه كړې وه. دا پوښتنه مي هيڅكله نه ده ځني كړې او نه هم اوس علاقه لرم چي ځني وئې كړم. لوستونكي به پوهېږي چي موږ له يو بل سره د مخ كېدلو لپاره ډېر تر سام لاندي وو او شرمېدلو هم. څنګه بايد خبري وكړم او څه بايد ورته ووايم؟ د ورينداري له لارښوونو تر كومه ځايه كار واخلم؟ خو كه رښتيا ووايم په داسي كيسو كي د لارښوونو ډېره اړتيا هم نه وي. د لومړني ژوند نقشونه دومره پياوړي وي چي ورته د ښووني هيڅ اړتيا نه پيښيږي. كرار كرار له يو بل سره عادي سوو او يو له بل سره مو خبري كول پيل كړه. موږ دواړه كم سنه وو خو ما ډېر ژر د مېره والي پرتم واچاوه.
د خاوند (مېړه) په توګه
زما د واده په وختونو كي كوچنۍ رسالې چاپېدلې چي په يوه پيسه يا يوه پائي ( اوس مي سم نه دي ياد) به يې وركولې. په دې رسالو كي به د مېړه او ماندينې تر منځ د ميني، د لګښت په اړه د لارو چارو، د كوچنيوالي د واده او داسي نورو موضوعاتو په اړه بحث كېدى.كله چي به داسي رساله په لاس راتله نو سر تر پايه به مي ټوله لوستله او دامي عادت سوى ؤ چي هغه څه چي پر زړه مي نه لګېده، هېرول به مي او هغه څه چي خوښېدل به مي، عمل مي ورباندي كاوه. له ماندينې سره د مېړه د ژوند تر پايه وفاداري يو له دې خبرو څخه وه چي زما پر زړه ئې ژور نقش جوړ كړ. د دې تر څنګ د حق سره مينه خو مي په خټه كي اخښلې وه او دا شونې نه وه چي په دومره كوچنيوالي كي دي له ماندينې سره د بې وفايي موقع پيدا كړم.
خو د وفادارۍ درس يوه بده پايله هم ولرل. په زړه كي مي وويل چي كه زه خپلي مېرمني ته وفادار پاته كيږم نو هغه هم بايد ماته وفاداره پاته سي. همدې چورت زما څخه يو بدګمانه خاوند جوړ كړ. وفاداري د هغې دنده وه خو ما ورڅخه خپل حق جوړ كړ او په دې اند سوم چي ددې حق د ساتلو په خاطر بايد تل ورپسې سترګه يوسم. د شك كولو هيڅ لامل شتون نه درلودى خو بدګماني داسي شى دى چي دليل ته غوږ نه نيسي. ما به تل د هغې كړه وړه څارل چي له همدې امله زما بې اجازې هيڅ ځاى نسواى وتلاى او دې چاري زموږ تر منځ شخړه رامنځ ته كړه. زما څارنه په اصل كي د يوه زندان په توګه وه او كستورابائي له هغو نجونو څخه نه وه چي دا هر څه دي په چوپه خوله وزغمي. زما دې څار هغه راوپارول او زما بې اجازې هر چيري او كله هم چي به ئې زړه وغوښت، تلله. ما چي به خپل څار زياتاوه، هغه به لا نوره بې باكه كېده چي زه به ئې نور هم په قارولم. پايله دا سوه چي موږ دوو ماشوم مېړه او مېرمني به يو له بل سره خبري كول بندول. زما په اند كستورابائي په دې كار كي پړه نه وه ځكه يوه پاك لمنې مېرمن چيري هم دا نسي زغملاى چي عبادتځي (مندر) ته د تللو او له خپلو همزولو سره د ليدو كتو پر مهال دي ئې هم څار وسي. كه ما پر هغې د بنديزونو حق درلودى، هغې هم ورته حق درلودى. نن په دې ټولو خبرو ښه پوهېږم خو هغه وخت مي دې ته سر نيولى ؤ چي بايد د مېړه توب پرتم خور كړم.
مګر لوستونكي دي فكر نه كوي چي زموږ ژوند يوازي د تريخوالي هغه ؤ. زما سختوالى بالآخره زما د ميني له امله ؤ. ما غوښتل چي مېرمن مي د مېرمنتوب بې سارې بېلګه وګرځي. ما غوښتل هغه دې ته اړباسم چي له درناوي ډك ژوند تېر كړي، هغه څه چي ما زده كړي ول، دا ئې هم زده كړي او خپل اند زما له انده سره يو ږغى كړي.
نه پوهېږم چي كستورابايي به هم دا هيله درلوده كه يا؟ هغه نالوستې وه. طبيعتاً يوه ساده، پر ځان واكمنه او غلې غوندي نجلۍ وه.هغې د خپل نالوستيتوب هيڅ پروا نه درلوده او په ياد مي نه راځي چي زما ليكني او لوستني دي كله هم هغه دې ته هڅولې وي چي د دې هم دې كار ته زړه وسي.فكر كوم زما هيله يو اړخيزه وه. زما مينه يوازي پر همدې يوې ښځي راڅرخېدله او غوښتل مي چي دا هم راسره په همدې كچه مينه څرګنده كړي خو كه له دواړو اړخونو علاقه مندي نه وه، بيا هم زموږ ژوند ټول بد خونده نه ؤ ځكه لږ تر لږه له يوه لوري خو ټينګي لېوالتيا شتون درلودى.
دا منم چي ما له هغې سره بې كچي مينه درلوده. ان په ښوونځي كي به د هغې په چورتونو كي وم او د راتلونكي شپې په اړه به مي فكر كاوه. بېلتون راته د زعملو وړ نه ؤ. د شپې به مي تر ناوخته د چټي خبرو په اوږدولو د هغې شپه روڼه كړې وه. كه چيري د دې لېونۍ ميني په څنګ كي زما سره د وظيفه پېژندني احساس مل نه واى، نو يا خو به زه په داسي يوه ناروغي اخته كېداى چي له وخته مخكي به ئې وژلاى او يا خو به مي ژوند داسي بڼه غوره كولاى چي مرګ تر هغه ښه دى. خو ورځنۍ چاري مي بايد سر ته رسولي واى. كوم چا ته درواغ ويل زما لپاره ناشونى كار ؤ او همدې چاري له ډيرو ګړنګونو وساتلم. مخكي مي وويل چي كستورابائي نالوستې وه. ډېر مي زړه غوښتل چي ښوونه ورته پيل كړم خو له شهواني ميني څخه مي وخت نه سواى موندلاى. بيا يوه خبره دا وه چي د هغې د خوښي خلاف به مي لوست ورته ښوولاى او هغه هم د شپې لخوا. د مشرانو په وړاندي له هغې سره خبري څه چي ان ورته د كتلو مېرانه مي نسواى كولاى. هغه مهال په كاټياوار كي يوه بې مانا او وحشي غوندي پرده (ستر) دود وه چي تر يو ځايه نن هم سته. مانا دا چي د زده كړي لپاره چاپېريال نه ؤ چمتو ځكه نو بايد ووايم چي په زلميتوب كي چي مي د هغې د روزلو كومي هڅي كړي وې، تر ډېره ځايه بريالۍ نه وې او كله چي زه له شهواني غفلته را ويښ سوم، نو هغه مهال ما د ولسي چوپړ په ډګر كي پښه ايښې وه او ډېره لږه وزګارتيا مي درلوده. غوښتل مي د شخصي ښوونكي له لاري ورته ليك لوست وښئيم خو بريالى نه سوم. پايله ئې دا سوه چي اوس كستورابائي ان د ساده ليكونو په ليكلو او په اسانه ګجراتي باندي په پوهېدلو كي هم ستونزه لري. زه باور لرم چي كه هغه مينه چي ما له هغې سره درلوده، له شهواني غوښتنو پاكه واى، نو نن به هغه يوه لوستې ښځه واى ځكه د هغې پر بې علاقه توب به مي برى موندلى واى. زه پوهېږم چي د رښتيني ميني په وړاندي هيڅ كار ناشونى نه دى.
ما د يوې خبري يادونه وكړه چي زه ئې د شهواني ميني له خطرناكو پايلو څخه لږ او ډېر ژغورلى يم. په دې برخه كي دا خبره هم د يادولو وړ ګڼم: د ډيرو بېلګو په ليدلو دې باور ته رسېدلى يم چي كه د چا نيت پاك وي، خداى به ئې يوه نه يوه ورځ نجات ور په برخه كوي.په هندوانو كي د ماشومتوب د واده د كرغېړن دود په څنګ كي يو بل دود هم سته چي له كبله ئې ددې كار د بدو پايلو په كمولو كي يو څه مرسته كوي. مور او پلار زلمى مېړه او ماندينه تر ډېره وخته يو ځاى نه سره پرېږدي. ماندينه خپل تر نيمائي زيات وخت د پلار پر كور تېروي. له همدې سره موږ هم مخ وو. ما نا دا چي د واده په لومړيو پنځو كلونو كي (له ديارلس كلنۍ خخه تر اتلس كلنۍ پوري) كه ټول سره يوځاى كړې، موږ به درې كاله يو ځاى نه يو سره اوسېدلي. موږ به شپږ مياشتي هم يو ځاى نه وي سره تيري كړي چي مانديني ته به مي د پلار له كوره بلنه راغله. هغه مهال داسي بلني راته په زړه پوري نه وې خو دې كار موږ دواړه وژغورلو. په اتلس كلنۍ كي زه انګلستان ته ولاړم او دې كار مو د يو څه مودې لپاره تر منځ بېلتون راوست چي زموږ دواړو د روغتيا لپاره ګټندوى ؤ. له انګلستانه تر راستنيدو وروسته هم موږ ايله شپږ مياشتي هم په سمه توګه تيري نه كړې.ځكه زه به ډېر وختونه له راجكوټ څخه بمبئي ته تلم راتلم. له هغه وروسته سويلي افريقا ته و بلل سوم او له هغه ځايه په راستنېدلو لا د وخته د شهواني غوښتنو له جاله وتلى وم.
په عالي ښوونځي كي زده كړه
ما مخكي يادونه وكړه چي د واده پر مهال زه په عالي ښوونځي كي په زده كړه بوخت وم. موږ درې وروڼه يوې ښوونځي ته تللو. تر ټولو مشر ورور مي تر ما ډېر مخته ؤ خو هغه چي زما سره ئې يو ځاى واده وسو، تر ما يو ټولګۍ مخته ؤ. د واده له امله زموږ د زده كړي يو كال بېځايه ولاړى او د ورور لپاره مي خو ئې پايله تر دې هم بده وخوته ځكه زده كړه يو مخ ځني پاته سوه. خداى خبر څومره نور زلميان به له ورته برخليك سره مخ سوي وي. دا يوازي همدا ننۍ هندو ټولنه ده چي واده او زده كړه پكښي پر يوه مهال جريان مومي.
زما زده كړو دوام وموند. په ښوونځي كي ټمبل نه ګڼل كېدم او د ښوونكو له ميني خخه برخمن وم.هر كال به پلرونو ته د زده كوونكو د اخلاقو تصديقپاڼي لېږل كېدې. زما په اړه كله هم د بدو اخلاقو پاڼه و نه لېږل سوه. ان د دوهمي درجې(ټولګۍ) تر ختمولو وروسته مي جايزې هم وګټلې. په پنځم ټولګي كي راته د څلورو او په شپږم كي راته د لسو روپيو وظيفه *۸ وټاكل سوه. په دې كي زما تر وړتيا ډېر د بخت لاس ؤ ځكه وظيفې ته لاس رسى د ټولو لپاره نه ؤ بلكه د كاټيا وار د سورټ د سيمي په زده كوونكو كي تر ټولو ځلېدونكي كس ته وركول كېده او د پنځو سو شپېتو زده كوونكو په ټولګۍ كي به د سورټ هلكان دومره ډېر نه ول.
زما چي ياديږي، ما پر خپله وړتيا باندي كوم ځانګړى حساب نه كاوه او كله چي به مي كومه جايزه ګټله، دې كار ته هيښ پاته كېدم. خو پر خپل چال چلند باندي مي ټينګ پام درلود. كه به كوچنى ګوت نيونه هم راته راجع كېدله، دې كار به ان ژړا ته درولم. كه به مي چيري كوم كار په رښتيا او يا د ښوونكي په اند ناوړه ؤ، نو پر ما به داسي حالت راتلى چي دزغملو به نه ؤ. يو ځل مي په ياد دي چي جسماني سزا ئې راكړه. د سزا مي دومره پروا نه درلوده لكه ددې خبري چي بالآخره ولي د سزا وړ وګڼل سوم. په دې خاطر مي ډېر وژړل. دا د هغه وخت خبره ده چي زه به په لومړۍ او يا دوهم ټولګۍ كي وم. همداسي يوه پېښه مي په اووم ټولګۍ كي هم په ياديږي چي رامنځ ته سوه. هغه مهال داراب جي ايډل جيمي سر ښوونكى ؤ. هغه پر نظم او دسپلين باندي ډېر ټينګار كاوه. ښه ښوونكى هم ؤ او زده كوونكو هم خوښاوه. هغه د لوړو ټولګيو د زده كوونكو لپاره كريكټ او جمناسټك اړين ګرځولي ول او زما له دواړو سره نه لګېده. له دې وړاندي چي دا لوبي اړيني وګرځول سي، ما هيڅكله هم په هيڅ ډول لوبه، نه كريكټ او نه هم فټ بال كي برخه اخيستې وه. ددې كار يو لامل زما د شرم خوى ؤ چي اوس ورباندي پښېمانه يم. هغه مهال مي دا ناسم ګمان كاوه چي جمناسټك له زده كړي سره هيڅ اړه نه لري. اوس راته څرګنده ده چي په نصاب كي بايد د دماغي روزني تر څنګ فزيكي (جسماني) روزنه هم ځاى ولري. خو بايد يادونه وكړم چي په ورزش كي د برخي نه اخيستلو مي پر روغتيا باندي هيڅ اغېز و نه كړ. د دې يو لامل دا ؤ چي ما په كتابونو كي په پرانيستې هوا كي د تګ كولو (قدم وهلو) ګټي لوستلي وې او دا خبري مي پر زړه لګېدلي وې ځكه مي نو د تګ كولو عادت غوره كړى ؤ چي اوس هم راسره ځي. په منظم ډول د تګ كولو له امله مي بدن د پام وړ پياوړتيا وموندله.
له جمناسټك سره زما د لږي علاقې يو لامل دا ؤ چي ما غوښتل د پلار خدمت وكړم. د ښوونځي له رخصتېدو سره سم به مي كور ته ځان رساوه او د هغه په چوپړ به مي لاس پوري كاوه. ړين ورزش به مي په همدې چوپړ كي ترسره كېدى. ما له جيمي صاحب څخه غوښتنه وكړه چي له جمناسټك خخه مي معاف كړي خو زما پر خبره ئې غوږ و نه ګراوه. د شنبې په ورځ به ښوونځي سهاري وه. يوه شنبه، چي ښوونځي مو سهاري وه، داسي پېښه سوه چي زه بايد ماسپښين پر څلور بجې د جمناسټك لپاره له كوره ښوونځي ته تللى واى. ما ساعت نه درلودى او د وريځي له امله مي د وخت اټكل سم ونكړاى سواى. كله چي ښوونځي ته ورسېدم، ګورم چي ټول هلكان تللي دي. په سبا چي ښاغلي جيمي د سوبتيا (حاضرۍ) كتاب كتى، زه ئې پكښي ناسوب وليدم. ددې كار لامل ئې راڅخه پوښتى او ما هم، څه چي پېښ سوي وه، كټ مټ ورته وويل خو هغه باور راباندي و نكړ او دوې وې كه درې انې ئې جريمه كړم (اوس مي سم په ياد نه دي چي څو). زه ئې په درواغ ويلو تورن كړم. دې خبري سخت و ځورولم. څنګه خپله بې ګناهي ثابته كړم؟ هيڅ لاره راته نه ښكارېده. ډېر مي وژړل او راته څرګنده سوه چي د رښتيا (حق) ويونكي خلك بايد په عين حال كي ويښ او ځير هم و اوسي. په ښوونځي كي دا زما د غفلت لومړنۍ او وروستۍ بېلګه وه. لږ غوندي مي په ياديږي چي آخر مي جريمه ورباندي معاف كړه. له ورزشه ئې هم خلاص كړم ځكه پلار مي په خپله سر ښوونكي ته ليك ولېږى چي ګواكي له ښوونځۍ وروسته ئې په كور كي په كار يم.
په ورزش كي د لټۍ له امله خو مي كوم زيان و نه ليد خو د يوې بلي لټۍ سزا تر اوسه ګالم. خداى خبر له كومه دا چورت را پيدا سو چي د لاس د ليك (خط) ښايست د زده كړي كومه اړينه برخه نه ده خو دومره مي په ياد دي چي لندن ته د تللو تر مهاله په همدې ګمان وم. په راوروسته كي په تېره بيا په سويلي افريقا كي د هستوګني پر مهال چي مي كله د وكيلانو او په ځانګړي ډول د هغه ځاى د زلميانو د لاس ښكلي ليكونه (خط) وليدل، ډېر د شرم احساس مي وكړ او پر خپلي لټۍ پښېمانه سوم. راته څرګنده سوه چي خراب ليك بايد د نيمګړي زده كړي نښه وګڼو. وروسته مي هڅه وكړه چي سم ئې كړم خو ډېر ناوخته ؤ او د زلميتوب تېروتنه مي راونه ګرځولاى سواى. هر هلك او نجلۍ دي زما له بېلګي عبرت واخلي او بايد وپوهيږي چي ليك (خط) د زده كړي اړينه برخه ده. زه اوس په دې باور يم چي ماشومانو ته ددې د مخه چي د ليك ليكلو ښوونه ورته پيل سي، بايد رسم ورزده كړل سي څو هغوى د توكو نومونه ښه انځور كړلاى سي لكه ګلان، مرغان او نور او د انځورونو د رسم تر زده كولو وروسته د ليك ښوونه ورته پيل كړل سي. هله به نو ښكلى ليك وكولاى سي.
د ښوونځي د مهال په خاطرو كي زما په ياد دي، دوې نوري هم د يادولو وړ دي. ما د واده له امله يو كال د لاسه وركړى ؤ او ښوونكي مي غوښتل چي زه ئې د جبرانولو په خاطر په يوه كال كي دوې ټولګۍ وړاندي ولاړ سم. دا امتياز يوازي خواريكښو هلكانو ته وركول كېدى ځكه نو دريم ټولګۍ مي يوازي شپږ مياشتي ولوست او د شپږ مياشتنۍ آزمويني په وركولو چي وروسته ئې د دوبي رخصتۍ راځي، څلورم ټولګۍ ته پورته كړل سوم.
په دې ټولګۍ كي ډېر مضمونونه په انګريزي ژبه ښوول كېدل چي زه ئې ګنګس كړم. هندسه يو نوى مضمون ؤ چي زه پكښي كمزورى وم او دا چي په انګريزي ژبه ښوول كېدى، راته ئې نور هم ستونزمن كړى ؤ. ښوونكي راته په ډېر ښه ډول ښوونه كوله خو ما ځان نسواى پسي رسولاى. اكثره وخت به مي زړه مات سو او چورت به مي واهه چي زه ددې توان نه لرم چي د يوه كال درس په دوو كي ولولم خو په دې كار كي نه يوازي زه ټيټ راتلم بلكي د ښوونكي سر مي هم ټيټېدى ځكه هغه زما په خواريكښۍ باندي په باور كولو زما د مخكي ګام اخيستني سپارښتنه كړې وه. د همدې دوه ګوني سرتيټۍ له ويري مي ځان ټينګ كړ. په پاى كي كله چي له ډيرو هڅو وروسته د اقليدس ديارلسمي قضيې ته ورسېدو، نو يو ناڅاپه ددې مضمون په ساده والي باندي پوه سوم. په كوم مضمون كي چي سړى بايد يوازي له خپل دماغه كار واخلي، هيڅ كله ستونزمن نه وي. له هغه راهيسي هندسه راته تل آسانه او په زړه پوري ده.
خو سانسكريت راته ګرانه وخوته. په هندسه كي د په يادولو كوم شى نه ؤ. څنګه چي شپږمه درجه (ټولګۍ) مي پيل كړه، زړه مي مات سو. چورت مي واهه چي ښوونكى په لوى لاى د زده كوونكو لپاره هر څه ګرانوي. د سانسكريت او فارسي د ښوونكو تر منځ يو ډول سيالي روانه وه. د فارسي ښوونكى يو څه نرم ؤ. زده كوونكو به يو تر بله ويل چي فارسي آسانه ده او ښوونكى ئې د زده كوونكو ډېر پام ساتي. د آسانوالي خبره مي ئې پر زړه ولګېده او يوه ورځ د فارسي په ټولګۍ كي كښېنستم. په دې باندي دسانسكريت ښوونكى وځورېدى. زه ئې ځان ته وغوښتلم او راته ئې وويل: ((تا هېر كړل چي ته د يو ويشنو (هندو) مور او پلار زوى ئې؟ د خپل مذهب ژبه نه زده كوې؟ كه كومه ستونزه پكښي وينې، ولي ما ته نه وائې؟ زه تاسو ټولو زده كوونكو ته د سانسكريت په در زده كولو كي تر خپله وسه خواري كاږم. چي مخته پكښي ولاړ سې، په دې ژبه كي به ډېر په زړه پوري توكي ومومې. بيرته راسه او د سانسكريت په ټولګۍ كي كښېنه.))
د هغه د دې پېرزويني په ليدلو ډېر وشرمېدم. د خپل ښوونكي د داسي ميني څخه مي بې پروائي نسواى كولاى. زه كرشن شنكر پانډيا تل په منني سره يادوم ځكه كومه لږ او ډېره سانسكريت چي ما هغه مهال زده كړه، كه مي هغه نه واى زده كړې، د هندو مذهب په سپېڅلو كتابونو كي به مي علاقه ډېره كمه واى.ان ډېر افسوس كوم چي هغه مهال مي ډېره زده نه كړه ځكه اوس په دې باور سوى يم چي د هر هندو هلك او نجلۍ بايد ښه سمه سانسكريت زده وي.
اوس په دې باور يم چي د هندوستان د لوړو زده كړو په نصاب ك بايد د سيمه ايزو ژبو تر څنګ هندي، سانسكريت، فارسي، عربي او انګريزي هم ځاى كړل سي. له دې اوږد لړ ليك دي څوك نه بيريږي! زه باور لرم چي كه زموږ د پوهني نظام ته ډېره پاملرنه وسي او پر هلكانو په پردۍ ژبه د مضامينو د زده كولو بار وانه چول سي، نو ددې ژبو زده كول به ستونزمن نه وي بلكي په لوبو لوبو به زده كيږي. كه كوم څوك يوه ژبه د علمي آرونو له مخي زده كړي، نو د نورو ژبو په زده كړه كي هم ورسره مرسته كوي.
په اصل كي هندي، ګجراتي او سانسكريت يوه ژبه ګڼلاى سو او همداراز فارسي او عربي هم يوه. كه څه هم فارسي د اريائي ژبو له كورنۍ او عربي د سامي هغه سره اړه لري خو د دې دوو تر منځ ټينګه اړيكه سته ځكه دواړه د اسلام له څرګندېدو سره سم پر مخ ولاړې. زه اردو ځانته يوه خپلواكه ژبه نسم ګڼلاى ځكه ګرامر ئې له هندي او ويوكي ئې تر ډېره له فارسي او عربي خخه اخيستي دي او څوك چي د اردو زده كول غواړي، بايد فارسي او عربي هم ژده كړي، لكه چي څوك د ګجراتي، هندي، بنګالي او مرهټي ژبو د زده كولو لپاره بايد سانسكريت زده كړي.
حاشيې:
۱. د راجه ګانو د واك سيمي (پښتو ژباړن)
۲. Assistant Political Agent (پښتو ژباړن)
۳. لغوي مانا ئې د څلورو مياشتي زمانه، هغه نذر ته وايي چي له مخي ئې د اورښت (برسات) په څلورو مياشتو كي بشپړي نيمى يې روژې نيول كيږي. (انګريزي ژباړن)
۴. يو ډول روژه چي پكښي د خورك انډول د سپوږمۍ د غټېدلو او كوچني كېدلو په حساب ډيريږي او لږيږي. (انګريزي ژباړن)
۵. په انګريزي كي چايبر ته وايي (پښتو ژباړن)
۶. د ستاپدي څخه موخه د زوم او ناوي يو ځاى اوه قدمه تلل او په تللو كي له يو بل سره د ميني او وفا عهد او پيمان كول دي چي له هغه وروسته د دواړو تړون هيڅكله نه ماتيږي. (انګريزي ژباړن)
۷. يو ډول خواږه چي له تړون وروسته ئې زوم او ناوې ګډ خوري. (انګريزي ژباړن)
۸. له يوه زده كوونكي سره د زده كړي په برخه كي مرسته (پښتو ژباړن)