
دیارلسم پېشلمي کي مي وریجي او بېنډۍ وخوړلې،راډیو مي هم نیولې وه هغوی دروژې په اړه ځیني مطالب خپرول او خلګو ته يې د سهار دوخت داخیلیدو او د روژه مات وختونه ښول .
په هلمند کي بُست راډیو ډېر اوریدوونکي لري ما هم همدغه راډیو تعقیبول چي کرار کرار دسهار وخت نژدې سو او دهمدې راډیو دلاري مي دسهار اذان واورید .
یو څو دقیقې لا ناست وم له ځایه ولاړ سوم او اودس مي وکړ تر لږ انتظار وروسته مي دسهار لمونځ وکړ او بیده سوم .
اته بجې وي چي له خوبه ولاړ سوم ، کمپیوټر ، کیمره او نور تخنیکي وسایل مي اماده کړه ، موټر مي چالانده کړ ددفتر پر لوري روان سوم .
دفتر ته ورسېدلم ، له یوه ملګري سره مي خبري وکړي دفتر ته راغی او پر ځینو ورځنیو کارونه او تولیدي راپورونو پر جوړولو مو خپل پلانونه سره شریکول .
وخت ۹:۳۰ دقیقې سو چي پلان جوړ سو او دکار پر لور مو لمړي ګاومونه لا نه وه اخیستي چي دلښکرګاه ښار ولړزېده ، ټولو چیغي کړې ، موږ ژر له دفتر څخه ووتلو ، زموږ ددفتر پر سر باندي دباروتو سپین دود راروان وو .
دستي مو حرکت وکړ، پرلاره مو پوښتني وکړې چي چاودنه چیري وه ځینو خو د تندي څخه جواب لا نه سو راکولای .
نور خبريالان ملګري هم راسره یوځای سوه په یوه موټر کي مو دپیښي ځای ته ځان ورساوه .
کیمره مي واخیستل له همدې ځایه مي دخبریالۍ کارت په غاړه کړ ترڅو په سیمه کي پولیس ستونزه راته جوړه نه کړي او کیمره مي هم چالانده کړه .
تیز وروان وم پولیسو ملکي خلګ د پیښي له ځایه ګرځول خو خبریالانو ته يې لاره ورکړه زما دکیمرې مخي ته دپولیسو یو شین امبولانس راغی چي ټپیان يې اخیستي وه شاټ مي يې ونیوه .
یوه ماشومه انجلۍ مي ولیدل چي د پولیس په غیږ کي وه او د ( اغا، اغا ) نارې يې وهلي .
خپل کیمیره مي همداسي فعاله وساتل او شاټونه ، دسیمي ویډيو مي نیول .
یوه امبولانس ته يې یوه میرمن چي پر نس يې پارچه موښتې وه راروانه کړې وه هغې نارې وهلي ( یا الله خیر ) همداسي مي یوځوان ولید چي دسر ماغزه يې توی سوي وو .
له یوه کوره يې یوه میرمن راویستل چي وای ( له چاودني وروسته دزړه حمله پر راغلی وه )
نژدې یو وړکتون وو د ماشومانو دژړا اوازونه مي هم اوریدل چي دغې درنې چاودني سخت بېرولي وو .
شاوخوا مي نور ټپیان هم عکاسي کړل له عیني شاهدانو سره مي خبري وکړي دپولیسو دیوه مشر سره مي ددې پیښي په اړه وپوښتل ويې ویل ( دا یو موټر بم ځانمرګی وو چي غوښتل يې امنیه قومانداني په نښه کړي درې تنه وه چي دوه يې دلته وژل سوي او یو بل تښتېدلی او پولیسو په بله سیمه کي په نښه کړی دی )
له دې ځایه ولاړم له قوماندان سره موږ ټولو خبریالانو خبري وکړي هغه ویل ( ۱۵ ټپیان دي ، دوه ملکي کسان په شهادت رسېدلي او درې تنه ځانمرګي هم وژل سوي دي )
دعامي روغتیا له ریس ډاکتر عنایت الله غفاري سره مي خبري وکړې هغه وویل ( ۵۱ ټپیان دي ، دوه تنه وژل سوي دوی ته وروړل سوي دي )
خبر مي جوړ کړ او خپلي رسنۍ ( ژوندون تلویزیون ) ته مي ولیږه .
کوره ته ولاړم ، پوښتنه راڅخه وسوه چي چاودني خو به څوک نه وي خوږ کړي ما ټول جریان په یوه دقیقه کي ورته لنډ ووایه اذان سو روژه مات جوړ سو خو دنورو ورځو روژه ماتو په څیر يې په والله که یا خوند کړی وي او یامو پراته نعمتونه په خوند خوړلي وي .
داسي نو فرض کړئ چي ۱۳ روژه مات په هلمند کي هیچا په خوشحالۍ ونه کی .