الله ج مو دې د هغو غټ سرو مشرانو نه زر تر زره خلاص کړي چا چې تر اوسه پورې د خپل قوم، ولس، او د اسلام پر ځای خپلو جیبونو ته خدمت کړې. دوې دې خدای ج د خپلو اولادونو سره نیست او نابود کړي چې په راتلونکې کې یی څوک نوم او نښان هم معلوم نه کړي.
تاسو خو به پرون د شمالي ټلوالې زور لیدلې وي؟
که مو نه وی لیدلای نو د چا نه یی پوښتنه وکړئ او یا به یی زه درته لږ تشریح کړ.
زما د معلوماتو پر بنسټ، شمالي ټلواله اوس مهال په زرهاو میله سپکې وسلې لري چې په دې کې توفنګچي، په زیاته کچه کلاشنکوفونه، راکټ لانچرې، پیکا، سل ډزې، او ګرنیټونه وجود لري. همدارنګه په درنو وسلو کې فقد طیارې نه لري نور توپونه، ټانګونه، ډي سي توپونه، میزایلې او داسې نور مهمات چې د هغې کره معلومات راسره نشته خو دومره ویلای شم چې شمیر یی ډیر زیات دې ددوی سره خوندي دي. خو دا باید په یاد ولرو چې دا ټول یی اوس ندي اخیستي بلکه د کرزي په بې کفایته دولت کې یی هم لرلې چې د روس د وتلو نه وروسته یی د ځان سره ساتلي دي.
اول خو دا غیر قانوني ده چې ولي په دومره غټه کچه سپکې او درنې وسلې وساتل شي؟! ولې یی دولت ته ندي سپارلي او یا یی ولي ډي ډي آر کړي ندي؟
په لنډو ټکو به درته ووایم چې یو څو ورځې مخکې اشرف غني ته راپور راغلو چې ګواکي شمالي ټلواله په زیاته کچه په سپکو او درنو وسلو د پخوا څخه سنبال دي نو پدې اساس ښاغلي غني په خپل امر د لومړي ځل لپاره پولیس ورولیږل، خو د هغوی وس پرې ونه رسیدو، بیا یی ملي اردو ورولیږله چې د هغوی زور هم پرې ونه رسیدو. په دریم ځل یی امنیت ملي ورولیږلو چې دوه د امنیت ملي کارکونکي یی ځای پر ځای ورته ووژل. په اخره کې یی د امریکایانو څخه کومک وغوښتو او هغوی پدې دومره وسلو او مهماتو کې فقد یو څو د مرمیو زیرمې بمبار کړې.
اوس تاسو دې جالبې نقطې ته وګورۍ چې د هماغې منطقې خلکو خو یی پوره ملاتړ اعلان کړو او ټول، نران، ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ګیری یی د وسلو سره سړک ته راووتل او د څو ساعتونو لپاره یی د کابل-مزار لویه لاره بنده کړه. اوس دا ځینې خلک وایی چې زه خیر د هر چا په کور کې یوه یوه وسله وجود لري. خو سوال دادې چې آیا دا خلک فکر نه کوي چې ددوی د سپکو او درنو وسلو سره سړک ته راوتل یو غیر قانوني عمل دې؟ آیا دوی په رښتیا هم نه پوهیږي چې دغه قومندانان په غیر قانوني ډول سپکې او درنې وسلې ساتي؟ که پوهیږي نو بیا ولې ترینه دفاع کوي؟ او که نه پوهیږي او دوې اوس د امریکایانو سره جهاد فرض ګڼي نو بیا ولې تر اوسه پورې چپ پاتې شوې وو؟ خو خبره د دین، جهاد او وطن نده. خبره د زور او ګټو ده. که په هر چا کې زور وي نو پدې وطن کې خوندي دې او کنه نو ډیر زر به توت ته وخیژول شي.
بله عجیبه خبره خو دا ده چې زه خیر د منطقې خلک خو بې سواده دي او بې ځایه احساساتي کیږي او په یو چا د قوم ګیرۍ په خاطر ننګه کوي. خو اوس سوال دادې چې ولې د ولایتي شوراي غړي یی ملاتړ کوي؟ ولې عبدالله عبدالله ترینه ملاتړ کوي؟ ولې دا خبره په عطا دومره بده لګیدلې ده؟ عبدالله خو دومره غبرګون وښودلو چې حتې د وزیرانو په شورا کې یی د جان احمد قومندان څخه په کلکه ملاتړ اعلان کړو او پر ځای ددې چې قومندان محاکمه کړي، په دولت یی نیوکې وکړې او د ایساف قومندان، وزیر داخله، دفاع او اشرف غني څخه یی غوښتنه وکړه ترڅو د جان احمد قومندان څخه په رسمي ډول بښنه وغواړي. اوس داسې هم خبر شوم چې اشرف غني، د ایساف قومندان، وزیر داخله او دفاع وزارت لوړپوري چارواکي قومندان جان احمد ته د عذر لپاره ورغلي. خو زه شخصا دا تصور هم نشم کولای چې داسې دې وشي. او که چیرې دا خبره رښتیا شي نو ډیره د شرم او افسوس خبره ده او په والله که دا وطن جوړ شي. بیا اشرف غني ته پکار دي چې ارګ پریږدي او مرګ وغواړي.
په بل طرف کې پرديپاله رسنیو خو یی په هکله هیڅ هم ونه ویل چې پدې ورځو او شپو کې یی سترګې او غوږونه کار نه کوي او که یی ښې ډیرې پیسې اخیستي. مدني شغالان (فعالان) خو هم چوپه خله ناست دي. ددوې اوس ګټه په کې نشته او که یریږي. ولې رسنۍ او مدني څه نشي ویلای؟ ددوې خپلې رسنۍ خو ملامته نه دی ځکه چې همدوی ته کار کوي. اوس څه شوی هغه بې ننګه میډیاګانې چې لږ ددې خبرې په باره کې لیکنه وکړي او یا یو سم قانوني ویډیویی راپور پرې جوړ کړي. ټول ملت ته دغه شان منحوسې او پرديپالې څیرې وروپیژني. که چېرې یو بل قوم د خپل ناموس او عزت نه د دفاع په خاطر سرکونو ته وتلای وای، تاسو باور وکړئ چې همدې مزدورو رسنیو به شپه او ورځ په همدې بحثونه کول چې ګویا ترورستان سرکونو ته راوتي. په اخره کې به صرف دومره ووایم چې الله ج دې زمونږ تش په نامه مشرانو ته هدایت وکړي چې ددې زوریدلي ملت د حقوقو څخه په ډاډه زړه دفاع وکړي او په هر میدان کې لکه د زمري ولاړ وي. د مطیع الله تراب صاحب خبره چې زمونږ مشرانو خو ایله خپلې خیټې، چوکۍ او خپل سرونه ساتلي او بس. که داسې وي نو بیا دې الله ج د هدایت پرځای د ایبولا په مرض اخته کړي چې تر اوسه یی علاج هم ندې راوتې.
مننه
مصطفیّ دهقان