پښتون پوسټ دقضاوت په تله کې!

ظ : ابراهيم خيل. 
دپښتو ورځپاڼو په قطار کې پښتون پوسټ يوه نوې ورځپاڼه ده ،،چې اوس يې لا درې سوومه ګڼه نه ده پوره کړې، دا،چې دغه ورځپاڼه دمحتوا له لوري څنګه ده، خبرونه يې څومره تازه دي، ليکنې ، څيړنې او تحليلونه څنګه دي دا لا دوخت نه دمخه خبره ده ،چې ورباندې ليکنه وشي، خو زه راځم دې ته يوه ورځپاڼه يا رساله يا بله هره خپرونه ،چې وي که هغه چاپي خپرونه وي که انځوريزه او بريښنايې خپرونه ، بايد په واقعيتونو ولاړه وي ، هغه څه خپاره کړي ،چې هغه واقعيت ولري او ټولنې ته ګټور ثابت شي.
 
راځو دپښتون پوسټ ورځپاڼې (٢٩١) او (٢٩٢) ګڼې سرمقالې ته  ،چې دا په حقيقت کې دپښتون پوسټ دورځپاڼې درسمي موقف څرگندوينه هم کوي.
 
دپښتون پوسټ (٢٩١) ګڼې دجولاى پر ٢٢ نيټه (دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت ډيرکارته اړتيا لري) ترسرليک لاندې دنوموړي ورځپاڼې سرمقاله او په (٢٩٢) ګڼه دجولايى په (٢٣) نيټه په پاکستان کې افغان سفارت اوقونسلګرى بايد ريښتينى خدمت وکړي ، تر سرليک لاندې بله سرمقاله خپره کړې ،چې په لاندې کرښو کې پرې يوځغلند نظر اچوو.
 
زه فکر کوم دابه غټه بې انصافى وي ،چې دداسى يو هېواد ،چې هغه تر دوولسيزو زياتو کورډاګو جنګونوکې خپل ټول دار او ندار له لاسه ورکړی وي او بيا دنړيوالو په مرسته خپل ټول کارونه له صفر څخه پيل کړي وي او هېواد يې لاهم د جګړو له ګواښ سره مخامخ وي، هغه دى وکولاى شي داوو کلونو په موده کې داسې يوې مرحلې ته ورسيږي ،چې هغه موږ  دځينو نورو هېوادونو سره ،چې هغوی ته دجګړې څرک هم نه وي رسيدلى مقايسه کړو.
 
دا،چې دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت استدلال کوي ،چې موږ خپل کارونه له صفر څخه پيل کړي دي کې دشک خبره نه پيدا کيږي، اما بايد ووايو ،چې په تيرو اوو کلونو په دغه ډګر  يعنې دفرهنګي بيارغاوني په ډګر ،چې هغه ترټولو ستونزمن کار دى  څومره کارونه شوي، ،چې دابايد له نژدى وڅيړل شي او دغه واقعيت خلکو ته ورسول شي ، موږ او تاسو ګورو ،چې افغانستان په تيرو اوو کلونو کې د سلګونو چاپي ، انځوريزو او بريښنايي رسنيو خاوند ګرځيدلى، دنړيوالې ميډيا په اسمان کي يې خپل ځاى پيدا کړى، په سيمه يېزو او نړيوالو سازمانونو کې مطرح شوى، په سيمه او نړۍ کې دخپلو فرهنګى فعاليتونو دپراختيا او پرمختيا په اړه فعالې نمايندګۍ پرانستې ، په سلګونو تاريخي او لرغونې ودانۍ يې بيا رغاولي او دساتنې لپاره يې تدابير نيول شوي.دافغانستان ملى موزيم او دولاياتو موزيمونه بيا رغول شوي او دلوټ شوو اثارو دبيرته ترلاسه کولو په برخه ډيرپرمختګونه شوي، توريستيکي ځايونه بيا رغول شي او دګرځندويانو لپاره ښه فرصتونه برابر شوي، دهېواد په مرکز او ولاياتو کې عامه کتابتونونه بيا احيا شوي، دموسيقۍ په برخه ډير کارنده پرمختګونه شوي، دځوانانو لپاره ځانګړې معينيت ايجاد شوي ،چې ددغه معينيت له خوا ځوانانو ته ځانګړي پروګرامونه جوړشوي، په سلهاوو سيمينارونه، سمپوزيمونه، کنفرانسونه او نندارتونونه په ملي ، سيمه يېز او نړيواله کچه جوړه شوي، دهېواد په مرکز او ولاياتو کې په لسګونو فرهنګي او کلتوري ټولنې  ، عنعنوي ميلې او مشاعرې نوې لار خپله کړى  او همدا رنګه نور فرهنګي پرمختګونه ،چې دا ديو جنګ ځپلي هېواد لپاره ،چې له تازه جګړو وتلې وي غټه لاسته راوړنه ده. او که چيرې موږ دغه ټولې لاسته راوړنې ناديده وګورو او يوازې اويوازې په يو ويب سايټ خبرې وکړى او ددى څخه دا استنباط وکړو ،چې داطلاعاتو او کلتور وزارت هيڅ کار نه دى کړى دا واقعبينانه نظر نه دى ، بله دا،چې دويب سايټ مسئله يو تخنيکي مسئله او په دى کې کله ناکله تخنيکې ستونزې رامنځته کيږي،چې موږ بايد ټول فعاليتونه په دې کې خلاصه نه کاندو، دواقعيت دروڼوالى لپاره خپل مسووليت دټولنې دسترګې په حيث په کارواچوو، هرڅه بايد له نظر تير کړواو بيا يې دخپل قضاوت په تله کې وتلو.
 
دويم :
 
بيا هم زما ټينګار دپښتون پوسټ واقعيتونو ته په ځير کيدو باندى ده، تاسو پخپله (٢٩٢) ګڼه کې بيا هم دافغانستان دحکومت په يوه بله رسمي اداره له واقعيت څخه ليرې ليکنه کړې. لومړى زه نه پوهيږم ،چې څنګه په دوه و پرله پسې ګڼو کې تاسو دافغانستان په دوه و رسمي ادارو  پسې په خپلو سرمقالو کې ليکنې کړي دي ، ايا نور موضوعات نشته؟ خو په هرصورت زما غوښتنه داده ،چې بيا هم تاسو دواقعيت داثبات لپاره بايد هر څه دواقعيت پربنا وګورئ او که څوک هرڅه وايي ، چاپورې تهمت او بهتان وايي ، خو تاسو دخپل مسووليت درفع کولو لپاره واقعيتونه درک کړى او هغه څه وليکئ ،چې هغه ستاسو ريښتينولى وښايي.
 
دقونسلګرۍ دچارواکو کمپونو ته تلل او يا دقومي مشرانو سره که څه هم دا به تر ډيره حده شوى هم وي ، خو تاسو بايد دپېښور دامنيتي وضعيت په تناظر کې دغه معلومات ولرئ ،چې ايا دوى کولاى شي په دغو ستونزمنو شرايطوکې ،چې دوى پخپله دپوليسو له خوا ساتل کيږي کمپونو ته ولاړشي ، اما ترکومه ،چې دقونسلګرى په منځ کې دمشرانو سره دليدو کتو خبره ده داشوې او دمهاجرينو دستونزو دحل لپاره په خپلو خپلو وختونو کې لازم اقدامات شوي او هر کله ،چې  د مهاجرو افغانانو له خوا کوم شکايت افغان قونسلګرى ته او يا دمهاجرينو څانګې ته رسيدلي په هماغه وخت کې دهغې موضوع څيړنه شوې او دحل لپاره اقدامات شويدي.
 
بله خبره داده ،چې تاسو په خپله ليکنه کې  ضداو نقيص خبرې کړي ،يوه خبره موکړې او بيا مو دبل چا دخولې رد کړى ده، ددې څخه معلوميږي ،چې رښتيا هم کله ،چې ديو چا کار سرته نه وي رسيدلى هغه به شکايت کړى وي او تاسو بايد په دې باندې پوه شئ ،چې اوس په قونسلګرۍ کې دښه نظم او انسجام له امله غير قانوني کارونه قطعا نه کيږي ، زموږ ځينې افغانان ،چې هغوى قانوني اسناد ونلري  او بيا له دې امله يې په کارونه ځنډ واقع شي هغوئ بيا دغسې امتياز غواړي،چې دغسې امتياز داخپله دقانون څخه سرغړونه ده .
 
نوزه ديو افغان په حيث  له تاسو څخه غواړم ،چې تاسو بايد واقعيتونو ته توجه وکړئ ، واقعيتونه په نظر کې ونيسئ تر څو خپله ريښتينولي په اثبات ورسوئ ،داځکه ،چې ستاسو خپرونه لا دامتحان په درشل ولاړه ده، که چيرې ددغه ديوال اوله خښته کږه کېښودل شوه بيا به هيڅوک هم په تاسو اعتبار نه کوي.
 
ومن الله التوفيق