ولې کرزی د استخباراتي تفاهملیک په اړه جدي دی؟؟

 
معمول خو داسې وي چې د ولسمشر کاري موده پای ته ورسيږي راتلونکي ولسمشر ته ټول واک سپاري دغه سپارنه يوازې نمونه يي بڼه نه لري بلکې دا به په عمل کې ثابته وي چې  واک يې  په ټوله مانا تسليم کړی دی، نور ولسمشر نه بلکې متقاعد ولسمشر دی. نوموړی باید هڅه وکړي چې د خپل کاري دورې په موده کې له ولس سره د رامنځ ته شوي  واټن په راکمولو لپاره کار وکړي په ټولنيزو کارونو کې ښکيل شي او کله کله په ملي مسايلو ولسمشر ته  د مشاور رول و لوبه وي.
برعکس ولسمشر کرزی چې د واک سولييز ليږد يي یو امتياز دی ، په دې کې پاتې راغلی چې خپل دغه ګټلی  امتياز د ځان لپاره خوندي کړي هغه نه دی توانيدلی چې له واک پرته ګوزاره وکړي ، که څه هم  له اوله دا شک کيده ، چې نوموړی نه غواړي واک پريږدي ، داسې فکر کيږي چې د تيرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د بحران رامنځ ته کولو اصلي طراح په خپله  ولسمشر کرزی وو، نوموړي هڅه وکړه چې په لوی لاس ټاکنې بحراني کړي او دی په واک کې پاتې شي.
 که څه هم د واک له لیږد وروسته د يوې مودې لپآره نوموړی غلی پاتې شو ولې له ځانه سره  د خپل پخواني ټيم ساتلو يي خلکو سره ځينې  انديښنې را وپنځولې، چې نوموړي د راتلونکې لپاره پر کوم ځانګړی پلان بوخت دی  ، د نوموړي ځينې مبهمو سفرونه دغه انديښنې نورې  هم غښتلې کړې ، خو په ورستيو کې د نوموړي ځينې څرګندو فعاليتونو دا په ډاګه کړه چې نوموړی شته نظام ته ژمن نه دی بلکې هڅه کوي چې د ولس پر وړاندې د افغانستان اوسنۍ نظام ناکاره او پرديپال وښايي ، پاکستان سره د استخباراتي تفاهم ليک پر سر لومړنۍ خبرې يي  خپلو اهدافو ته  درسيدو لپاره پلمه کړې ، نوموړي د وخت په غيرې قانوني  توګه  د ملي امنيت له معاون غوښتنه وکړه چې د دغه لومړنيو خبرو اسناد له ده سره شريک کړي ، ياد تفاهم ليک يې د قرمز خط په توګه ياد کړ او دا يي د هيواد په تاوان وګڼلو خپل اړوند ټيم ته يي د ياد تفاهمليک په اړه د ډنډورو د غږلو امر وکړ ، داسې اسناد خپاره شول چې ګواکې پردغه تړون لاسيلک شوي او داسې مادې په کې ذکر شوي چې مطلق د افغانستان د خرڅولو په مانا دي ، په دې اړو دوړ کې داسې څرګندونې هم  وشوې چې هيواد په اويا ميلونه  ډالرو خرڅ شوی او سوداګر يې هم معلوم دي  خو اوس داسې څرګنديږي چې د  ياد تفاهم ليک نهايي بڼه  اصلا وجود نه لري ، پاکستان چارواکې هم دا مني  چې تر اوسه داسې کوم نهايي  سند نه شته ولې همکارۍ له پخوا ډيرې شوې په بهرنيو اړيکو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزير تیره ورځ څرګنده کړې چې پاکستان هڅه کوي چې طالبان اړ کړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کيني او په دې برخه کې يي د پرمختګونو اشارې هم ورکړي  هغه څه چې   ولسمشر کرزي په خپله ټوله ديارلس کلنه له پاکستان همدا غوښتنه درلوده نن چې پاکستان دا کار کوي پر ښاغلي کرزي ښه نه لګيږي او په بيلا بيلو نومونو هڅه کوي د حکومت دغه هڅې بدنامې کړي ، همدارنګه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير عزير چوهدري هم ويلي چې د افغانستان له لوري لا هم د استخباراتي تفاهم ليک وروستۍ بڼه نهايي شوې نه ده . د افغانستان د ملي امنيت عمومي ريس هم تيره ورځ په ولسي جرګه کې يادونه وکړه چې ياد سند ترهغې نهايي نه دی تر څو چې نوموړي من حيث د ملي امنيت دعمومي ريس په توګه لاسليک کړی نه وي همدا جملې ولسمشر هم په کندهار کې ولسونو ته د وينا پر مهال کړې وې کله چې داسې يو څه عملا لا نهايي شوي نه ولې ښاغلی کرزی په دې ډول دا تفاهم ليک مطرح کوي او د خپلو ضد ونقيض څرګندنو غواړي څه تر لاسه کړي په لنډه توګه ورته اشاره کوو
 پر غني فشار راوړي چې نوموړي ته په  واک کې  مشخصه ونډه ومني
ولسمشر غني بايد د نوموړي د واک پرمهال د شته فساد دوسييې نه را سپړي
ښاغلی کرزی غواړي ولسمشر غني بايد په خپلو پاليسو د نوموړي تيرې بهرنۍ پالسيۍ  په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې هغه يي  ونه ننګوي بلکې داسې وښايي چې د پخواني ولسمشر د دورې پرمهال همغه ډول پاليسيو ته اړتيا وه چې هغه پر مخ وړلې
دا چې ولسمشر غني د هيواد او سيمې لپاره ځانګړی لیدلوری لري او د هغې په رڼا کې خپلې کړنې تنظيموي نو ځکه د کرزي صيب له غوښتنو سره په ټکر کې واقع کيږي دا هغه څه دي چې ښاغلي يي کرزی يي نه شي زغملی
نو په پای کې ويلی شو چې د ښاغلي کرزي وروستۍ هڅې او منډې ترړې د هيواد لپاره نه بلکې د خپلو شخصي غوښتنو لپاره تر سره کيږي  چې نه يوازې د نظام بلکې د ټول هيواد په زيان هر وخت تماميدلی شي .