چين به سږ کال يو له لويو صادرونکو څخه وي

د نړيوال تجارتي سازمان  چارواکو وړاندوينه کړې ، چې د چين هېواد به سږ کال له جرمني نه دصادراتو په برخه کې مخته شي او په دې توګه به د نړۍ يو لوی صادرونکی هېواد شي .
  تير کال چين له نورو هېوادنو نه د صادراتو په برخه کې وړاندې شو او تر امريکا او جرمني وروسته يې درېيم ځای درلود .
  تير کال هم چين د صادراتو په برخه کې له جرمني نه لږ توپير درلود ، خو سږ له دې امله چې نړيوال اقتصادي کړکېچ پر اروپا زيات اغيز کړی ، د جرمني صادراتو ته به زيان ورسوي او تر چين به وروسته پاتې شي .