
د ملي یووالي ګډ شرکت ټولو برخه والو په ځانګړي توګه ددغه شرکت ولسمشر او ولسکشر ته څو ځانګړي وړاندیزونه
لومړی: امنیت ټینګ کړئ، امنیت په زور او جبر نه ټینګیږي، لومړی ولس خپل کړئ، ولس ته خدمات وړاندې کړئ، د ولس او خپل ځان تر منځ واټن راکم کړئ، د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي زیاته کړئ، خپل دوست او دښمن تعریف کړئ او ولس ته دا روښانه کړئ چې له چا سره جګړه کوۍ او له چا سره سوله؟
دویم: اقتصادي ناورین مدیریت کړئ، تاسې ښاغلي ولسمشره په یاد مو دي چې د یو میلیون کسانو لپاره به د کار زمینه برابره کړمه؟ تاسې نه یوازې چې دا کار مو ترسره نه کړ بلکه برعکس په تیرو نهو میاشتو کې مو یو میلیون کسان مو بې دندې او وزګاره کړل، خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ، د کانونو په خپل سر کیندل ودروۍ او په قانوني بڼه یې وکیندۍ، خپل کرهڼې او صنعت ته وده ورکړئ او دهغې لپاره بازار پيدا کړئ، خپل مالي سیاست کې بدلون راولۍ، د نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د ا فغانیو ارزښت لوړ کړئ.
دریم: په ولایاتو، ولسوالیو او د مرکز په اړینو ځایونو کې تي رودي، بې تجربې، لشم، غوړیدلي او فیسبوکي ماشومان په دندو مه ګومارۍ چې له تباهۍ او سقوطه بله پایله نلري، مخور، پوه، باتجربه او تکړه افغانان په کار وګمارۍ، هغه کسان چې یو څو جوړه جامې یې زړې کړي وي او د ملت به درد پوه شوي وي له دوي څخه ګټه واخلۍ او په دندو یې وګمارۍ.
څلورم: له پلان او پلان جوړونې نه نور تیر شۍ، لومړۍ خپله موخه وټاکۍ او ستراتیژي جوړه کړئ او بیا راشې پر پلان او پلان جوړونې خبرې وکړئ، نهه میاشتې کیږي چې تاسې په پلان او پلان جوړونې اخته یاست، لومړی خو د افغانستان مصرفي بودیجه یو کلنه ده نه سل ورځینۍ نو تاسې دا پلانونه د څه لپاره جوړوۍ؟ غواړۍ ولس دوکه کړئ او که خپل ځان؟
پنځم: ولس په وینو کې لامبې، ناامنۍ هره ورځ زیاتیږي، فقر دی، لوږه ده، اقتصادي ناورین راغلی، اخلاقي او اداري فساد مو په هیواد کې نوره نارې او سورې وهي خو له بده مرغه تاسې تر اوسه پر خپلو شخصي، سمتي، مذهبي، قومي، سیاسي او ژبني ګټو او علایقو باندې ټینګار کوۍ، هره ورځ د واک د ویش په سر ستاسې تر منځ د اختلافاتو خبرونه خپریږي، تر اوسه تاسې یو شوي نه یاست، د خدای لپاره، د قران لپاره، د رسول لپاره د ولس غم وخورۍ او لږ غوندې په ملي ګټو فکر وکړئ، هیواد له ستر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین څخه وژغورۍ، د ولس د وینو بهیدلو مخه ونیسۍ، لږ مو خپل سرونه په ګریوان کې ښکته کړئ چې څه کوۍ او څه مو کړي دي؟
شپږم: خپلو ختیځ او لویدیځ ځپلو چارواکو ته دافغانستان رسمي ژبې ورزده کړئ، ډیری ستاسې د شرکت کارکوونکي هغه تي رودي، لشم او غوړ فیسبوکي ماشومان چې تاسې په دنده ګمارلي دي؛ نه په پښتو او نه په دري سم لیکل او نه هم لوستل کولای شي؛ ازبکي، ترکمني او نورې سیمه ایزې ژبې خو لا پر ځای پریږده؛ د څو عادي انګلیسي کلمو پرته د افغانستان په رسمي او غیر رسمي ژبو نه پوهیږي، دا ډیر د شرم ځای دی، دا افغانستان دی او رسمي ژبې یې پښتو او دري دي نه انګلیسي.
اووم: پاک، رښتیني، پوه، هیواد پاله، ایمانداره، باتجربه او اصلي افغانان چې پر افغان او افغانستان یې زړه سوځي په دندو وګمارۍ؛ نه داسې کسان چې له خیتځه لویدیځه د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره دلته راغلي دي او نه داسې کسان چې د مذهب، قوم او ژبې پر بنسټ ټاکل کیږي، ډيری دوی د افغانستان په تاریخ نه پوهیږي، د افغانستان په قوانینو یې سر نه خلاصیږي، افغاني ملي ارزښتونو څخه خبر نه دي او حتا د افغانستا له جغرافیه پوهاوی نه لري، بد اخلاقه کسان په دندو مه ګمارۍ لکه د کابل د دریمې امنیتي حوزې امر چې د خلکو له ناموس سره یې د زنا غوښتنه کوله، تر کله به تاسې اشتباه کوۍ او افراد او اشخاص به د مذهب، قوم، اړیکو، سیاسي ګوندونو، زور، انډیوالۍ او ملګرتیا او قومي او ژبني مسایلو پر بنسټ په دندو ګمارۍ، تاسې وعده کړې وه چې متحصصین به په دندو ګمارۍ، ستاسې دا متخصصین څه شول، آیا تاسې همدېته متخصصین وایاست چې اوس مو په دندو ګمارلي دي؟ نو که چیري همداسې وي نو په خپله د یو رښتنوني او پوه متخصص سپکاوی دی.
اتم: ولس ته مخه کړئ، په ملي او اړینې مسایلو کې له ولسه مشوره وغواړۍ او خپل بې ګټې او پوچ مشاوین مو وشړۍ.
نهم: بهانې مه کوۍ، نور نو په هر کار کې مه وایې چې ولا دا اوسنی وضعیت مونږ ته د پخواني حکومت نه په میراث پاتې دی، هسې دي او داسې دي، راځۍ دا فرض کړو چې پخوانی حکومت مطلق یو فاسد حکومت و نو بیا تاسې په دغه تیرو نهو میاشتو کې څه کړي او کوم ګل ته مو اوبه ورکړي دي؛ له بدبختیو او بحران نه پرته مو هیڅ ندي کړي، هغه څه چې مو درلودل هغه مو هم په اوبو لاهو کړل لکه نسبي امنیت، نسبي اقتصادي وضعیت، نسبي نظم او انضباط او همداشان په لسګونو نور موارد. مهرباني وکړئ لاس په کار شۍ د پخوانیو چارواکو تورنول کوم لوی کار او لاسته راوړنه نه ده، په خپله کار وکړئ او ځانونه د عمل په ډګر کې وښایاست چې څه کوۍ.
لسم: پوهنه او لوړې زده کړې له ناورینه وژغورۍ، ستاسې يه ښوونځیو کې خپلسري روانه ده، څوک نشته چې درس ورکړي، چا کاري اعتصاب کړی، څوک ښوونځي رخصتوي، څوک له زده کوونکو ازموینې نه اخلي او ددې وضعیت مسول هم په خپله تاسې ولسمشر یاست ځکه تاسې ویلي و چې له ښوونکي سره شوخي نه منم اما اوس تاسې په خپله نهه میاشتې کیږي چې له ښوونکو سره شوخۍ کوۍ، ستاسې په دولتي پوهنتونو او لیلیو کې څه روان دي؛ له لاریون او سیاست نه پرته په کې بل کار نشته او خپلسري په کې په یو فرهنګ بدله شویده، تر اوسه په خصوصي او دولتي پوهنتونو کې درسونه بشپړ شوي نه دي نو بیا رخصتي د څه لپاره او د ازموینې د نیټې اعلان د څه لپاره، د څه شي ازموینه اخلۍ او تر اوسه مو دڅه شي درس ورکړی دی، مهرباني وکړئ په دې برخه کې دا ناورین او بحران مدیریت کړئ.
یوولسم: دا ستاسې د سولې پروسه تر ډيره یوې ټوکې ته ورته والی لري؛ نه حقیقت او عمل ته، هر څوک په خپل سره ځي او په بهرنیو هیوادونو کې له مخالفانو سره ګوري، یوه ډله دوبۍ ته ځي بله ډله ډنمارک ته ځي بیا څلور پنځه نفره نور قطر ته ځي او همداسې بله ډله په چین کې له مخالفانو سره ګوري، دا څه ګډوډ وضعیت دی، دا کسان څوک دي، څه غواړي، له کوم ادرسه ځي، د چا په خوښه او مشوره ځي او دوي څه معاملې پر افغان او افغانستان کوي، نو بیا د سولې عالي شورا چې په میلیونونو ډالر یې خپلې خیټې ته اچولي او لا یې هم اچوي؛ څه کوي او څه یې کړي او څه به وکړي؟ تاسې له چا سره ګورۍ او د کوم میکانیزم او اصولو پر بنسټ باندې خبرې کوۍ؟ ولس خبر دی او که نه، مهرباني وکړئ او یوه مشخصه روښانه تګلاره غوره کړئ او د یو مشخص ادرس نه له مخالفینو سره خبرې اترې وکړئ، دغې ګډوډۍ او خپلسرۍ ته د پای ټکی کیږدۍ.
دولسم: په خپل ناروغه، تړلي او ګډوډ بهرني سیاست باندې له سره غور وکړئ، کله د عربستان په لمن کې ځان غورځوۍ، کله پاکستان خپل دوست ګڼې او یو طرفه امتیازات ورکوۍ، کله ایران ته له تسبو سره ورځۍ او عذر او ذارۍ کوۍ، کله بیا هند ته اخطار ته ورکوۍ چې داسې دي او هسې دي. هیڅ هم نشۍ کولای، هیڅ ابزار او وسیله مو په لاس کې نشته، نه قوي ډيپلوماسي لرۍ، نه قوي اقتصاد لرۍ، نه قوي فرهنګي او تبلیغاتي سرچینې لري او نه هم له نظامي اړخه دا وړتیا او توانایي لرۍ چې خپلې غوښتنې په نور ومنۍ، نو بیا مهرباني وکړئ یوه روښانه، واضیح فعال، آزاد او جوړ سیاست په سیمه او نړۍ کې غوره کړئ او د چا پر ضد او خوښه بیځایه شعارونه مه ورکوۍ، تاسې که په دې اند یاست چې ایران او یا هم روسې ته مو شا کړې ده او دا ښه کار دی؛ نو دا ستاسې یوه لویه ناپوهي او اشتباه ده، افغانستان په دغسې کړنو باندې، خپلې پښې په خپله په تبر غوڅوي، لږ له تاریخ نه پند او عبرت واخلۍ او خپلو کړنو او څرګندونو ته په جدي توګه پام وکړئ.
خوشحال آصفی