دقومندان مسعود موټروان دزمردو ستر سوداګر

 
دافغانستان دمعدني پانګې ارزښت   له یو تریلیون ډالرو زیات  اټکل شوې دی، ځینې نور کارپوهان بیا وايي دا ارزښت  له دې هم زیات دی، پروفیسور میشل شوسودفسکي د( دافغانستان معادن ... ) په اړه  لیکنه کړې ده او دنړیوال بانک دمالوماتو پر بنسټ وايي : ( عینک معدن کولای شي،چې هر کال دنړیوال بازار ۲٪ برخه پوره کړي. نوموړی زیاتوي :
دشوروي اتحاد جیولوژیکي څېړنې،چې د۱۹۷۰-۱۹۸۰ ز کې تر سره شوې دي او په افغانستان کې یې د ( وسپنې،ګرانبیه تیږې لکه کرومیوم، یورانیوم ، بیروج، باریم ، سرب ، جست  ، فلورایټ ، باکسایټ ، ټانټیلیوم ، زمرد ، زر ، سپین زر ) تثبیت شوي دي،چې داپه سیمه کې بېساری تثبیت دی.
 
مستندی از چپاول معادن یک میلیارد‌ دالری پنجشیر
 
دا څېړنې په ډاګه کوي،چې  ددې معادنو ارزښت له یو تریلیون ډالرو هم زیات دی،چې  دپنتاګون په څېړنو کې ورته اشاره شوې ده.
افغانستان د زمردو سرشاره معدنونه لري،چې له الماس وروسته دویمه ګرانبیه تیږه یې بللې شو. دافغانستان زمرد دنړۍ په کچه له پراخه شهرت څخه برخمن دي ان دکولمبیا او برازیل له هغو څخه یې  میدان ګټلی دی، دافغانستان دزمرد په پرتله  دنړۍ بل هیڅ زمرد دا سې شین  او بلورین رنګ نه لري.
لسیزې کیږي،چې په افغانستان کې د زمردو دراویستلو لړۍ پیل شوې ده او که کره یې ووایو دا لړۍ هغه مهال پیل شوې ده،چې مشهور جنګسالار قومندان احمدشاه مسعود خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه وکړه،چې دپنجشیر له غرونو دا ګرانبیه تیږي راوباسي.
(پټې ګرانبیه تیږې : دوحشت بل اړخ ) په نوم مستند فلم،چې دوو فرانسوي فلم جوړونکو ( ایریک ډی لاواریني او ویرانیک ماودي) له مشهور فرانسوي سوداګر (رافایل شوباب ) سره ،چې پخوا په افغانستان کې نظامي کارپوه و ، په ګډه جوړ کړې دی.
دا درې واړه په ګډه پنجشیر ته تللي دي او هلته یې له هغو کسانو سره له نږدې لیدلي دي،چې دزمردو په کان کې کار کوي.
لکه څرنګه، چې د فلم له نوم څخه څرګندیږي په دې فلم کې له هغه وحشت څخه پرده لیرې کیږي، چې دزمردو په معدن کې دا مزدوران ورسره لاس وګریوان دي، دلته د شورای نظار جنګیالي، ددې سوداګرۍ مافیا په ټوله مانا له وحشت څخه کار اخلي.
دا مستند فلم، چې الجزیرې خپور کړی دی، یو ځای کې راځي،چې  دافغانستان زمرد دپاکستان له لارې قچاق کیږي او دکال ۱۵۰ ملیونه ډالره ددې حریصو انسانانو جیبونو ته ورځي ، که چیرې دا صنعت په مسلکي توګه  تر سره شي دولت به هر کال  نږدې یو ملیارډ ډالر  ګټه تر لاسه کړي.
ددې ګرانبیه تیږو سوداګري او قاچاق د شورای نظار دجنګیالیو په لاس کی دی، دهرې ورځې په تیریدو دوی له مالي اړخه پیاوړي کیږي ، دا معدن د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له  استازي پرته  کېندل کیږي، له کوچنیو سوداګرو نیولې د زمردو دسترو قچاقبرو پورې هېڅوک دولت ته  راپور نه ورکوي.
 
احمدولی مسعود حین دیدار با تاجر زمرد در «بنیاد مسعود»
احمد ولي مسعود د زمردو له سوداګر سره د «بنياد مسعود» په دفتر کې
 
کله، چې په افغانستان کې د زمردو فرانسوي سوداګر غواړي په پنجشیر کې د زمردو له  معدن څخه لیدنه وکړي،  نوموړی د قومندان مسعود ورور احمد ولي مسعود خوا ته ځي  او له هغه څخه  ددې معدن دلیدو اجازه تر لاسه کوي ، په ورته وخت کې احمد ولي مسعود دزمردو دکاروبار په برخه کې  (رافایل) ته  ډاډ ورکوي او زیاتوي : هر کار،چې له موږ وغواړئ ،د (بنیاد مسعود) دوستان به درسره مرسته وکړي، په پنجشیر یا کوم بل ولایت کې به درسره پوره مرسته وکړي.
فلم جوړونکي د زمرو ښامار محمد ګل ته لار پیدا کوي او سیده ورځي، محمد ګل ځان دپخواني جنګسالار احمد مسعود موټروان معرفي کوي، له مسعود سره دمحمد ګل انځورونه په ډاګه کوي او نوموړی خپله هم وايي، چې په ۱۹۸۰ ز کې مسعود راته سپارښتنه وکړه، چې  له معدنچیانو څخه څه اندازه زمرد راونیسم او بهر یې وپلورم . نن ورځ نوموړی وايي،چې دا سوداګري  او کاروبار زما خپل دی.
دمسعود موټروان  پر ستر سوداګر بدل شوی دی او دبازار ستره برخه یې په خپل کنترول کې نیولې ده، داسې څوک نشته، چې دیاقوت، اسماني یاقوت ، زمرد  بیه او قیمت وټاکي.
تصویری از احمدشاه مسعود حین فروش سنگ‌های قیمتی
احمد شاه مسعود د قيمتي ډبرو د پلورلو پر مهال
 
 
په فلم کې داسې صحنې تر سترګو کیږي، چې معدنچیان  له درد او کړاو څخه ځوریږي . دا معدنچیان اړ دي ، چې هره ورځ  اتلس ساعته کار وکړي ، دوی خپل مرګ په خپله رانیسي، هر یو یې پر تنفسي ناروغیواخته شوی دی، دزمردو دا ښاماران  هر معدنچي ته د اونۍ ۳۵۰۰ افغانۍ مزد ورکوي.
دراپورونو له مخې  اوسمهال  درې زره معدنه  له  ناقانونه  وسلوالو ډلو له  لورې اداره کیږي،چې ډیری برخه یې په بدخشان، پنجشیر، سمنګان ، بغلان ، کونړ ، نورستان او سرپل کې دي.