په پښتو ليکدود کې معيار:

 
دا چې پښتو یوه لرغونې او د مېړانې ژبه ده، مګر زیاتې لهجې دي پکې. دا چې اوس موږ په دې باندې خبرې کوو، هر څوک په خپله لهجه باندې خبرې کوي، مګر ستونزه داده چې ځينې خلک ليک هم په همغه خپله لهجه باندې کوي. چې ټوله ژبه یې ګډه وډه کړې ده.
ځينې خلك دي چې په لهجې پسې ځي، او وایي دا مې د خپلې کورنۍ، مور، پلار او ورور لهجه ده نو په همدې باندې زه ليکدود هم کوم پښتو همدوى په سپکو سپکه کړې ده
دا سمه ده چې لهجه د هر چا خپله ده، هر څوک دې په خپله لهجه باندې خبرې و کړي، مګر ليکل یې په همغه لهجه د یوې ژبې لپاره شين کفر دی.
اوس دلته وایي( زموژ په کورنۍ کې هلک وسو) ښه نو له دې جملې څخه سړی څه ډول مانا واخلي چې هلک په اور سوی دی او که نړۍ ته یې سترګې پرانيستې دي؟ بس نو حيران به ګورې چې بیا ورته وایې سړیه داسې نه ليکل کېږي لهجه دې سمه ده چې ووایي مګر په ليکني ډول یې داسې مه ليکه ډېری خلک به ددې جملې نه بل ډول مانا اخلي. خو لنډ ووایه چې( زموږ په کورنۍ کې هلک پيدا شو).........(ژ) په(ږ) بدله کړه او  (س) په (ش) باندې په یوه حرف باندې به ټول کار اسانه شي.نورې بېلګې هم شته دي، چې یوازې همدا یوه یې بسنه کوي.
یوې غونډې ته تللې وم، په همدې باندې خبرې وشوې، چې باید هر سړی خپل هغه څه وليکي چې په کورنۍ کې یې د خپل کور له غړو سره وایي. خو ځينو له دې سره کلک مخالف وکړ. او داسې یې وويل: هر څوک دې په خپله لهجه باندې خبرې و کړي مګر ليکدود یې باید په سمه توګه وليکل شي تر څو راتلونکو نسلونو ته مو په ليک کې ستونزه نه وي پاتې. او بل دا خبره چې پښتو به د کړنګ له غاړې څخه بچ وي. او یوه پښتو پخه پښتو به وي.
ځينې وایي چې نه اوس دې هر څه وليکل شي په جلا، جلا لهجو باندې تر څو پورې پښتو ته په ټوله کې خدمت وشي. اوس ددې خبرو وخت نه دی چې موږ په یو بل پسې را واخلو چې داسې مه ليکه او هسې وليکه. ددې خبرو سره هم هېڅوک موافق نه ول، ځکه چې که اوس په ځانګړو لهجو باندې ليک وشي، نو بیا هېڅ وخت هم پښتو یوه نه کېږي، بلکې بیا به یوه پښتو نه وي بلکې سل پښتو ژبې به لرو.
بل دا چې موږ او تاسې باید هغه لاره ونيسو، چې  د پوهنې کتابوونه په کومه لهجه باندې ليکل شوي دي، یا د لوړو زده کړو درسي مواد چې په کومه لهجه باندې وي، هغه ژبه باید هر څوک ومني او پښتو ته په همدې ډول کار و کړل شي.
راځئ هر څوک خپله لهجه باندې خبرې و کړو، مګر ليکدود دې یو وي، تر څو پښتو ژبه د زوال نه خلاصه شي او د پرمختګ په لوري روانه شي. که همداسې روان و نو خدای خبر چې موږ دې یوه ښه او پرمختللې پښتو ولرو.
 
د یوې سپېڅلې او پرمختللې پښتو په هيله، نه د سل رنکه پښتو په هيله
عابده سپوږمۍ