
زیاتره ملګرو سره دغه سوال پیدا کیږي چې ایا په ګناه کولو روژه ماتیږي که نه!؟ او دا پوښتنه اکثر ملګري کوي او ځیني په دې عقیده هم وي چې روژه پرې ماتیږي بیا هم ګناه کوي، پرون مې خپلې فیسبوک پاڼې ته سر ورښکاره کړ د یو ملګري مسج راغلی و ویل یې چې: (انټرنیټ یا فیسبوک ته کینم لوڅ او غلط عکسونه او یا لوڅې ویډیوګانې رانه کتل کیږي حتی چې ځیني جنسي عکسونه هم وي رانه وکتل شي، آیا روژه مې پرې ماتیږي که نه؟)، هغه خو مې تر څه حده پوه کړ خو دغه مسئله واضحه کول ځکه اړینه بولم چې زمونږ زیاتره ملګري روژه کې په ګناهونو کې اخته وي خو کره او سهي معلومات نه لري چې ګناه روژه ماتوي که نه! که ماتوي یې نو په کومه ګناه؟
له هر څه د مخه باید دېته پام راوګرځول شي چې مطلقې ګناه لکه: - دروغ ویل «ألا لعنت الله علی الکاذبین)، غیبت کول «ولا یغتب بعضکم بعضا أیحب أحدکم أن یأکل لحم أخیه میتا فکرهتموه»، چغولخوري کول (دوه ملګري په جنګ اچول) «هماز مشاء بنمیم»، لوڅو ښځو ته کتل فحشا او منکرات کتل- «قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلک ازکی لهم..» او نور ډیر داسې ګناهونه چې کبیره ګڼل کیږي او کول یې الله تعالی حرام ګرځولي ځان وساتل شي، په خاصه توګه د نظر حفاظت کول او بیا په روژه کې ډیر اړین او ضروري دي.
دغه ذکر شوي او دیته ورته ګناهونو کولو باندې روژه نه ماتیږي، خو ښځې ته په قصدي او نا قصدي ډول کتل بیل بیل حکم لري، په ناقصدي ډول ښځې ته کتلو سره انسان نه ګنهګاریږي، یعنې یو سړی په لار روان وي ناڅاپه یې په ښځه سترګې ولګیږي نه ګنهګاریږي هغه که روژه وي او که بوزه ځکه دا عمل تصادفي پیښیږي، خو که یو سړی په قصدي او تکراري ډول ښځې ته ګوري نو دا په دې ګنهګاریږي او په قصدي ډول ښځې ته کتل قرآن کریم حرام ګڼلي دي.
په روژه کې لوڅو ښځو ته کتل: دلته زه ښځې ته د کتلو مسئله (لوڅې ښځې ته، یا جنسي لوڅ عکسونه او یا هم لوڅې ویډیوګانې کتل)، ځکه خاص کوم چې دا یو شهواني قوت راپاروي او انسان د انزال خوا ته مایله کوي چې د روژې ماتیدو سبب ګرځي.
ښځې ته په تکراري ډول کتل د انسان شهوت راپورته کوي، دلته بیا انسان په دوه حالتو کې وي، اول: یا خو له ده څخه مذي- هغه اوبه چې له انسان نه د خوند په وخت کې په نرمئ سره وځي- خارجه شي، نو دده روژه نه ماتیږي (استنجا، اودس او هغه ګنده شوې جامې پرېمینځل پرې لازمیږي..)، دوهم: که له ده په دې کتلو سره مني -هغه اوبه چې له سړي نه د خوند په وخت کې ډیر په شدت سره وځې- (چې پر انسان غسل واجبوي)- خارجې شي نو روژه یې ماتیږي او ددغې روژې قضا پرې واجبیږي (یوه روژه به نیسي).
ځیني ملګري د مني په وتلو کې شکي کیږي چې آیا له ده څخه مني خارجه شوی او که مذي، د داسې شک پر وخت روژه نه ماتیږي ځکه چې یقین په شک قوي دی او دی باید په یقین اعتبار وکړي، فقهي قاعده کې وایي: (الیقین لا یزول بالشک)، کله چې انسان ته په یو څه شي کې شک وروغورځي نو دی دې په یقین اعتماد کوي او له شک نه دې ځان ساتي. او که ښځې ته په تکراري ډول کتل انسان باندې هیڅ اثر ونه غورځوي نو دده روژه نه ماتیږي او نه پرې اودس یا بل څه لازمیږي خو لکه څنګه چې انسان په نورو ګناهونو ګنهګاریږي او روژه یې نه ماتیږي همدغسې مطلقې ښځې ته کتل چې پر انسان څه اغیز ونکړي هم روژه نه ماتوي.
آیا په روژه کې ګناه او نیکي څو چنده کیږي(!)؟ هو، د ګناه او نیګۍ دوه چنده کیدل یا زیاتیدل په ځای او وخت سره کیږي (وخت لکه: د جمعې په ورځ، په مبارکو میاشتو او یا هم په روژه کې) او (ځای لکه: مسجد حرام او مسجد نبوي کې ګناه یا نیکي کول)، لکه څنګه چې په مبارکو ځایونو او وختونو کې ثواب زیاتیږي او څو چنده کیږي همدارنګه په مبارکو وختونو او ځایونو کي ګناه هم زیاتیږي خو ګناه کې زیاتوالی د ثواب په څیر نه دی، ثواب لس چنده زیاتیږي خو ګناه بیا د ثواب پر پرتله کمه وي، په عام وخت او ځای کې بیا ثواب څو چنده کیږي او ګناه پخپل حال وي، الله تعالی فرمایي: (من جاء بالحسنة فله عشر أمثالها ومن جاء بالسیئة فلا یجزی إلا مثلها وهم لا یظلمون)، او بل که مونږ وګورو څوک چې کله دروغ وایي نو مونږ ورته په تعجب وایو: (په روژه کې دروغ وایې(!)... معلومه شوه چې په روژه کې ګناه کول په بوزه کې له ګناه کولو ډیره سخته ده.
انسان باید په دغو ځایونو او وختونو کې توبه او استغفار ډیر کړي، د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړي، له ګناهونو څخه ځان وساتي. روژه الله تعالی فرض کړې ددې لپاره ده چې انسان نیک اعمال وکړي او پخپلو ګناهونو توبه وباسي، که مونږ ځان سره فکر وکړو چې الله تعالی مونږ ته دغه میاشت د رحمتونو د توبې او استغفار او د اور نه د بچ کیدلو میاشت کرځولی او بیا هم مونږ ګناه کوو نو پخپله انسان خپل ځان ملامتوي چې څنګه په روژه کې ګناه کوي(؟). پای