
په افغانستان کې پلاستيکي خلتې ډیرې زیاتې کارول کیږي ان دا چې یو ډیر وړکوټی شی هم د رانیولو په وخت کې په خلته کې اچول کیږي. ډیر وخت موږ ټول شیان په یوه کڅوړه کې اچولی شو، خو دوکاندران يې بیا په بیلو بیلو خلتو کې راته اچوي.
د کابل ښاروالۍ وایې چې د کابل اویا سلنه کثافت پلاستیکي خلتې دي. دا خلتې د باران په وخت کې د کوڅو او سړکونو د بندیدو لامل هم کیږي. چاپیریال ککړوي او پلاستيکي کڅوړې پر چاپرياليزه ککړتيا د يو لړ ناروغيو لامل گرځي.
که څه هم کابل ښاروالي یو وار ویلي وو چې ډير ژر به د سودا د کاغذي خلتو يانې کڅوړو په دودلو سره د پلاستيکي کڅوړو کارولو دود ته د پاى ټکې کیږدي، خو داسې څه لا په سترګو نه لیدل کیږي.
په ډیرو هیوادونو کې پلاستیکي خلتې ډیرې کمې کارول کیږي او ايټالیا خو په بشپړ ډول په پلاستيکې خلتو بنديز لګولی دی. که څه هم په افغانستان کې دا زر شوني نه ده او په کاغذي خلتو او یا رختي خلتو کې به د ځینو شیانو او همدارنګه د باران په وخت کې د شیانو وړل ګران وي، خو بیا ه هر څومره چې شوني وي، پلاستیکي خلتې باید کم وکارول شوي. په ځینو هیوادونو کې د سودا کولو په وخت کې درنه پوښتنه کوي چې پلاستیکي خلته غواړي او که نه.
او په ځینو هیوادونو کې پلاستیکي خلتې وړیا نه درکوي او ډیر په لوړ قیمت یې پلوري چې موخه يې داده چې پلورونکي دې ته اړ کړي چې پلاستیکي خلتې ونه کاروی. دلته په افغانستان کې بې سواله او جوابه درکوي. د یوې په ځای دوه او د وو په ځای درې.
په نورو هیوادونو کې پلاستیکي خلتې د ډیر لوړ کیفیت دی او تجزیه (recycle ) کیدای شي، خو دلته خو نه د تجزیې سیستم شته او نه د لوړ کیفیت خلتې. هغه تورې پلاستیکي خلتې خو بیا د ډیر ټیټ کیفیت دي چې هیڅ نه تجزیه کیږي.
زه دا نه وایم چې سودا په څادر کې واچوئ، خو په کار دا ده چې پلاستیکي خلتې کمې وکارو.
راځئ له ځانه يې پیل کړو. د هر کار له پاره دولت ته مه ګورئ او په خپله هم باید هڅې وکړو. زموږ ستاسې لاندې هڅې د چاپیریال ککړتیا کمولی شي:
• څومره هم چې ممکنه وي، پلاستیکي خلتي کمې وکاروئ. د سودا رانیولو په وخت کې سوچ وکړئ چې ایا تاسې ته د پلاستیکې خلتو اړتیا شته او کنه. او که بیا وي، نو دې څو؟
• ځینې وخت موږ د عادت له مخې مجبور یو چې پلاستیکي خلتي وکارو او هیڅ اړتیا ورته نه لرو. خو پام مو ورته نه دې کړی. د بیلګې په توګه د اوبو یو بوتل هم په پلاستیکي خلته کې اچوو. موږ کولای شو چې هغه په لاس کې وسو. نور ملګري، خپلوان او همکاران که ستاسې سره یو ځای او یا ستا په مخ کې سودا کوي، نو هغوي وهڅوئ چې پلاستیکي خلتې کمې وکاروي.
• که شوني وي نو یوه رختې خلته د سودا په وخت کې ځان سره وړي او څومره چې شوني وي نو سودا په هغه رختي خلته کې اچوئ.
• هغه کسان چې د سودا کولو په وخت کې موټر ولري، ډیرو پلاستیکي خلتو ته اړتیا نه لري. د بیلګې په توګه د یوې هندواڼې په خلته کې اچولو ته به اړتیا نه وي ځکه چې په موټر کې يې وړي.
• د هر شي له پاره د ځان ته پلاستیکي خلتې نه ډډه وکړي او که ممکنه وي نو په یوه خلته کې یې واچوئ. د بیلګې په توګه، موږ کولای شو مختلف ډول سبزیانې په یوه خلته کې واچوو.
• دوکانداران باید وهڅول وشي چې د اړتیا نه زیاتې پلاستیکي خلتې سودا رانیونکو ته ور نه کړي.
• رسنۍ باید په دې هکله خپل رول ولوبوي.
• پلرونه، میندې او ښوونکې باید ماشومانو د پلاستیکي خلتو په زیانونو خبر کړي.
راځئ هم نن یې پیل کړو او له ځانه يې پیل کړو. دا ډول واړه واړه کارونه ډیرې ښې پایلې لرلای شي. د بیلګې توګه که موږ او تاسې دوه زره کسان په ورځ کې یوه پلاستیکي خلته کمه وکارو، دا په دې مانا چې چاپیریال کې مو دوه زره خلتې کمې کړې او له ککړتیا مو وساته.
زه باید دا هرڅه په خپل ځان لومړی پلي کړم او تاسې یې هم پرې فکر وکړئ. ملت له افرادو جوړیږي او هیڅ یو فرد دې خپل رول کم نه بولي.
په درنښت