
هلمندولایت کي دڅه مودي راهیسي (هلمندکي شعري یون که شاتګ؟) تر عنوان لاندی لړۍ راپیل سویده چي موخه یې په هلمندکي دشاعرانوپر چاپ سویو شعري ټولګونظر ورکول دي.
دڅه وخت لپاره خوشحاله وم ځکه ما فکر کوی چی داهغه نوښت اواقدام دی چي دڅو کلونوراهیسي یي ما ارمان درلودترڅو یوه داسي ډله یاکمیسیون پیداسي چي ترچاپ مخکي لمړي کتاب ترنظر تیرکړي.
دوخت په تیریدوسره می دیادي لړۍ څوپرلپسې لیکني ترسترګوسولي چي په لیکنوکي به بیله دشاعرانوتوهین اوسپکاوي څخه نورهیڅ هم نه ترسترګوکیدل .
. حال داچي کله کله به داسي هم ویل سوي وه چي دهلمندی لیکوالانواوشاعرانواوتي بوتي...
دڅه وخت لپاره په دې اند وم چي یاده لړۍ په هلمندکي دتګړه شاعرانو،لیکوالانواو کرکتونکوله لوري په کډه پر مخ بیول کیږي خو خبره هله راته روښانه سوه چي زما پرچاپ سوي شعري ټولګي باندي دهمدې لړۍ لخوا لیکنه اوکرکتنه وسوه .
زماپه چاپ سوي شعري ټولګي کي نیمګړتیاوی بیخی زیاتي وی که چیري دتکړه شاعر اولیکوال له خوا کتل سوی وای خودیادي لړۍ چلوونکی زمري بستي(خپلواک دریځ)څو هغوټکوته اشاره کړې ده چی شتون اونه شتون، اصلاح او نه اصلاح یې په شعري ټولګه کي هیڅ مثبت تغییر راویستلای نسي.
پوهان وایی:هرمعلم عالم کيدلای سي خوهرعالم معلم کیدلای نسي هوکي نورته څه ورښودل او دهغو منفي ټکي اصلاح کول پوره پوه،استعداد،اووړتیاغواړي .
کره کتونکي باید دشعرپه ډګر کي پوره معلومات او مطالعه ولري بل چاته چي څه ورښيي هغه یې لومړي خپله عملي کړي وي دکتاب پر منفي ټکوسربیره دهغه مثبتو ټکوته هم اشاره وکولای سي.
خوزه حیران دې ته یم چي ددې لړۍ چلونکي دومره ضعیفه اوکمزوری دی چي دیوشعرمنفي ټکي اومثبت ټکي سره بیولای هم نسي داځکه وایم چي زما په شعري ټولګي کي ډیري غټي نیمګړتیا وی شتون لری خو ده ښاغلي یی یادونه هم نه ده کړې
چي داهم پر دې دلالت کوي چي کره کتونکی پخپله هم چنداني معلومات او مطالعه په دې برخه کي نه لري
ښاغلي بستي(دریځ) زماله ټول کتابه څوبیتونه راخیستی اوخپل نظر یی پر وړاندي کړي مثلاً:
نن خودي بیاپرسپین باړخودي شاهدان غاښونه
پوهېږم نه چادرنه وړې ده خولګۍ جانانه
وایه باړخودي درته چاوچیچئ
ناست پرې غاښونه شواهدښکاریږي
دلته خوله یا خولګۍ ده خو دلته تر مخکنیو بیتونو ښه بربنډه کارول شوې پر سپین باړخو دي شاهدان غاښونه او خولګۍ چا درنه وړې په ډېره بربنډه اوښکاره ډول سره شوې، په دوهم بیت کې هم همدا خبره باړخودي چا چیچلی غاښونه ورباندې شاهدان دي
یو خو څوځایه یوه خبره په عیني مفهوم سره راوستل د شعر له اُصولو سره هیڅ غوره اومناسبه نه ده، بل تاسو فکر وکړئ چې د دا ډول شاعرۍ څخه به ټولنه کومه مثبته پایله واخلي؟
نه بلکل نه په داسي نالوستې ټولنه کې لکه افغانستان دا خبره هیڅ وخت ښه پایله نلري، موږ اکثره وخت یواځي ودې ته ګوته نېولې ده چې د بربنډو فلمونو او ډرامو مخنیوی باید وشي خو دې ته مو پام نه دی چې د شاعرۍ په نامه ځینو کسانو تر ډېرو بربنډو فلمونو اوسریالونو خطرناک اورونه د پروړو لاندې بل ساتلي او موږ یې په وړاندې چوپه خوله یو که بربنډ فلمونه ټولنې ته وړاندې کیږي، که د شعرپه نوم کوم سندرغاړي د پښتنې ټولنې خلاف څه وړاندې کوي یوازیني لاملونه یې دغه ډول اشخاص دي.
ښاغلي بستي له پورته بیتونوسخت سرټکولي او هغه یې دټولني دبداخلاقۍ لامل ګڼلي دي خوخپله بیاپه شعر کي وايي:
چي راته یادهره شیبه سی نو غزل ولیکم
اوښکي مي سترګو نه ایله سی نوغزل ولیکم
چي پر پالنګ باندی دی کړې راته دمینی کیسې
چي راته یادهغه صحنه سي نو غزل ولیکم
تل ستادعشق غمونه راسي ما په غیږ کي ټینګ کړي
ټول مي پر زړه باندي جرګه سي نوغزل ولیکم
زمانیمګړی ارمانونه ډیرمایوسه ښکاري
خویارلازماسه په ګیله سي نو غزل ولیکم
چي کله زه خپل سپیرې شونډي ستاپر شونډوکښيږدم
غاښ مي چیچو ته اماده سی نو غزل ولیکم
داسی خو نه ده چي بستي بې په ګیلو یار کړي
جانان مي ګل دنازدانه سي نو غزل ولیکم
پورته غزلي ته په کتو سره داسي فکر کوم چي دالیکني به بستي (دریځ) نه کوي ځکه هغه خوله بداخلاقه او عیاشو بیتونوڅخه سخته کرکه کړې ده او هغه یې دټولني دخرابوالي سرچینه ګڼلې خودلته بیاپه خپله وايي:
چي کله زه خپل سپیرې شونډي ستاپر شونډوکښيږدم
غاښ مي چیچو ته اماده سی نو غزل ولیکم
حیران سم ورته چي ولي یې داسي کړي ؟
ایادابیت دټولني داصلاح لپاره کار کوي؟
ښه ښاغلي بستی (دریځه) !ستاددې بیت په اړه به دابې سیواده او نالوستې ټولنه څه فکرکوي؟معلومه ده چی په دایقین به وي چي شاعران دشونډوتر ښکلولو وروسته غزلي اوشعرونه لیکي.چي دلته تایوازي دځان سپکاوي نه بلکه دټولوشاعرانوسپکاوی هم کړي دي.
زمادغزل دبل بیت په اړه وایی:
چیري اوسېږې ماین تړلی درځم
ستاسوانګړکې ځان وژنه کوم
افغاستان کې دا پنځه دېرش کاله کیږي چې جنګ او جګړه روانه ده، او هیڅ یوه کورنۍ او هیڅ یو وګړی چې افغانستان کې اوسیږي داسي نشته چې هغه دې ددې جګړې د زیان څخه په امان پاته شوی وي، خصوصاً په هلمند کې موږ اوتاسو شاهدان یو چې همدا اوس هم په دې ولایت کې وژنې او جګړې روانې دي، هره ورځ د راډیو له څپو، د ټلوېزیون له پردو او د ورځپاڼو پر مخونو د مرګ ژوبلو او چاودونو خبرونه، اورو، وینو او لولو که حقیقت ته راسو اوس له دې مرګ ژوبلو او زړه بوږنوونکو پیښو څخه خلک خسته شوي او هیڅوک نه غواړي چې ځان دي ورباندې غمجن کړي، خو صدیقي صیب دلته و خپلو لوستونکو ته په داسي نازکو حالاتو کې ځانمرګی، او وژني عادی او هڅوونکي انځوروي، که فکر وکړو ځانمرګی کول د اسلام په سپېڅلي دین کې هم ناروا دی، خو دلته په غیري مسقیم ډول سره صدیقي صیب خلک ورته هڅوي، ځان وژنه ورته عادي ښکاري، دا یوبد تصویر اوبد ذهنیت دی چې خپریږي، د شاعر دا دنده چې په دغسي حساسو حالاتو کې خپل ولس له جنګ جګړې او بدبینیو څخه راوباسي هرڅه ورته ښکلي رسم کړي، ژوند ورته زرین انځور، او د جنګونو او وژنو تصویرونه ورته کرغېړن او تور وښیي، ترڅو د جګړو او وژنو څخه لاس پرسر او د الله تعالی د کایناتو او طبیعي ښکلاګانو په منظر کې خپل ښکلي ژوند ته ادامه ورکړي.
زه دامنم چي له رقیبه سره می دعوه تردې ځایه رسېدلې چی نور دخپل ژوندهم ورته تیر یم .
کیدای سي یو داسي غم وي چي شاعر یې دومره لیونې کړی چي هغه دښه او بدو توپیر هم نه دی او ناڅاپه یې خوله درقیب پر لور خلاصه کړې اوخپل درد یي ورته دزړه له جوشه په دې ډول بیان کړی دی
چیري اوسېږې ماین تړلی درځم
ستاسوانګړکې ځان وژنه کوم
زه دامنم چي دیا دبیت تصویر بد دی او ټولنه له داسي تصویرونوڅخه کرکه کوي خوښاغلي بستي (دریځ) بیاخپله وایي:
ووځه بې ننګه بې غیرته له وطنه زموږ
تابه ترکوره ځغلوو که اتلان خبر سوه
خیر که غازیان ددنیا تللی خوبچي یي لا سته
که دبابا پر لاره تللی لارویان خبر سوه
دافکر مه کوه چي داملک به په زورقبضه کړم
خپل به لابایلوې که چیری ننګیالیان خبر سوه
دادهغو زلمیانو کوردی چي روسان یې مات کړه
ستابه هم کډه وي په شا که افغانان خبر سوه
دادی فایده ده که بس ټيټي سترګي بیرته ولاړسي
سر دی له تنه پریکوي که اتلان خبر سوه
موږیي په هره دسیسه باندي ټول وپوهیدو
رسوابه هلته سی بستي که شاعران خبر سول
که چاودنه او ځان وژنه ټولني ته دکرکي بد تصویر ورکوي نو سر له تنه پر یکول به څنګه تصویر ورکړي؟
نه پوهیږم زموږ اتلان خاص سرونه له تنه پریکوي؟
په پورته بیت کي بيا داتلانو نوم ته صدمه رسیدلې ده او داسي ښکاري چي زموږ اتلان هغه څوک دي چي دخلکو سرونه له تنه پریکوي.
اوهمدارنګه بل بیت داسي څیړي:
پرپنځولارو مزل مي سرمایه ده
ددنیا خلګ مې هسي ناداربولي
که چیري دې بیت ته سړی فکر وکړي دا هغه خبره ده چې تقریباً دري سوه کاله مخکې عبدالرحمان بابا په ډېر هنري ډول سره کړې، دوباره یې اړتیا نشته چې یو شاعر دي د رحمان بابا خبري ذکر کړي پکارده خپله ریاضت وکړي او داسي خبرې وړاندې کړې چې هغه رحمان بابا او خوشال بابا هم نه دي کړي او داسي ډېرې خبرې لاهم شته خو د هغه چا لپاره چې واقعاً هم یو ابتکاري اوباتجربې شاعر وي، پکارده که نوې خبره نکړو پیدا نو بیا که د رحمان بابا، خوشال بابا او نورو شاعرانو کړي خبري را اخلو حداکل باید له نوي زاویې څخه ورته وګورو چې اوریدونکي او لوستونکي باندې یې ومنو، که چیري یې په دغه ډول را واخلو لکه صدیقي صیب چې را اخستې دا یوه زړه خبره ده بېله نوښته اونویوالي څخه شوېده، اوریدونکی چې ستا دا خبره اوري دا هغه ته څو کاله مخکې رحمان بابا کړې هغه څه اړتیا لري چې بیا یې واوري، ځکه هغه تاته د نوي خبرې په انتظار دی، خو صدیقي صاحب په دې برخه کې ترډېره بریالی نه دی برېښېدلی، دا خبره هم منو او هم یې باید ومنو چې شعر پر پیغام باندې نه دی ولاړ، ښکلی انځور دي وي، موسیقۍ لرونکې خبره دي وي، نورڅه نه غواړي خو داسي نه چې پیغام هم نه وي او په ټوله شعر کې بغیر له منفي تصویره بغیر له یوې زړې او شوړېدلې خبرې نور څه نه وي، شعري هنر ډېر پراخه دی هرڅه پکې راتلای شي خو هرڅه باید پکې را نه ولو ځکه کیدای شي لوی زیان مو ټولنې ته اړولی وي، که لاندې بیتونه په ښه غور سره ولولئ صدیقي صیب نوې خبره خو لیري یوه خولګۍ یې په یوه غزل کې څو واره کړې هغه هم په داسي بڼه چې سړی ورځني بې له منفي فکره بل څه نشي درکولای.
دلته ښاغلي بستي (دریځ) دنوښت خبره کړې یعنی مخکی رحمان بابا ویلی دی چی زه نادار یم نو صدیقی بیا ولی دا تکرار خبره کړې ده؟
خوخپله بیا وایي:
اباد دی غواړوتل زموږ افغانستان کورګیه
خدای دی راجوړکړه لوټي لوټي دافغان کورګيه
ازاد دی غواړو همیشه له غلیمانو څخه
زموږغیرت زموږ همت زموږ ایمان وطنه
بستي هروخت لاسونه لپه کړم دعا کومه
خدای دي اباد کړه زما روح او زما ځان وطنه
همداسي بله غزل
غزل
زه کوم تل دغریبانوقدر
دغیرتمنوننګیالیانوقدر
چي له دښمنه یې بری وړی دی
ددې غښتلو شنو زمریانو قدر
په شرنګ دتوري یې نړۍ لړزول
زموږدسپیڅلو افغانانوقدر
پرخپل وطن باندی یی سر ورکوی
دپښتون قام دښوزلمیانوقدر
خدمت يې فرض تل پر ځان ګڼمه
دشمله ورو مشرانو قدر
دمستی مینی په مجنون پسي ځم
کړم دسرتیرومینانوقدر
چي دزړه ټپ مي په بیتووګنډي
بستي کوم دشاعرانو قدر
ښاغلي بستي چي څه ویلی هغه یې پخپله عملي کړی ندی ځکه هغه داغوره نه بولي چي تکرار او بیخونده الفاظ او خبری په شعر کي راسی خو خپله یي پورته شعرونه پر دې دلالت کوی چی ده هم د ملنګ جان خبری دلته تکرار تکرار بیان کړی دي کوم خاص نوښت ،موسیقي او تخیل نه پکښي تر سترګو کیږي.
بل بیت یی دارنګه څیړلی:
نن خودي بیاپرسپین باړخودي شاهدان غاښونه
پوهېږم نه چادرنه وړې ده خولګۍ جانانه
وایه باړخودي درته چاوچیچئ
ناست پرې غاښونه شواهدښکاریږي
دلته هم هغه خوله یا خولګۍ ده خو دلته تر مخکنیو بیتونو ښه بربنډه کارول شوې پر سپین باړخو دي شاهدان غاښونه او خولګۍ چا درنه وړې په ډېره بربنډه اوښکاره ډول سره شوې، په دوهم بیت کې هم همدا خبره باړخودي چا چیچلی غاښونه ورباندې شاهدان دي
څوځایه یوه خبره په عیني مفهوم سره راوستل د شعر له اُصولو سره هیڅ غوره اومناسبه نه ده
.
ښاغلي بستي په ټول کتاب کي کتلي او همدا دوه بیتونه یی له جلاجلا غزلو راخیستی او بیا یی ورته لیکلی چی باید تکرار الفاظ په شعر کی رانسی .
زه نه پوهیږم بستی شاعر او کره کتونکی هم دی خو بیا هم داسی بی مفهومه نظر وړاندی کوی دده خبره هغه وخت سمه وه چی ده ویلی وای چی په یوه غزل کی تکرار خبری دشعر داصولو خلاف کار دی .
لکه دبستي په خپل غزل کښي :
غزل
زړونه دمینویې ریبلي دي
ښکلي چي داکلي ته راغلي دي
زه یې لیونی سپلنی کړی یم
سترګوچي زما ورته کتلي دی
هیڅکله ملګروزما هیریږی نه
زلفی چي یې ما په خوب لیدلي دي
بيابه کله وکړم دهغو دیدن
ماچي په زړګي کي تل ساتلي دي
خدایه مهربانه کړې ښايسته ښکلي
تل چي عاشقان پرژړیدلی دي
چا ویل چي ښکلي مینه نه کوي
ښکلي پر دنیا دی چي ښاغلي دي
خدایه بژ وفا مه کړې زما اشنا
مینه کي يې ما هرڅه منلی دي
بیایې زه بستي انتظار کړی یم
ګران مي دراتلو راته ویلي دي
یاهم بل غزل کښي:
سپیني کوتري پر ګودرباندي بالونه وهي
زړه په یو چم راڅخه وړی سورخي عطرونه وهي
سره يې نوکان لکه دزرکی داسي سره ښکاریږی
دګودرغاړی تل ښایسته په ښايستوانجونو
هروخت ښايستې پرسپین تندي باندی خالونه وهي
دی ډلي ډلي را روانی دګودر ولورته
سره امیلونه یې په غاړه کي ټالونه وهي
جګي نرۍ سپینی یې غاړي دهیلیو په شان
سترګي یې توري پرشونډانوسره رنګونه وهي
خالیقه تل دی وي رنګونه دګودرپرغاړه
چي جینکۍ هروختی هلته اتڼونه وهي
پرزړه ویشتلی یم مدام دې ښکلو ښکلو انجونو
زما بستي په زخمي زړه کي خنجرونه وهي
اوس نو قضاوت تاسو وکړي چي ښاغلي بستی په خپله لومړی غزل کی د(ښکلي) کلیمه څو ځله راغلی ده ؟
په دوهم غزل کید(انجونو) لفظ او انځور وګورئ!
دبستی داسی شعرونه بیخی ډیر دی چي دښکاره کولو ندی خو خیر هغه اوس ځان ته دا حق ورکوی چی دنوروپر شعرونو کره کتنه وکړي.ځکه دده کره کتنه دځان ښودنی پر بنیاد ولاړه ده.
بل بیت بیا داسی څیړی:
دزړګي تنده مي شرابوماتولای نشوه
ځکه دسروشونډوسرونوته مي لاس واچوی
دلته هغه الفاظ په دې و بیتونو کې کارول شوي چې زه یې په یادولو سره ځان خجالت احساسوم، فکر وکړئ که په یوه کور کې مور، پلار، وروڼه، خویندي او د کورنۍ نور غړي یوځای سره راټول وي او د رسنۍ له لارې دغه بیتونه اوري څه فکر به کوي؟ په څه ډول حالت کې به وي؟
خوزه بیا وایم چي بستی په دې بیت ولی شرمیږي دشرم او خجالتۍ بیت به زه دده په غزل کی وروښیم.
مثلاُ په دې غزل کي:
کله مي هیریږې خوشنما لیلا
تل مي یې په زړه کي ترهرچا لیلا
ناست تورو تیارو کی یم ژړیږمه
راسه راته راوله رڼا لیلا
ښکلي بې وفا دی مینه نه کوي
ځکه څه مغروره ده زما لیلا
زړه مي ستا دمینی رنځو وخوړی
ستا شونډي مي زړه ته دي دوا لیلا
ستا دزلفو سیوري نه می کښینوه
ګوندي ستړی ژوند می سي هوسا لیلا
ګرځي چي بستي کچکول په غاړه کی
فکر ورسره وي مدام ستا لیلا
په پورته غزل کی داسی بیتونه ډیر سته چي په یوه پښتنه کورنۍ کي داوریدلو نه دی.
مثلا:
زړه مي ستا دمینی رنځو وخوړی
ستا شونډي مي زړه ته دي دوا لیلا
اوس پورته بیت ته په کومه سترګه وګورو دټولني لپاره زهر دی که دارو؟
خیر تر دې به هم تیر سو راځم اصلی موضوع ته د موضوع دښه روښانتیا لپاره دښاغلي حمیدالله ویاړ یوه لیکنه را اخلم چي دکره کتنی په اړه پکښي څو اساسي ټکو ته پاملرنه سویده هغه وایی:
کره کتنه که ځان ښودنه !؟
کله ناکله ډیر حیرانیږم چي دا ځيني خلک ولي دومره خود خوا سي؟ ولي دومره د نورو توهین او د شخصیت ټیټیدوته تږي سي؟ د ځان د شهرت لپاره داسي څه کوي چي هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي دهغه څه په اړه چي نه تجربه او نه هم مسلکي پوه لري، خو بیا هم ځان ته دومره صلاحیت ورکوي،چي د یو کس د عمرو عمرو زحمتونه او خوارې تر سوال لاندي راولي او د خپل ذوق او خیال مطابق يي په کتاب او اشعارو کره کتنه کوي.فکر کوم چي دوی به په دې نه یي خبر چي کره کتنه څومره یو ستونزمن کار دي،اوکرکتنه د هرچا کار نه دي.ځکه په کره کتنه سره د ادب او هنر په نړي کي د یو اثر درجه او ارزښت ټاکل کیږي.که د کره کتني تعریف ته وګورو نو کره کتنه یو ډیر عام او پراخ علم او هنر دي،چي په اړه يي ډیرو زده کړو او تجربو ته اړتیا ده. ادبي کره کتنه هغه علم یا هنر دی چي د ادبي اثارو پرتلني،سپړني،څیړني،شنني،او تفسیر ته ځانګړي سویده. د معاصري کرکتني موخه د خلکو توهین نه دي او نه هم له یوې موخي د کتاب او کلام منفي اړخونه او نمیګړتیاوي را ایستل دي،بلکي کره کتونکي باید د کتاب دواړه اړخونه مثبت او منفي لیکوال او لوستونکو ته په ګوته کړي.د کتاب او کلام د مثبتو اړخونو په برخه کي لیکوال تشویق کړي، ويې هڅوي چي نور هم ادامه ورکړي او پرمخ لاړ سي،او دکتاب د نیمګړتیاو او منفي اړخونو په برخه کي په ډیره نرمه ژبه او لهجه د یو مشاور په حیث لیکوال متوجه کړي، نه دا چي د کره کتني تر نامه لاندي په شخصي موخو او اهدافو پسې لاړ سي. خوپه ډیر په افسوس سره به ووایم چي اوس هم زموږ ځیني وړونه د لیکوال او شاعر د توهین، د هغه د عیب لټولو او نقطه ګیري لپاره کره کتنه کوي، دهغه لیکوال په کتاب او اشعارو کی چي شخصي مشکل ور سره لری عیبونه لټوي، او د کره کتني تر نامه لاندي د لیکوال شخصیت او دهغه کلام ته توهین کوي،نه هیڅکله باید ځان ته دا صلاحیت ور نه کړو ځکه په دي سره به مو یو د ځان حیثیت ټولني ته ټیټ ور پیژندلي وي،او له بله اړخه به مو د کره کتني د اصولو او قوانینو مخالف ګام پورته کړي وي. موږ باید لومړی د کره کتني په اړه پوره پوه حاصله کړواو د اصولو اوقوانینو څخه يې ځان خبر کړو وروسته که دا لوي مسولیت پر غاړه واخلو بیا به خلک ګیله هم نه راڅخه کوي، او نه به د نیوکو سره مخامخ کیږو. که راسو د کره کتني په اړه لږ وږغیږو نو ویلای سو چي کره کتنه ډیر لرغوني تاریخ لري،ویل کیږي چي ښايي لومړی کره کتونکی به په لومړی شاعر پسي پیدا سوي وي،ځکه کله چي شعر را مینځ ته سويدي د هغه سره سم د هغه خوښونکي او غندونکي هم را پیدا سويدي، کره کتنه د عربي نقد د کلیمي ژباړه ده چی بیلابیلي معناوي لري اوپوهان يي په اړه مختلفي نظرې لري. نقد د سرو او سپینو زرو کره او کوټه معلومولو ته وایي،پخوا پیسي په دوه ډوله وې د سپینو زرو پیسي (دراهم) او د سرو زرو پیسي (دینار) . چي کله کله به يي په دغوپیسو کي درغلي کول او مس به يي ورسره ګډول،چي لومړي سر کي به دا نه سره پیژندل کیدل خو د وخت په تیریدو سره به دا د مسو پیسي توریدلي،نوبیابه دا پسي د نقاد دوکان ته وړل کیدلي اوهغه به اصلي اوجعلي پیسي معلومولي، نو په دغه معنا یو عالم وايي چي د نقد لفظ د ادب د دواړو ډولونو شعر اونثر د کره کتني لپاره استخدام سوي دي،یوبل عالم وايي څنګه چي د صراف پرته نورو ته ددینار کره کول ستونزمن کار دي،نود شعر کره کول به لا څونه ستونزمن کار وي،د کره کتني داصطلاحي تعریف په اړه هم پوهان بیلابیل تعریفونه راوړیدي،چي په پخوانیو او اوسنیو تعریفونو کي يي توپیر لیدل کیږي. ډاکټرسیروس شمیسا د ادبی کره کتني د راپیژندنی په هکله وايي: « د ادبي کره کتني تعریف د پخوانیو پوهانو په اند له هغه تعریف سره چي نن مهال کیږي توپیر لري.د پخوانیو ادبپوهانو په اند له کره کتني څخه موخه معمولاً داوه چي د یوه اثر عیبونه بیان کړي،یايي د الفاظو دڅرنګوالي په هکله څه ووايي،په دي ډول د پخوانیو کره کتونکو کار زیاتره د صعف د نقاطو ښوول وه.اما په اوسني نوي پیر کی له ادبي کره کتني څخه موخه د اثر د عیبونوڅرګندول نه دي ځکه ادبي کره کتنه د لوړي درجي اثارو څیړنه کوي په دي ډول اثارو کي زیات تر دي چي د ضعف ټکي ارزښت لري د قوت ټکي مطرح دي.ادبی کره کتنه یو خلاق کار دي او ادبي کره کتونکي باید د اثر د څښتن په کچه د ذوق او خلاقیت څښتن وی البته په دي توپیر چي لیکوال اوشاعرد فضیلت څښتن دي خود ادبي پوهنو په ټولو اړخونو خبر نه دی په داسي حال کي چي ادبی کره کتونکی ښايي په ټولو علومو په دقیقه توګه اشنا وي» دا چي د کره کتني کار ډیر مشکل او ستونزمن دي،نو څنګه چي پورته هم ذکر سوه کره کتونکي باید د ژور فکر او پراخي مطالعي څښتن وي،او د ډیرو علومو په اړه معلومات ولري، ویل سوي دي چي نوي ځوانان نه ښايي چي کره کتونکي سي ددي خبري څخه مطلب دادي چي د لږی پوهي او لږي تجربي لرونکي کسان د کره کتني حق نه سي ادا کولاي،همدا ډول ځيني ادب پوهان کره کتنه ادب ته ضررناکه بولي او وايي چي د ادب د پرمختګ مخه نیسي او دوی له کره کتونکو سره په بیلابیلو الفاظو خپله کرکه اونفرت څرګند کړی دي.ټیني سن کره کتنه د ادب د زلفو شپږه بولي،چیخوف کره کتونکی د اس مچ بولي، ایمرسن وایي: څوک چي په شاعري کي ناکام سي کره کتونکي سي،ګویټي د کره کتونکي څخه ډیره کرکه درلودل حتی په مرګ يي ګواښي.نورو هم په کره کتونکو پسي بیلابیل څه ويلي دي، زه فکر کوم چي پورته کره کتونکي ټول په هغه ردیف کي راځي چي یواځي عیب لټونه به یې کول او په نکته ګیري پسي به ګرځيدل، که وګورو زموږ سپیڅلي شاعرعبدالرحمان بابا او پیرروښان هم دخلکو دبی ځایه خبرو څخه خلاص نه وه.چي دا ټولي بدي او بي انصافه کره کتنی د بغض دښمني او خپل منځي شخړو بیلګي دي. نو ځکه خلک د کره کتنی څخه دومره بد وړی او کرکه ورڅخه کوی که نه دا ادب لپاره کره کتنه یو اړینه او منلي خبره ده،خوخیر څومره چي بد پسي ویل سويدی هغومره ښه هم پسي ویل سويدي، له نورو څخه تیریږو صرف د جرډس وینا راخلو چي وايي: کره کتونکی د ادب سره هغه کړنه کوي چي ډاکټر يي له بدن سره کوی یعنی د هغه دروغتیا پالنه کوي، خو دغه خدمتونه یواځي هغه کره کتونکی ترسره کولای سي چي له بغض عناد،دروغواو ځان ښودني څخه پاک وي،او دادب د کره کولوحوصیله ولري،ښیګني وسپړي او یوازي په صفتونو پسي هم لاړ نه سي که نیمګړتیاوي وویني هغه څرګندی کړی.مګر د څرګندولو لار يي یواځي د زړه سواندي او خواخوږی له مخي وي. یوه بله خبره چي مي ذهن ته راغله هغه دا چی لیکوال او شاعر هم باید د کره کتونکي پر با انصافه کره کتنه خوا بده نه کړي،ځکه په کره کتنه سره د لیکوال او شاعر اثار کره کیږي او کولای سي داسي معیارونه په لاس راوړي چی دلوړي کچي اثار وپیژني او ورڅخه نوي څه تر لاسه کړي.دا منل سوي خبره ده چی د ښو او بدو د توپیر وړتیا له واړه څخه نیولي تر زاړه پوري په هر چا کي په بیلابیل ډول لږ وي او که ډیره خوخامخا سته،نو زموږ لیکوالانو او شاعرانو ته هم پکار ده چي خپل ټول لیکلي اثار د یو تجربه لرونکي او پوه شخصیت ته د کره کتنی په موخه وښيي.اوهمدارنګه دداسي کس پر کرکتنه خوا بده نه کړي د چا چي مطالعه پراخه او د تجربي تر څنګ د ژور فکر او نظر څښتن وي. دلته به په لنډ ډول ووایو چي څوک کولاي سي چي کره کتنه وکړي؟ په یو کتاب کي وایي: د چاچي مطالعه پراخه او دادب سربیره په فلسفه،ښکلاپیژندنه،ساینس،ټولنپوهني،اقتصادپوهني او ارواپوهني غوندي پوهنوکي هم لاس ولري،همدارنګه د نړیوال ادب دلرغونو اونورو ارزښتونوڅخه بشپړه خبر وي،نه د زړو دودونو او روایتونو پلوي وي اونه له هغو څخه بیخي بیزاره وي،پراخ نظراو افاقي ذهن ولري،کوم چي کاردود يي ساینسي وي او چي له ادبي اوهنري کارنامي څخه ورتیر سي تر هنرمنده اوبیا له هغه څخه د هغه ترمهال اوچاپیریال پوري ورسیږي اوهغه وڅیړي.دغسي کره کتونکي په صحیح معنا کره کتونکي بللو وړ اومستحق دي. او دغسي کره کتنه د یوې ستري تخلیقي کارنامی سره سیاله او برابره بلل عین انصاف دي. د پورته مشخصاتو په تایید سره به ووایم چي ادبی کره کتنه ځانته ضوابط او اصول لري،چي پر هغوي باندی خبري کول کتابونو ته اړتیا پیښوي. کره کتونکي باید له پورته اصولو څخه باخبره،د پراخي مطالعي او ژور فکر خاوند او د پوهنو د بیلابیلو څانګو په اړه پوه ولري،په دغه صورت کي به يي د کره کتنی حق هم ادا کړی وي اود مخالفتنو او نیوکو څخه به يي هم ځان ساتلي وي،نه دا چي له هرڅه ناخبره په پټو سترګو د شاعراو لیکوال اثارو ته دقضاوت تله کښیږدي. دا چي د کره کتنی د اصولو، ارزښت، دندو، ګټو، ډولونو، اړیکو، ستونزو اونورو برخو په اړه ډیري خبري سته اوډیر کتابونه پري لیکل سويدي او دلته دهغو څخه لږ څه راوړل هم متن اوږدوی،نو کره کتونکي ته پکار دي چي له هغو ځان خبر او دخپل علم اوهنر په برخه کي ورنه وړ اومناسبه استفاده وکړي
. په درنښت حمیدالله « ویاړ »
په اخیره کي باید دومره ووایم چي موږپه هلمند کي تکړه کره کتونکی او لیکوالان لرو چی هم دکره کتنی او هم لیکنی په اصولو پوهیږی چي تشه باید هغه ډکه کړي او هغه چاته دومره واک ورنه کړی چي پخپله دشعر په اصلي تعریف لا خبر نه وي او دبل پر شعرونو کره کتنی کوي .
نوټ : که دپورته لیکني په اړه څوک کوم نیوکه لري زه مو هروخت په خدمت کي یم .
اواو په راتلونکوکی دهر شاعر دفاع پخپله دښاغلي بستي(دریځ) په شعرونو کوم تر څو دا ټولو ته معلومه سي چي روانه لړۍ یوه درواغجنه او دتضاده ډکه لړۍ ده.
درنښت